واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

«
»

عالی همت

د مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه

یود لویو صفاتوځینی چه انسان  ستر افتخاراتوته رسوی او په هر شکل باندی یی  بریالی کامیابوي « عالی همت» دی .

هو : ولږه ،  تنده ، بربنډ والی ، راز راز امراض و ځینی  نور موانع او شیان دی چه د ژوندانه په دورو کښی  هرو مرو په سړی را تلونکی دی او ناکامي او کامیابي خو یو تربله  سره تړلی ده او خلاف التوقع شیان ډیر پیښیږی نو یواځنی شی چه د داسی مشکلاٹو مخه نیسی او سړی ته قوت قلب او د زړه اطمانیت ورکوی، هغه همدا عالی همت دی.

د عالی همت خاوندان همیش د مشکلاتو په لیدنه موسکی ، موسکی خاندی.

ثبات او حوصله له لاسه نه رکوي او وروسته د زیاراوزحمت ځینی، هرڅه چه ورته پیښیږی مقاومت نه بایلي او په پوره متانت او استقامت شپی او ورځی تیروي .

هو :  داسی د لوړ همت  شخصیتونه گرمي او یخني  ، شدت او ترخه ، او خواڔه  ټول عادی شیان گڼي د لور همت له څښتنانو سره اندازه وي ؛  قانون لري او په صحیح تدبیر او په تاریخي وقائیو سره زړه ته ډاډ  ورکوي ، فکر او سنجش، عقل او تمیز د ښو او بدو فرق دا د لوړ همتو خاصه ده.

جدیت او فعالیت ، غیرت او میڔانه د حق  او حقیقت د پاره جایزه مجادله په لوړ همت سره کیږی.

پاک نفسي او صداقت په مخامخ  او وروسته یو شانی حال لري د لوڔ همت اثار او مظاهر دی عالی همتان په هر وخت کښی په هر جامعه چه وی یورنگ، یو دین  او یو مذهب لري.

دارنگ خلک د لیدونکو په  سترګو او نظارو کښی مختلف ښکاری نو ځکه په یو ډول او څوک په بل شانی  تعبیرونه تری کوی ، د عالی همته خلکو سره هرڅه شته او هرڅه لري او همدوی  دي چه د خلکو د ژوندانه بیڔی د هلاکت خینی بچوي .

هو : دوی  سرونه ورکوي او د حیات په قربان کښی هیچ  تردد او ډیله نه لری . لکن د وطن ناموس او سرونه  ساتي او د جامعی او وطن سعادت او افتخار گتي ، مال او پیسی  مصرفوی؛ لیکن ، عزت شرف او د خدای او د رسول رضا پری حاصلوي .

د لوڔ همت خلک زیړ رنگ ټیتی سترگی  او د ایمان او وجدان خجالت نه قبلوي .

هو :  دوی مال او متاع بالاخره خپل ټول موجودیت د  خپل شرافت ځینی قربانوي، دوی د خلکو سره محبت او الفت ، راشه درشه ،  بی کومی طمعی ، منافقت ، ریا او فریب ځینی کوي .

هو : یقین  دادی چه د لوړ همت  خلکو سره ایمان وي او د میړانی درس یی  د سر او د زڔه په پردو کښی نقش وي .

ریا فریب او منافقت د بی و جدانه او بی ایمانه او په واقع  کښی د ټیتو او بی فهمه خلکو خاصه گڼی او طمع او توقع یواځی  د پاک الله ځینی لري .

دا رنگ د لوړ عزم خلک زوی او پلار ورور او  قریب دوست او عزیز او اشنا خپل او پردي د حق او عدالت په مقابل کښی  یو راز گڼي او شخصیاتو او اجتماعیاتو فرق او تو پیر ورسره وي .

د قانون مراعات له ظلم او بی عدالتی نه دفاع ، جامعی ته فایده  رسول خپله وظیفه بولی په دی لیاره کښی مشکلاتو نه خوند اخلی او په  دا میدان کښی فنا خپل سعادت گڼي .

سعید افغاني

۱۳۵۵ هجري شمسي

کابل ـ افغانستان

ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »