ساعت "کنزل" نمادی از نوستالوژی؛ اما به روایتی دیگر

نویسنده: مهرالدین مشید نه یک ساعت؛ بلکه حماسه ای در فضای…

ریبوار طاها

آقای "ریبوار طاها" (به کُردی: ڕێبوار تەها) با نام کامل…

نقارۀ جنگ 

رسول پویان  نـوای ســال نــویــن تـا نقـارۀ جـنگ است  به خون خلق…

عرفان و زبان

– دکتر بیژن باران من در جهان لغات دیگران می…

ای حزب قهرمان انیس  ستمکشان

      به افتخارسالگرد حزب پر   افتخاردموکراتیک خلق افغانستان ای حزب قهرمان انیس  ستمکشان یادت…

ریباز سالار

آقای "ریباز سالار" (به کُردی: ڕێباز سالار) با نام کامل…

تهاجمی خونین و آغاز مداخله ها و پایان حاکمیت ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجمی که افغانستان را به میدان جنگ های…

میا پیشم!

امین الله مفکرامینی        2024-28-12! میا پیشم تو دلـــدارممزن زخمه دلی زارم رهی دوستی…

شماره چهارم سال ۲۷ م محبت

شماره چهارم سال ۲۷ م محبت از چاپ برآمد. پیشکش می…

دولت پدیده عقلی – تحلیل موردی حمله پاکستان در ولایت پکتیکا

دولت پدیده قوم و یا دینی مطلق نیست. و دین…

هر شکستی ما را شکست و هیچ شکستی شکست ما…

نویسنده: مهرالدین مشید با تاسف که تنها ما نسل شکست خورده…

نوروز نبودت

- بیژن باران چه کنم با این همه گل و…

عرفان در مغز

دکتر بیژن باران     لامارک 200 سال پیش گفت: به پذیرش…

نماد های تاریخی- ملی و نقش آن در حفظ هویت…

نور محمد غفوری اشیاء، تصاویر، نشان‌ها، مفاهیم، یا شخصیت‌هایی که نمایانگر…

در دنیای دیجیتالی امروز، انسان‌ها به مراتب آسیب پذیرتر شده…

دیوارها موش دارند و موش‌ها گوش! این مثل یا زبانزد عام…

خالق تروریستهای اسلامی؛ الله است یا امریکا؟

افشاگری جسورانه از ژرفای حقیقت سلیمان کبیر نوری بخش نخست  درین جا می…

چگونه این بار حقانی ها روی آنتن رسانه ها قرار…

نویسنده: مهرالدین مشید از یک خلیفه ی انتحاری تا "امید تغییر"…

شب یلدا 

شب یلدا شبی شور و سرور است  شب تجلیل از مدت…

سجده ی عشق!

امین الله مفکر امینی      2024-21-12! بیا کــــه دل ز تنهایــی به کفیدن…

فلسفه کانت؛ تئوری انقلاب فرانسه شد

Immanuel Kant (1724-1804) آرام بختیاری  نیاز انسان عقلگرا به فلسفه انتقادی. کانت (1804-1724.م)،…

«
»

پاکستان ؛ افغانستان ته د ترهګرو د ليږد په لټه کې

راپورونه وايي پاکستان پر ډيورنډ کرښه د ځواکونو شمېر زیاتوي. د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه اصف، ویلي، پاکستان به په قبايلي سيمو او بلوچستان ایالت کې له افغانستان سره پر پوله د سرحدي ځواک یا ملېشه ځواکونو شمېر زیات کړي او د پولې څارنه به نوره ښه کړي، تر څو دده په خبره پر پوله د ترهګرو تګ راتګ کم شي. خواجه آصف ويلي د ترهګرو د ځپلو لپاره پلان لري چې د ډيورنډ کرښې په څېرمه سيمو کې پراخ پوځي عمليات وکړي.

دا چې د پاکستان پوځ يو ځل بيا پر دې خبرې ټينګار کړى، چې د ډيورنډ کرغيړنې کرښې ته څېرمه سيمو کې به د وسله والو پرضد پوځي عمليات وکړي؛ راځئ پر يادې سيمې د پاکستاني پوځ تيرو عملياتو ته رڼا واچوو:

پاکستاني پوځيانو له دې وړاندې هم څو ځلي د ډیورنډ کرښې څېرمه سيمو شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات ترسره کړي دي او لوړ پوړو چارواکو يي د عملياتو د پيلولو پر مهال ويلي وو، چې د وزيرستان په پوځي عملياتو کې د وسله والو طالبانو او نورو ترمنځ توپير نه کوي. د ښه او بد ترهګر توپیر به نه کوي او افغان او پاکستاني طالبان دواړه به ځپي؛ خو ډير ژر په ډاګه شوه چې د شمالي وزيرستان پوځي عمليات يوازي د پاکستاني طالبانو د ځپلو او افغانستان ته د شړلو په موخه ترسره شول چې هدف يي دلته په افغانستان کې د افغان حکومت پر ضد د وسله والو مخالفينو د ليکو پياوړي کول و. په هاغه مهال په پاکستان کې د  حقاني شبکې، لشکر طيبه او هغه وسله والو چې په افغانستان کې په جګړه اخته و؛ پناه ځايونه، روزنځايونه او استوګنځايونه ټول خوندي پاتې شول او په عملياتو کې یوازې هاغه وسله وال په نښه شول چې خطر يي پاکستان ته متوجه و. هاغه مهال په سيمه کې مېشت د حقاني شبکې وسله والو ته د پاکستان پوځ او آی ايس آی د پوځي عملياتو تر پيلېدا مخکې له وزيرستانه د وتلو لار ورکړې وه او په اسلام اباد، کراچۍ، لاهور او نورو خوندي ځايونو ته يي انتقال کړي و.

که د ځانمرګو بريدګرو د چمتو کولو لړۍ وڅېړل شي نو په ډاګه کيږي چې له عقيدتي جګړې څخه سرچينه اخلي او وسله والو ته د عقيدتي جګړې روحيه د پاکستان د تش په نوم اسلامي مدرسو کې ورکول کيږي او دغه افراطي مدرسې د اسلام اباد په شمول د پاکستان په بيلابیلو ښارونو کې شتون لري. دلته اوس پوښته دا ده ، په داسې حال کې چې ترهګر له اسلام اباده ملاتړ ولري نو دا بيا کوم منطق مني چې په شمالي وزيرستان کې په دغو اوسنيو عملياتو کې دې افغان ضد ترهګر وځپل شي؟
په کوم ثبوت ويلی شو چې د پاکستاني پوځ په نظر او ستراتيژۍ کې دې ۱۸۰ درجې تغير راغلی وي او ګويا دا ځل به په رښتونې توګه ترهګر؛ افغانستان ته د ليږدولو پر ځای وځپي؟

خبره روښانه ده چې پاکستان غواړي يو ځل بيا د ډيورنډ کرښې څېرمه سيمو کې د ترهګرو پر ضد د عملياتو په نامه؛ وسله وال طالبان له کرښې دې غاړې افغانستان ته د پسرلنۍ جګړې لپاره راواستوي او دلته د وسله والو مخالفانو ليکې پياوړې کړي. پاکستان په دغو عملياتو سره غواړي چې دلته په افغانستان کې د افغان حکومت په مقابل کې د دښمن پسرلنۍ جګړه توده او يو ځل بيا د بې ګناه افغانانو وينه تويه کړي. ځکه که وګورو له يو طرفه افغان دولت د سولې په نوم د وخت ضايع کوونکي مذاکراتو کې بوخت دی او بل لور ته وسله والو مخالفانو هم د «عمري» په نوم د پسرلنيو عملياتو اعلان کړی دی چې د ډيورنډ کرښې څېرمه سيمو کې د پاکستاني پوځ له لوري عمليات هم د همدې هدف لپاره ترسره کيږي چې دلته د وسله والو «عمري» عملياتو ته قوت وبښي.

پاکستان تل د افغانستان په بربادۍ او جنګ کې خپلې ګټې لټولې او اوس هم د پاکستان په نيت شک شتون لري چې يو ځل بيا به د ډيورنډ کرښې ته څېرمه سيمو کې د پوځي عملياتو په پلمه؛ ترهګر له پاکستانه افغانستان ته وليږدوي او روان کال به د تير هغې په نسبت ډير خونړی کړي. په ټوله کې ويلای شو چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه سيمو کې د پاکستاني پوځيانو هر رنګه پوځي تحرکات د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف او د عملياتو موخه يي د په افغانستان کې د جګړې ډګر تود ساتل دي او بس.

لیکنه : خوشحال آصفي