جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

پاکستان ليوني سپي چيچلی؛ له وفادارۍ پرته ملګرتيا غواړي

وروسته له هغې چې د کابل ـ اسلام اباد په اړيکو کې ترينګلتيا اوج ته ورسېده؛ پاکستان له افغانستان سره د اړيکو د رغولو په هڅه کې شو. کابل ته يې بيلابيل دولتي پلاوي يې کابل ته راغلل، څو ورځې وړاندې د پاکستان د پارلمان پلاوی د ولسمشر غني د پخلا کولو او د کابل او اسلام اباد د اړيکو د بيا رغولو لپاره راغی، دوه ورځې وروسته يې د استخباراتي شبکې مشر نويد مختار له يو پلاوي سره راغی او اوس دا دی ويل کيږي چې د ژورناليستانو يو پلاوی يې کابل ته راغلی څو د رسنيو له لارې د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکې له سره ورغوي.

د ژورناليستان ياد پاکستانی پلاوی په داسې مهال کابل ته راځي چې له دې وړاندې د پاکستان پارلماني او د استخباراتي ادارې پلاوي له کابله ناهيلې بيرته د پاکستان پر لور رهي شول. آن د استخباراتو پلاوي سره يې افغان ولسمشر غني ډير تند برخورد وکړ او ناهيلی يې پاکستان ته رخصت کړ. کله چې د پاکستان له پارلماني پلاوي وروسته د آى اېس آى مشر نويد مختار کابل ته راغی، نو ولسمشر غني ورسره په ډېره ترخه ژبه خبرې وکړې او ورته يې وويل، چې که غوښتنې يې ونه منل شي او پاکستان په خپلو تېرو کړو ژمنو عمل ونه کړي، هيڅ افغان چارواکى به د اړيکو رغولو په موخه پاکستان ته لاړ نه شي او هيڅ پاکستاني چارواکي ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاورې ته داخل شي.

پاکستان د افغانستان به مقابل کې ډير حساس سياست پر مخ وړي، په دې معنا چې له هرې لارې او طريقې غواړي چې هم افغان برباد کړي او هم ورسره په ښکاره کې د دوستۍ اړيکې ولري. کله هم چې د کابل او اسلام اباد اړيکې ترينګلې شوي؛ نو پاکستان تل په بيلابيلو آپشنونو په استفادې هڅه کړې چې دا اړيکې له سره ورغوي. اوس د دې لپاره چې يو ځل بيا د کابل او اسلام اباد اړيکې عادي کړي؛ خپل څو پلاوي يې کابل ته راواستول چې ولسمشر غني پخلا کړي. دا دی په همدې لړ کې يې دا ځل د رسنيو مشران راواستول. خو پوښتنه دا ده چې په رسنيو يې څومره باور کيدلی شي؟ د پاکستان رسنۍ څومره خپلواکې دي او په کومه کچه خپل رسنيز رسالت سر ته رسولی شي؟

په پاکستاني رسنيو څنګه باور کيدلی شي؟ دوی خو نه يوازې دا چې خپل رسنيز فعاليت يې هير کړی دی بلکې مستقيماً د پاکستان د استخباراتي ادارې او پوځ تر قوماندې لاندې فعاليت کوي. ځکه تيره ورځ چې څو ورځې وړاندې د کندهار په سپين بولدک کې پر افغان خاورې پاکستاني پوځيانو بريد وکړ او له کلک افغاني مقاومت سره مخ شول چې يو زغروال موټر يې وسوځېده، بل يې د افغان پوله ساتونکو لاسو ته ولوېد، د نورو تجهيزاتو سره سره يو پاکستانى پوځ او ورسره موټر يې هم افغان پوله ساتونکو ونيول، نو په هغه وخت کې همدغو پاکستاني رسنيو د افغان چارواکو او حکومت پر ضد پراخ پروپاګند او درواغ شروع کړل چې ګويا ٥٠ افغان پوځيان يې وژلي، له سلو زيات يې ټپيان کړي او د افغان پوځ څلور پوستې يې هم له منځه وړي دي.

همداشان کله چې په سپين بولدک کې پاکستان پوځيان د سرشمېرنې په نوم افغان خاورې ته ننوتل او د افغان سرحدي ځواکونو لخوا يې کلک مخنيوی وشو؛ نو پاکستاني پوځيانو پر تورخم توغنديز بريدونه پیل کړل چې څو ټانکرونه په کې وسوځيدل او يو تن په کې ووژل شو. په همدې وخت کې پاکستاني رسنيو د آی ايس آی او پوځ په اشاره د افغان حکومت پر ضد بیا هم پوچ تبليغات پيل کړل چې ګويا افغان حکومت په تورخم کې په پاکستاني ځواکونو بريد کړی دی او ملکي خلک يې وژلي دي. او همداشان ډيری نورې بېلګې هم شته چې د استخباراتو او پوځ لخوا د پاکستاني رسنيو په انحصار دلالت کوي. نو په داسې يو حالت کې چې رسنۍ يې هم د استخباراتو او پوځ لخوا منحصر شوې وي؛ کله د دوه هيوادونو د اړيکو په رغولو کې مثبت ګام اخيستلی شي؟

بيا هم وايم چې پاکستان ليوني سپي چيچلی دی چې له افغانستان سره له وفادارۍ پرته ملګرتيا غواړي. دوی بايد خپله ملګرتيا او ښې اړيکې په عمل کې ثابتې کړي، که ښې اړيکې له کابل سره نه ساتي؛ نو کم تر کمه بد خو دې هم نه رارسوي. دا سمه ده چې پاکستان د نړۍ په نقشه کې د افغانستان ګاونډی هيواد دی او  خلاصون مو ترې نشي کيدلی یعنې دا امکان نه لري چې افغانستان دې د پاکستان له ګاونډيتوبه انکار وکړي. خو بايد د ښه ګاونډيتوب لپاره کار وشي او دا کار هغه وخت امکان لري چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې له دوه مخې پاليسۍ لاس واخلي او په عمل کې خپله ملګرتيا ثابته کړي. له دې پرته که کلونه هم تير شي د کابل ـ اسلام اباد اړيکې به ثابت حالت ونه لري.

لیکنه : خوشحال آصفي