نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

ولسي جرګه د نورو مزو، چړچو په درشل کې

دري ګوني دولتي ځواکونه مقننه،اجرایېه اوقضایه قوه د دولت دجوړښت اساسي ستنې اوبنسټونه دي چې په دغه دروقواووکې مقننه قوه تر نورو هغود،ولس اوټولنې دباوردرایوپه خپلولوسره لاس برې اومسلم ارجحیت لري خودا پرستیژاواوتوریته دولس اوعاموولسونوپه وړاندې دهغوپه کړوژمنواودخدمت دټټردوهلواونورولاپوشاپوپه اجرا اوتحقق پوري اړه لري هغه استازي چې دخپلې ایماني سپیڅلتیا،ملي اوتاریخي احساس له مخې دخپلوموکلینواوولس دچوپړلپاره دملت په دغه ستراودرنه کورکې خپل وجداني متعهد مسوولیت په زړوری اورښتیني توګه ترسره کوي دخلکواوولس په منځ کې دلادرنښت،وجاهت اوباوروړګرځي ټول هیواد ورباندې ویاړي خوله بده مرغه ځیني نوردخپلوحریصواوځاني ګټواونارواشتمنیواوماڼیودتصاحب اولاسته راوړنوپه موخه نه یوازې دخپلوخلکوسره په کړوژمنوپښې ږدې بلکې دهیواداوټولنې پرضدپه ملي،سیمه ییزه اونړیواله کچه هرډول خاینانه اوشرمناکوجوړجاړیواومعاملوته تیاروي چې داډول څیرې دزهرجنومرخیړیوپه څیرهرچاته څرګندې اوملت ته هرومرورسواکیږي.

زموږاوسنی پارلمان هم همدا دوه ډوله کته ګوری وکیلان لري خوله بده مرغه دزراوزور،سیمه ییز،ژبه نیزاومذهبي تعصباتولرونکوزورمندانواوټوپک سالارانوتله پکې درنه اودالامل وچې پنځه کلنه دوره یې دیواوبل په توهین،دبوتلونواوبوټانوپه ویشتلو،سپکوسپورو،سوکانواولغتووهلواودامنیتي کسانوله خواپه ستره رسوایې له تالاره په ایستلوتیره شوه اوډیریوپکې داسې غوړڅټونه اوورمیږونه وکړل چې پخپلوملیونو،ملیونوډالرواوعصري قصرونواوفرعوني شتمنیوپه شته والي هرچاته دګواښ غوسه ناکې ګوت څنډنې کوي اودهیچاپه کیسه کې نه دي په پنځه کلنه دوره کې یې دومره غټې پانګې پیداکړي چې خپل نسلونه یې بې غمه کړل چې په دې اړوندزموږدیوه کلیوال سپین ږیري خیرالله خان کاکاخبره رایاده شوه هغه کیسه کوله چې دخوارۍ اوبې وزلۍ له کبله مې پاکستان ته دچرګوهګۍ وړي وې چې ناببره څوپاکستاني پولیس اوملیشه راپیداشول اوپه ټوکریوکې هګۍیې ترسترګوشوې هرپولیس یوه هګۍ پورته اوبیایې ژرماته کړي اودسترګوپه رپ کې یې وڅښي بیابله پورته اوپه شیبه کې یې وڅښي ترهغې یې هګۍ وڅښلې چې دخپل زړه ارمان یې په ورک کړاوپولیسانو وویل ډیري خوندورې هګۍ وې داسي هګۍ هروخت راوړه اوپه خپله مخه ولاړل.دهغه په څنګ کې یوملګرې په زوره ورغږکړچې خیرالله خان کاکاپولیسانو خوبه هګۍ ډیرې نه وي درنه څښلي؟خیرالله خان کاکاورته وویل: پوښتنه مه کوه دغودال خوروبچیودومره بې حسابه هګۍ وچیښلي چې په خدای که یې په ژوندکې هم ټوخۍ ووهي..

دخیرالله خان کاکا خبره دغووکیل صاحبانودومره ډالري هګۍ وڅښلې چې دبې وسی له ټوخي یې ځانونه دتل لپاره بې غمه کړل.

داساسي قانونون د۸۳مادې دحکم سره سم دولس جرګې دکارموده دروان کال دچنګاښ دمیاشتې په لومړی نیټه پای ته رسیږي خوپه دې وطن کې ۸۳ماده څه چې څوګ دګرده قانون پروانه لري ولسي جرګه هم بې سرپرسته یانې بې مسوولیته چورجرګه شوه چې په دې اړه ستاسو درنو لوستونکو پاملرنه دپیاوړي اونومیالي فرهنګپال شاعرمین صاحب په زړه پوري ریالیستیک شعراودهغه هنري انځورته راګرځوم.

قوماندان شورا ته ځي

ووې قوماندان:مجاهدینـــــــــوماته وګــــــورئ!

روی دپاک رسول،دمدینې مـــــــــولاته وګورئ

کفروطن لاندې کړ،لیږدې بــــــــــلاته وګــــورئ

باب ولسمشري شوه،دې ساري وبا ته وګورئ

ماته رایه راکړئ که له کفره خلاصیده غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

سم سوتره ځان پوه کړئ دغازیانوزه کاندیدیمه

بردجګړه ماروپاټکیـــــــــانــــــــوزه کاندیدیمـــه

لرد(آی اس آی) دپنجابیانــــــوزه کاندیدیمـــــه

بل دځان وژونکوعربانوزه کـــــــاندیدیمــــــــــه

ماته رایه راکړئ که د دین لپـــــــــاره ښه غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

زه ستاسې دسیمي قمندان،دتاسې پلاریمه

زه دیرغلګروجهادیانویوســـــــــــرداریمـــــــه

زه دسخت دریځومشرانوافــــتخــــــاریمــــه

ماته راتسلیم شئ،زه ریښتینی ټوپکماریمه

ووایې بدمخو،نورزماپه شان کې څه غواړئ

چیرې ترما ښه غواړئ؟

موږپه پارلمان کې یوه تګ لاره جهادي غــــواړو

مــــوږه داپیــــــــــــنودکــــرلـــــــوآزادي غــــــــــواړو

موږدجګړه ماروټوپــــکیانــــوآبادي غـــــــــــواړو

مــــــــــــوږه دملــــــــــــګروملتونوبربادي غــــواړو

نورپه دې مرام کې تردې پورته څه خواږه غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

زه چې قمندان یم حاجـــــي،حاجي وکیل به شم

نوم مې خلل خان دی،نوم به واړوم خلیل به شم

کله چې وکیل شم،که خـرګوتی یمه پیل به شم

اوس که تش کدویم،مرچکی اوزنجفیل به شم

شنه ډالربه درکمه،که تاسې له ماسره غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

زه که رایه یوسم جمهـــــــوري په جمهوري وهم

واک به زماخپل وي خــونارې به دوروري وهم

سازبه پخوانی وي خونغمه به یې عصري وهم

پټه غلابه پریږدم خـــــــــــزانه به حضوري وهم

تاسې چې زماد دبدبې پــــــــــــراخیده غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

زه که رایه یوسمه،جهــــــــادبه رویکارکــــمه

بیابه تاسې ګرده خـــــــاوندان داقتدارکــــمه

بیرته به رواج دقاچاقونوکــــاروبارکــــــــمه

نوي هیرویین به بازارونوته تیــــارکمــــــــه

ای خانه خرابو،له وکیل څخه نورڅه غواړئ

بدغواړئ،که ښه غواړئ؟

زه که رایه یوسم،ستاسې ستونځي به آسانې شي

بل جهــــادبه پــــیل شــــي خــــــــبرې به روانې شي

بیابه دتــــریاکــــــــوروپۍ بیرته پریمــــــــانې شي

ستاسې کنډوالې اوورانې خوني به ودانې شي

ټینګ شئ دغه کارته که پنځه واره واده غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

ماشوراته واستوئ چې خلاص موله خواري کمه

زه به سرکاري شم تاسې ټـول به ســــرکاري کــــمه

څوک دی هسې نه نګیري چې بیابه خرکاري کمه

یابه دجومات دغــــــــلاپه توکــــوجواري کــــــــمه

دغه کارته ټینګ شئ،که دنس ماړه کیده غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

ښځې درنه لاړې له یوې مــــخې ســــرکاري شولې

کورنه لاس په سرشوې،د(یونو)کاروباري شولې

وګورئ عالمه پاکــــــــــــې نجونه مکتبي شــــولې

لاړې بازاري شوې،دناولــــــــیودیاري شــــــــولې

ماپسې لښکرشئ،که دشرم ختمیده غــــــــواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

 

ماته رایه راکړئ،تللي ښځې درستنې کــــــمه

خلاصې یې له درس اوله شورا اوادارې کــــمه

بیایې افغاني،اومسلمــــانې پښــــــــتنې کمــــه

کورکې یې چارمیخ کم اوپه شرع یې درنې کمه

ماباندې آمین کړئ که دښځورغېده غــــواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

ولې خبرنه یاست چې څه کیږي زه پکې یمــــه

هرمکتب چې سوځي یالوټیږي زه پکې یمــــه

ګرده کارکوونکي چې قتلیږي زه پکې یمه

چیرته چې فتنه راپورته کیږي زه پکې یمه

تاسې که رښتیاد اسامه په لاره تله غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

زه یم چې زابل اوارزګان مــــې دړې وړې کــــړ

زه یم چې جومات دکندهارمې شنې لوخړي کړ

زه یم چې زرغون جلال آبادمــــې دبړبــړې کــــړ

دغه زما لارده،کــــه زماپه پلــــوتله غــــواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

زه یوکلینروم په جنګونوکې رهــــبرشــــــــومه

بیادبې هدفه لنډغروسرلښکرشــــــــومــــــــــــه

ورو وروپه جهادکې د ډالروملیونرشومــــــــه

هم پروفیسور،هم بې سنده انجــــــــینرشومــــه

پنډ شئ زما شاته که په دې رازپوهیده غواړئ

نورله مانه څه غواړئ؟

ای ترایمان ګرانوهــــــــــــېروینودرنه جارشــــمه

زه درته لوګی شمه،قربان شمه،بــــخــــــــارشمه

دادی زه کاندید یمه چې بیادې خدمتګارشمه

ستاسې سوداګرشم،قاچاقبرشم،ټیکه دارشمه

تاسې به ګلرنګوپاریسیوته ورتله غــــــــواړئ

نورله مانه څه غواړئ

(مین)

………………………………………………….

بسم الله اکبري هالینډ

۲۱/۶/۲۰۱۵