پایان یا بازتولید قدرت؛ طالبان در آستانه یک چرخش سرنوشت‌…

نویسنده: مهرالدین مشید حاکمیت طالبان و سناریو های آینده؛ تغییر از…

تکنولوژی یا تخیل؟ هارپ در میان واقعیت و توطئه 

از یوتیوب تا توهم خدایی: کالبدشکافی یک روایت خطرناک سلیمان کبیر…

بگذریـــد!

امین الله مفکر امینی          2026-27-04! بـگذرید زحرف وسخن های ممــلو ا زریـــــــــا نـــــدارد…

شب سیاه

رسول پویان شب سیاهی گریخته ماهی، شکـسته چنگی گـرفته نایی سحـر نیامد…

همدیگر ناپذیری

نفاق ، همدیگر ناپذیری ، بلند پروازی ، امتیاز طلبی…

مدافعان خط دیورند؛ واقع گرایان ژیوپلیتیک یا متهمان به همسویی…

نویسنده: مهرالدین مشید موافقان دیورند؛ بازیگران واقع گرا در برابر ستون…

‬‬نه به جنگ و نابرابری، آری به همبسته‌گی جهانی کارگران‬‬‬‬

 ‬‬‬‬اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به‌مناسبت اول ماه می، روز…

توهم برتری و بازی قدرت

«جستاری در خودبزرگ‌ بینی و بازی‌های پنهان برتری» تهیه و تدوین…

بالیستیک چی‌ست؟

چرا این واژه‌ی صفت را به جای نام اصلی کار…

طالبان؛ پیامد فساد ساختاری و سازمان یافته حکومت‌های کرزی و…

نویسننده: مهرالدین مشید از امید تا انحطاط؛ فساد ساختاری و بازگشت…

قلۀ پیروزی

از قلـب خراسـان کهـن آمده ام با یعـقوب لیث و تهمتن…

بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

داستایفسکی شوروی: داستایفسکی در فرهنگ، ایدئولوژی و فلسفه شوروی

 برگردان . رحیم کاکایی سه گفتار در واکاوی جایگاه داستایفسکی، نویسنده…

در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

«
»

نوی کال او روانه خونړۍ غمیزه

لویه خدایه! لویه خدایه! رښتیا،رښتیابه وایم که وم ،وم که نه وم نه وم اوهغه داچې:

زه دهغه غمجن اوویرجن ملت اوولس په اړه غږیږم چې همدا روان کال کې دټولي نړۍ په کچه غمجن اوویرجن ملت اوولس وپیژندل شو.

هوهغه ولس اوملت یادوم چې د نړیوالې پلټنې اوګرویجنې په پایله کې یې داداري فساد اودرغلۍ په رشوت لوبه کې دویمه درجه ترلاسه کړه.

هغه هیواد او ولس یادوم چې په نړیواله کچه دکونډومیرمنواوبورومیندوشمیره په کې بې ساري اوزړه بوږنوونکي ده.

هغه غرنۍ وطن چې ترګرده نړې په کې قبرستانونه اوهدیرې زیاتې اوبې حسابه دي.

هغه ملت اوولس چې دځمکې په کره کې په میلیونوشهیدان اوببرسره یتیمان لري.

هغه ولس اومظلوم ملت چې هره ورځ دټولي نړۍ په پرتله زرګونه،زرګونه لیتره دبې ګناه انسانانووینه په کې بهول کیږي.

هغه زوریدلي اوکړیدلي خلک چې هره ورځ یې له غمجنوسترګوپه زرګونو،زرګونولیتره اوښکي بهیږي.

هو هغه هیواد چې دنړۍ په نقشه کې ترټولوډیرغله اودرغلګرلري هغه چې سرې سترګې ګرځي نه حساب مني او نه کتاب .

هغه دخنداوړاونمونه هیواد چې دوه سري پاچا هان اودارګ آس یې دوه زینونه لري.

دټوکوخبره نه ده هغه هیواد یادوم چې دټولي نړۍ په کچه له شمیره وتلي سلاکاران اوویندویان لري.

هوهغه هیوادچې دنړۍ دټولوپارلمانونوپه پرتله یې دولسي چرګې کدوسره وکیلان زیات باډي ګاردان اوځاني ساتونکي لري.

داسې هیوادیادوم چې پیران ،مجد د یان،سیدان ،جهادیان اوټوپک سالاران په زرګونو،زرګونوجریبه غصب شوي ځمکې لري چې دافغانستان په تاریخ کې ساری نه لري.

هوهغه هیواد چې په ټوله نړۍ کې خورازیات هغه هم په زرګونو،زرګونوټنه مخدره مواداوفقیربوټي یانې چرس تولیدوي.

هغه بدمرغه هیوادچې په نړیواله کچه په میلیونونو،میلیونونوپه مخدره توکوروږدي اومعتادین لري.

هغه هیوادچې په پلازمېنه کابل کې دکانالیزاسیون دنشتوالي له کبله هره ورځ په سلګونوزره ټنه غایطه اوفظله مواد ډیران اوانباریږي.چې غیرصحي اوک کړچاپیریال یې په ټوله نړۍ کې ساری نه لري اودبیلابیلوناروغیواوسرطاني انتاناتوځاله ده.

هغه هیواد یادوم چې په معاصرتاریخ کې په اوږده خونړۍ جګړه کې ښکیل اودنړۍ دټولوجګړوپه پرتله ډیرشمیرهیوادونه دجنګ جګړې په موخه دغه هیواد ته ن نوتي اوبې پایلې ترې وتي دي.

هغه هیواد چې په نړیواله کچه خوراسترې طبیعي زیرمې اومنابع لري چې په زیاتوبرخوکې بې ساری چوراوچپاول پرې روان دی.

هغه هیوادچې مشران اوزورواکي یې خوراډیرې خبرې اوغورتې پرتې کوي خوپه عمل کې هیڅ دي اودخلکو سترګوته خاورې شیندي.

هغه هیوادچې دښځې مقام بابیزه اودهغوپه وړاندې دټولې نړۍ په کچه تاوتریخوالی اوخشونت په لوړه کچه بلل شوی ځوانیمرګې پیغلې شهیدانې ناهید،فرخنده،انګیزه اوسنګسارشوي رخشانه دافغان تاریخ تراژیدي اوپه ماشومانوجنسي تیري دبشري وجدان ماتم دی.

داسې هیوادیادوم چې په ټوله نړۍ کې یې له هیوادڅخه بهردکډوالوشمیرزیات اودځوانانوفرارله سوریې وروسته لومړی مقام لري.

لویه خدایه ،لویه خدایه رښتیا،رښتیا به وایم زموږګلالی ګران هیواد افغانستان دنړۍ دووستروخونړیوامپریالیستي آبرځواکونوسوسیالیستي شوروي اتحاداودامریکامتحده ایالاتودبشریت ضد ښکیلاکي سیاست په لوبه اوزورازمایې کې په ورته ناتاراوناورین اخته اود دوی لاسپوڅوبریتورواوږیرورو،خیرن سرواوڅڼیاوروپه شرغوبل کې دالرغونی تاریخي وطن دمرګ په سیلګواوویرجن ماتم بوخت دی .ماته نوروزغم روز اوپریږده په دې ورځ په چیغو،چیغووژاړم زه نوروزنه نمانځم اوافغان ملت ته دمبارکۍ ویلوڅه نه لرم.

خو دا وایم چې :

د درغلیو حساب نشته     –    حوصله نه شته زه به کوم کوم وشمیرمه

بسم ا لله اکبري

۱۹/۳،۲۰۱۶هالینډ