از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

«
»

کروړ پتي غريبان

په داسې حال کې چې په اوس وخت کې افغانستان ۸۰ سلنه برېښنا له ایران او د منځنۍ اسیا د دریو ګاونډیو تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه دغه هیواد ته واردوي؛ يو شمير ښکرور په ميلونونو افغانۍ د بريښنا شرکت څخه پوروړي دي. د افغانستان د بریښنا شرکت چارواکو د دوشنبې په ورځ د خپلو ۷۳ پوروړو د نومونو یو لیست خپور کړ چې په کې د افغان حکومت برحال او د پخواني لوړپوړو چارواکو د نومونو سربیره د ملي شورا د یو شمیر غړو او زورواکو نومونه هم شامل دي. جالبه يې دا ده چې په دې ليست کې د ژونديو زوراکانو تر څنګ ښکرور مړي هم ياد شوي چې په مړينه يې هم په لکونو افغانيو برېښنا مصرف کړې او پوروړي دي.

د بريښنا شرکت له لوري په خپور شوي ليست کې مهم چارواکو  نومونه چې په ميلونونو او لکونو پوروړي دي؛ د جنرال عبدالرشيد دوستم ۳۴ ميلونه افغانۍ، کريم خليلي څه باندې ۵ ميلونه افغانۍ، عبدالرب رسول سياف نيږدې دوه نیم ميلونه افغانۍ، ملا تره خيل ۶۰۰۰۰۰ افغانۍ، لالی حميدزی څه د پاسه ۶۰۰۰۰۰ افغانۍ او عبدالرحيم ايوبي نيږدې ۳۰۰۰۰۰ افغانۍ پوروړي ياد شوي دي. دغه شرکت وایي چې یوازې په کابل کې د دولتي ادارو په ګډون یو شمیر کسان چې سوداګریزې ادارې او شخصي موسسې هم په کې شاملې دي له دغه شرکت څخه څه باندې درې ملیارده او درې سوه پنځه لس میلیونه افغانۍ پوروړي دي.د بریښنا شرکت مسولين وایي، چې ډیر ځله چې تخنیکي کارکوونکي یې د یو شمیر پوروړو د بریښنا د مزو د پرې کیدو لپاره استولي د زورواکو له خوا وهل او ډبول شوي او بیرته شړل شوي دي.

د پوروړو په ياد شوي ليست کې ټول هغه نومونه ليدل کيږي چې په اوسط ډول يې ورځنی عايد له لکونو افغانيو اوړي. دوی داسې خلک دي چې نورو ته د حرامو او بيت المال په خوړولو باندې ټينګار کوي خو په خپله پرې سرفه نه کوي. ياد  شوي قرضدار ډيری هغه خلک دي چې ځانونه د دين خادمان ګڼي او په دولت کې د فساد له امله نيوکې کوي. دوی هغه څوک دي چې ځانونه د خلکو رښتيني استازي بولي او د همدغې ولس پر سر له دولته معاشونه اخلي او بلاخره دوی هغه څوک دي چې له خلکو سره د مرستې بنسټونه لري  . او په دوی کې هغه خلک هم شته چې يوي سيمې ته د برېښنا د ليږد په خاطر سترې مظاهرې کولی شي. خو پوښتنه دا ده چې له دومره بډايې سره ـ سره بيا هم ولې دوی د برېښنا بلونه نه ورکوي؟ ستونزه په بريښنا شرکت کې ده او که دا خلک زورور دي چې د چا زور پرې نه رسيږي؟

ځواب روښانه دی. هر څه  چې خوسا شي نو مالګې پرې شيندل کيږي خو کله چې مالګه خوسا شي نو بيا پرې کول په کار دي؟ معنا دا چې دلته خبره په ښکرورو کې ده، هغه ښکرور چې هميشه يې ځانونه له فساده پاکې کوترې بللې دي. هميشه يې په دولت کې د فساد د شتون له امه ګواښونه کړي دي او خبره د هغه چا ده چې د ولس د زعامت نغارې وهي. خبره هم د چارواکو او زورواکو ده. کله چې چارواکی، رهبر او د ولس استازی د بيت المال چور ته ناست وي نو له عام ولس نه څه ګيله په کار ده؟

همداراز د بريښنا شرکت هم پړ دی، دا شرکت دومره بې کاره او بې کفایته چې د خپلو عوايدو په راټولو کې هم ناکام پاتې دی. د بريښنا شرکت مسولين په دې نه دي توانيدلي چې له دغو خلکو خپل حق وغواړي. کنې بريښنا شرکت کولی شول چې په دغه خلکو چې د برېښنا بلونه يې نه دي ادا کړي؛ برېښنا قطع کړي اما دا کار يې يا له ډار او يا وظيفوي غفلت له امله نه دی کړی. باوري یم که یو ځل يې په يو نفر د  بل د نه تحويلولو په صورت کې برېښنا قطع کړی وای نو راتلونکي کې به بيا هیچا د بريښنا بل په تحويل کې ځنډ نه وی کړی.

د يادې ستونزې د حل لاره همدا کیدلی شي چې د بريښنا شرکت خپل پورونه  د محکمې له لارې واخلي. په رسنيو کې په همدې مورد بحثونو کې ګډون وکړي، د قرضدارو نومونه افشا کړي او د خبري کنفرانسونو له لارې خپلې لاسته راوړنې له خلکو سره شریکې کړي. ولسمشر بايد په خپله د دغې قضيې د حل لپاره لاس په کار شي. په دې معنا ولسمشر چې د شپې په یوولس بجو شفاخانو ته تللی شي، امنيتي حوزې کتلی شي او بيا له برېښنا شرکت نه ليدنه نه شي کولی؟ حتماً يې کولی شي، ولسمشر بايد په خپله له دغه شرکته ليدنه وکړي او هغه پوروړي چې ښکرې يې  کړي دي او پورونه نه ورکوي؛ بايد ښکرې يې په قانوني لحاظ اوباسي. ولسمشر بايد په خپله لاس په کار شي.

لیکنه : خوشحال آصفي