خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

په افغانستان کې، د دښمن ټربيون او د پردي فرهنګ پالونکې رسنۍ

هر کال په ټوله نړۍ کې د مې ۳ نیټه د مطبوعاتو ازادۍ د نړيوالې ورځې په نوم لمانځل کیږي. پر دغه ورځ د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې د بیان ازادۍ، د رسنیو فعالیت او د خبریالانو د کړنو او خدمتونو د ستايلو او ارزولو اړوند غونډې کيږي. سياسيون، مدني ټولنې، د آزادو رسنيو د ملاتړ بنسټونه او خلک ټولې هغه کړنې غندي چې د بیان ازادۍ، د رسنيو خپلواکۍ او د رسنيو رسالت ته زیان رسوي. په همدې موخه په افغانستان کې هم دا ورځ په داسې مهال لمانځل کيږي چې په ټول هيواد کې په لسګونو انځوريزې او په سلګونو غږيزې او چاپي رسنۍ فعاليت لري. له نیکمرغه افغانستان د سيمې په کچه هغه مخکښ هېواد دی چې، په تیرو ۱۵ کالونو کې په کې رسنيو پراخه وده کړې او د تيرو کلونو يوازينۍ لاسته راوړنه هم د بيان او د رسنيو آزادي ده.

دلته په افغانستان کې اساسي قانون د بیان آزادي؛ د افغانستان د وګړو د یو اساسی حق په توګه په رسمیت پېژندلى او د بيان آزادي يې له هر رنګه تيري څخه خوندي ساتلې ده. خو له بده مرغه ډيری رسنۍ لرو چې د بيان د آزادۍ په نوم داسې نشراتي پوښښ لري چې آن د دښمن په ټريبيون بدلې شوې دي. دلته د افغانستان حکومتي نظام د دښمن له اړخه دومره نه زيانميږي لکه له دغو رسنيو له خوا چې ضربه ويني. دا سمه ده چې د بيان آزادي د انسان ټولنيز حق دى او هيڅوک نه شي چې کولاى چې د چا دغه حق سلب کړي، خو دا په دې معنا نه ده چې يو څوک دې راپاسي او د هيواد د تاريخ، کلتور، عنعناتو، اساسي قانون، اسلاميت او افغانيت له سرو کرښو دې پښه واړوي او هر څه چې يې په خوله راځي؛ توي کړي. له بده مرغه دلته په لسګونو داسې رسنۍ لرو چې خپل رسالت نه پيژني او د پیسو په مقابل کې د اساسي قانون په شمول د انسانيت هر سرحد ماتوي.

لکه څرنګه چې د يو نظام په پرځولو کې روانې جګړه، د خلکو د ذهنونو مغشوشول، وېره خپرول او د نظام پر ضد خپرونې مهم رول لري نو په افغانستان کې دغه رول د آزادو رسنيو تر نامه لاندې همدغه په نامه رسنۍ ترسره کوي. همدا رسنۍ دي چې ولس يې پر نظام بې باوره کړی او نظام يې له ولسه لېرې کړی. د افغانستان ډیری رسنۍ د اسلامي ارزښتونو خلاف نشرات کوي، د حکومتي نظام پر ضد تبليغات کوي، پردی فرهنګ رواجوي، د ځوان نسل ذهنونه مينځي او غلطی مفکوره ورپيچکاري کوي، د هيواد ملي ګټې، اساسي قانون او ځمکنۍ بشپړتيا ته پام نه کوي او هر څه چې يې په مخه ورشي نشروي يې، دغه رسنۍ چې د نورو هيوادنو په پيسو چليږي؛ په هيواد کې قومي، سمتي، مذهبي او ژبني تعصب ته لمن وهي او هغه پروګرامونه عملي کوي چې د بهرني هيواد لخوا ورته سپارښتنه کیږي. دوی داسې سريالونه نشروي چې د اسلامي او افغاني ارښتونو سره په ښکاره په ټکر کې وي. ډیری رسنۍ یا د عقدې یا هم د ګوندي او شخصي ګټو پر اساس فعالیت کوي چې د نظام او ولس تر منځ د واټن د پيدا کيدو سبب شوي دي.

په افغانستان کې جالبه دا ده چې رسنۍ د حکومت امکانات کاروي، خاوره افغاني کاروي، د فعاليت جواز ورته د افغانستان حکومت ورکوي خو وفاداري بيا بل هيواد ته کوي. دلته ستونزه دا ده چې د افغانستان په مطبوعاتو کی مسلکي کسان د ګوتو په شمیر دي؛ په رسنيو کې ډيری بیسواده کسان را ټول شوي دي. د نورو هيوادونو رسنۍ د هغوی د ملي ګټو، ملي امنیت، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي موخو پر اساس نشرات کوي چې ښه بيلګه يې د ګاونډي هيواد پاکستان رسنۍ يادولی شو. خو له بده مرغه زمونږ ځینی رسنيو او خبريالانو ته ملي امنيت، ملي ګټې، ملي موخې، اساسي قانون، ځمکنۍ بشپړتيا، ملي هويت او اسلامي او افغاني ارزښتونه هيڅ ارزښت نه لري او يوازې خپلو شخصي ګټو ته لومړيتوب ورکوي.

رسنۍ د خپل رسالت له مخې او د ملي ګټو د خونديتوب په پار باید د خپل حکومتي نظام ملاتړ وکړي او همداشان ټولې رسنۍ باید ملي دریځ ولري خو له بده مرغه په افغانستان ځنې رسنۍ د جنګسالارانو ملاتړ کوي، ځينې د خلقیانو او پرچمیانو ملاتړ کوي، ځينې د تکنوکراتانو تر نامه لاندې نشرات کوي او ځينې رسنۍ قومي او مذهبي شخړو ته لمن وهي. یوازې د ګوتو په شمیر څو رسنۍ دي چې نسبي بې پرې دي چې هغه هم تجارتي رسنۍ دي. زمونږ رسنيو کې ډیری خبريالان د افغانستان په رسمي ژبو (پښتو او دري) ليکل او لوستل نه شي کولی، ډیری خبريالان مو د هيواد له تاريخه، له اساسي قانونه، د مطبوعاتو له قانونه، د کار او له نورو قوانينو هيڅ خبرداری نه لري او سر يې پرې نه خلاصيږي. تر ټولو بده يې لا دا ده چې ځينې داسې رسنۍ هم لرو چې د خلکو خصوصي حريم ته ننوځي او په مستقيما توګه شخصيت ګواښ لاندې راولي، په داسې حال کې چې نه مونږ ته اسلام، نه زمونږ اخلاق او نه د افغانستان اساسي قانون اجازه ورکوي چې د چا شخصي حريم تر ګواښ لاندې راولو.

زمونږ رسنۍ که غواړي خپل رسالت سر ته ورسوي؛ باید د افغانستان ټولو خلکو ته په یوه سترګه وګوري، ملي هویت ته درناوی وکړي ، ملي امنیت ته درناوی وکړي ، اساسي قانون ومني او پرځان یې پلی کړي ، اخلاقی معیارونو ته پام وکړي ، ټولنه راويښه کړي ، د خلکو د غږ منعکس کوونکې واوسي او د ولس هینداره باید ووسی.

په رسنيو کې زمونږ خبريالان بايد مسلکي واوسي، د نيکو اخلاقو نمونه واوسي، بې پري واوسي، متعصب او ناروغه ونه اوسي، د افغانستان له تاريخ او قوانينو خبر و اوسي، د افغانستان په رسمي او غير رسمي ژبو بلد و اوسي، ملي امنيت، ملي ګټې، ملي موخې، ملي هويت، ملي غرور، اساسي قانون، ځمکنۍ بشپړتيا، سياسي خپلواکۍ، اسلامي او  افغاني ارزښتونو ته درناوی ولري. زمونږ خبريالان بايد د ريښتينو خلکو ملاتړ وکړي؛ نه د جاسوسانو، نه جنګسالارانو او نه د جنايتکارانو ملاتړ. يو ريښتينی خبريال بايد خپل ځان او وجدان په پيسو ونه پلوري.

لیکنه : خوشحال آصفي