خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

په ډنډ غوری کښی د ګډ حکومت هولوکاسټ

بسم الله الرحمن الرحیم

لیکنه : قاضی نجیب الله جامع

له نن نه ۸۱ کاله وړاندې، کله چی د موسولونی پر تقلید د وخت جرمنی ډیکتاتور اډولف هټلر یا د نازی المان د فاشیسټی رژیم له لوری په ۱۹۳۵میلادی د جرمن او خالص اریایی نژاد پر اصل د یو داسی خیالی اوافراطی ټولنی د جوړولو هیله لرله، د کوم پر وسیله وکولای شی، د ده په خبره نړیوالو ته د خلاصون او سپیڅلی نسل پر بنسټ د دوام او تل پاتی والی او نیکمرغی ټولي نړی ته زیری ورکړی، او پدی اړوند یی د خپل ګوند کارګر ناسیونالیسټ فکری کړنلاره یی د وخت یهودی قوم په سراسری ټولیزه وژنه او سیاسی، ټولنیزحذف چی ژوندی خښول اوانحطاط ولاړ ولو کیښودی، داسی چی په ډیر لیږ وخت کښی ېي د بیلابیلو نړیوالو موافقو او مخالفو سر شمیرنو پر بنسټ د نیم الی دوه میلیونه تنو پوری انسانان پر بیلابیلو پلمو او بهانو قتل عام کړل، دا توره ورځ په تاریخی لحاظ تل د ټولو ادیانو او بشری ټولنو د انسان پالنی د احساساتو او د ظالم او طاغوت پاله حرکتونو سره دپریکون پر عنوان لمانځل کیږی، غندنه یی کیږی او استبداد پری محکومیږی.

مګر سره لدېنه زموږ په هیواد کې یوشمیر داسی کسان چی نه ېي پلار د هټلر پرشان فاشیسټ حزب کښی ولو، او نه دلته له مونږ نه څوک تر اوسه خدای مه کړه یهودی تیر شوی، لا د هټلر پر مذهب دی، او چی وس ېي رسیدلی ترجرمنی نازیانو، میانماری بودایانو اوتزار خرسانو د زیاتو جنایتونو او خیانتونو ښکار شوی دی، دوی هغه خلک دی چی د افغان مقدس جهاد پر هیلو ولاړی هیلی یی خاوری کړی، او تنظیمی جګړو ته یی لمن ووهله د دی نه را پدیخوا د امریکایی ښکیلاک سره ېي لاس یو کړل او دهغوی پر خدمت کښی تل د افغانستان سیاسی هویت او تاریخی ځمکنی بشپړتیا وګواښوله او همدا اوس د اشرف غنی پر ګډ حکومت کښی چی د افغانستان پر تاریخ کښی ترټولو کمزوری او د قانونی او سیاسی مشروعیت څخه بی برخی نظام دی، پر داسی څو اړخیزه دسیسه کښی ښکیل دی، کوم چی د دوی د اعمالو اوکړنو پر پایله کښی د افغانستان د روانی جګړی د ټکر او ناورین پر وینو ولاړو بهرنیو ښکیلاکی تګلارو ته یی دلا پراختیا موندلو زمینه برابره کړی دی، او دوی توانیدلی لکه د تنظیمی جګړو پر مهال د غچ اخیستنی او قومی ناسیونالیزم پر شیطانی ودې خپلو شومو اهدافو او ګټو ته چی پر یو سترګی پاچاهی کښی د قومی قدرت لیونی اسونوپر مستی سانګی اخیستل دی وچلوی.

هغه چی د دی ښه مثال او ژوندی بیلګه د جان کری پر ملی یوالی ګډ حکومت فرمول کښی ددغو فاشیسټی کړیو ننوتل، او پرلپسی  یو په بل پسی د ضعیفی او بی کفایتې رهبری پر سیوری کښی د جنایتونو ترسره کول دی، هغه څه چی د کندوز د ولایت له سقوط سره، د قومی تنظیمونو ملاتړیو جګړه مارو قومندانانو وکړل، یا کله کله لکه د غزنی پر اندړو کښی د ملی پوځ پر لیکو کښی مغرضو او متعصبو اشخاصو ترسره کړل، او یا همداوس هغه څه چی د ګډ حکومت د امنیتی قواوو تر عنوان لاندی د بغلان ولایت په ډنډ غوری، او شهاب الدین ولسوالیو کښی د وسلوالو سیاسی مخالفو ډلیو سره د مبارزی او ځپني په عنوان ترسره کیږی، په ښکاره او پرته له کومی مبالغې څخه د هغه نازی هټلر فکره نړیوال جنایت او فاشیزم څخه سرچینه اخلی کوم چی څو پیړی وړاندی هولوکاسټ یی پایله وه.

 

ځکه ددی مسله مطالعه له څو اړخونو سړی په شک کښی اچوی، چی خبره بل څه دی، او هغه څه چی د ګډ حکومت ویاندویان  او متعصبی رسنی یی عنوانوی، په اصل کښی د هغی ټیمی دسیسی قومی فتنی، سیاسی شرارت او دولتی سیاسی فساد پایله دی هغه چی سر یی له ډنډ غوری او ډنډ شهاب الدینه را ووتل.

بنآ دلته زه پر پوره جرات د وجدان، وضاحت د کلیمی او قوت د اسلامی او افغانی لوی مصلحت دا حق او تکلیف ګڼم چی ووایم : هغه داچی د ډنډ غوری روانه جګړه نه یوازی د ولس پر ټولیز خیر نه دی، او نشی کولای د ګډ حکومت نامشروع حضور ته د څو ورځی دوام او بقا سبب شی، بلکه پر ټوله کښی د دی جګړی موخی پر دولت کښی د هغه مجهوله النسبه سیاسی ټیم د خوشحالی او فشار پایله دی، هغوی چی تل یی د افغان غیرتی او ازادی غوښتونکی ملت پر وژنه، انحطاط او ټولنیز انارشیزم کښی خپلی خوښی لټولی دی، د سولی مخه یی نیولی، جګړی ته یی پکه وهلی قومی شخړی یی تازه ساتلی او لنډه داچی پر تیر ۴۰ کلن بحران کښی یی دومره څه له افغان ملته اخیستلی، کوم چی مونږ یعنی ولس ونشوای کړای، هغه څه چی د یو اوږده تاریخی معرفت سبب شوی لاسته یی راوړه.

دلته یو ځل بیا غږ کړم چی د ګډ حکومت پر رهبری کښی که لږ هم تعقل وی، چی لا وخت شته چی باید د ډنډ غوری او ډنډ شهاب الدین هولوکاسټ ته د پای ټکی کیږدی، او د روانی جګړی پر اصلی عواملو دی غور وکړی، داځکه د افغان جګړی عوامل او هغه چی د جګړی حساسیت یی لا زیات کړی  تر محوری بحث لاندی دی ونیول شی، او نه دی پریښودل شي، چې د شمالی اټلانټیکی سازمان یا ناټو د امنیت او یا د هغوی د ملتونو د ښیرازی لپاره خپل ملتونه اووَژنی.

په

درنښت