بحران مالی سازمان ملل و فاجعه انسانی در افغانستان

آزمونی برای تعهد جهانی به انسان‌دوستی و چندجانبه‌گرایی سازمان ملل متحد…

میراث سکاها در شاهنامه فردوسی: سیستان، سجستان و ایران

- دکتر بیژن باران مقدمه: شاهنامه و جغرافیای هویت ایرانی. شاهنامه…

تروتسکی در تاریخ اندیشه سیاسی چپ

leo Trotzki ( 1879- 1940 )  آرام بختیاری سنت ترور سیاسی با…

پاسخ  ما

میر عبدالواحد سادات پاسخ  ما  : بر مبنای وجدان ملی و ندای…

قهرمانی تیم فوتسال؛ نمادی از وحدت ملی و امیدی برای…

نویسنده: مهرالدین مشید شگفتن گل های لیخنند در سرزمین به تاراج…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش چهارم و آخری)  ۷. ویژگی‌های فرهنگ سیاسی مطلوب برای…

ارسطو

نوموړی د لرغوني یونان او لوېدیځې نړۍ یو له لویو…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش سوم) ۶. چالش‌ها و راهکارهای تحول فرهنگ سیاسی در…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش دوم)  ۴. وضعیت کنونی کلتور سیاسی در افغانستان در پرتو…

بیایید هموطن!

امین الله مفکر امینی       2025-12-10! بیــــا هموطن با هم یکی گردیم تا…

ما با پاکستان مشترکات نداریم !

مدتیست که عده ای نام از مشترکات میان افغانستان و…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش اول) ۱.خلاصه  این مقالهٔ علمی ـ تحلیلی و رهنمودی…

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

حميدالله بسيا په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د…

مهندسی قومی یا طرح توازن قومی در ساختار قدرت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید مشروعیت‌ بخشی قومی؛ از توجیه انحصار تا مهندسی…

صرصر ظلم 

از فروغ حسن تو ماه فلک شرمنده شد  مهر لطفت هر…

از همین خاک جهان دگری باید ساخت !

با شروع زمزمه های کم شدن موسسات خارجی و خروج…

چرا شطحیات! ترامپ را درک نه‌می‌کنیم؟

اولویت مردم ما اسقاط طالبان است، نه تعامل. ✍️ محمدعثماننجیب در جهان…

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي…

اپلاتون

د ده اصلي نوم «اریستوکلس» دی، د یونان یو نوموتی…

نقض حاکمیت ملی از سوی طالبان؛ از سلطه ایدئولوژیک تا…

نویسنده: مهرالدین مشید اجندا های قومی و اختلاف برانگیز منافی حاکمیت…

«
»

د اشرف غني او خواجه آصف مسابقه؛ څوک به يې وګټي؟

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه د لومړي ځل لپاره د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډو کې د ګډون لپاره نيويارک ته تللی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند دواخان مينه پال وايې غني به د ملګرو ملتونو غونډې په لومړۍ ورځ د دغه سازمان له ټولو غړو هېوادونو وغواړي، چې افغانستان کې له ترهګرۍ سره جدي مبارزه وکړي او په دې برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي. د مينه پال په خبره ولسمشر به دغه راز، افغانستان کې د سولې، امنیت او پرمختګ مسلو په اړه هم خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف ويلي، چې په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ ترڅنګ به هڅه وکړي چې د ټرمپ له ادارې سره تماس ونیسي او په دې اړه ورسره خبرې وکړي چې د افغانستان د مسالې په اړه پوځي لارې ازمویل شوي او ناکامه شوي دي. اصف همداراز وویل، د ملګروملتو غړیو ته به ووايي چې دې سیمې ته باید سوله راشي او له قوې څخه په کار اخیستلو حللار نه ترلاسه کېږي.

په اصل کې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ راتلونکې غونډه هم د افغانستان او د پاکستان لپاره زرين چانس دی چې د خپل هيواد په ګټه په کې لابي ګيري وکړي. په دغې غونډه کې د نورو تر څنګ درې مهم هيوادونه (امریکا، پاکستان او افغانستان) هم ګډون کوي. د افغانستان لپاره يې ارزښت په دې کې دی چې څنګه کولی شي په روان حساسو حالاتو کې چې پاکستان له سخت فشار لاندې دي؛ د پاکستان اصلي څېره لا هم بربنډه کړي او څنګه کولی شي چې د امریکا تر څنګ د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ د نورو غړو هيوادونو ته هم د پاکستان اصليت وښيې او له پاکستان سره خپلې مرستې بندې او د اصلاح لپاره يې لا هم تر فشارونو لاندې ونيسي.

او د پاکستان لپاره هم دغه غونډه ځکه له ډيره ارزښته ډکه ده چې دغه هيواد به هم هڅه کوي څو وکولی شي په نړۍ کې يې پر بربنډې شوې څېرې څنګه پرده واچوي، د پاکستان په اړه د نړيوالو په ځانګړې توګه د امريکا اوسني دريځ څنګه بدل کړي، او څنګه له موجودو فشارونو ځان ته برأت ورکړي. په ټوله کې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ راتلونکې غونډه د افغان ولسمشر غني او د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير خواجه آصف تر منځ يوه مهمه سياسي مسابقه ده چې هر يو به يې د ګټلو هڅه کوي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې افغان ولسمشر غني څنګه کولی شي دغه مسابقه په خپله ګټه تمامه او خواجه آصف په ګونډو کړي؟

په داسې حال کې چې ويل کيږي امریکا په دې غورکوي چې پاکستان د خپلوهغو متحدینو د لیست نه وباسي چې د ناټوغړیتوب نه لري خود امریکا د مرستو او همکاریو نه برخمن دي؛ خو اوس پاکسان هڅه کوي چې وښيې چې له دوی سره د امریکا د ملګرتيا قطع کیدل، پاکستان ته هیڅ زیان رسوي. پاکستان د دې لپاره چې امريکا يې پر وړاندې نيول شوی دريځ بدل کړي؛ په ورته مهال هڅه کوي چې امریکا يې پر سيالو هيوادونو وډاروي. پاکستان اوس ګواښونه کوي چې که امریکا د پاکستان د زيان لپاره کوم اقدام وکړي، نو پاکستان به روسیې او چین ته نورهم نژدې شي. د همدې لپاره پاکستان به هڅه وکړي چې د ملګرو ملتونو په روانه غونډه کې به د خپل بام واورې پر افغانستان ګوزارې کړي او خلکو ته به په ډير مکر داسې وښيې چې ګويا دوی هم د ترهګرۍ قرباني دي او ورسره دې مرستې نه بندوي.

خو دلته اوس افغان ولسمشر غني ته په کار ده چې له پخوا څخه لا هم په ډيرو توندو، جدي، کره او منطقي ثبوتونو او څرګندونو سره د پاکستان اصليت د ملګرو ملتونو نورو غړو هيوادونو ته څرګند کړي. غني بايد په پوره قاطعيت سره د پاکستان له لوري د ترهګرو د تمويل او ساتنې مساله مطرح او له نړيوالو وغواړي چې پر دغې منافق هيواد خپلې مرستې بندې کړي. ولسمشر بايد په ډير صراحت او قانع کوونکو خبرو نړيوالو ته په پاکستان کې د ترهګرو د مرکزونو او ورڅخه د پاکستان د ملاتړ خبرې وکړي. یعنې د افغانستان لپاره اوس دا يوه زرينه موقع ده چې ولسمشر غني په دغه غونډه کې د پاکستان په اړه هغه ټول او اسناد او شواهد نړيوالو ته وړاندې کړي چې دلته په افغانستان کې په ترهګرۍ او چاودنو کې د پاکستان لاس لرل ثابتوي. غني بايد له ترهګرو يواځې د پاکستان ملاتړ ياد نه کړي بلکې د ايران او روسيې په اړوند هم یادونه وکړي.

لیکنه : خوشحال آصفي