جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

په تورخم کې د شهيد سرتيري وينې ته سپکاوی

د تورخم دروازه په رسمي توګه پرانيستل کيږي

ريپوټونه وايې پاکستان به د دوی مليشو لخوا په تورخم کې جوړه شوې دروازه په همدې اونۍ کې په رسمي توګه پرانيزي. د پاکستان دفاع وزير خواجه آصف ويلي؛ د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ترهګرو د داخليدو د مخنيوي لپاره به راتلونکې اونۍ په تورخم کې جوړه شوې دروازه په رسمي توګه افتتاح کړي. تورخم چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ لپاره ډیره مصروفه لار ده څه موده وړاندې د پاکستان حکومت وتړله. حکومت وروسته بیا لاره پرانیستله او یوازې هغه چا ته یې د داخلیدو اجازه ورکوله چې د سفر کولو قانوني اسناد یې لرل.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې افغان حکومت په وار ـ وار د ډيورنډ په کرغيړنه کرښه د پاکستان لخوا د هر ډول تاسيساتو جوړول؛ پر افغان خاوره د پاکستان تيری بللی او ويلي دي چې د ډول تاسيساتو جوړول بايد د د واړو هيوادونو په موافقت ترسره شي. د اهغه دروازه ده چې څه موده وړاندې پرې د افغان سرحدي امنيتي ځواکونو او د پاکستاني مليشو تر منځ خونړۍ نښتې وشوې چې په ترڅ کې يې د پاکستان د پوځ لوړ پوړي افسر جګړن علي جواد چنګيزي په شمول څو تنه مليشې ووژل شوې. همدا راز افغان لوري ته هم ځاني تلفات واوښتل. په دغه دروازه افغان امنيتي سربازانو مو خپل سرونه او وينې قرباني کړې. په دغې دروازې افغان اتل سرتيري ضيا الرحمن خپل سر قرباني کړ او د شهادت جام يې نوش کړ. د دغې دروازې د لګولو په غبرګون کې افغان ميړنيو اتلانو د دښمن مرميو ته خپلې سينې سپر کړې، اولادونه يې يتیمان شول او کورنۍ يې د وير په ټغر کيناستلې. يوازې د همدې لپاره چې په خاوره يې د دښمن تيری نه شو زغملی.

اوس د راپورونو پر  اساس ويل کيږي چې د ډيورنډ په کرغيړنه کرښه د پاکستاني مليشو لخوا ياده دروازه بشپړه شوې او ټاکل شوې راتلونکې اونۍ به په رسمي توګه افتتاح شي. پوښتنه دا ده چې د افغان حکومت له غبرګون سره ـ سره ولې بيا هم پاکستان په تورخم کې دروازه بشپړه کړه؟ افغان حکومت د دغې دروازې پر سر د خپلو سرتيرو قربانۍ ولې هيروي؟ د ملي يووالي حکومت ولې د اتل سرتيري شهيد ضيا الرحمن له وينې سره جفا کوي او د دغې دورازې په جوړولو غبرګون نه ښايې؟ څه شول د حکومت هغه تند غبرګونونه چې ويل به يې  په هر قیمت به له خاورې دفاع وکړي؟ څه شولې د حکومت هغه ژمنې چې د ډيپلوماټيکو خبرو له لارې يې د يادې ستونزې د حل لپاره کولې او څه شول په پاکستان کې د افغان سفير عمر ذاخيلوال هغه ګواښونه چې د دغې دروازې د جوړولو په غبرګون کې يې ويلي و چې که پاکستان د دروازې د جوړولو کار بند نه کړي نور دلیل نه پاتې کیږي چې په هغه هېواد کې د افغانستان د سفیر په توګه دندې ته دوام ورکړي؟

آيا حکومت له پاکستان سره معامله کړې ده؟

په تورخم کې د افغانستان او پاکستان تر منځ تر وروستۍ شخړې وروسته د افغان حکومت یو پلاوی په دې اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته ولاړ. د دغې پلاوي له راتګ وروسته د تورخم مساله خپ و چوپ پاتې شوه او حکومت په تورخم کې د تاسيساتو جوړولو خبره شاته وغورځوله. د پلاوي د تګ او راتګ په پايلې ولس هيڅ پوه نه شو. د پاکستان لخوا د يادې دروازې بشپړول او په رسمي توګه پرانيستل داسې څرګندوي چې ګويا حکومت د هيواد پر ځمکنۍ بشپړتيا سياسي معامله ترسره کړې وي. هلته پاکستان په قوت سره د ډيورنډ د رسمي کولو لپاره هڅې کوي او دلته په کور دننه وجدان پلورونکي د پارلمان ځينې استازي او خرڅې شوې څېرې د دغې کرښې ته د رسميت لپاره لابي ګيري کوي خو حکومت پرې سترګې ړندې او غوږنه کاڼه کړي دي.

پاکستان د تورخم ترڅنګ، د هیواد په ډيری سرحدي ولایتونو کې د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړ کړي، خو حکومت یې پر وړاندې چوپه خوله دی. د حکومت له چوپتیا معلوميږي چې د هيواد په ځمکنۍ بشپړتيا سياسي معامله شوې ده. که خدای مه کړه د حکومت مرګونې چوپتيا همداسې دوام وکړي او پر افغان خاورې د پاکستان تيری بابيزه وګڼي نو دا به پر خاوره د شهيد شويو سرتيرو په ځانګړي توګه په تورخم کې د شهيد شوي سرتيري ضياالرحمن له قربانۍ سره جفا او وينې ته يې سپکاوی وي. پاکستان په دغه دروازه د خپل وژل شوي جګړن وينې ته د درناوي په خاطر همدا دروازه د علي جواد چنګيزي په نوم نوموي خو افغان لوری دې د شهيد ضيا الرحمن وينو ته سپکاوی کوي. ډیر د افسوس ځای دی.

لیکنه : خوشحال آصفي