از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

«
»

پاکستان سره خبرو کې څه ډول امادګي بايد ونيسو؟

وروسته له هغې چې ولسمشر غني د ساينس او ټکنالوژۍ په اړه د اسلامي همکاريو سازمان د غړو هيوادونو ناستې په ترڅ کې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره وکتل؛ اردوغان د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترينګلو اړيکو د رغولو لپاره چمتووالی وښود. د ترکيې ولسمشر د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا له نوې ستراتيژۍ د ملاتړ تر څنګ وويل چې ترکيه د افغانستان او پاکستان تر منځ د ښو اړيکو غوښتونکې ده او په دې برخه کې چمتو ده چې د کابل او اسلام آباد اړيکي ورغوي.

په ورته مهال بيا ولسمشر غني هم ويلي چې افغان دولت له خپلو ټولو ګاونډيو هيوادونو سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی او زياتوي چې هيواد يې له پاکستان سره د هر اړخيزو خبرو لپاره بشپړ چمتووالی لري. اوس اساسي پوښتنه دا ده چې ولسمشر غني له پاکستان سره د خبرو لپاره کوم ډول چمتووالی نيولی دی؟

رښتيا هم د نړۍ په نقشه او د ځمکې پر مخ له افغانستان سره د ګاونډي هيواد په توګه له پاکستان سره ښې اړیکې درلودل هم د افغانستان او هم د پاکستان په ګټه دي. اړتيا هم ليدل کيږي چې دواړه هيوادونه بايد يو له بل سره ښې اړيکې ولري، ځکه مونږ نشو کولی چې اوس د نړۍ له نقشې پاکستان ليرې کړو يا يې له ګاونډيتوبه انکار وکړو. لازمه ده چې له پاکستان سره هر ډول اړيکې وساتو خو په دې شرط چې نوموړی هيواد اړ کړو څو له خپل منافقانه سياسته لاس په سر شي او زمونږ په شان راسره نيک روابط ولري.

دا چې افغان حکومت له پاکستان سره د خبرو لپاره له هر ډول چمتووالي خبر ورکوي نو ولس هم ترې تمه لري چې دا ځل به وتوانيږي چې پاکستان اړ کړي څو د نيکو لارو له افغانستان سره اړيکې وپالي. ځکه د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا نوې ستراتيزۍ اعلان د سيمي سياسي اوضاع بدله کړې او اوس د پاکستان تر څنګ د امریکا سيالو هيوادونو هم درک کړې چې امریکا له سيمې وتونکې نه ده او دوی مجبور دي چې له امریکا او د امريکا تر نفوذ لاندې هيوادونو سره سالمې اړیکې وساتي.

د امريکا نوې ستراتيژۍ په پاکستان کې د سياسيونو او حکومتي چارواکو تر منځ ژور اختلافات رامنځته کړي دي. پاکستاني چارواکي او سياسيون اوس په دوه ډلو ويشل شوي دي. يوه ډله يې سياسيون او چارواکي يې هغه څوک دي چې له امريکا سره ډغره وهل له هغو ټولو هيوادونو سره ډغره بولي چې د ناټو غړي هيوادونه دي. دوی درک کړې چې د پاکستان لپاره د امريکا دشمني به ورته په لوړ قيمت تمامه شي. ځکه دوی د روس په يارۍ باور نه لري او چين ورته ځکه د باور وړ ملګری نه ښکاري چې دغه هېواد څه موده وړاندې په بلوچستان کې د اوبو په یوه پروژه کار شروع کړ خو چې دوه کسان یې ووژل شول بیا څلور که پنځه کاله پسې ورک شول او پروژه وځنډېده.‌

پس ويلای شو چې پاکستان د پخوا په پرتله اوس ډير تر فشار لاندې دی او په کار ده چې افغان دولت له دغې فرصته په ګټې اخيستنې سره له پاکستان سره په پوره چمتووالي خبرې وکړي. چمتووالی بايد داسې وي چې :

۱ــ افغان حکومت دې هغه کره اسناد چې په افغانستان کې لويو خونړيو بريدونو کې د پاکستان لاس لرل ثابتوي؛ پاکستان ته پر مېز کيږدي او بيا دې ترې جدي غوښتنه وکړي چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي. خو که چيرته پاکستان په دې برخه کې ناغيړي کوله نو بيا دې له نړيوالو غوښتنه وشي چې پر دغه هيواد نړيوال بنديزونه ولګوي.

۲ــ افغان حکومت دې له پاکستان غوښتنه وکړي چې په پاکستان کې دې په مذهبي او سياسي ګوندونو؛ هغه ګوندونه چې مشران يې طالبان خپل اولادونه بولي؛ پرې دې فشار راوړي څو طالبانو ته د جنګ د روحيې ورکولو پر ځای د سولې وړانديز وکړي. د سر غړونې په صورت کې دې ياد ګوندونه د ملګرو  ملتونو په تور لیست کې شامل کړلی شي.

۳ــ له پاکستانه دې غوښتنه وشي چې په دغه هيواد کې تش په نوم په دیني مدرسو دې څار وشي څو د افغانستان د جګړې لپاره نور ترهګر ونه روزي، ځکه په دغو مدرسو کې په افغانستان کې د جګړې لپاره چنده ټوليږي. د طالب غوټ ملاتړ له همدې لارې کيږي.

۴ــ افغان حکومت بايد پاکستان ته قناعت ورکړي چې د کابل ـ ډهلي اړيکو نيږدې والی د هيڅ هيواد په زیان نه دی او له دې لارې دې هيڅ ډول ډار نه حس کوي.

۵ــ پاکستان ته دې قناعت ورکړلی شي چې په افغانستان کې د جنګ او ورانکارۍ څخه يې په آبادۍ او له دلته له هندوستان سره په سالم رقابت کې يې ګټه زياته ده پس له هندوستان سره دې دلته سالم رقابت وکړي.

لیکنه : خوشحال آصفي