زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

پښتون ژغورنې غورځنګ، د ترکستان په لاره!

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

که څه هم زه په پیل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو له ټینګو ملاتړو وم، د دوی مبارزه، ویښتابه، تاریخی لیدلوری او د پنجابی استثماری نیواک په وړاندې درېدلو، د ملا پیوند مسید او ایپی فقیر د اسلامپاله او افغانپاله خوځښت هیلۍ او لاره راته انځوروله.
مګر د وخت تیرېدو وښوده او وبه ښیې، چې د محکوم افغانستان په تاریخی لمنه کې د دې پراخې ولسي او شعوری ویښتابه مراندې به ډېر ژر لکه مرغلین آمیل ماتي شي، وبه شیندل شي، د پنجابی ریاست په آډانه کې تغذیه کېدونکو ډلو په مړه ژواندی برخلیک به اخته شي، د ( ای اېس ای ) د جمهوریت په چتر کې به پارلمانی سیاستونو ته به ورټول شي او په ټوله کې دغه هرڅه به په یوه اوږدې ناهیلۍ او هسي کورنی ذهنی مصرف بدل شي.

دا ځکه چې دوی بی تګلارې دې، ستراتیژۍ نه لری، د ولسي ځواک د کارولو وړتیا یې فلجه ده، له خپل قام، ټولنۍ او نظم سره یې د ( ملاه، طالب شرعی غوښتنو په نوم ) په جګړه او ټکر کې دی، د ملا پیونده له وارثانو سره تربګنۍ پالی، دپښتنې ـ مذهبي ټولني د رهبرې له مزاج څخه ښاري او بازاری دې، لوی شمیر ښار مېشته ملاتړی یې د پاکستان د فیډریشني، پنجابی، فرنګي وجود له سیکولارو افکارو د جنون تر کچې اغېزمن دې او په ټوله کې د پښتانه ـ افغان د رهبرۍ، په یوه ټغر راټولولو، ټکورولو، غاړې غړۍ کولو او د لږ تر لږه حتی د پنجابی ریاست په واکمني کې لومړنیو انساني غوښتنو او بشری حقونو ته رسېدل هم ورته ګرانه ده.

ځکه له کال ۱۷۹۰ څخه تر نن پورې چې کله هم د افغان ـ پښتني ولس د تاریخی ټیکاو، تړښت او محور کولو دودیز نبضونه، مزاجونه او موجونه یو له بل څخه شکیدلي نو بیا دې سیمی، جغرافیی، خاورې او قام ته آمن، سوله، یوالي او د خپل اختیاری چانس نه دې ور وړې.
د محکوم افغانستان په پښتني خاوره کې دا کیسه په سهیلی اسیا او د آزادو قامونو په ټبرونو د دویم اسراییل پاکستان له جوړېدو او رامنځته کېدو سره سم ترسره شول.

فرنګ او پنجاب پښتون او د پښتانه د دودیزی مشرتابه متولیان ملاه او پښتون مشر وټکول.

دې نسلې او فکری ټکونې ښاری په منفلي خرڅېدونکي روڼ اندو، له مذهبه سره سازش کوونکو ته د عدم تشدد د لارویانو په نوم دسوداګریز پیر او پلور ښه په درز کې د قام خرڅولو، افتراق او منزوی کولو هټۍ د ګوند په نوم پرانیستي، او بل لور ته یې د پنجابی فیډریشن د تنفس کولو او دوام په پاره د پښتانه د اصیل او وارث ملاه په ځای څو فیل مرغی او ماشینې ملایان تولید کړل.
دغه خلګ چې اکثراه یې د ای اېس کرنیلان، د پنجاب د مذهبې ګوندونو رهبران او د پنجاب د استخباراتی پروژو د تبلیغ او پروپاګنډې غږ ډبلیان دې، په ګډه لاس سره ورکړل او د نن بد، خوږ او له تراژیدۍ ډکه کیسه یې وپنځوله.

ما منظوراحمدخان پښتین ته نږدی کال وړاندې پدې اړوند خپلي ژورې اندېښنې، جغرافیایی شننه، د پنجابی پاکستان د وجود د رمزونو راویستنه، د سترو ځواکونو امریکا، انګریز، روس، چین او خلیجی عرب یږانو ( شیخانو ) د استخباراتی پروتکولونو او د پنجاب د بقاه په مصلحت ګډو دریځونو اړوند خپل لید د پښتنې او افغاني احساس له مخي مخامخ او د څو ملګرو د اړیکو په بنسټ ورسره شریک کړل، نوموړې هم راته د خبرو او پدې اړوند د معقول تحلیل د وړاندې کولو ژمنه وکړه، ولي د بیا ـ بیا ټینګار او ژمنو سربېره یې راته هېڅ ځواب رانه کړل.
نن چې مې د شمالي وزیرستان په میرانشاه ښار کې د دې خوځښت دا پرتمینه ناسته ولیده، نو د خوښې ترڅنګ، یوې اوږدې خواشینۍ مې له وجود څخه سکون واخیست او په سوچونو کې یې ډوب کړم چې دا خلګ ولي نه درک کوی چې زموږ د قام درملنه په لر او بر دواړو کې د پښتانه د طبیعی آمن، خپلواکۍ، یوموټی والي، عزت، سیادت او سیاسي ویښتابه له لارې څخه پریکون او د پردیو په تپلو شعارونو ( عدم تشدد، جمهوریت، ډیموکراسۍ لادینۍ ) پسې تګ، هغوی ته د مرجع په توګه حیثیت قایلیدل او د شرارت امکانات ورکول دې.
تر پنځه لسیزی زیاته موده کیږی چې د ملا پیونده لمسیان د پنجاب د فرنګي پښتون ضد اپارټایډ، توپیر، فساد او کسات په وړاندې د خپل قام په ننګ او د خپل نیکه په لاره مبارزه کوی، پدې لار کې یې لکه خپل پلار او د قام سرښندونکي مجادهدین پخپلو وینو نذرانه کولو دا عهد وپالل.

په مقابل کې باچاخان او لارویانو یې څه وکړل؟ د عدم تشدد د لټۍ، ټګۍ او بی تعقوله سیاست په مخکې کولو سره یې نه یوازی خپله توره ونه کړله، بلکي د قام د ځواک د ماتولو، شیندلو، بی ځای لګولو او د تاریخی فرصتونو د رژولو لامل شول، هغه چې پدې اړوند د بنګلدېش د آزادۍ، خپلواکۍ او د بنګالي ملت د عزت د سرلارې شیخ مجیب الرحمن لیک باچاخان ته دا هرڅه ثابتوی.

شیخ مجیب الرحمن باچأخان ته د يوه ليک په ترڅ کې داسي ليکلي وه؛ عبدالغفار صاحبه! داخبره دې له غوږو وباسه چې پنجابى به تا ورور وګڼي لکه اوس چې دراولپنډۍ، کراچۍ، لاهور او بنګلور د ماڼيو چوکيدار يې، همداسې به چوکيدار پاتي شي، مګر يا له خپل افغان ورور سره ګډ کور جوړ کړه يا دورور په مرسته ځان ته کور جوړ کړه.
باچاخان نه یوازی د بنګلدېش د بنسټ اېښودونکې د لیک او د ګاندې او جواهرلعل نهرو له هندو ملتپالو هڅو او مبارزه څه زده نه کړل، بلکي خپله باچاخان او اولادونو یې تر ننه د پښتانه په وجود کې همدا د پنجاب په ګټه افکار تزریقوی چې د عدم تشدد له ګرمې بړستنې بهر نه شي، کنه له سړو سره به مخ شي، د پنجابی ښارمار خوراک به شي او بل لور ته یې د پنجاب د کرایی، مصنوعی او تولیدی ملاه سره په همکارۍ د پښتانه د وېشولو، پاشلو، ماتولو او بیلتون سترې ينجابی پروژې ته کار ویلی چې منځ لارې مذهبي پښتانه یې په بازاری سیکولارو او دیندارو توند لارو سره بدل او ووېشل.

نن چې منظور پښتین او نور هم همفکران یې په کومه لاره، فلسفه ( عدم تشدد ) او کړنلاره روان دې، دا په بشپړه مانا پردې، ناکامه، د ای اېس ای د اوږدمهاله لرلیدونو سره مله او په ټوله کې د پښتانه لپاره د نوح کیښتۍ نه، بلکې د ترکستان مزل ده.
په همدې بنسټ، د دغه خوځښت لاره ویان د خپل وجود برخه ګڼو، د لوی افغانستان د بیا احیاء په تاریخی آرمان کې یې راسره شریک ګڼو، د سرښندنو یې درناوی او د ستړو یې قدردان یو، مګر دا په څرګنده وایو چې ترڅو د باچاخان په ناکامو لارو، بی مانا فلسفو، د بازاری آزادخیالو په ورځچارو غوښتنو او د ای اېس ای د فراق په شعارونو روان یاست د پښتانه لپاره د خیر پرځای د تباهۍ سبب کیږی، د خپل ملاه او دیني عالمانو قدر وکړې، د ملاپیونده له مبارزو لمسیانو سره د وزیرستانونو په غرونو کې د پښتانه د تاریخی یوالی تړون ته کار وکړې، د خپل قام د تاریخی او طبیعی ځواک د رامنځته کولو بنسټونو ته مراجعه وکړې، خپل قام ته د خپلوۍ پیغام ورکړې، ښاری او پوهنتونی ـ باچاخانې تیروتلي مو وپوهوی، نور دا تاریخی فرصتونه د بړستنو په بی مانا او بی ارزښتو فسلفو مه ځاروی او هو چې کله مو سمه، ښار او غر سره د ملا پیونده او ایپی فقیر د تګ لارو او جدجهدونو په عملي کردارونو سره وتړل، نو هغه ورځ د پنجاب سره د فیصلي، او د هغو ابرځواکونو په تاسو د حساب کولو ده، چې همدا نن د پنجاب له دریځه تا غندې، ورته بی ارځښته یې، ستا پر خلاف د پنجاب پروژو ته پیسي او پنډونه ورکوی.

داځکه چې هغه وخت به ښار ستا وی، غر به دې مورچل او خپل وی، پوهنتون، مدرسه، محراب او جومات به دې د قام د وېښتابه، راټولولو او منسجم کولو په درشلونو بدل وی، مشران به دې تدبیرونه سنجوی، ځوانان به دې د قامي ستراتیژیو په لار کې د پنجاب سره د محاسبي او لوی افغانستان د بیا راګرځولو ستراتیژیانۍ پلی کوی، او دا هغه څه دې چې د هوتکي، احمدشاهی او امانی عزتونو او عزمتونو په ابادیو به د بیا ابادونې افغان سترتابه وزېږوی.
درنښت