رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

«
»

په خپل ځان عريضه کول

د هيواد د بهرنيو چارو سلب اعتماد شوی وزير او د جمعيت اسلامي ګوند مشر صلاح الدين رباني چې تېره ورځ بدخشان ولايت ته د خپل پلار برهان الدين رباني د وژل کېدو د شپږم تلين غونډه کې د ګډون لپاره تللی و؛ يو ځل بيا عجيبې او غريبې څرګندونې کړي. نوموړي يو ځل بيا پر هغه حکومت نيوکې کړي چې دی يې د ولسي جرګې لخوا د سلب اعتماد کېدو سره سره بيا هم په څوکۍ کېنولی او د وزارت امتيازات اخلي. رباني په ملي يووالي حکومت نېوکې کړي چې ګويا واک يې انحصار کړی او ټينګار يې وکړ چې چې په نظام کې انحصار باید پای ته ورسیږي.

بدخشان ولايت ته د رباني سفر ولې جالبه دی؟

لومړی خو دا چې بدخشان ته د نوموړي شخصي او ګوندي سفر د ټولو اصولو خلاف د ملي اردو په هغه الوتکه کې شوی چې د امریکا لخوا یواځې د امنيتي ځواکونو د مرستې لپاره ځانګړې شوې. په داسې حال کې ده چې د ملي اردو پولیسو ډيری ټپي سرتېري د الوتکو د کموالي له کبله د درملنې لپاره روغتونونو ته نه رسول کېږي او ډيری وختونه د وینې د ضایع کېدو له کبله په سنګرونو کې سا ورکوي. خو صلاح الدين بيا د خپل ګوندي فعاليت لپاره له خپلو ملګرو سره يو ځای د ملي اردو په الوتکه کې سفر کوي. تر دې هم بده يې لا دا چې بيا د حکومت په دې دومره لوی امتياز سره چې ده ته يې ورکړی دی؛ سترګې پټوي او دوباره پر حکومت نيوکې کوي چې ګويا واک يې انحصار کړی دی.

دويم دا چې بدخشان ته د صلاح الدين رباني سفر او کړې څرګندونې يې په دې جالبې دي چې نه د بهرنيو چارو وزارت په چوکاټ کې راځي او نه هم د حکومت د يو برحاله وزير په چوکاټ کې. يو خو دا چې نوموړی په داسې حال کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير دی؛ په دغه غونډه کې يې ټولې خبرې او څرګندونې د بهرنيو چارو د وزير په توګه نه بلکې د حکومت د يو ګوندي مخالف او اپوزيسيون په توګه دي. دی د بهرنيو چارو سرپرست وزير دی خو خبرې يې د راتلونکو ټاکنو او په حکومت کې د نوموړي په باور د انحصار په اړه دي. له رباني څخه دا ډول خبرې اورېدل کوم نوی کار او لومړی ځل نه دی بلکې په هر وار چې نوموړي فرصت پيدا کړی؛ پر حکومت يې د سياسي مخالف په توګه ګوزار کړی دی.

رباني څنګه په ځان عريضه کړې؟

راځو د صلاح الدين لخوا پر حکومت د انحصارګرايې تور ته. بدخشان ته د سفر په لړ کې چې ښاغلي رباني په حکومت تور پورې کړی چې ګويا واک يې انحصار کړی او باید په جوړښت کې يې بدلون راوړل شي؛ اصلاً پر خپل ځان يې عريضه کړې ده. په خپل ځان يې عريضه کول په دې معنا ، په داسې حال کې په خپله صلاح الدين د ولسي جرګې لخوا سلب اعتماد شوی دی خو نوموړي بيا پر څوکۍ ځان سرېښ کړی او پرېښودلو ته هيڅ زړه نه کيږي. له دې ورهاخوا که د بهرنيو چارو وزارت داخلي تشکيلاتو ته وکتل شي؛ واک حکومت نه بلکې پخپله وزير صاحب رباني په بهرنيو چارو وزارت کې انحصار کړی دی. تاسې ورشئ وګورئ چې په بهرنيو چارو وزارت کې او په نورو هيوادونو کې د سفارت خانو کارکوونکي اتيا سلنه څوک دي؟

په خپله بهرنيو چارو وزارت کابو ټول کار کوونکي د جمعيت ګوند اړوند او د يو ځانګړي ولايت او قوم خلک دي. همداراز په بهرنيو هیوادونو کې د افغانستان ټولې سفارت خانې هم د جمعيت ګوند له ځرو او د يو ځانګړي قوم له افرادو ډک دي. په دغو سفارت خانو کې ډيری هغه څوک دي چې د جمعيت ګوند او د خپل قوم ګټې ورته لومړيتوب لري او نور که د هرې ژبې او قوم يو څوک سفارت خانې ته خپل مشکل وړاندې کوي؛ دوی يې په قيصه کې نه دي. ښه بېلګه يې په سويډن کې د افغانستان په سفارت کې د يو کارکوونکي رويه يادولی شو چې د هيواد لوی قوم او ژبه يې د هیواد خلک او ملي ژبه نه و بللي او برعکس سپکې سپورې يې ورته ويلې وې.

له دې ټولو بدتر يې دا چې ښاغلي رباني د بهرنيو چارو وزارت څخه سم د جمعيت ګوند سياسي دفتر جوړ کړی دی، د ګوند اړوند غونډو پلانونه او هماهنګي يې له همدې ځايه پر مخ وړي. د دې تر څنګ مالي او اداري فساد په دغه وزارت کې خپل اوج ته رسېدلی دی. همدا تېره ورځ هم سرخط ورځپاڼې د بهرنيو چارو وزارت له ستر مالي فساده پرده پورته کړه. سرخط په يو خبر کې ويلي و چې د دغې وزارت اداري او مالي مرستيال نصير اندېشه د اسټراليا له سفير سره د ملاقات له‌پاره، دوه بيرغونه په يو سل او څلور دېرش زره او اووه سوه او پنځوس افغانۍ پېرلي. همداراز په کابل کې د سولې کنفرانس لپاره يوازې دوه بېنرونه په څلور سوه او پنځه اويا زره افغانۍ چاپ شوي دي. په داسې حال کې چې په بازار کې دغسې بېنرونه چې نرخ يې بېخي اسمان هم ته ورسېږي، ايله پنځه زره افغانۍ کېږي.

نو هيله ده د بهرنيو سلب اعتماد شوی وزير ښاغلی صلاح الدين رباني که په حکومت کې د واک انحصار او فساد له منځه وړل غواړي نو لومړی دې له خپل ځان او شاوخوا څخه پېل وکړي. که رباني صاحب بايد په دې پوه شي چې که يوه ګوته بل ته نيسي نو درې ګوتې يې په خپل لور راتاويږي.

لیکنه : خوشحال آصفي