افغانستان در مدار واگرایی؛ تراژیدی‌های اجتماعی، سیاسی و رسانه‌ای

نویسنده: مهرالدین مشید با ادعا های فراتر از « پنج چاریک»…

آیا طالبان دروغ می گویند یا وزارت خارجه ی روسیه؟ …

  نوشته ی : اسماعیل فروغی       بتاریخ بیست و سوم…

د سعوديانو او تر دوی بر لاسونه هم بيا د…

عبدالصمد ازهر                 …

چهل و یکمین سالگرد وفات مولانا داکتر استاد محمد سعید…

روز پنجشنبه مورخ « هفت حوت سال ۱۴۰۴ هجری شمسی…

محکومیت تجاوز نظامی پاکستان بر افغانستان

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

وزیر دفاع پاکستان؛ از ناگفته های ساختاری تا راهبرد های…

نویسنده: مهرالدین مشید سیاست ابهام استراتژیک پاکستان؛ ازاعتراف‌های تاکتیکی تا ناگفته‌های…

بمناسبت روز های جهانی عدالت اجتماعی و زبان مادری

بنام خداوند حق و عدالت هموطنان گرامی، ۲۰ و ۲۱ فبروری روز…

مارکوس تولیوس سیسرو

هغه د لرغوني روم فیلسوف، سیاستوال، وکیل، ویناوال، شاعر او…

مبانی نظری عدالت اجتماعی

نور محمد غفوری بررسی نظریه‌ها و رویکردهای معاصر چکیدهعدالت اجتماعی از بنیادی‌ترین…

اینشتین؛ جمهوری خواه، سوسیالیست احساسی

Albert Einstein (1879-1955) آرام بختیاری آلبرت اینشتین: دانشمند، فیلسوف، هومانیست، جهان وطن.  آلبرت…

آموریم خود کفایی !

امین الله مفکر امینی                    2026-16-02! هـــر که آمد در این خطه ی…

آگاهی، عدالت و دموکراسی؛ سه رکن تحول پایدار

نور محمد غفوری تحول سیاسی و اجتماعیِ پایدار، نه با شعار…

بحران روایت ملی در افغانستان؛ غلبه گفتمان‌های قومی و ایدئولوژیک

نویسنده: مهرالدین مشید  بحران داعیهٔ ملی و جست‌وجوی رهبری راستین در…

نمونه های اشعار کهن فارسی، بخش دوم با اضافهء اشعار…

******** در ادامه مطالب فبلا ارايه و نشر شده در سایتهای…

پارادوکس انرژی در افغانستان: زغال‌سنگ یا آب؟

​تحلیلی بر گذار از سوخت‌های فسیلی به توسعه پایدار ​ ​افغانستان در…

افتضاح اپستین و فروپاشی وجدان بشریت در سرمایه‌داری پسین

نویسنده: مهرالدین مشید در دهه‌های اخیر، مطالعات انتقادی قدرت و جرم…

«او با تلخی، بیهوده‌گویی و خودپسندی را تمسخر می‌کرد…»

 به مناسبت دویستمین سالگرد تولد م. ای. سالتیکوف- شچدرین برگردان: رحیم…

مرگ ارزش و اخلاق

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

از دوری ی میهن سوزم!

امین الله مفکر امینی     2026-01-02! چنان از دوری ی میهن سوزم بجان…

        یک نـامـه به تاریخ؛ و یک نـخوانـدنی ترین!

با هدیه سلام ها و احترامات قلبی و وجدانی؛ این…

«
»

درې يې اعدام او پنځه لا پاتې دي

لیکوال: نظرمحمد مطمئن

د ګردیزښار د نږدې کلیو اوسیدونکو له دي امله له طالبانو او د طالبانو په نوم کسانو خفه ښکاريدل چې ددغو نږدې کلیو ځینې ځوانان په يو او بل نوم د طالب په نوم وسلوالو له خوا وژل شوې، چې په دي کې يو هغه ځوان هم ؤ (د سپنې کلا اوسیدونکی) چې څلور کلونه يې ملي اردو مخکې پريښودلې وه، خو بیا هم په همدې جرم ووژل شو چې تا په ملي اردو کې کار کړی، دا ډول هغه ځوان  (د صمدخیلو کلي) هم د شخصي تعصب له امله ووژل شو، چې تیر کال د رژوې مياشت کې يې د تراویح لمانځه په وخت د خپلو کلیوالو ساتنه کوله، دغه ځوان  کلیوال ؤ، نه اربکی او نه هم دولتي پولیس ؤ، يواځي جرم يې داؤ چې د طالب په نوم وسلوال يې د تراویح لمانځه په وخت د مسجد داخل ته پرينښودی چې د کلي يو شتمن سړی له ځان سره يوسي، ډزې وشوې، وسلوال سړی ونیول شو، د همدې کلي د امام ورور ؤ، له همدې وروسته د کلي امام هم کډه وکړه او هغه ورور يې هم همدغه ځوان ته احوال ولیږی چې تاسي زموږ دښمن یاست، بالاخره کال وروسته د کلي همدا ځوان د طالب په نوم وسلوالو په ډیر ظلم سره شهید کړ.

همدغه ډول پېښو د نږدې کلیو خلک له طالبانو څخه لیري کړي او د طالبانو سره يې فاصله نیولې وه، مګر داهر څه په ډیره چټکۍ او تصادفي ډول سره ۱۸۰ درجې  بل لورته واوښتل، نن د همدې کلیو خلک وايې چې ښه دي چې په سيمه کې داسي څوک هم شته، که چیرته په موږ ظلم کيږي نو د خپل مظلوم ولس اواز اوري او د خپل ولس انتقام په ډیر ښه ډول سره اخلي.

د ګردیز ښار ته نږدې د سپينې کلا د يوې مورکۍ يو زوی چې خپلې کورنۍ ته يې د روزي پيداکولو له پاره ټيکسي موټر چلاوی، د ګردیز ښارکې دوه نفره ورته وايې چې زموږ سره دربست خروار (د لوګر يوه لیري پرته ولسوالۍ) ته ولاړ شه، ځوان هلک چې له بېکارۍ اود سپارلي له نشتون څخه ځوریدی، پرته له دي چې فکر وکړي چې دومره لیري ولسوالي ته دربست اسانه کار نه دی، ستونزه لري، دده د خوښې پيسو په غوښتلو سره دوه تنه ورسره سپاره شول.

کله چې د خروار پر لاره د جوزار سېمې ته رسيږي، نا ځوانه سپاریان چلونکی د شا له خوا په خنجر په پوره زور سره وهي، د موټروان له بدن څخه وینه داره کوي، غله يې  له موټر څخه کښته کوي، او بیا د خنجر څو نور وارونه پرې کوي، بالاخر يې په ډبرو په مخ، سر او بدن ويلي، چې د شهید مخ له پېژندلو وتلی ؤ.

شهید همدلته د سړک څخه لږ ها خوا غورځوي او په ډبرو کې يې پټوي، غله موټر د خروار په لور روانوي، تر لږ تګ وروسته د موټر انجن له ډبرې سره وهل کيږي، موبلاین يې تويږي، مګر غله لا هم روان دي، او باالاخره د موټر انجن له کاره لويږي، او خرابيږي.

غلو سراچه موټر نږدې کلي ته وروست هلته يې د کلیوال د هټۍ مخکې ودراوی، دوکاندار ته يې وویل چې موټر ته ګوره موږ مستري ورته راولو، په غلو کې يو تن داسي هم دی چې د خلکو په فکر کې ورکوي چې طالب دی. دده د خور کور هم په همدې کلي کي دی.

لږ مخکې يو طالب وسلوال همدې کلي ته راغلی، هغه وږی دی، يو کورته يې دروازه ټکولي، نارینه نه شته، زړې میرمني د میلمنو کوټې ته بیولي او ډوډۍ يې ورته را وړي، طالب دلته ناست دی، تصادف دی، همدغه کور د غله د خور کور دی، لږ وروسته غل هم په همدې دروازه کورته راننوتلی، طالب چې لیدلی، سړی ډیر هېجاني او وارخطاء ښکاري، کالي يې په وینو سره دي، خور يې ورته وایې چې خیریت دی کالي دي په وینو ډیر لړلي، غل کاکا ورته وايې چرګ مې حلال کړی او دچرګ وینه را تڼیدلې ده. خور يې بیا وايې چې کالي دي ډیر پرې لړلي.

وسلوال طالب په ارامه ډوډۍ خوړلي خو فکرجن دی، چې د چرګ وینه به کله دومره ډیره وي، او بل داچې سړی د میلمنو کوټې ته هم راونه ګرځيدی، حتما به څه خبره وي، خپلو نورو ملګرو ته يې ټلیفون کړی،  هغوئ هم  د همدې کلي مسجد ته رارسیدلي دي، وسلوال طالب د کور سره نږدې ولاړ دی، څارنه کوي چې کله به له کور څخه راغلی په وینو لړلی سړی راووځي.

کله چې غل د خور له کوره راوځي، پاک کالي يې اغوستي دي، وسلوال طالب پوښتنه ورڅخه  کوي چې کالي دي ولي په وینو لړلي ؤ، غل ورته وایې چرګ مې حلال کړی ؤ، وسلوال ورته وایې چې هغه کور راته وښیه چې تايې چرګ حلال کړی، غل خوشکه کوي، په غوسه کيږي، ورته وايې چي زه خپله طالب یم، طالبان پېژنم، ډوډۍ دي وخوړله نور نو ځه خپل کار کوه، وسلوال طالب په مخ کلکه څپیړه ورکوي، ورته وايې چې اصلې خبره کوه، څه دي کړي؟ حال ووایه او يا به هغه کورته راته ښيې چې تايې چرګ ورته حلال کړي، خبره شخړې ته ځي، نور وسلوال طالبان هم رارسیږي او غل نیسي، همدلته ځای پرځای غل اقرار کوي چې سړی مې وژلي، وسلوال طالبان ورته وایې چې نور څوک درسره ؤ، خپل بل ملګری چې هغه هم نږدې کلي ته تللی ؤ ورته ښيې، طالبان خپلو هغو ملګرو ته ټلیفون کوی چې د بل غل کلي ته نږدې موقعیت لري، په همدې ورځ هغه دویم غل هم نیول کيږي، د شهید شوې موټروان کورنۍ ته هم احوال ورکوي چې خپل مړی کلي ته یوسي. او دواړه غله ګردیز ته نږدې سيمې ته وړل کيږي، د دوو تنو غلو دوسیه طالبان خپل سيمئیز قاضي او محکمې ته وړاندی کوی، تر يوې اونۍ په لږ وخت کې هرڅه فیصله کيږي، غله په خپله اقرار کوي چې سراچه موټر يې غلا کړی او چلونکی يې په ګډه وژلی. د طالبانو قاضي په غلو د اعدام حکم کوي.

وسلوال طالبان چې مخکې خبر شوې ؤ چې ځوان هلک د مور يو ځوی ؤ، د کلي خلکو ته وایې چې د دوشنبې ورځ (۲۹ سپټمبر ۲۰۱۴) ماسپښين يوه بجه درې سره قاتلان اعدام کيږي، د مقتول مور به حتما د اعدام ځای ته راولئ.

وسلوالو طالبانو د نږدې کلیو مشرانو او د مسجدونو امامانو  ته مخکې له مخکې خبر ورکړی ؤ چې خپل ولسونه خبر کړي تر څو د دوشنبې ورځ د اعدام ځای (د څپړۍ کلی، د نیسټیکوټ سېمه) ته حاضر شي.

تر دې مخکې يو بل غل هم چې د کوماز موټر چلونکی يې قتل کړی ؤ، وسلوالو طالبانو نیولی ؤ، په هغه هم د وسلوالو طالبانو محکمې او قاضي د اعدام حکم کړی ؤ.

د نږدې سېمو خلک انتظاردي، چې سپین لنډکروزر موټر راورسید، مول وهونکي (تورپوښان) تکړه مسلح کسان راکښته شول، درې سره غله  (عبدالخالق، برکت او جانان ) يو د لوګر، بل يې لغمانی پکتیاوال او درېم يې کوچی ؤ،  سترګې يې ورته تړلي وي له موټر څخه يې راکښته کړل، وسلوال د مقتول مور ته ورغلل، هغې ته يې وویل چې مورکۍ!  ستا د زوی دواړه قاتلان (عبدالخالق او برکت) دادي ستا  په مخ کې ولاړ دي، په دوی د اعدام حکم محکمې کړی، دوی خپل جرم منلي، مګر هغه خوند چې په عفوه کې دی په غچ اخستلو کې نشته، موږ تاته زارۍ کوو چې بخښنه ورته وکړه، چې  له اعدام څخه معاف شي، مورکۍ ورته وايې چې زه يې میرات کړم، زما خو نور کور میرات شو، یو ځوی مې ؤ هغه يې راته وواژه، اوس د میراث سړی په کور کې نه لرم، هیڅکله يې نه بخښم، وسلوال طالبانو درې تنه غله د خلکو په عام محضر کې په ډزو ولي او وژنۍ يې، د سيمې خلکو ته وایې چې نور موږ درڅخه ځو، مګر دغه درې تنه غله به تر دريو ورځو پوري همدلته د خلکو د عبرت له پاره پراته وي، او له هغه وروسته يې خپلوان کولای شي چې ددوي مړي يوسي.

دغه پېښه د لوی اختر څخه څلور ورځې مخکې وشوه، او د ګردیزښار څخه نږدې اوه  ۷ کیلو مټره لیري د څپړۍ په کلي کې طالبانو قاتلان اعدام کړل، د سيمې خلک چې په خوا له طالبانو ناراضه او ناخوښ ښکاريدل، وسلوالو طالبانو يې په دغه کړنه سره بیرته ملاتړ خپل کړ، هر ځای او د اختر په ورځو کې به خلکو ویل چې که زموږ سره ظلم او زیاتی کیږي، او يا ناحقه قتل کيږي، بیا هم هیله او امید لرو چې زموږ حقوق به نه پایمال کيږي، او دلته لا هم په سېمه کې داسي څوک شته چې د مظلوم، خوار او غریب اواز ته لبیک وایې.

د ګردیز له يادې پيښې پوره درې ورځې مخکې (۲۶ سپټمبر ۲۰۱۴) د پکتيا ولایت په زرمت ولسوالي کې هم وسلوالو طالبانو درې تنه غله، تښتونکي او قاتلان  اعدام کړي ؤ، هغوئ هم يو ماشوم تښتولی او بیا شهید کړی ؤ، درې سره غله (محب الله، صدیق الله، بل هم محب الله) د زرمت ولسوالي اوسیدونکي ؤ، د قاضي او محکمې په حکم د زرمت په شاه کاریز کې اعدام کړل شوې ؤ.

خو… هغه پنځه تنه چې د پغمان د بداخلاقي مسؤل دي، او کرزي د ولسمشرې په  ورستیو ورځو کې لومړی  په اوه تنو د اعدام حکم وشو، بیا دوه معاف او پاتي پنځه د اعدام مستحق وپېژندل شول، محکمې او قاضي يې د اعدام حکم وکړ، درې يې لا هم نه دي نیول شوي، ما په خپله مخکنۍ لیکنه  (د بد اخلاقۍ په مقابل کې د زغم واکسین – پغمان او رسنۍ)  کې هم شک ښکاره کړی ؤ چې ممکن يادو پنځو تنو ته هم د خلاصون کومه لاره پرانستل شي او يا يې شفاعت مشران او چارواکې وکړي، یا داچې اعدام به شي.

نن دادی بیا د پغمان د پېښې عاملینو باندې د اعدام حکم نړيوال غندي او له نوي ولسمشر اشرف غني څخه غواړی چې دهغوئ د اعدام سزا معاف کړي.

د کورنیو چارو  وزارت ویاند صدیقي ویلي چې سبا ورځ به د پغمان د پېښې پنځه تنه عاملین اعدام شي، موږ به يوه ورځ نور هم انتظاروکړ، ممکن اعدام شي او ممکن اعدام نه شي،د هغو درې تنو له پاره هم انتظار کو چې لاهم نه دي نیول شوي، وخت به هرڅه ثابت کړي.

اوس نو تاسي لوستونکې قضاوت وکړئ چې په دغسي مواردو کې کوم ډول قضاء ته باید ولس مخه وکړي؟