تجربه میدان در غرب افغانستان — از ادرسکن تا شیندند

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer, Military & Security…

روایت اسدالله کشتمند از جنگ افغانستان؛ مجاهدین، شوروی و قدرت‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=DGsTJnpdYQk مروز، ۱۶ سپتامبر ۲۰۲۶، بار دیگر در خدمت رفیق عزیزم،…

غنچه‌های پژمرده

گزیده‌ی اشعار اسعد لُرزاده برگردان به فارسی: زانا کوردستانی شاعر و نویسنده‌ی کُرد…

شعرهایی از روناک آلتون

بانو "روناک توفیق محمد"  (به کُردی: ڕووناک تۆفیق محمد)، متخلص به…

زندگی بدون محدودیت یا مرگ ...!

مرگ برخلاف دید صوری٬ چون نیستی تام باور موجه نیست.…

طالبان؛ از سرکوب مخالفان تا مهندسی حذف هویت‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید بازگشت طالبان به قدرت در ۱۵ اگست ۲۰۲۱…

فراتر از فروپاشی؛ چگونه ملت‌ها پیش از شکست نظامی، شکست…

Wahidullah Noorzai Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field Strategist | Military…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش اول)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

 دشمنی با فارسی؛ بازتاب سیاست زبانی برتری‌جویانه طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فارسی‌ستیزی؛ چهره پنهان سیاست زبانی طالبان برای بررسی  دقیق…

نسل‌کشی هزاره‌ها یک پروژه چندوجهی بود که ریشه در سیاست‌های…

افغانستان سرزمینی نیست مانند روسیه و یا هند که بزرگ‌تر…

اگزیستنسیالیسم؛ آزادیاست، یا ترس و مرگ؟

Existenzphilosophie. آرام بختیاری فلسفه وجودی انسان؛ آزادی بورژوایی، یا رهایی جامعه؟ آیا انحلال…

۱۱ سپتامبر جهان را تغییر داد؛ زندگی من را نیز…

از صبحی که آمریکا را تغییر داد تا میدان‌های افغانستان؛…

د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول

نور محمد غفوری (هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست…

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

روزهای آخر امین؛ روایت ناگفته از ورود شوروی و تغییر…

https://www.youtube.com/watch?v=K0xOd1gPFV0 تاریخ معاصر افغانستان؛ روزهای آخر حکومت حفیظ‌الله امین. روزهایی که…

وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

«
»

افغان ولس ولي  باید ووژل شي

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

افغان ولس د تاریخ په مختلفو مرحلو کې د وخت د نورو قوتونو تر تاړاک لاندي راغلی، د وخت هر زبر ځواک هڅه کړي چې د میړني افغان ولس خاوره خپله مستعمره وګرځوي.

په یوه لویه او مهمه غونډه کې مي د جمعیت اسلامي د پخواني مشر منورحسین صاحب څخه د هغه د وینا پر مهال واوریدل: دوه ملته دي چې د تاریخ په اوږدو کې یې غلامي نه ده منلې، ترک او افغان.

زموږ ولس د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره هر وخت وژل شوی، ټکول شوی، منزوي شوی او د خپلې خاورې پريښودلو ته مجبوره شوی.

د مغلو د تاړاک په وخت کې؛ چې د ډیرو هیوادونو خاورې یې تر واک لاندي راوستلي او بیا به یې په مستعمره هیوادونو کې باداري کوله،  افغان ولس وو چې د دوی د باداري کولو خوبونه یې ورڅخه وتښتول، او د یو ازاد ولس په توګه یې مغلو ته ښه درس ورکړ.

چنګیز د افغان ولس په اړه خپلې خاطرې لري، هغه ونه توانیدی چې په افغان ولس په زرو او جبر سره خپل واک وچلوي. د مغلو د ‌چنګیز او ګڼ نور زبر ځواکونه د افغان ولس پر خاور له ماتې سره مخ شوې دي.

انګلستان چې یو وخت یې همدا اوسنۍ امریکا مستعمره وه، لوی هند یې تر واک لاندي و،‌ په نړۍ کې له دوی څخه لیري او نږدې ډیری هیوادونو باندي یې باداري کوله،  د انګریز قانون یې پر مختلفو سیمو کې پلي کاوو،  د افغانستان د اشغال په بهانه یې غوښتل چې ځان د پخواني شوروي اتحاد سړو اوبو ته ورسوي.

د افغانانو له بې ساري مقاومت او قربانيو ورکولو له امله انګریز او بریتانوي هندي پوځیانو څو ځله د افغانانو سره د جګړې په ډګر کې ماتي وخوړه،  په افغان خاوره کې د جګړې په ډګر کې د انګریز پوځیانو ماتې د دې لامل شوه چې لوی هند د انګریز څخه ازادي واخیستله او دا ډول د نړۍ نورو هغو هیوادونو ته چې دانګریز مستعمره وو، افغانانو د ازادۍ اخیستلو درس ور زده کړ.

پخواني شوروي اتحاد چې د ۱۸ هیوادونو مجموعه وه او د منځنۍ اسیا او ختیځې اروپا ګن هیوادونه یې تر خپل مستقیم استعمار لاندي راوستلي و، ‌هوډ یې درلود چې د افغانستان د اشغال له امله د هند تودو اوبو بحر ته ځان ورسوي.

د جګړې په نا انډوله ډګرکې، ‌چې یو لور ته د خپل وخت زبرځواک ( سرو لښکرو) سره د هغه وخت پرمختللي پوځي وسلي، هوایې او ځمکنی ځواک او لوړ شمیر پوځ، بل لور ته نا منظم کلیوال افغانان، له زړو وسلو سره،‌ د الله ج په مرسته د افغانانو مخامخ جګړو او میړاني سرې لښکري د جګړو په ډګر کې داسي وځپلي چې افغانستان کې جنګیدونکي روسي جنرالان به تر ډیره وخته خپل ځوان نسلونو ته دافغان ځوانانو د میړاني کیسي کوي، او سیاستوال به یې په دي فکر کي وي چې بیا ځل داسي تیروتنه ونه کړي.

د وخت لومړی درجه اقتصادي، نظامي او سیاسي ځواک لرونکي هیواد امریکا هم د افغان خاورې د لاندي کولو هوډ يه اکټوبر ۲۰۰۱ ز کال کې عملاً وکړ، یوه ډله ټوپکسالار افغانان یې د ځان سره ملګري او د وخت افغان نظام د امریکا د پرمختللیو هوایې ځواک له امله ړنګ شو؛ خو ختم نه شو، همدا خلک بیرته منظم او منسجم شول، له امریکا او ناټو پوځیانو سره یې جګړه پېل کړه، دا دی نږدې ۱۸ کلونه کیږي چې امریکا او نړیوالو مللګرو هیوادونو یې نه خو طالبان له منځه یوړل او نه هم القاعده، نه داچې له منځه یې نه یوړل، بلکې طالبان یې کمزوري هم نه کړل.

د امریکا د هغه وخت ولسمشر بوش چې پر افغانستان یې د برید امر ورکړ، پر افغانستان او عراق کې جګړې یې صلیبي جګړې وبللي، خو په خپله اته کلنه دوره کې نهیلی او د امریکا ولس ته شرمنده له سپینې ماڼې څخه ووت ، چې د ده تر مهاله د امریکا د ولسمشرانو په کټه ګورۍ کې تر ټولو منفور ولسمشر وګڼل شو.

بارک حسین اوباما چې د افغان جګړې د ختمولو شعار یې ورکاو، تر ډیره یې هڅه وکړه چې د ګوانتانامو دوزخې زندان وتړي او د ۲۰۱۴ز کال تر پایه امریکایې پوځیان له افغانستان څخه وباسي، یواځي د ۶۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ امریکایې پوځیان د خپلو سیاسي ادارو د ساتنې لپاره پریږدي، مګر د امریکایې جنرالانو او جمهوري غوښتونو امریکایانو تر فشار لاندی راغی، او خپلې پریکړې یې عملي نه شوای کړای.

ډیری افغان او نړیوالو سیاستوالو انګیرله چې اوباما به د پخواني شوروي اتحاد د مشر ګورباچوف په څیر له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د وتلو لپاره عملي قدمونه واخلي.

د امریکا اوسني ولسمشر ټرمپ په خپلو پخوانیو څرګندونو کې ویلي و چې په افغانستان کې د دوی جګړه بابیزه ده،‌ دا جګړه نه ګټل کیږي او افغانستان قبایلي جوړښت لري، هلته خلک ډیموکراسي نه غواړي؛ ولي چې واک ته ورسید، افغان چارواکي چې د بهرنیانو په غولولو او فریب ورکولو کې مهارت لري، او دا دی ۱۸ کلونه کیږي چې د امریکا په وسلو او پیسو د واک چړچې کوي،  ټرمپ چې سوداګر دی، یو ناڅاپه یې هغه ته د افغانستان د لیټیم د باکره معادن او د مس د معادنو یادونه وکړه.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې امریکایې ملت ته په وروسته وخت کې څرګنده کړی چې که د افغانستان جګړه وګټی بیا به امریکایې ملت پوه شي چې ټرمپ د دوی لپاره څومره ګټه کړي؟

د افغانستان د لیټیم کان چې د غزني ولایت څخه شروع او بیا تر هرات پوري غځیدلی دی، د نړۍ په کچه لوی  معدن دی، او یواځی په چین هیواد کې لیټیم په انحصاري ډول شتون لري.

داچې په راتلونکي وخت کې به نړې د نفت پر ځای د الوتکو، موډرن میټرو او لویو بیړیو لپاره د لیټیم عنصر څخه کار اخلي، او تر دي مهاله د لیټیم انحصار له چین هیواد سره دی، امریکا هوډ لري چې د افغانستان دا بِکَرْ (نه استخراج شوی ) معدن چې د نړۍ په کچه ډیر لیټیم پکې موجود دي؛ د لوی ښامار په څیر یې هضم کړي.

د تاریخ په اوږدو کې افغان ولس له خپلو ملی ګټو څخه په پوره میړانه ساتنه کړي، که ولسمشر ترمپ فکر کوي چې د افغانستان لیټیم او مس به د بادار او غلام د رابطې په څیر تر لاسه کړي، د افغان ولس وینه به امریکایی ولس وزبیښې؛ موږ ورته سپارښتنه کوو چې د سوداګرې د کتابونو د مطالعې پر ځای دي یو ځل د افغان – انګلیس او افغان – شوروي جګړو تاریخ مطالعه کړي، او بیا هم ورته سپارښتنه کوو چې د خپلو امریکایې سیاستوالو او په خبره پوه جنرالانو څخه دي د افغان ولس د میړاني کیسې واوري.

 د افغان – امریکا اوږدې جګړې له امله امریکا په سېمه کې په اقتصادي او سیاسي برخو کې د هیوادونو له حساسیت سره مخ ده، په سیمه کې ننګول کیږي، او د افغان – امریکا اوږدې جګړې له امله د افغان حکومت واک ننګول کیږي، د بلخ او سمنګان والي په زور خپلو دوندو ته دوام ورکوي، ورځ تر بلې د ولس په منځ کې په حکومت باور کولو ته زیان رسیږي.

هو! افغان ولس ځکه د وژلو دی چې دوی لیټیم لري، دلته د مسو کان موجود دی، او له دي ځایه منځنۍ اسیا تهدید کیدای شي، دا ډ‌ول د پاکستان او ایران اټومې بټۍ د امریکا تر کنټرول لاندي راځي، د چین انحصار د لیټیم په برخه کې له منځه ځي.

هو! افغان ولس ځکه د وژلو دی چې د انګریز او پخواني شوروي اتحاد باداري یې ونه منله، او ځکه د وژلو دی چې د بوش، اوباما او دادی د ټرمپ باداري نه مني.

یو لوړ پوړي پخوانی‌ ګوانتانامو زنداني طالب راته وویل چې ګوانتانامو کې د بند پر مهال امریکایې مستنطق به راته ویل چې په نړۍ کې داسي هیواد او ډله نه وه چې د امریکا اوامر او باداري ونه مني، یوازي تاسي (طالبان) واست چې د امریکا غوښتنې مو نه منلي، نو په کار وه چې ستاسي نظام له منځه یوسو او د ګوانتانامو د زندان په قپسونو (جالۍ لرونکو وړو کوټو) کې مو واچوو.

مګر امریکایې مستنطقین په دي هم پوهیږي چې له ګوانتانامو زندان څخه تر شکنجه ورکولو وروسته هم نظامي طالبان چې راخلاص شول، بیرته د جګړې لومړیو کرښو ته ولاړ او بیا هم د امریکایې پوځیانو سره وجنګېدل.

موږ (افغان ولس) د وژلو نه یو؛ موږ هم ژوند کولو ته اړتیا لرو، زموږ ماشومان ښوونځي او ځوانان مو پوهنتون ویلو ته اړتیا لري .

موږ هم د لیټیم معدن استخراج ته اړتیا لرو، ‌او موږ د مسو کان استخراج ته اړتیا لرو،‌ دا ډول د نورو نه استخرج شو معادنو استخراج ته ضرورت لرو، خو دا هرڅه هغه وخت کیږي چې افغانستان خپلواک، مستحکم او مرکزي نظام ولري، او د امریکا سره په دوه اړخیزو سیاسي ښو اړیکو بناء د معادنو د استخراج برخه کې پرعدالت او نړیوالو اصولو بناء تړون وکړي.

که ولسمشر ټرمپ فکر کوي چې د افغانستان لیټیم او مس به د غلو په ډول د افغان ملت څخه غلا کړي، او په افغانستان کې به د ډیر وخت لپاره لاس پوڅی حکومت ولري، په افغان ولس د بادري خوبونه ویني، همداسي به دا ارمان د بوش او اوباما په څیر له ځان سره له سپینې ماڼۍ څخه وړي، او د خپل امریکاې ولس او افغان ولس او نړۍ په وړاندي به سرټیټی وي.

موږ (افغان ولس) د ټرمپ د وروستیو څرګندونو ( چې له مخالفو افغان وسلوالو سره سوله نه بلکې جګړه کوو)  له امله نهیلی‌ نه یو، موږ په سوله باور لرو، ‌او سولې ته کار کوو،‌ موږ به له امریکایې ولس سره د لا نږدیوالي او دوستي لپاره قدمونه واخلو، ‌موږ به د راتلونکو سیاسي اړیکو د جوړولو لپاره کار وکړو، ‌او موږ به د امریکایې ملت سره په ګډه افغان – امریکا جګړه ختموو،‌ ځای به یې سوله نیسي او د افغان لیټیم او مسو له  معادنو څخه د متقابل تعامل پر اساس په ګډه دواړه (افغان – امریکا) ولسونه او نورو هیوادونه به مستفید کیږي.

موږ هیله لرو چې امریکایې ولس به د افغان – امریکا اوږدې جګړې مخالفت داسي وکړي لکه چې د امریکا- ویټنام جګړې مخالفت یې د جګړې په وروسته وخت کې وکړ.

موږ باوري یو چې افغان – امریکا ولسونه به په ګډه د افغان – امریکا جګړې د ختم لپاره کار وکړي او د باثباته او خپلواک افغانستان لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.