بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

بیکس محمد قادر

استاد "بیکس محمد قادر" (بێکەس حەمە قادر) شاعر و نویسنده‌ی…

عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

«
»

پاکستان حق نه لري چې د افغانستان په خاوره تعرض وکړي!

نور محمد غفوری

 د نړيوالو اړيکو او دولتونو ترمنځ د متقابل درناوي اصل د نړۍ د ثبات بنسټ دی. هر هېواد د خپلواکو هېوادونو د حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او سياسي استقلال په وړاندې د درناوی کول خپل اساسي مکلفيت بولي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي شخړو، امنيتي عملياتو او سياسي تاوتريخوالي په رڼا کې دا پوښتنه رامنځته کېږي چې
آيا پاکستان د نړيوال قانون له مخې حق لري چې د افغانستان په خاوره تعرض وکړي، کلی او کورونه او ان د کابل ښار بمبارد کړي؟

که د نړيوال قانون، اسلامي اصولو او سياسي واقعيتونو له نظره وڅېړل شي، پاکستان هېڅ ډول قانوني، اخلاقي او شرعي حق نه لري چې د افغانستان په خاوره هر ډول نظامي اقدام ترسره کړي.

 د ملګرو ملتونو منشور چې نړیوال معتبر قانون دی وایی چې “ټول غړي هېوادونه د نورو هېوادونو د سياسي استقلال او ځمکنۍ بشپړتيا درناوی ته مکلف دي او چې …  “هيڅ دولت نه شي کولای د بل دولت د ځمکنۍ بشپړتيا يا سياسي استقلال پر ضد د زور د کارولو ګواښ وکړي او يا دا کار ترسره کړي.” نو د افغانستان په خاوره د پاکستان هوايي او ځمکني عمليات د ملګرو ملتونو د منشور له موادو ښکاره سرغړونه ده. 

 د افغانستان په خاوره د هر ډول هوايي برید، د توپچي ګولیو یا ځمکنيو عملیاتو ترسره کول، د افغانستان د حاکميت ښکاره نقض دی؛ ځکه چې هر حکومت د خپلو پولو دننه د سياسي، نظامي او اقتصادي پرېکړو بشپړ واک لري او د هر بهرنی ځواک مداخله ورپکې په ملی حاکمیت تیری بلل کیږی.   

 د پاکستان دا ادعا چې د افغانستان په خاوره کې د “خپل ځان د دفاع” په خاطر حملې کوي، د ملګرو ملتونو د منشور د موادو له مخې غلطه ده. ددې منشور د ۵۱ مادې له مخې د یوه هېواد د ځان دفاع يوازې هغه وخت قانوني ده چې “يو هېواد تر وسله‌وال برید لاندې وي او دفاعي اقدام یې فوري، ضروري او متناسب وي.” تر اوسه هېڅ داسې باوري نړيوال شواهد نشته چې د افغانستان له خاورې د پر پاکستان منظم دولتي بريد شوی وي. نو د ځان د دفاع ادعا بې‌اساسه او یوه سياسي توجیه ده، نه حقوقي دليل.

پاکستان زموږ د اسلامي او ګاونډی هېواد په حیث د شريعت له مخې هم دا جواز نه لري؛ ځکه چې يو مسلمان هېواد ته د بل مسلمان پر خاوره تعرض کول حرام، ظالمانه او د اسلامي امت د وحدت خلاف کار دی.

د افغانستان پر خاوره نظامي تیری نه يوازې د نړيوال قانون او اسلامي شریعت خلاف دی، بلکې د سيمې د ثبات لپاره هم خطرناک عمل دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالي زياتوي؛ د ترهګرۍ د ودې لپاره زمينه برابروي او پاکستان هم د نړیوالې ټولنې لخوا منزوی کوي. 

 اوس چې د پاکستان نظامیانو دا سهوه کړې چې د افغانستان پر مختلفو ولایاتو او ان د کابل په زړه باندې یې یرغل  او افغاني لوري هم غچ اخیستونکی اقدام کړی دی، د معضلې د حل ښه لاره د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي خبرو اترو او ډيپلوماتيکو لارو د اختلافاتو حل کول؛ د سرحدي امنيت لپاره  د ګډ ميکانيزم جوړول؛ د ملګرو ملتونو يا اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) تر چتر لاندې د منځګړيتوب د هڅو پيلول او د سولې او تفاهم د پياوړتيا لپاره د  دواړو هېوادونو د رسنيو، پوهانو او مدني ټولنو رول غښتلي کول دی.  

لنډه دا چې د نړيوال قانون، اسلامي اصولو او سياسي منطق له مخې، پاکستان هېڅ قانوني، شرعي يا اخلاقي حق نه لاره او نه یې لري چې د افغانستان په خاوره تعرض وکړي.  د پاکستان د نظامي تعرض په پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوی یا زیاتې شوې دښمنۍ، بې‌ باورۍ او کړکېچ د ژورتيا مسئولیت د پاکستاني لوري پر غاړه دی. د سيمې امنيت، ثبات او پرمختګ هغه وخت ممکن دی چې د يو بل حاکميت ته درناوی وشي او د ګډو ګټو پر اساس متقابل احترام رامنځته شي.