پاکستان د اسراييلو پېښې کوي

عبدالصمد ازهر ۱۱/ ۱۰/ ۲۰۲۵
د پاکستان د وړمې شپې(پنجشنبه ۱۷/۰۷/۱۴۰۴) بمبارۍ پر کابل او د پکتيا پر برمل ولسوالۍ په کلکه غندو او له نړۍ او متحده ملتونو له نړيوال سازمان نه عوښتنه کوو چې دغه ښکاره تېری محکوم او تېري کوونکي تر پوښتنو لاندې راولي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د کابل په ډروني بريدونو کې ګويا نورولي محسود د ټي ټي پي مشر او د هغه راتلونکي ځايناستي په نښه شوي او وژل شوي دي. په داسې حال کې چې ويل کېږي نورولي دا خبر رد اواعلان يې کړی دی چې ژوندی او تر ډيورند کر ښې هاخوا له خپلو جنګياليو سره اوسي.
دا چې کومه خبره رښتيا ده، محسود په کابل کې وژل شوی يا ټپي شوی او يا ژوندی او په هاخوا سيمې کې د خپل قام او پلويانو په منځ کې دی، هرڅه چې وي، يو ښکاره او منل شوی اصل دا دی چې پاکستان حق نه لري په هره پلمه چې وي، پر يوه خپلواک هيواد بريد وکړي. دوی کولای شول خپلې ادعاوې او ثبوتونه متحده ملتونو ته وړاندې کړي نه دا چې د ترمپ او نتنياهو په شان پر نړيوالو قوانينو ملنډې ووهي. بل څرګند حقیقت دا دی چې پاکستان د خپل تاريخ وهلي خوسا ترور پالنې پاليسۍ په پايلو کې له دې واقعیت سره مخ دی چې هم په دننه او هم په باندنۍ نړۍ کې سخت بدنومی او له اعتباره لوېدلی دی. پښتانه، بلوچان، سنديان او ان کشمېريان ترې خپل حقونه غواړي. د پاکستان استبلشمنت چې هم په سياسي او هم په اقتصادی او ټولنيز ډګرونو کې له سختو ستونزو سره مخ دی تل هڅه کوي د خپلو ناکاميو پيټی د نورو پر اوږو بار کړي. کله يې پر افغانستان تپي او کله پر هندوستان يا ایران.
د پاکستان نظامي جوړښټ (استبلشمنت) په کلونو کلونو مشخص شخصيتونه يا په خپل لاس او يا د لاسپوڅو په لاسونو ووژل او په زرګونه يې وتښتول چې له ژوند او مړينې نه يې څوک خبر نه شول. اوس يې مډرن ترور ته لاس غځولی دی. عاصم منیر اوس د نتنياهو پر پل پښه ږدي او د ډرون په وسيلې د خپلو مخالفانو هدفي ښکار کوي.
د دوی د دې تېري تر شا څه پراته دي او کوم عوامل يو ځای شوي او دوی يې دې ته هڅولي چې د تش په نامه پولې شاوخوا سيمو برسېره اوس د افغانستان په زړه باندې هم ګوذار وکړي؟
څه موده مخکې د پاکستان نظامي پاچا عاصم منير واشنګتن ته ولاړ او د معمولو پروتوکولونو خلاف د امريکې جمهور رییس دونالد ټرمپ ورسره وکتل. د دوی تر منځ خبرې پټې پاتې شوې. د رسنيو يوه تبصره دا وه چې ښايي پر ايران د امريکې او اسراييلو د پلان شويو بمباريو په ليکه کې به يې خبرداری ورکړی وي چې کونه ونه خوځوي او د خپل اټومي قدرت په نېشه کې يې له ځوزانو سره ونه جنګوې. پاکستاني سرچينو بيا داسې څرګنده کړه چې د سيمې او تروريزم په ضد مبارزې باندې خبرې شوې دي. په دې وروستيو کې عاصم منير او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دواړه يو ځای په سپينې ماڼۍ کې شرفياب شول. پوښتنه راپورته کېږي چې اوس بيا څه خبر وه چې ملکي او نظامي مشران بايد په ګډه ورغلي وای؟!
زما په آند، د واشنګتن او اسلام آباد دواړو زړه طالبانو ته ډک دی.
که له چين، روسيې او منځنۍ آسيا سره د طالبانو نيژدې سياسي او اقتصادي اړيکې، د روسيې له خوا د دوی پوره په رسميت پېژندل او د چين او ډېرو منځنۍ آسيا هيوادونو له خوا د ديفکتو په څېر په رسميت پېژندل او تر څنګ يې د بګرام هوايي اډې په هکله د ټرمپ شوقونو ته د طالبانو د رد ځواب، پر سپينې ماڼۍ بد لګېدلی وي، او د طالبانو په اړوند د پاکستان ناهيلي په نظر کې ونيسو نو ليرې يې مه بولئ چې د دوی له خوا به پر افغانستان د فشار اچولو ګډ تصميم نيول شوی وي.
زمونږ هېر نه دي چې واشنګتن ته د عاصم منير تر لومړي سفر وروسته پاکستان د افغانستان د حکومت مخالفانو ته په پاکستان کې د ناستي بلنه ورکړه. دا چې دا ناسته بنا په ځينو عواملو تر سره نه شوه، بېله خبر ده، مګر انکار نه شي کېدای چې له دې سفر سره يې تړاو درلود.
پاکستان او امريکې په تېرې نيمې پېړۍ کې د داوودخان له جمهوريته تر نن پورې د رنګ رنګ جهاديانو(نيابتيانو) په زېږولو او ملاتړ کې سترې پانګونې کړې دي چې خبر يې تر خراساني داعش پورې هم رسېدلې ده.
د پاکستان موخه له پيله تر هرڅه دمخه د افغانستان د پرمختګ د ټولو پديدو له بېخه وېستل او پو پناه کول وه. له کتاب، ښوونځي، زده کوونکي، ښوونکي او فرهنګي جوړښتونو نه نيولې تر فابريکو، بندونو، نهرونو، کارېزونو، مخابرات، ترانسپورت، ودانۍ، عام ولس او هر هغه څه چې د ښه ژوند له پاره په کار ول، د دوی له خوا په تباهۍ نخچه کې ول. په پايله کې يې غوښتنه د يوه کمزوری، لاس په نامه او بې ثباته افغانستان رامنځ ته کول و چې د ده تر قوماندې لاندې او له هندوستان سره د جګړو په مهال يې د ملا تير او شا ته د مانور میدان وي.
طالبان هم د پاکستان په غېږ کې را لوی شوي او ساتل شوی ول. د دوحې په مذاکراتو کې طالبانو ته دوی مشورې ورکولې او د طالبانو تر بريا وروسته هم پاکستاني لوړ پوړي د لارښوونې او ان د کابينې جوړولو په چارو کې د لاس وهنې په موخه کابل ته راتلل. ډېری طالبان چې تر هرچا زيات د افغانستان په اړوند د پاکستان له بدو نيتونو نه خبر ول، سوکه سوکه ترې په واټن کې شول اوله پاکستان سره د ښو اړيکو ساتلو د هڅې تر څنګ، يې د ملي ګټو ساتلو ته لومړيتوب ورکړ.
پاکستاني طالبان (تحريک طالبان پاکستانTTP ) تر ۲۰۲۱ پورې د افغاني طالبانو تر څنګ په جګړو کې د پاکستان د واکدارانو ملاتړ له ځانه سره درلود. په افغانستان کې د طالبانو بري ټي ټي پي ته هڅونه ورکړه څو په پاکستان کې ورته بدلون له پاره جګړه لا سخته کړي. پاکستان له افغان طالبانو نه غواړي له پاکستان سره د ټي ټي پي په ضد ودرېږي او په زوره يې مخه ونيسي. طالبان وايي هغوی اوس په پاکستان کې دي او دا ستاسو ستونزه ده چې حل يې کړئ. اوس نو پاکستان چې اټومي او ستر نظامي قدرت دی او په افغانستان کې له ټولو ستونزو سره سره د اقتصاد غوړاوی او کرنيز- صنعتي پرمختګ نه شي زغملای، په نويو پلمو پر کابل بريد کوي او پس له انګرېز، روس او امريکې او ناټو نه خپل بخت آزميي.
امريکا او ناټو وروسته له لسيزو نيابتي جګړو، شل کاله په افغانستان کې حضوري جګړه وکړه. په منځني اټکل په ورځ کې کم له کمه د سلو تر دوه سوو کسانو په شاوخوا کې د هوايي بمباريو او ځمکنيو ګوذارونو له کبله وژل کېدل. بېباکه وژنو، ورانولو او تباهيو د فساد، ظلم، تالان او وطن خرڅونې تر څنګ عام ولس د اشغالګرو او د لاسپوڅي حکومت په ضد راوپاراوه چې د طالبانو ملاتړ ته يې ودانګل. د امريکې تېرو جمهور رییسانو ونه شول کولای په برياليتوب سره د دې اوږدې جګړې له چيکړې پښې وباسي. په پای کې همدغه ټرمپ و چې زلمي خليلزاد ته يې دنده وسپارله چې په هره بڼه چې کېږي په شپږو مياشتو کې به په دوحه کې له طالبانو سره يوې پرېکړې ته رسېږي څو امريکايي نظاميان وشي کولی په سلامتۍ له دې خاورې نه ووځي. د دوحې هوکړه د ده په واکدارۍ کې امضا شوه او په دې هوکړې کې د هېڅ يوې اډې د ساتلو يا د نظاميانو د پاتې کېدو کومه نښه نه وه. د ټرمپ ټوله هڅه په دې متمرکزه وه هر څومره ژر چې کېږي له دې خټو نه پښه وباسي او چين او روسيې ته مخه وکړي.
ټرمپ په دې عقيدې و او پټوله يې هم نه، چې ګواکې طالبان د پيسو مريان دي، په پيسو اخیستل کېږي او چېرې چې په کار وي جنګول کېږي. اوس يې هم کله چې د برتانيې له صدر اعظم کی ير ستارمر سره په مطبوعاتي کنفرانس کې د بګرام د بيا تر لاسه کولو تلوسه ښکاروله، وويل طالبان هم له مونږ نه څه غواړي او مونږ هم په مقابل کې څه غواړو.
امريکايي پلاوی چې د امريکايي برمته بنديانو د خوشې کولو خبرو له پاره کابل ته راغلی و، خليلزاد هم ورسره و. دوی بر بنديانو برسېره په نورو مسايلو هم خبرې کړې وې چې کېدای شي بګرام هم په کې شامل وي. طالبانو په اقتصادي ډګر کې له امريکې نه د پانګې اچونې او د سفارت د پرانيستو غوښتنه کړې وه. داسې ښکاري چې د پانګې اچونې په بدل کې ټرمپ د بګرام اډه غواړي. خليلزاد هم وروسته وويل چې د امريکې بيا راتګ بګرام ته له تروريزم سره په مبارزه کې له طالبانو سره مرسته کوي. ټرمپ دا هم وويل چې بګرام نه د افغانستان له پاره بلکه د چين او روسيې په ضد غواړي. زياته يې کړه چې دغه اډه د چين د ذروی وسلو د توليد له سيمې نه دوه سوه کيلومتره واټن لري.
طالبانو اعلان وکړ چې د امريکې په شمول د هېڅ باندني هيواد ئظامي اډه او نظامیان په قطعي توګه د منلو نه دي، دوی وويل زمونږ سياست اقتصاد محوره دی او د اقتصادي همکاريو او پانګونو له پاره وَر د ټولو پر مخ خلاص دی.
له بلې خوا د باندنيو چارو وزير امير خان متقي يو اونيز سفر هند ته او د هند له خوا په کابل کې د سفارت پرانيستلو تصميم هم د پاکستان پر چارواکو بد ګوذار و.
که دغه ټولې څېړنې راغوټه کړو، پاکستان چې خښته يې پر افغان دښمنۍ ايښودل شوې او په دې ډګر کې يې نيمه پېړۍ ورانکاره پانګونه کړې، په خپله خاوره کې يې تروريستان روزلي او تبليغ يې ورته کړی دی، اوس د همغو روزنځايونو «ځيني خلک» چې ماغزه يې هم په ديني مدرسو او هم د آی اس آی په تبليغاتو کې د سخت دريځۍ او د همدوی په تفسير شريعت پلي کولو په ګټه مينځل شوي، اوس غواړي د افغانستان په څېر پاکستان کې هم طالباني واکمني رامنځ ته کړي. نو که قضيې ته په ځير وکتل شي پړه پخپله د دوی په غاړه لوېږي. طالبان، که افغاني دي يا پاکستاني، د پاکستان د نظاميانو او د دوی تر ملاتړ لاندې مدرسو د روزنو محصول دي. اوس نو لکه پورته چې مې لیکلي دي، افغان طالبان د پاکستان پر بدو نيتونو د پوره پوهېدو په پايله کې نور د دوی د غوښتنو او فرمایشونو رعایت نه کوي، له عنعنوي دښمن (هند) سره يې سفارتي اړيکې ټينګوي او د لومړي ځل له پاره پاکستاني واک په خپلو روزل شویو کې له ځواکمن خنډ سره مخامخ کېږي.
امریکا هم، د طالبانو او د خپلو رقيبانو روابط نه خوښوي او پر بګرام يې هم سترګې خښې کړې دي.. د مسکو په فورمټ کې د باندنيو چارو د وزير په توګه د لومړي ځل له پاره د متقي ګډون هم په ډېرو ښه نه دی لګېدلی. طالبان يواځې اقتصادي او سفارتي اړيکي مني خو امريکا زيات څه غواړي.
همدغو عواملو لاس سره يو کړی او اوسنۍ وضع يې رامنځ ته کړې ده. نن د پاکستان دفاع وزير د افغانستان په خاوره کې د ننوتو تهديد وکړ. دوی چې لومړي ځل دی چې داسې غورې وهي، په لاره کې يې زبرځواک شين څراغ لګولی دی، کنه دوی هېڅ کله دا جرئت نه درلود چې دومره ریسک وکړي.
له بده مرغه د طالب چارواکو د بې ځايه، بې دليله او غير شرعي کړنو، په ځانګړي ډول له ښځو سره ناوړه چلند، د نجونو له تحصيل سره مخالفت، ناوړه او شرموونکې سزاګانې او قانون دښمني، په نړيواله سازمانونو او په تېره بيا په متحده ملتونو کې د افغانستان لار ډپ کړې ده. که دوی په همدغو ټکو باندې له سره غور وکړي، ډېرې لارې به ورته خلاصې شي، د تېري په مقابل کې به يې غږ او اعتراض اورېدل کېږي او د بېکس يتيم په شان به اړ نه وي د هر ظالم څپېړه ومني.
په پای کې د پاکستان غوږونه هم ورخلاصوم، که چېرې د دوی تېري ادامه ومومي دا خطر شته چې د دواړو خواو طالبان لاسونه سره يو کړي او شيخ هبت الله هم پر خپلې پخوانۍ فتوا چې جهاد يې په پاکستان کې ناروا بللی و، بيا نظر وکړي. دا به دواړه ملتونه وکړوي او په اوسنۍ بڼه د پاکستان شتون به هم له پوښتنې سره مخامخ کړي.
د ۱۴۰۴ کال د تلې ۱۹
د ۲۰۲۵ د اکتوبر ۱۱