زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

( افغانانو ) قوت مو په یوالي کې دی

لیکونکۍ :: دکتور طاوس وردک لندن د جنوری ۲۸ مه ۲۰۱۶ کال
قوت ، زور ، پیاوړتیا ، غشتلۍ توب ، مترادیفی کلیمی دی او تقریبا ټول یوه معني لری خو هدف می ددې نه دادی چې که یو لاس شو ، یو قوت شو ، یو موټۍ شو ، متحد شو ، سره وروڼه او وریرونه شو ، یوبل پذیر شو ، یو بل ومنو ، یو بل په غیژکی ونیسو هغه وخت دشمن ولو که هر څومره زورآورهم وی افغانانو ته ېې زور نه رسیژي ، نن چې یو تعداد ډیرو کمو خو ډیرو شیطانو ، ډیرو فاسدو ، ډیرو مریضو ، ډیرو متعصبه ، ډیرو مرتجع ، ډیرو خاینو  ، ډیرو خارجیي هیوادو  خاصتا ( امریکا – پاکستان – عربستان سعودی – ایران – چین او روسانو ته ) یو تعداد کسانو چې تعداد ېې تر ۵۰۰ نفرو نه زیاتیژي  مزدورو او نوکرانو افغانانو زموږ د اکثریت افغانانو قواله  یادو هیوادو ته ورکړې او ځانونه ېې د مقام او ډالرو په بدل کې ورباندې خرڅ کړی دی ، هغه دي چې زموږ اکثریت عادی روشن فکران – تحصیلکرده ځوانان – پاک او وطن پرست ملان او طالبان – عادی بیچاره بیکاره بیسیواد افغانان سرګردانه او لالحانده بی سرنوشته تاویژي او د جنګ د ختمیدو لاره نه شي پیدا کولای ، د ځنو سره پخوانی تعلقات – پخواني ایدیالوژیک روابط – تنظیمی روابط – وطن داری روابط – زبانی روابط – دینی روابط او خاصتا د روحانیونو – ملانو او تبلیغیانو پوچ او غرض الود تبلیغات ددې سبب شوۍ دی چې د ملی وحدت – ملی یوالی قوت او زور ورک شوۍ او دغه پروسه کاملا له منځه لاړه شي اولکه چې له منځه تللې ده که زموږ خلک ټول پخوانی خراب ، بیګانه ، پردې ، په افغانانو تپل شوي ، تحمیل شوي ، تعلقات او مناسبات شا ته کړي او یو ځلې تصمیم ونیسي او ټول سره متحد شي او د اتحاد او ملی وحدت تر بیرغ لاندې د خبیرو – نخبه – لیکونکو – ویاندویانو – استادانو – سیاسیونو – نظامیانو او ملی شخصیتونو خبرو ، نصایحو او مفکورو ته ځیر شي او ورباندې اعتماد او باور وکړي  ددوی  روابط سره مهکم او پیوند ورکړی او یو واحد ، مذبوط ، غشتلۍ او نه ماتیدونکۍ قوت را منځ ته کړی چې د افغانستان دشمنانو ته غاښ ماتونکۍ ځواب ورکړي او هغه وخت دی چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کی د اول ځل له پاره بیرته دیوه متحد او نه ماتیدونکی ځواکمن هیواد حیثیت غوره کوي او هیڅ کله پورته یاد شوی دشمن هیوادونه او زموږ دکور د ننه وطن پلورونکي افغانان  زموږ دوطن دارانو  تخریب او دخلکو وینه توییدل نور نه شي عملی کولای ، باور وکړی چې په ظرف د یوه کال کی افغانستان دیوه قوی او متحد ملت حیثیت غوره کولای شي ، راځۍ سره یو شۍ ، راځۍ سره یو موټۍ شۍ او داسې سوک شۍ چې د محمد علي بکسر د سوک نه هم قوي  سوک شۍ هر ګذار مو باید د دشمنانو پوزه او غاشونه ور مات کړي او تل دشمنۍ ته د پای ټکۍ کیږدۍ ، اقلا د  ایران څخه ېې زده کړۍ – اقلا د هندوستان څخه ېې زده کړۍ – اقلا دروسېې څخه ېې زده کړۍ ، غربی هیوادونه او چین خو یوې خواته پریږدۍ ، مجاهده کافره – طالبه د خدای دشمنه – تفنګ سالاره ، افغان دشمنه – ګیرورو د تنظیمو مشرانو دخدای روی دی ولې نور ځانونه سپکوۍ – ولې ځانونه شرموۍ – ولې ځانونه بی آبه کوۍ — ولې د بیسیواده عادی بیکاره افغانانو ، کونډو او یتیمانو آزار اخلۍ ، بس کړۍ نور شیطانت – چاغولي – وطن فروشي – ورور وژنه – تفرقه اچونه د پاکستان – ایران – عربانو او غربیانو خاصتا امریکا ته شیطانی ، منافقت ، دهغو دهول ته نڅا بس کړۍ ، ټول هیواد وال د تاسې دوه مخۍ سیاست نن سبا ټول پوهیژي لطفا ېې بس کړۍ ، د صلحې شورا لغو اعلان کړۍ دغه د فساد او نفاق شوروا ده ډوډۍ پکې میده کړۍ او کاسه ېې وڅټۍ نور ېې بیرته مه استعمالوۍ ؟؟؟او په آخر کی دومره ور باندې علاوه کوم چې ( یا به یوکیږۍ — که نه نو دیوه سره ورکیژۍ ؟؟)او پاکستان هرګز صلحه نه کوي ، امریکا زموږ دخلکو له پاره صلحه نه غواړي ، باور وکړۍ یو ېې هم نه غواړي ، یو اصیل ، پدرکرده ، ناموس داره ، افغان ، وطن پرست ریس جمهور او ریس اجرایه ، نوي عاجل وټاکۍ چې خلک سره یو موټۍ کړي ، امین یا رب العالمین