آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

پاکستان د تيښتې په لټه کې؛ له امريکا سره يې تازه لوبه

وروسته له هغې چې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسيا لپاره د امریکا نوې ستراتيژي اعلان شوه او پاکستان يې پر اساس تر فشار لارندې ونيول شو؛ دغې هيواد د امريکا په خلاف او له نړيوال فشاره د خلاصون لپاره هر اقدام ته لاس واچاوه. اوس په تازه کې په پاکستان کې د آی ايس آی لخوا ملاتړ کيدونکي شخص مولانا سميع الحق پر امریکا د فشار راوستلو لپاره ګواښ کړی چې که پاکستان ته د ټرمپ د ادارې له لوري کوم ګواښ پېښ شي، افغان طالبان به د اسلام اباد ترڅنګ ودرېږي. د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا سمیع الحق د پاکستان په ملاتړ او د امریکا پرضد د افغان طالبانو په نمایندګۍ ويلي افغان طالبان له پاکستان سره ولاړ دي. که څه هم د افغان طالبانو له خوا په دې اړه کوم رسمي دریځ نه دی اعلان شوی، خو مولانا سميع الحق په یوه اعلامیه کې لیکلي، که پاکستان د ټرمپ د ادارې له خوا له کوم ګواښ سره مخ شي، نو افغان طالبان به د اسلام اباد ترڅنګ ولاړ وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ او استخباراتو په ځلونو پخوا هم د امريکا متحده ايالاتو د ډارولو او بيا ترينه د نغدي او نور امتياز ترلاسه کولو لپاره ورته لوبې کړي دي. پاکستان تل امريکا، افغانستان او نړيوالې ټولنې سره لوبه کړې او په بيلابيلو طريقو يې ترې امتيازات شکولي دي. دغه هيواد چې کله هم د امریکا تر فشار لاندې نيول شوی نو د خلاصون لپاره تل د امريکا د ضعف له ټکي کار اخيستلای دی. په دې مانا چې دغې هيواد په افغانستان کې ميشت امریکايې ځواکونو باندې د اکمالاتي لارې بندولو، له امريکا سره استخباراتي او نظامي معلوماتو شريکولو په بندولو او همداشان له افغانستان سره د بندرونو په بندولو سره امريکا تر خپل فشار لاندې نيولې او خپل ځان يې له فشار څخه خلاص کړی دی.

خو په تازه کې د افغانستان او منځنۍ اسيا لپاره د امريکا د نوې ستراتيژي له اعلان سره د پاکستان پخوانۍ لوبه بدله شوې او نوې لاره يې په کار اچولې ده. کله چې د نوې ستراتيژۍ له مخې پاکستان تر فشار لاندې نيول شوی نو دغې هيواد تر دا مهال له څلورو لارو هڅه کړې چې له فشاره وتښتي.

لومړی: د امریکا د نوې ستراتيژۍ له اعلان سره سم په لومړي قدم کې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو تند غبرګون ښودلی داسې يې ښودلې چې ګويا که امریکا له دوی سره دښمني کوي نو پر دوی کوم اغېز نه لري، بلکې برعکس امريکا به په نوې ستراتيژۍ سره تاوان وکړي. څو ورځې وړاندې د پاکستان نوي لومړي وزير شاهد خاقان عباسي ويلي و چې د امريکا بندېزونه د ترهګرۍ په ضد جګړه په خطر کې اچولی شي، او د دوی هڅو ته د امريکا زيان اړونکي اقدام به امريکا ته تاوان ورسوي.

دويم: د امريکا له رقيبو هيوادونو سره د پاکستان اړيکې جوړول: که څه هم څو ورځې وړاندې پر پاکستان د امريکا د پوځي مرستو ځنډيدو په غبرګون کې د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي ويلي چې امریکا به زيان وويني؛ نوموړی ګواښ هم کړی چې پاکستان به د امريکا له سیالو هيوادونو څخه پوځې مرستې او الوتکې وپيري. نوموړي ويلي په پاکستان بندېز يا پوځي مرستو کمول به د امريکا په زيان وي، او دوی به د چين او روس نه په وسلو اخستو مجبور کړي. په دغې خبرې سره پاکستان غواړي چې امريکا د هغې له سيالو هيوادونو سره په اړيکو جوړولو سره وډاروي او له امريکايې فشاره ځان خلاص کړي.

دريم: په افغانستان کې د امريکا د ماموريت اړوند د پاکستاني رسنيو منفي تبليغات: پخوا به تر ډيره پاکستاني رسنيو په افغانستان کې د امریکايې ماموريت په اړه هيڅ منفي څه نه ويل خو وروسته له هغې چې د امريکا په نوې ستراتيژي کې پاکستان تر فشار لاندې ونيول شو؛ د دغې هيواد رسنيو په افغانستان کې د امریکا د ماموریت په اړه په منفي تبليغاتو لاس پورې کړی او داسې ښيې چې امریکا په تير کې هم په افغانستان کې ناکامه وه او د نوې ستراتيژۍ له مخې هم ناکامه ده. د پاکستاني رسنيو دا هڅه هم د دې لپاره ده چې په سيمه کې د امريکا د حضور منفي تبليغ وکړي او وښيې چې امريکا په افغانستان کې ناکامه ده او حضور يې يواځې د خپلو سيالانو د ځپلو په موخه دی.

څلورم: د امريکا په خلاف د پاکستان د مذهبي ګوندونو تبليغ: په تازه کې د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا سمیع الحق د پاکستان په ملاتړ او د امریکا پرضد د افغان طالبانو په نمایندګۍ ويلي افغان طالبان له پاکستان سره ولاړ دي. نوموړي ويلي که پاکستان ته د ټرمپ د ادارې له لوري کوم ګواښ پېښ شي، افغان طالبان به د اسلام اباد ترڅنګ ودرېږي. د مولانا سميع الحق تازه څرګندونې هم د آی ايس آی د هغه پلان برخه ده چې غواړي په يو نه يو ډول امریکا تر فشار لاندې ونيسي او پاکستان له شته فشاره خلاص کړي.