زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

دخوست دخونړۍ کلیزي تلین

دلوی ځواکمن اونیاومن خدای (ج) په سپیڅلي نامه

ورځې،اوونۍ،میاشتې،کلونه اووختونه تیریږي خوتاریخي درنې سټې اوتاریخي درنې پیښې دزمانې یون له منځه نه شي وړای دهغویادونه اوخاطري تلپاتې،نه هیریدونکي ځلانده ډیوي دي چې دملت تاریخ ورځیني تومنه اوقوت اخلي اوولسونه پرې ویاړي.دافغانستان تاریخ داسې ویاړلي،نومیالي اوسرهسکي میړونه اودرنه شخصیتونه لري چې تل ژوندي اودخلکوپه زړونوکې اوسي دوی ته دالله پاک له درباره فردوس المکان اودمنان رب عطوفت اومعفرت غواړم.

تیرکال په همدې شپواوورځوکې دیوه نیږدې دوست دفاتحې په مراسموکې دګډون لپاره دجرمني هیواد دفرانکفورت ښارته تللئ وم اودافغانانوپه متبارکه جومات کې ګڼ شمیردمتوفی دوستان،مینه وال اوافغانان حاضروودجومات ملا امام جید دیني لوی عالم جناب سادات صاحب دفاتحې په ترڅ کې دیني وعظ اوتبلیغ کاوه اوپه خپلوخبروکې یې دخوست غمجنې،زړه بوږنوونکي درنې غمیزي په اړه دردوونکي خبرې وکړې اود دي پیښې عاملین اومسببین یې دخدای (ج)،رسول کریم (ص) اواسلامي امت دوښمنان اودوزخیان وبلل اودخوست دټولودرنوشهیدانودیادپه څنګ کې یې دارواښاد شهید خان زمان په اړه د درنښت اووجاهت څخه  ډکه وینا واوروله اود دغه ویاړلي،رښتیني اونومیالي قومي مشرشهادت یې یواځې دخوستیوغیوروولسونو غم نه بلکې دټول افغانستان غمیزه او نه جبیره کیدونکي ضایعه وبلله اوپه سپینو ټکوکې یې وویل دادی سیمي اونړیوال ښکیلاک توطیې اوچلوټې دي چې په اسلامي امت په تیره بیا دافغانستان په غیرتمنوولسونوکله دطالب ،القاعده اوکله د داعش په نومونومرګ ژوبله روانه ده اولیرې نه ده چې په راتلونکوکلونوکې به په نورونومونواوادرسونودافغانانووژلواوشهادت ته دوام ورکوي.جناب سادات صاحب هر اړخیزې خبرې وکړې خومایې یو څو ټکي بیان کړل.

دفاتحې د درنومراسموپه پای کې یوه دوست هغه ته وروپیژندم چې ارواښادالحاج خان زمان زما د کاکا زوی دی په بې ساري خواخوږی اوپیرزوینه یې په غیږکې کلک وینم.سپیڅلي مینه یې راکړه اودغم شریکۍ احساس یې راسره شریک کړاواوږده شیبه مودزړه خواله سره وکړه سادات صاحب زموږدهیواد دعلمي ځلانده ستوري فیلسوف اواستعمارضدمجاهدعلامه سید جمال الدین افغان درنه پښت  ته منسوب دی.

دخوست درنواوقدرمنومشرانو،کشرانو،وروڼواوخویندو!

دخوست د درنې غمجنې تراژیکي کلیزي له امله تاسوټولوته دژورزغم ،صبراوتسلیت مراتب وړاندې کوم.ټولوشهیدانوپاکو اوسپیڅلو ارواګانوته دمعفرت لاسونه لپه کوم اوپه ویرجن،غمجن اودردمن هیواد ګران افغانستان کې دسولې اوامن دټینګښت دوعا کوم.

لویه خدایه!په ګرده نړۍ کې دویرژلوساندو،کوکارواوسووچیغواوژړاګانوهیواد زوریدلی افغانستان دی ستا له مقدس درباره پرته افغانان ناهیلي شوي اوستړي شویدي ته پرې رحم وکړه اودافغانستان سخت زړي اوتورزړي دوښمنان دافغانانودوحدت په توره ورک اونابودکړه.آمین ثم آمین

په پای کې دوطنپالو،شهیدپالواوافغان پالودرنومشرانو،قدرمنودیني عالمآنو،مدنې فعالینواوروڼ اندوڅخه دزړه له کومې مننه کوم چې دشهیدانواومظلوموټپیانود درنه یاد دکالیزي دنمانځنې تابیایې نیولي اودغمجنوکورنیوسره مویوځل بیاخپله ژوره خواخوږي اوخپګان شریک اودشهیدانوروح موتاند اوښاد کړ.

دخوست په غیرتي ولسونوستاسودروندسیوری همیشنی اوتلپاتې غواړم .نیکمرغه اوسرلوړي اوسی

بسم الله اکبري

۰۱-۰۴-۲۰۱۶هالینډ