از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

«
»

په تیرو څلویښت کلونو کې د سولې د خبرو ارزونې – غونډه

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

زموږ ستونزه داده چې هر څه پر یو جهت ورتاوان کوو، هغه کتاب چې د ۳۲ افغان سیاستوالو سره پکې مرکې شوې، او د سولې اړوند یې مهم بحث وړاندي کړی، د بېلابېلو جهتونو د پلویانو او ناتړلو سیاستوالو سره مرکې شوې، د هغوی اندونه یې سولې ته د رسیدو او د سولې اړوند خنډونو باندي را اخیستي، په همدې موخه د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو انسټیټوټ له لوري په تیرو څلویښت کلونو کې د سولې د خبرو ارزونې تر نوم لاندي غونډه کابل کې جوړه شوې وه، د جنوري میاشتې ۱۲مه، ۲۰۰۱۷،  د پنجشنبې ورځ ماسپښین دوه بجې او شل دقیقي غونډه پېل او په ۳:۴۵ ختمه شوه.

جنرال محمدظاهر عظیمي، د دفاع وزارت پخوانی ویاند، مولوي عبدالحکیم مجاهد د سولې شورا پخوانی مرستیال، د سولې شورا غړی او سلاکار او ډاکټر وفایې زاده، د هوانوردي پخوانی مرسیتال وزیر پکې د خبرو وخت درلود.

داځل ملي سرود نه وو، ویندوی وویل چې پېل په مناجات د حضرت مولانا خداوندګار بلخ سره کوو ( زما خپله له دغسي الفاظو څخه کرکه کیږي، چې شرک ته پکې ځای پيداکیږي).

ښاغلی عنایت مدثر د پروګرام چلوونکی معرفي شو ( د یو ټلویزون د سیاسي بحثونو پخوانی چلوونکی) او درې واړه میلمانه خپلو ځایونو ته وغوښتل شول،  ښاغلي مدثر د کولمبیا جګړې او سولې ورته والي زموږ د هیواد د جګړې او سولې سره پرتله کړ.  هغه ویل کولمبیا کې هغه وخت سوله راغله چې ښکېلو لورو ومنله چې له جګړې څخه ستړي شوې دي.

له همدې لنډې مقدمې وروسته یې ډیر په بېخوندې سره د ښاغلي عبدالحکیم مجاهد څخه پوښتنه وکړه چې: ولي طالبانو ډاکټر نجیب الله په دار وځړاوو، هغه خو سوله غوښته؟ د مجاهد صاحب جواب دلته وګورئ

فکر کوم دا ډول پوښتنه د سولې په یوه مهم او څیړنیز بحث کې نامناسبه وه، ځکه خو مجاهد صاحب هم تود غبرګون وښود، او رسنیو هم ځینې خبرې چې د مجاهد صاحب له قوله په ۲۰۱۲ ز. کال کې یې احمدضياء مسعود ته کړي وي،  همهغه خبرو ته له سره هواء ورکول شوه، او د سولې دغه بحث هم یو ډول په جګړه باندي پېل شو، زموږ ستونزه داده چې د جګړې او سولې خبرو ځای نه پېژنو، او ځینې ځوانان په هر څه کې له پوره تعصب څخه کار اخلي.

له ښاغلي مجاهد صاحب وروسته د سولې په هغو بحثونو چې د کتاب په بڼه را ټول شوې وو ډاکټر قاسم وفایې زاده پرې لنډه رڼا واچوله، هغه وویل چې: د سولې اړوند د خلکو د نظرونو یوه څیړنه مخکې د مرکز لخوا خپره شوه، او ډیری افغانان د سولې غوښتونکې دي. داځل د سیاستوالو نظریات راټول شوې، له ۳۲ تنو سره مرکې شوې او د کتاب په بڼه په بېلابېلو بحثونو کې دامرکې ترتیب شوې.

هغه وویل چې ستونزه د ثور له اومې ۱۳۵۷ ل. کال څخه راپېل شوې، او تر نن ورځې پورې په هیواد کې جګړې دوام لري، د پخواني شوروي اتحاد د يوځیانو وتل او د نړیوالو بې مسؤلیتې وه چې کورنیو جګړو ته زمینه برابره شوه، امریکا په هغه وخت کې نه کمونسټ پلوه او نه  هم اسلامي حکومت په افغانستان کې غوښت.

د ډاکټر نجیب الله وخت او اوسنی وخت یو بل ته ډیر نږدې او ورته والی لري، ولي د ډاکټر نجیب الله وخت کې د هغه د سولې یواځنۍ طرحه موجود وه چې انتقالي حکومت ته پکې ځای  او د مجاهدینو د ډلو سره د سیاسي واک ویشل وو.

ستونزه داده چې افغان حکومت وایې چې د سولې خبرې باید له پاکستان سره وکړو، ځکه طالبان د پاکستان تر کنټرول لاندي دي، او طالبان وایې چې موږ باید له امریکا سره خبرې وکړو ځکه افغان حکومت واک او صلاحیت نه لري.

تر څو چې د افغان جهتونو ترمنځ مخامخ خبرې ونه شي، د سولې مذاکرات او هڅې نتیجه نه شي ورکولای، د جهاد پرمهال مجاهدین له نظره وغورځول شول، د مجاهدینو په استازیتوب اسلام اباد د ډاکټر نجیب الله له حکومت سره هوکړه لاسلیک کړه، مجاهدینو ورسره مخالفت وښود، د استاد رباني په مشرې ماسکو ته دمجاهدینو ځینې مشران ولاړل، او جګړو دوام پیداکړ.

په مرکو کې د اساسي قانون اړوند سخت نظرونه ورکول شوې، ځینې یې یواځي څو مادې د منلو وړ ګڼې، ځینې پکې بدلون او تعدیل غواړي، او ځینې یې له سره لیکل او توشیح کیدل غواړي.

دبهرنیو پوځیانو وتل بله اساسي موضوع ده، چې په دي اړه هم نظرونه داسي دي چې بهرني پوځیان د کومو شرایطو لاندي باید ووځي، او د اسلامي شریعت تطبیق چې په مرکو کې یې غوښتنه شوې بله مهمه او اساسي موضوع ده. په ټوله کې ویلای شو چې سخت او درانه شرایط وړاندي کول د سولې فرصتونه له منځه وړي.

جنرال محمد ظاهر عظیمي وویل چې: سوله د جنګ مقابل کې وي، د جګړې له امله سولې ته اړتیا وي، د واک مساوي ویش سوله راوستلای شي، ترڅو چې له کوم جهت سره د جګړې ذهنیت وي، سوله هم نه شي کیدای.

هرڅوک چې د دولت په ضد جګړه کوي تر هغه وخت پوري دښمن دی تر څو چې یې له جګړې لاس نه وي اخیستي، وسله يې په ځمکه نه وي ایښي او سولې ته نه وي حاضر شوی.

د سولې اړوند ذهنیت جوړولو او سولې ته رسیدو لپاره له ملي او غیر دولتي امکاناتو څخه ګټه اخیستل په کار ده، په مساجدو کې علماء او په سېمو کې بانفوذه کسان باید د سولې لپاره کار وکړي.

افغان حکومت له خپل لوري څخه سره خطونه په نښه کړي لکه اساسي قانون منل، د تیرو ۱۵ کلونو لاسته رواړني او …

زموږ د هیواد د جغرافیوي موقعیت له کبله ده چې د سیمې هیوادونه دلته خپلې ګټې خوندي کیدل غواړي.

د طالبانو مرستندوی پاکستان دی، د طالبانو زخمیان چیرته تداوي کیږي؟ طالبانو ته ماینونه له کومه ځایه راوړل کیږي؟ موږ له سولې سره اوږده فاصله لرو.

د کولمبیا  او ډاکټرنجیب الله د سولې ورته والی او حالت له اوسني حالت سره پرتله کیدله سم نه دي، زموږ اوسنۍ د سولې تګلاره ورسره ډیر فرق لري، زموږ په اهدافو، نظریاتو او عقیدوي ارزښتونو کې توپیر شتون لري.

دکولمبیا جګړه کې یوه لوري د مواد مخدر لپاره  جګړه کوله، د ډاکټر نجیب الله سره د مجاهدینو جګړه عقیدتي او مذهبي جګړه وه، ولي اوسنی نظام چې ولسي او نړیوال ملاتړ له ځان سره لري، او یو منتخب نظام دی، د کولمبیا او ډاکټر نجیب د سولې سره نه شي مقایسه کیدای.

ډاکټرنجیب الله هغه څوک وو چې دده په وخت کې ډیر خلک ووژل شول،  له هیواد څخه مهاجر شول، کله چې د خاد (استخباراتو) رئیس وو، د ده په وخت کې ډیر جنایتونه شوې.  

څه ډول ممکن وو چې مجاهد دي له ملحد او جنایت کاره حکومت سره کیناستلی وای؟

اوسنی حکومت یو منتخب او مشروع نظام دی، د سولې د پروسې تر شایې ولس او نړیوال ولاړ دي، کله چې د دفاع وزارت ویاند وم، د دولت نظر مې وړاندي کاوو، د خپل نظر وړاندي کولو اجازه مې نه درلودله، اوس خپل نظر وړاندي کولای شم.

باید وخت ته په کتلو سره دا درک کړو چې حکومت څه غواړي او طالب څه غواړي، ترڅو چې کوم لوری له نظامي زور څخه مایوسه شوی نه وی، سولې ته زړه نه ښه کوي.  نړیوال او حکومت دي د افغان امنیتي ځواکونو رښتونی ملاتړ وکړي، په قوي وسلو دي تجهیز کړي، او امنیتي ځواکونه دي قوي کړي.

دوېم نوبت کې ښاغلي عظیمي (د جهاد پر مهال د حرکت اسلامي ګوند د جنوب لویدیځې حوزې جهادي آمر، بیا وروسته د اسماعیل خان تر مشرې لاندي د طالبانو سره د جګړې قومندان وو) د عبدالحکیم مجاهد د څرګندونو په تړاو وویل چې: د طالب په نوم سیاسي جریان وجود نه درلود، ولي هغوی د مولوي محمد نبي محمدي او مولوي خالص بابا سره د جهاد پر مهال ولاړ وو، د جهاد وخت کې زه کندهار ته تللی وم، هلته مې د طالبانو جبهه او ملامحمدعمر مجاهد لیدلي وو.

لومړی ځل طالبانو په هرات کې له امیر اسماعیل خان سره لیدنه وکړه، بیا ما هغوی کابل ته د هوا دلاري راوستل، د دولت له رئیس پروفیسور برهان الدین رباني سره یې وکتل، د کابل ښار په انټرکانټیننټل هوټل کې طالب استازي اوسیدل، د بیرته ستنیدو په وخت کې استاد برهان الدین رباني د طالبانو له ډلې سره نغدي مرسته هم وکړه. د طالبانو خبره داوه  چې په کندهار کې به بې مسؤلیته او خپل سري پاټکونه له منځه وړي، ولي بیا وروسته د هغوی غوښتنې او اهداف نور راجوت شوو.

طالبان رښتیا هم یو سیاسي جریان نه وو، د افغانستان په نورو سېمو کې هم ځینې مجاهدین د جهاد له بریالیتوب وروسته په کورونو کیناستل.

وفایې زاده بیا وویل چې د سولې لپاره مهمه موضع عدالت ده، تر  څو چې عدالت نه وي، سوله ستونزمنه ده، هغه وویل:

موږ محکمه او عدالت ته راکش کول یواځي د جانب مقابل لوري لپاره غواړو،  ولي عدالت د ټولو لپاره غوښتل په کار دی.

د سولې لپاره ښه حل لاره مخامخ خبرې، بین الافغاني تفاهم دی، د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د سولې هوکړه یو مهم ازمایښت دی.

له دي وروسته د غونډې ځینو سیاسې ګډونوالو او ځینو خبریالانو پوښتنې وکړي، او  یوه سیاستوال داخبره هم وکړه چې دومره مهم بحث د ټلویون د سیاسي بحث په بڼه مخکې وړل مناسب نه وو.

پای