عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

«
»

زمونږکلي اوبانډې لسمه  برخه

 

د الحاج نجم الدین سعیدي لیکنه:

 

لغمانۍ اوګره اود هغې ډولونه  :

 

لغمانۍ اوګرې ،د پخولو ترتيب اود هغه دډولونو په اړه ښاغلي نجم الدين سعيدي  په زړه پورې مطالب راټول کړي چې دسعیدي صیب لیکنې ته بې له تصرفه په دې برخه کې ځای ورکړ شوی دی ، هيله ده چې ددرنولوستونکو  د پاملرنې وړ وګرځي۰

 

دپخولو ترتیب :

اوګره او د هغه دپخولو ترتیب ډیرساده او اسان دی هغه داسې چې غټې وریجې دګرمو اوبو سره پاکې پریمنځي کله چې  وریجې بریمنځل شوې په ایشیدلو اوبو کې یې ترهغه ویشوي چې نرمې شي چې دغه نرمې شوې غټې وریجې داوګرې په نامه یادوي چې په  لاندې  مختلفو ډولونو ترې ګټه اخیستل کیږي ۰

 

لمړی- اوګره  دکرتو سره :

 

 کله چې  اوګره پخه شي هغه په نا شکن یاعادي غوري کې راباسي اود غوري په مینځ کې ښکلی څرخنی ورته جوړوي اوپدې څرخني کې سولول شوي کرت چې مخکې  یې په کرتمال کې

سولولي وي ځایو ي  او بیا زیړ غوړي  ، واز ده  یاعادي غوړي په ارکاره کې ښه سره کوي او په څرخني کې دسولول شوو کروتوله پاسه اچوي ،ورسته بیا په غوري کې د اوګرې له پاسه سابه، شلغم ،پخه شوې وچه غوښه دلوبیا سره په ښکلي   نظم   ځا یوي  او د دسترخوان په سر یې ګدي چې دتعامل سره سم هرغوري د دوو څخه تردرې کسانو لپاره او که دکورنیو اویا دمیلمنو شمیر ډیر وي  په همغه اندازه د غوریو شمیر  هم ورزیاتوي ۰

کله کله په اخر کې د اوګرې څرخنی ورانوي او کرت او اوګره  ګډوی چې هغه ګډه شوې کرت او اوګره  بیاځانله خونداوطعم  لري ۰

 

دوم- اوګره دکنډ یا دغوا د عادي شیدو سره :  

 

کنډ :هغه شـیــدې دي  چـې غوا یې نوی خوسکی زیږو لی وي، پدې ډول  اوګره کې  په څرخني کې کنډ یا شیدې ځایوي اوکله کله سره شوي  غـوړي هم  دپاسه پرې اچوي ۰

 

دریم -اوګره د مستو یا شړمبو سر   :

 

 داهم دهمغې  اوګرې یوه بله نمونه ده چې په څرخني  کې یې مستې ځایو ي۰

دشړومبو سره  اوګره په شړومبه کې ګډوي  او د نوش پیاز یا عادي پیاز سره تری استفاده کوي ۰

شړومبې اواوګره د لغمان په چارباغ کې ډیررواج لر ي ،  ددې سیمې  خلک د شپې له خوا اوګره پخوي  او د شړومبو سره یې ښه ګډوي  ورسته د دې ګډې شوې اوګرې  سر ور پټوي او د بیالې ترغاړې یې داوبوپه سرګدي اودسهارله خوا ټـــوله کورنۍ په دسترخوان  سر راټولیږي اویوځای ترې استفاده کوي ۰

 

څلورم – اوګره د لاونډ سره :  

 

لاونډ یا (کړو)یو مخصوص تعم دی چې دشړومبو څخه یې جوړوي هغه داسې چې د مستو شړمبه په یوظرف کې اچوي او یواندازه اوړه ورسره ګډوي ترڅو اوړه په شړومبه کې ښه حل شي او په نغري یې ګدي ترڅو ښه وایشول شي پس له هغه په ارکاره کې څه میده شوي پیازپه غوړیوکې سره کوي اوپه ایشل شوي شړمبه کې چې اوړه په کې حل شوې ورزیاتوي او د څمڅۍ سره یې نور هم خلتوي چې پـس له یومعین حرارت څخه خوندورلاونډیا (کړو)ترې جوړیږي چې دا لاونډ داوګرې په څرخني کې ځایوي اوکله کله دسـره شوي غوړي هم د پاسه پرې اچوي او په خوند او مزې  سره ترې استفاده کوي  ۰

 

پنځم -شوله :

 

شوله دغټو وریجوڅخه جوړیــږي ، هغه داسې چې اول  په غوړیو  کې څه پیاز سره کوي  او ورسته څه اوبه  یا د پخې شوې غوښې ښوروا پکې  ور زیاتوي  کله چې  داښوروا وخوټیدله  پریمځل شوې غټې وریجې  پکې اچوي  چی   پس له معین حرارت څخه   ورته  دم ورکوي او پس له هغه وازده په ارکــارۍ کـې سره کوي او دشولې د پاسه یی اضافه کوي چی خوندوره شوله تری جوړیږي ۰

د اوګرې یو بل قسم  سبوناکه ده چې  په شوله کې سابه ورګډوي او د سبوناکې به نامه خوندوره شوله  تری جوړیږي چې  د هغه دپاسه هم د وازدې یا غوړیو جغ باسي ۰

 

د اوګرې نوراقسام زموږ د ګران هیو ادو په نـور ولایاتو کې هم مروج دی لکه د پکتیا اوخوست په مناتقو کې چې د ډنډکي په نامه یې یادوي اوپخول یې د لغمانۍ  اوګرې سره فرق لـري ۰ همدارنګه  دکابل په شمال کې لکه ګلدره، شکردره او غوربندکې چې دشولې غوربندي په نامه یادیږي په هغه کې کوفته،لوبیا او ترخه مرچ  ور ګډوي۰

 

بایدوویل شي دغټو وریجورواج دشرقي هندوچین څخه افغانستان ته انتقال شوی چې دپخولو ترتیب یې د نورو هیوادوسره توپیر لري ۰

 

په لغمان کې داوګرې یا غټووریجو د استفادې ترڅنګ دمینو وریجو څخه چې د سرده دریدونۍ  او یا ګرمه وریجوپه نامه یې یادوي هم استفاده کیږي او دلغمان په مختلفوسیمو کې لکه  د الیـشنګ  او الینګار په درو کې  ، د چاردهي ، حیدر خاني ، ماشه خیل  مندروړ ، قرغیو   او ډیرونورو ځایوکې کرل کیږي ۰

لغمانۍ وریجې زموږ په وطن کې خاص شهرت لري اودهغه  څـخه خوندور  پلو  ، دمپخت ، شکربټه او  قابلي پلو پخـوي  چې زموږ د هیوادوالو دسترخوان ته ځانګړی خوند او رنګ ورکوي ۰

نور بیا