توهم برتری و بازی قدرت

«جستاری در خودبزرگ‌ بینی و بازی‌های پنهان برتری» تهیه و تدوین…

بالیستیک چی‌ست؟

چرا این واژه‌ی صفت را به جای نام اصلی کار…

طالبان؛ پیامد فساد ساختاری و سازمان یافته حکومت‌های کرزی و…

نویسننده: مهرالدین مشید از امید تا انحطاط؛ فساد ساختاری و بازگشت…

قلۀ پیروزی

از قلـب خراسـان کهـن آمده ام با یعـقوب لیث و تهمتن…

بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

داستایفسکی شوروی: داستایفسکی در فرهنگ، ایدئولوژی و فلسفه شوروی

 برگردان . رحیم کاکایی سه گفتار در واکاوی جایگاه داستایفسکی، نویسنده…

در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

«
»

دولته ..! ننګرهار دې ولې هير دی؟

که څه هم دولت په ننګرهار کې د داعش په خلاف د عملياتو خبره کوي خو راپورونه وايې چې داعش يو ځل بيا په ننګرهار وحشت خپور کړی دی. د راپورنو له مخې تېره ورځ زیات شمېر داعشي وسله والو د پچیراګام ولسوالۍ په پاس پچیر سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه وکړل، ګڼ شمير زلميان، ښځې او ماشومان يې ووژل او ويل کيږي تر اوولسو ډیر کورونه يې سوځولي دي. دا لومړی ځل نه دی چې داعش په ننګرهاریانو ناتار جوړوي بلکې دوه ځلې يې له دې وړاندې هم ننګرهاری ولس د غم په ټغر کينولی دی. څو مياشتو وړاندې هم داعشي وسله والو د ننګرهار په څو ولسواليو تهاجمي بريدونه وکړل، د خلکو کورونه يې وسوځول، خلک يې له ځانونو سره برمته کړل او ډیری يې د څټ له مخې حلال کړل. همداشان تير کال هم ننګرهاری ولس د داعش د ناتار شاهد و. تير کال يې هم سپين ږيري او تور ږيري په بمونو والوزول، د خلکو کورونه يې وسوځول او ماشومان يې په منځ دوه پړکه څيري کړل.

بل پلو د ننګرهار چارواکي او خلک وايي چې يو ځل بيا په دغه ولايت کې داعش وسله والو د اسلامي خلافت په نوم خپله راډيو فعاله کړې او دا ځل پر پنځو ژبو خپرونې کوي. ولايتي چارواکي که څه هم وايي چې د دې راډيو د بيا له منځه وړو هڅې يې پيل کړې؛ خو د ولايتي شورا غړي او عام خلک وايي چې په تېر کې هم دغه راډيو له منځه وړل شوې وه؛ خو د وخت په تېرېدو بيا فعاله شوې وي. د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اصحاب ولي مسلم خبري رسنيو ته ويلي چې د داعش راډيو نشرات بيا پيل شوي او د عامو خلکو د اذهانو د خرابولو لپاره خپل تبليغات کوي. د مسلم د معلوماتو له مخې، راډيو پر پنځو ژبو نشرات کوي چې ډېرې خپرونې يې په پښتو، ازبکې او دري ژبو دي. د ځايې اوسيدونکو په وینا د داعش راډيو په خپرونو کې تر ډېره د مذهبونو اختلافي مسايل تر بحث لاندې نيول کېږي. په ټوله کې د داعش د راډيو نشرات تر ډېره د کم عمره ځوانانو د بې لارې کولو لپاره کېږي چې له داعش ډلې سره يوځای شي.

که څه هم په تېر کې څو ځلې افغان حکومت د داعش وسله والې ډلې راډيو له منځه وړې وه؛ خو د وخت په تېرېدو يې بېرته نشرات پېل کړي وي. همداشان حکومت په تير کې د داعش د ځپلو په موخه څو ـ څو ځلي عمليات کړي دي، داعش يې ځپلی دی او له سيمو يې په شا کړي دي خو د ډیر کم وخت په تيريدو حالات بيرته لومړني حالت ته راغلي دي او داعش يې د سيمې له خلکو قيمت پرې کړی دی. د داعش ضد د دولت عمليات تر ډیره موقتي وي او له داعشه د سيمو له نيولو وروسته يادې سيمې یوازې ولس ته پريښودل کيږي. تر څنګ يې د داعش په خلا د پاڅون کوونکو ملاتړ هم نه کيږي او د داعش مقابلې ته يې په يوازې سر پريږدي. حکومت په تير کې چې د داعش پر ضد عمليات کړي دي؛ نيول شوې سيمې يې نه یوازې په یوازې سر ولس  ته پريښې دي بلکې په سيمه کې يې د داعش د احتمالي خطر د فع کولو لپاره اضافي امنيتي ځواک هم نه دی ځای پر ځای کړی. همدا دليل دی چې له اوس د دريم ځل لپاره داعش بيا هم په ننګرهار هجوم راوړی دی.

دا ځل په ننګرهار کې داعش له پخوا ډیر ناتار جوړ کړی دی. دوی په سيمه کې هر پاڅون کوونکی په پوله او پټي کې هم ګير کړي نو د څټ له مخې يې حلالوي، ځوانې ميرمنې په خطر کې دي، ځوانان په خطر کې دي، د ماشومانو راتلونکی تياره ی او آن خلک په کورونو کې هم خوندي نه دي. داعش که د هر چا پروژه ده او د هر چا لپاره جوړه شوې ده خو اوسمهال يې ټول زيان افغان ولس ته دی. د دغې پروژې قيمت افغان ولس پرې کوي او د دولت چوپتيا او ناغيړي هم د داعش پر وړاندې په ناغيړۍ دلالت کوي. همدغه مرګونې چوپتيا د دې لامل شوې ده چې ولس داسې فکر وکړي چې ګويا افغان حکومت هم په دغه پروژه کې له بهرنيانو سره شريک وي. ولس له داعشه خلاصون غواړي، ولس د سر خونديتوب غواړي او ولس له دولت نه د دغې وحشتناکې ډلې ځپل غواړي خو له بده مرغه چې دولت څو نمايشي اقدامات وکړي چې په موقت ډول د يو څه وخت لپاره د داعش خطرکم وي خو له څو وورځو وروسته حالات بيرته لومړني حالت ته راګرځي.

دا سمه ده چې اوسمهال د افغانستان په ډیری ولايتونو کې دولت له وسله والو مخالفانو  سره په جګړه بوخت دی خو دولت ته په کار ده چې نور ننګرهار هیر نه کړي. دولت بايد هرې سيمې ته پاملرنه وکړي او د هر ظالم، وحشتي او خطرناک دښمن مخه يې ونيسي. که خدای مه کړه په ننګرهار کې دا ځل داعش په بنسټيز ډول ونه ځپل شي او د احتمالي خطر د مخنيوي لپاره يې د امنيتي ځواکونو اضافي ځواک ننګرهار کې ځای پر ځای نه شي نو ډیر ژر دی چې ټول ختيځ د داعش تر کنټرول لاندې راشي او بیا به مرکزي دولت ته يې ځپل په لوړه بيه تمام شي.

لیکنه : خوشحال آصفي