دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=2d326hWQtcQ&t=12s دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

از فرسایش دولت تا سرایت جنگ: زنجیرهٔ راهبردی بحران در…

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military and…

د سیستمونو ډولونه

نور محمد غفوری د سیستمونو د وېش عمده معیارونه سریزه په تېرو دوو…

سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انسان؛ در جست ‌وجوی خویشتن (1)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی پیشگفتار : انسان از نخستین…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

«
»

په ډانګ پیلي سپیني خبرې

افغان ولس په ۱۹ پیړۍ ۲۰ پیړۍ او دادی په ۲۱ پیړی کې دنړیوالوسترو ښکیلا کي ځواکونودستراتیژیکي استعماري موخو په خصمانه  لوبو ا و شیطاني چلوټو په جال کې کیوتی او په ټولو پړاوونو کې یې  په خورا  بې رحمی او بې ساري قساوت لکه رودونه ویني بهیدلي اوسنی پړاو یې زړه بوږنوونکی اوټول هیواد کلي اوبانډي دوینو په حمام بدلي شوي دي اودجګړې ښکیلې غاړې پخپله افغانان لکه دسونګ دتوکو په څیر په کې سوځي او زما په اند دا دبشریت  په  تاریخ  کې هغه ستره جګړه ده چې د ځمکې دکرې دلسګونو،لسګونو بیلا بیلو هیوادونود دې وطن د بچیو په ویر اوخونړي ناورین کې په بې رحمۍ برخه اخیستي اودادی دا تراژیدي د ناهیلیوتردې  کچې رسیدلي چې انسان اوانسانیت  بابیزه او بې ارزښته شوی شپه اوورځ افغان ولس بې له مرګه اوبې له جګړې بله هیله نه لري.

پوښتنه داده چې دا جګړه ولې پای نه لري اولا پسې غځیږي؟

لامل یې لکه لمر روښانه ده اوهغه دا چې په جګړه کې ښکیل افغانان دجګړې دپای واک اواختیار نه لري بلواکه اوپردي واکه دي اوله بده مرغه زموږ جغرافیایې موقعیت د ډیرو نامرده تاریخي دوښمنانو ایران اوپا کستان سره نښتی او په هغه سربیره نړیوال آبرځواکونه او له هغو له ډلې دامریکا متحده ایالات او اوسنی دروسیې فدراتیف دلر مهاله او اوږد مهاله نظا مي ستراتیژیودتحقق او لاسبري په موخه په نیابتي خونړۍ جګړه بوخت دي.دهیچا له سترګوپټ نه دي چې دا وروستي څلویښت کلونه دهمدغو دوو سیالواو نړیوالوځواکونوپه مستقیم شتون اوګډون دافغان وینه وبهیده لکه چې نـن هم دادی دطالبانوترشا فدارتیفه روسیه،ایران اوپاکستان نیغ په نیغه ولاړاو دافغا نستان له دولت او وسله والوځواکونو ترشا دامریکا متحده ایالات او ناتو پکت هیوادونه فزیکي حضور اوشتون لري.

دیوه بې پرې افغان په توګه په زغرده وایم چې طالبان دارواښاد ملا عمر د مشرتابه مهال طالبان نه دي هغه جسور اوافغان پال ملا عمر چې پخپل کور کې د ډوډی په دسترخوان ناست نصرالله بابر یې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ګنې د ډیورند کرښه لاسلیک او په رسمیت وپیژني له کوره وشاړه اوپه زغرده یې ورته وویل چې بلا شاته را ونه ګورې ځغله.دهغه په دغه تاریخي جسارت به تل افغان تاریخ ویاړي اوزه شکمن یم چې دملا عمر په مشکوک مرګ کې به دپاکستان دای،اس،ای څارګرشیطانان دهمدغه غوڅ اونرځواب په کینه او تلافی لاس درلودلی وي.اودپاکستان څارګرو لاپخوا په سروبي کې په ډیره نامردۍ ارواښاد مولوی صاحب برجان په شهادت ورساوه اوهمدا اوس دپاکستان په بیلابیلوزندانونو کې دملا برادر په ګډون ډیری دطالبانو درنې سټې بندې اوځولانه دي .دادی اوس پاکستان دتش په نوم ډیورند منحوسي کرښې په اوږدو کې اغزن سیمونه تا واوي اوپوځي چوڼۍ اوڅارګریزه تاڼې جوړوي.ایا د مولوي هیبت الله په ګډون به دکوټې،پیښوراو قطر دطالبانو دمشرتابه په شوراګانو کې د ملا عمر په پله یو نر پیدا شي چې د  پاکستان دغه دوښمنانه لاسوهنه وغندي.

تاسو ته ښه په یاد دی چی ایادپاکستان دڅارګرو په لاسونود مولوي عبد السلام ضعیف چې په پاکستان کې د طالبانو دامارت سفیر هم و ګواتا نامو ته ونه لیږه .دبهرنیوچارو وزیرمولوي صاحب عبدالوکیل متوکل په زغرده ویل چې مرګ غوره ګڼم نه په پاکستان کې پاتې کیدل داویاړلي درنې طالباني سټې دي چې شیطا نستان یې پیژندلی دی .

ارواښاد ملا عمر هغه جسور امیر المومنین و چې د ایران جاسوسان اوشیطانان یې دبلخ په ولایت کې په نره په داروځړول اودایراني اخندانو دغورو پرو او پوځي ګواښ پروایې ونه کړه.همدا لامل وچې دقم کینه ناکواخندانو دطالباني امارت په راپرزولوکې څرګنده ونډه اوفعا ل ګډون درلود او دادی نـن دافغانستان دبهانده رودونوداوبودعوا د سلما،کجکي،کمال خان اوافغاني نوروبندونو دتخریب اومخ نیوي ګواښونه کوي اوافغان کډوال ورته دڅاریو ارزښت هم نه لري اوډلې،ډلې په زوراو یاتطمیع دسوریې جګړې ته استول کیږي.

ایا دایران افغان دوښمنه دریځ ستاسوله سترګو پټ دی.اوکه درته څرګند وي دهغه پرخلاف به یونر غږ پورته کړی

نه!نه!هیڅکله نه ځکه تاسوته له هیوادنیو ګټوخپلې ځاني ګټې اوغوښتنې غوره دي اودغه جګړه چې دهیواد په ګوټ ،ګوټ کې روانه ده زیاتره پښتانه په کې برباد او ستي شول پښتنې میندې اومیرمنې بې پته او له خپلو کورونواومېنو، سر سرتوره دنامالوم برخلیک اومنزل په لور لالهانده اوسرګردانه په منډو اوتر ړو دي اودا لامل دی چې امریکا او ناتو تازه دمي ځواکونه اوپوځي ماشینري بیا افغانستان ته رالیږدوي اوتاسو دبهرنیو ځواکونو دوتلواودهغه په نه شتون کې دخپل بري خوبونه ګوری.همدا مسلمان اوافغان وژونکي جګړه لا زړه بوږنوونکي اړخونه پیدا کوي.زما اوستا کور،کلی،جومات،مدرسه،ښوونځۍ،پوهنتونونه،ټولګټي تاسیسات،بندونه،سرکونه او ټوله مادي اومعنوي هستي پکې سوزي اود دې وطن ستره اوسپیڅلي هستي افغان انسان ،نارینه اوښځینه ،تنکي ماشومان ،پیغلې اوځوانان ،اهل خبره پوهان،مخورمشران ،عالمان اومعلمان،زده کوونکي اوپه شنو کروندو کې بوخت بزګران،کارګران دمرګ،وژنې اوترهګریزو ګواښونو،بمې او واسکټي چاودنواودوزخي ځان مرګوبریدونواو وژنو سره مخامخ دي.اوټول هیواد دویراو وینو په ډنډ کې لاهو ډی.

طالبان او مخالف وسله وال باید په دې سر خلاص کړي چې دامریکا دمتحده ایالاتو پوځي ځواکونه له افغانستانه دوتلو هوډ نه لري اوهغو ته په افغانستان کې لویې جرګې،ولسي جرګې،مشرانوجرګې اودملي وحدت چارواکودستراتیژیک امنیتي تړون په رسمي لاسلیک اوهوکړې سره په افغانستان کې د پوځي حضوراوشتون اجازه ورکړي او خپل ستراتیژیک هدف او اوږدمهاله پلان یې تر لاسه کړی دی.

ایا تاسو له جرمني ځواکمن اوپرمخ تللي هیواد څخه ځواکمن یاست په دغه هیواد کې کابو۷۲ کاله امریکا پوځي حضوراوشتون لري .په دغه هیواد کې ۹۱۷ پوځي مجهزې اډې او۴۰۰۰۰څلویښت زره سرتیري دجرمني په بیلابیلو ایالتونوکې استوګن اوځای پرځای دی دجرمني دشتوتګارد دپوځي سترې اډې څخه دنړۍ کابو۱۳میلیونه میل مربع ځمکه اوساحه په ۸۹هیوادونوکی ترپوښښ لاندې ده چې له ناروي څخه تر بالتیک مدیترانې سمندرګي،منځنی ختیځ اوسهیلي افریقا سیمي احتوا کوي.په جاپان کې ۱۰۹ پوځي اډې او۵۰۰۰۰۰پنځوس زره سرتیري له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې په هغه هیواد کې مستقر دي اودهغه سربیره ۹۰ سمندري سترې الوتکې وړونکي اوهستوي وسله لیږدونکي توغندې او اوبتلونه ځای پرځای دی اوپه جنوبي کوریا کې ۸۵ پوځي اډې او۲۸۰۰۰عسکرشتون لري ټول ټال دامریکا متحده ایالات د نړۍ په ۱۵۱ بیلابیلو د پنځولویو وچوهیوادونوکې څه نا څه ۶۰۰۰ پوځي اډې،پوځي تم ځایونه ،هوایې ډګرونه،سمندري بندرونه اونورپوځي تاسیسات لري . دملګرو ملتونو دامنیت شو را دغړو هیوادونوپرته دګردې نړۍ له هیوادونو دامریکا دمتحده ایالاتو پوځي بودجه چې ۵۸۵ میلیارده ډالره کیږي زیاته ده.امریکا په ایټالیا،ترکیه،اسپانیا،سعودي عربستان ،قطر،بحرین ،کویټ،متحده عربي امارات،عراق،عمان دهند دلوی سمندر دګوام په سمندرګي اودیګوګارسیا په ټاپووزمه کې ټول ټال ۱۷۰۰پوځي سمندري،ځمکنی اوهوایي اډې لري.

المانیان اوجاپانیان هوښیار خلک دي اودنړیوالولومړی اودویمې نړیوالې جګړې انساني ناورین اوبې ساري تراژیدی تکرار بیا نه غواړي اودواړه هیوادونه دامریکا دپوځي پوتانسیل څخه په اقتصادي عرصه کې سترې ګټې پورته کوي اودګلوبل نړۍ کې مطرح،ځواکمن،پیاوړي اوپرمخ تللي هیوادونه دي.

افغانان پیاوړی نشنالیستي غروراوجګړه ییز کرکټر لري.خونـنۍ نړۍ دعلم،تخنیک اومدرنې تکنالوژۍ عصر دی په تشو غورو،پروبې له دې چې خپل هیواد ویجاړاوبرباد کړو کومه بله پایله نه لري .افغاني زعامت دابر ځواکونوله حضوراوکاري پوتانسیل څخه دهیواد دابادی دپوهنې په انکشاف د کانونوپه استخراج داوبوپه مهارولواو مسلکي پرسونل په روزلو کې کار واخلي.که طالبان اسلامي غورځنګ وي نودحرمین الشرفین چارواکو شیخانو چې څه موده وړاندې یې دامریکا دسر زوري جمهور ریس په غاړه کې دخپلو پلرونودسروزرو مډال را وځړاوه او د۱۱۰میلیارده ډالروپه بیه دنظامي وسایلواوتجهیزاتودپیر تړون لاسلیک په اړه به غږ پورته کړي اودیمن په خوارځواکوماشومانواوناروغانو اودفلسطین په مظلوم ولس به دغیرت نـنګه څرګنده کړي چې هیڅکله به دامیړانه ونه کړي.

طالبانوکراموکه رښتیني اسلامي جهاد موموخه وي الصلح خیر ته راودانګی اوافغان مسلمان اوخوار زار ولس دجګړوپه اورونو کې مه سوځوی دا د روس،پاکستان،ایران اوامریکا په وسلودوطن بچیان مه وژنی او له سولې پرته به دا جګړه ترډیرواوږدوکلونو پای ونه لري وطن به وران افغانان به خواروزاراو میندې به موغمګیني ساندې بولي.دجګړه مارودوښمنانو دورکاوی اونابودی په هیله.

بسم الله اکبري

۱۵/۷/۲۰۱۷.