بی تفاوتی جهان در برابر تروریزم جهادی در افغانستان!

القاعده و طالبان دو رویی یک سکه اند! جهان در برابر…

اخلاق و تمدن

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیـطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

مشروعیت‌زدایی قومی طالبان؛ خلع سلاح قومی این گروه

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از مهم‌ترین موانع در مسیر حل بحران…

آن کارسون، برنده نوبل ادبیات ۲۰۲۶؛ از ادبیات کلاسیک تا…

      بهرام رحمانی bahram.rehmani@gmail.com  آکادمی سوئد روز پنج‌شنبه ۸ اکتبر ۲۰۲۶، جایزه نوبل…

رمانتیسم؛ عطر شانل آیدا، یا سیگار اشنو شهلا ؟

Romantik . آرام بختیاری رمانتیک، مکتبی چند وجهی؛ خردگریز، اتوپیستی، هومانیستی. رمانتیک واژه…

رساله‌ای در باب تخیل (3)

« آزادی و هراس انسان از خلوت خویش » تهیه و…

جنگ ایران، محاسبات ترامپ و بازتعریف آسیب‌پذیری در جغرافیای منطقه

وحیدالله نورزی جنگ‌ها را نمی‌توان تنها با شمار حملات، میزان خسارات…

دو یاداشت !

1-- افغانستان و اثرات موقعیت جغرفیایی ان . 2-- چاره اساسی…

تعلق بر انسانیت بجا است !

امین الله مفکر امینی              2026-08-10! بــه هر طرف مینگرم بوی تعلقات…

از قهرمان‌سازی تا نقد تاریخی؛ بازخوانی کارنامه رهبران در شش…

 نویسنده: مهرالدین مشید بزرگ‌نمایی رهبران؛ ناسپاسی به آرزو های مردم افغانستان رخدادهای…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی(بخش۲)

علی میرفطروس -« عربِ بادیه نشین را رها کن و او…

پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب سره، چې د…

پیام هستی

رسول پویان ز قلب هستی پیامی بـه گوش دل گفتند چه خوش…

افغانستان در آستانه بحران چند لایه؛ ابتکار خروج از جنگ

 نویسنده: مهرالدین مشید چه کسی باید ابتکار خروج از جنگ را…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت دوم: از هویت تا قدرت؛ چگونه یک سازمان خود…

نیهلیسم؛ محصول شکست سیاسی یا فردی؟

Nihilism. آرام بختیاری نیهلیسم یعنی پوچی، انفعال، زوال، بطالت، و فاقد هدف.  نیهلیسم…

گزیده‌ی اشعار شرمین ولی

اشعار کتاب اندوه ارغوانی یک سیب گزیده‌ی اشعار شرمین ولی مترجم: زانا کوردستانی (۱) پاییز…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت اول: مسئله فقط امیر نیست وقتی درباره طالبان صحبت می‌کنیم،…

بعد از ضربه چه می‌ماند؟

افغانستان و منطقه در عصر جنگ‌های فرسایشی Wahidullah Noorzai — Former…

دل دادن و دل بردن!

امین الله مفکر  امینی                2026-25-09 دلـــــدادن ودل بردن ودل بستن نباشد…

«
»

دیوه پیشنهاد طرح د افغانستان د بحران د ختمولو په خاطر

لیکنوکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د اکتوبر ۲۷مه ۲۰۱۶ کال .

هر چا هر چیرې یعنې په ویبسایټو کی ، په ګردیو میزو کی ، په مصاحبو کی ، په کنفرانسو او غونډو کی او بل اخره په فیسبوک کی ډول ډول مضامین او مقالی ولیکلی او جمهورو ریسانو هم داسې یوه جامع یا قاطع ستراتیژي یا پلتفورم را منځ ته نه کړواو د خلکو سره مطرح نه کړو چی د هغو په نتیجه کی یک تیر و دوپاخته شی ، زه وروسته له ډیر فکر او تعمق نه دی نتیجی ته ورسیدم چی په وړو جزیرو یعنی په وړو حزبو د افغانستان معضل او په افغانستان کی امنیت او دایمی صلحه نه را منځ کیژی نو بل اخره می د نورو هیوادو په شان چی یو ډول یا یو رقم پرابلمو سره مواجه وو او هلته هم لوی بحرانونه را منځ ته شوی وو نو بل اخره په هر شکل چی وو دوی دهیوادو د نجات له پاره یو داسې میړه ، ژغورونکي ، وطن پرست انسان پیدا کړل چی بل اخره هغه هیواد چی د اتومی او هایدروجنی بمو خاوند وو ورته نجات ورکړو ، مثال یی د روسی فدراسیون وو ، دروسی فدراسیون هم د نا اهله – خود خواه – بیګانه پرسته – مزدورو – خاینو جمهورو ریسانو لکه (( ګرباچوف – یلتسن )) او همدارنګه د هغوی تر څنګ نور حریص- خودخواه – مریض – تجزیه طالب کسان لکه ( یبلکه – نیمڅوف – ګیدروف – سکولوف – ورینیکوف – روتسکوی – چوبایس – او ډیرنور تاسې) ور علاوه کړی روسیه داسی یوه خونړی داخلی جنګ ته رهنمون کړه چې ټانکونه د مسکو شهر ته دننه شول او په سپینه مانۍ د صدارت ېې دزی وکړی او یوه علنی کودتا دغو وطن فروشانود یلتسن په رهبرۍ وکړه ، هلته نور جدای طلبه او په خارج کی د کمونستانو په ضد کسان لکه ( شالزینیکین – او د لننګراد یو بل د یلتسن تیوریک نفر نوم ېې ( سبچک وو ) روسیه دغو خراب بحران ته رهنمون کړه ، خو بیا هلته یو ډیر باشخصیته کمونست ( جنرال او د بیروی سیاسی غړی او د ، (ک ګ ب ) د خارجی روابطو مشر پریماکوف نومۍ ) او بل یو ېې (ولادیمیر پوتین) او ننۍ صدراعظم ( میدویدوف ) ، یعنی دغو دریو کسانو روسی ته نجات ورکړو ، غرب یعنی امریکا قریب وو دغه هیواد منفجر کړی ، ددغو قوی ثبوت او مثال په مدنظر نیولو سره زه پیشنهاد کوم چی د افغانستان دري روحاانی شخصیتونه ( حضرت صاحب مجددی – پیرصاحب ګیلانی – سیدمنصور نادری ) په راس کی ، او د لویو مولیانو یوه لویه ډله ور سره ملاتړ ( د روحانیت لویه شورا چی تعداد یی ۲۰۰ تنو ته ورسیژي ) په افغانستان کی د (( دلوی افغانستان د نجات ملی جبحه )) په نامه د افغانستان په ټولو ولایتو کی د افغانستان د ننی او ستر خونین ناورین د ختمولو له پاره د ولایتو او ولسوالیو په منځ کی مطرح او بیطرفه او وزن لرونکی ، قوی سپین ګیري او لویانو په مشرتابه سره ددغو جبحی تهداب کیږدي او دغه جبحه باید اقلا د (۵) نه تر( ۷ )  ملیونه کسان ور شامل شی ، هغه احزاب چی د وطن د نجات او امنیت او ترقۍ موضوع ورته تر هر څه نه ډیره مهمه وی هم ورسره  یو ځای شی ، دغه لویه ملی جبحه به د انتخاباتو – دمقام او چوکیو له پاره د شخصیتو تعین او تقرر هم د تحصیلاتو ، تخصص او تجربی په اساس وګماری او له دی طریقه به په لومړی سر کی د مکلفیت عسکری دوه کلنه دوره دسره رواج کړی او داسې یو ملی او بیطرفه وسله وال پوځ جوړ کړی چی په نړی کی بیساری وی ، بودجه ېې د معادنو او مخدره توکو له انحصار نه شروع کړی ، ځکه معادن دیوه سره د ټولو افغانانو ملی سرمایه ده او په هر افغان او ددوی په کورنیو پوری اړه لری ،د دی جبحی ایدیالوژي (( فقط ملی یووالی – افغانیت – اسلامیت – دیموکراسی او ترقی )) ده هیڅ ډول خارجی او بیګانه تیوری او ایزم ته د تبلیغ او ترویج اجازه د ملی جبحی په چوکات کی ځای نه لری ، او نه ور کول کیژي ، یو قوی نشنلیست افغان حکومت او دلوی افغانستان منظومه جوړول د جبحی د ستراتیژۍ اساس او تهداب قبول شی ( نشنلست په دی مفهوم چی افغانستان فقط د افغانانو هیواد او ځای دی ، بیرونیان او خارجیان فقط د توریست یا میلمه حیثیت لری هیڅ ډول باداری او مداخله د لوی افغانستان په داخلی او خارجی چارو کی ور ته اجازه نه ورکول کیژي )، په هیواد کی د ننه دلوی افغانستان د ننه  ددغو (( جبحی تر څنګ شپږ نور احزاب یا جنبشونه یا نهضتونه یا جبحی جوړی شی ، لکه د سونیاسلامی احزابو اوه ګونه تنظیمو جبحه – د شعیه اسلامی اته ګونه تنظیمو جبحه – د دیموکراتانو جبحه – د جمهوریخواهانو جبحه – د سوسیال دیموکراتانو جبحه – د چپی ګوندونو جبحه )) او متباقی احزاب دیوه سره لغو شی ، دلوی افغانستان د نجات ملی جبحه باید نوۍ ریس جمهور – معاونین – وزیران – معینان – دادارو ریسان  –  والیان – د والیانو معاونین – سفیران او نور دیپلومات کارمندان د جبحی له منځه فقط د تخصص او تحصیل له رویه وټاکي ، هیڅکله د قوم ، ملیت ، ژبې او سمت په لحاظ تقسیمات ونه شی ، ننۍ بحران چی بیا د جنرال دوستم په مشري نوې شوغلی را پورته کړې وطن یوه خطرناک بحران ته بیایی ، هیله کوم دغو حالت ته ډیر ژر د پای ټکي ورکړل شی او د افغانستان ملی جبحه فورا ددریو روحانی شخصیتو په زعامت په کار شروع وکړی او افغانستان ته د هره لحاظه نجات ورکړی .