دولت پدیده عقلی – تحلیل موردی حمله پاکستان در ولایت پکتیکا

دولت پدیده قوم و یا دینی مطلق نیست. و دین…

هر شکستی ما را شکست و هیچ شکستی شکست ما…

نویسنده: مهرالدین مشید با تاسف که تنها ما نسل شکست خورده…

نوروز نبودت

- بیژن باران چه کنم با این همه گل و…

عرفان در مغز

دکتر بیژن باران     لامارک 200 سال پیش گفت: به پذیرش…

نماد های تاریخی- ملی و نقش آن در حفظ هویت…

نور محمد غفوری اشیاء، تصاویر، نشان‌ها، مفاهیم، یا شخصیت‌هایی که نمایانگر…

در دنیای دیجیتالی امروز، انسان‌ها به مراتب آسیب پذیرتر شده…

دیوارها موش دارند و موش‌ها گوش! این مثل یا زبانزد عام…

خالق تروریستهای اسلامی؛ الله است یا امریکا؟

افشاگری جسورانه از ژرفای حقیقت سلیمان کبیر نوری بخش نخست  درین جا می…

چگونه این بار حقانی ها روی آنتن رسانه ها قرار…

نویسنده: مهرالدین مشید از یک خلیفه ی انتحاری تا "امید تغییر"…

شب یلدا 

شب یلدا شبی شور و سرور است  شب تجلیل از مدت…

سجده ی عشق!

امین الله مفکر امینی      2024-21-12! بیا کــــه دل ز تنهایــی به کفیدن…

فلسفه کانت؛ تئوری انقلاب فرانسه شد

Immanuel Kant (1724-1804) آرام بختیاری  نیاز انسان عقلگرا به فلسفه انتقادی. کانت (1804-1724.م)،…

حال: زمانست یا هستی؟

بیت: غم فردا، کز غصه دیروز ریزد به هجوم انرژی، کشف زمان…

درختی سرشار از روح حماسی  و جلوه های معبودایی

نویسنده: مهرالدین مشید تک "درخت توت" و دغدغه های شکوهمند خاطره…

کهن میلاد خورشید 

رسول پویان  شـب یلـدا بـه دور صندلی بـسـیار زیبا بود  نشـاط و…

مبانی میتودیک طرح و تدوین اساسنامهٔ سازمانهای مدنی

نور محمد غفوری شاید همه خوانندگان محترم روش تحریر و طُرق…

انحصار طلبی ملا هبت الله، کشته شدن حقانی و سرنوشت…

نویسنده: مهرالدین مشید ختلاف های درونی طالبان و کش و قوس…

ریحان می شود

قاضی پشتون باسل حرف  نیکو مرکسان را  قوت  جان میشود قوت جسم…

کهن جنگ تمدن 

رسول پویان  نفـس در سـینۀ فـردا گـره افتاده بازش کن  بـرای خــاطــر…

ترجمه‌ی شعرهایی از بانو روژ حلبچه‌ای

هر گاه که باران،  آسمان چشمانم را در بر می‌گیرد. آن، تکه…

سلام محمد

استاد "سلام محمد" (به کُردی: سەلام موحەمەد) شاعر کُرد، زاده‌ی…

«
»

دکلي او ولسوالۍ نه دفاع ، د هیواد نه دفاع ده

لیکونکۍ :: دکتور طاوس وردک لندن ۱۵هم اکتوبر ۲۰۱۴

کلي او ولسوالۍ هغه محکم او ډیر ځورونکي ځایونه دی چې زموږ تاریخی
دشمنانو  زموږ خلک دغه ۲۱ کاله خاصتا په ۱۳ کالو کې تر زیات فشار او
تهدید لاندې را وستلي او د ځان سره ېې ګروګان نیولي دی یوه دولت هم د
کلیو د نجات له پاره یوه خاصه ستراتیژي مطرح نه کړه او زموږ اکثریت خلکو
چې ددشمن د ناروا ، زورزیاتی ، تهدیداتو ، فشارو خاصتا د ښځو سره د ډیر
ناروا او غیر انسانی او غیر اسلامی سلوک غوره کړۍ وو د کابل شهر او
دولایاتو مراکزو ته مخه کړه چې کیدای شي یوه اندازه په راحت سره ژوند
وکړي ،خو دلته هم د انتحاری له لاسه تر پزې را غلي دي  په ډیرو کلیو کې
دشمنانو د هلکانو په مخ مکتبونه تړلي دی – کار او کسب نه لری ، ددولتی
کارو نه خلک منع کوی او ورنه جریمه غواړی ، ددهاقینو نه عشر او د ورځي
ډوډۍ غواړي ، ځوانان او حتي تر ۱۳ کلنۍ پوری هلکان ددولت په ضد دجهاد تر
نامه لاندې خپلو صفوفو ته جذبوی ، دښځو په وادو ېې مخصوص محر ایښودلۍ دی
، دډیرو خلکو زامن د غریبۍ په نامه ایران او غرب ته پناهنده شوې دی زما
په نظر جناب محترم اشرف غنی احمد زۍ باید  د امنیت موضوع او تامینول ېې د
کلیو نه شروع کړي ، تر څو ددشمن لوی او خطرناک توطیه ګر سنګرونه مات شي
او ولسونه په امن کې ژوند وکړي او بیا کله چې کلي فتح شول – ولسوالۍ فتح
شوي دولایاتو مرکزونه هم تر کلک امنیتی دفاعی سیستم لاندی را ځي ، د کلیو
د فتح کولو له پاره زما په عقیده دغه کارونه باید تر سره شي ::

۱ – په ولسوالۍ کې دولسوال په مشرۍ ، ورسره  قوماندان څارندوی ولسوالی –
امر امنیت ملی ولسوالی – قاضی محکمه ولسوالي– څارنوال دیوې کمیتې حیثیت
غوره کړی او په کلیو کی د ورته کمیټو جوړول پیل کړي او هره ورځ د کلی د
ملک نه او یا د کلی د کمیتي د غړو نه همیشه را پورونه تر لاسه کړي او په
عاجل او اپراتیفی ډول دولسوالۍ دکمیټې له خوانه د کلی د مشکل د حل کولو
له پاره جدی او فوری اپراتیفی اقدام وکړي .

۲  – په هر کلی کی یوه کمیټه د کار او امنیت جوړه شي  ( دکمیټي وظیفه د
کلی د خلکو امنیت ساتل – د خلکو هر اړخیز مشکلات حل کول ) لومړنۍ دنده
بولم ،  او دغه کمیټه د  ( کلي د ملک – خان – مولوی صاحب – معلم او دریو
دهقانانو ) نه تشکیل شي ، کمیټه په لومړي قدم کې د کلی ځوانان سره متحد
کړی او هر کور ته وظیفه وسپاری چې هره شپه او ورځ په سیستماتیک ډول د
نورو کلیو او نورو ولایاتو د را غلیو کسانو نوم – د چا کره ژوند کوی – د
څه د پاره را غلی دی – وسله لری که نه – څو نفره دی ـ د کوم حزب یا
سازمان خلک دی – څه غواړي او څه وخت بیرته ځي او د هغو چا کره چې راغلي
دهغوی سره څه روابط لری فوری دغه معلومات تر لاسه کړي ، که راغلي کسان
ددشمنانو سره تړاو لري  او وسلې ور سره دی نو که د کلی د کمیټي زور ورته
رسیدو دکمیټې له خوانه فورا خلع سلاح شي او بیایی دولت ته وسپاری ،او که
ېې زور نه رسیدو فورا دولسوال سره په تماس کی شي او دهغو ځایه حمایوی قوت
را وغواړي او دغه نابللی محاصره او تسلیم کړی .

۳ – د هر کلی کمیټه باید په لومړی قدم کی د کلی زورمندان او توپک سالاران
د خبرو او منطق له لاری خلع سلاح کړی او هغه وسلې چې ورنه کار اخیستل
کیژي د ملک په کور کی وساتل شي او د ضرورت په وخت کی ددشمن سره د مقابلی
په خاطر د کلی ځوانانو ته توزیع شي او ددشمن سره مقابله وکړی او متباقی
دولت ته تسلیم شي  او هم زمان ولسوالی باید د جریان څخه خبره کړي تر څو
کلی ته عاجله مرسته وکړی او دکلی یو کس باید زخمی نه شي .

۴ – له پاره ددې چې په کلیو کې نراو ښځه فعال شي اوتل په کارو مصروف شي
دولت باید والیانو ته اقلا هر کال ۱۰۰ ملیونه دالره پیسې قرضه ورکړي او
ددغو پیسو نه د هری ولسوالۍ سهمیه د کلیو په اندازه معینه شي او بیا
ولسوال د هر کلی کمیټې ته یو معین مقدار پیسې کلیوالو دهقانانو ته قرضه
ورکړي د مثال په ډول (( دکلی خلک په جومات یا یوه میدان کې را غونډ شي او
د هر یوه کورنۍ د مشر نه پوشتنه وکړي چې دوی د چرګانو – مرغاویو –
فلمرغانو – د مایانو دتولید ډول ډول حوضونه جوړکړي – د شاتو مچیو – د پسو
سا تلو – غواوو ساتلو – د وړیو د تاوولو – د یخن جوړولو – د شال اوبدلو –
ددستر خون اوبدلو – دخورجین اوبدلو – د قالینو اوبدلو –  د ګیلم اوبدلو –
د سترنجی اوبدلو – د غمیو د جوړولو – د نورو لاسی صنایعو  په مورد کوم یو
شۍ په خپله خوښه او خپلو امکاناتو تر لاسه لاندې نیولای شي او څومره نقدی
قرضه ورته ضرور ده ، دغه قرضه په لومړی کال کی د دهقان نه، نه اخیستل
کیژي او په نورو راتلونکو کالو کې دیوې کمی فیصدی سره په قسطو دولت ته
بیرته پوره ورکول کیژي .

۵ – دولت مخصوصا د ولسوالۍ کمیټه ددولتی بودجې نه خلکو ته دڅښاک اوبه
برابرول – مکتبونه جوړول – جوماتونه جوړول – لاری پخول – په هر کلی کې د
صحت یوه خونه جوړول چې د کلی خلکو دورځنیو ضروریاتو دوا – او پانسمان او
پیچکاری هلته صورت ومومی ، دغه اطاق باید د کلی د کمیټي له خوانه جوړ شي
او دوه نفره ښځینه او دوه نفره نارینه نرسان باید دلته موجود وی او د
همدې کلی خلک وي او دغه نرسان د خلکو نه را پورونه او د کلی د حالت په
مورد هم وظیفه تر سره کړي ، خلک باید ددولت سره د خپل ځان او خپل امنیت
په خاطر مرسته وکړی ، تر څو خلک په خپله داوطلبانه ډول کور ، کلی ته
امنیت را نه ولی هیڅ کله به زموږ خلک ازاد او په راحت ژوند ونه کړي ، په
هره ولسوالی کې باید یو کلینیک جوړ شي او هلته  د مور او ماشوم څانګه – د
جراحی څانګه – د سترګو څانګه – د غاښو څانګې پرانیستل شي او د ولسوالۍ
ځوانان ، نارینه او ښځینه باید دلته د طبی پرسونل په حیث قبول شي .

۶ – د کلی ملا ته یوه اندازه معاش ددولت له خوانه تعین شي او د ملا نه د
لمانځه او جنازو – او نورو دیني مراسمو او فرایضو د اداکولو پرته باید د
کلی دلویانو او دهقانانو بیسیواده کسانو له پاره د معلم په حیث استفاده
وشی او که دغه کار وشي په دوو کالو کی زموږ د هیواد خلک دیوه سره
باسیواده کیژي ، د میرمنو له پاره باید د هر کور مکتبی او مامور یا معلم
د خپلو لورانو یا ښځو د سیواد اموزی موضوع حل کړي دایوه انقلاب دی چې
دکلیو په هراړخیزو برخو کی تر سره کیژي او زه اطمنان درکوم که دغه کارونه
خلک وکړي دیوې خوانه امنیت تامینیژی او دبلی خوانه دکارزمینه خلکو ته
پیدا کیژی او دخلکو په ژوند کی د اقتصادی پلوه ډیر پیشرفت را منځ ته کیژی
یعنی د کلی خلک به ( هګي –غوشې – ترکارۍ – د لاسي صنایعو ) له پلوه په
ځان متکی ووسي ،

۷ – د برق موضوع کیدای شي سرمایه داران د کلیو له پاره د ( پکه يي –
افتابی  یعنې سولر  – او واړو اوبو برقی جنراتورو نه په استفادی سره د
کلی برق تامین کړی ، په کلیو کې داسې ځایونه شته چې د کوچنیو بندو یا
ارتفاع داره ابشارو لاندی جنراتورونه ودرول شي او ۱۰-۴۰ کیلو واټه برق
واخیستل شي او که دغه کارونه وشی هر کور به انترنیت لری او د برقی وسایلو
نه به په پخت او پز کې استفاده کوی او همیشه به تلویزون ولری ،

اګر خصایل انسان زاده محیط است باید محیط را انسانی ساخت

ونعمات مادی تعین کننده شعور اجتماعی است .