نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

وطنداران همیشه سوالونه کوې چې ولې زموږ سرنوشت (جان کیري) ټاکي

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د جولای ۳۱مه  ۲۰۱۴ کال

دا سوال چې ایا په افغانستان کې سیاسیون ، تحصیل کرده ګان ، متخصیصین ،
فروفیسوران ، دکتوران ، تاریخ پوهان نشته و یا قلت دی چې همیشه زموږ
لانجمنې قضېې امریکا یا انګریز ویا ناتو ویا ایران یا پاکستان یا عربان
حل کوي ، او د افغانستان د ننه یا د بهر نه یو نابغه – یوه سیاست مدار
دغه معضلات نه شي حل کولای ، دغه یو ډیر جامع ، توی در تو ، مغلق سوال دی
خو د حل لاره ېې ډیره اسانه او شته ده چې په خپله افغانان کولای شي دغه
ننۍ لوی کشمار حل کړي ؟؟؟؟؟؟

د امریکا او نني حکومت ویره داده چې که اشرف غنی بریالۍ شوو ، لکه چې
بریالۍ هم دی ، نو امریکا او زموږ دشمنان ډیر تشویش لري چې د اشرف غنی په
ټیم کې به نوي تحصیلکرده – متخصص – پاک وزیران – معینان – والیان –
ولسوالان – دیپلوماتان تعینیژي چې د غرب او امریکا سره د خیانت ، قتل او
قتال ، ترور ، تفرقه اچونې ، سازش لاره نه غوره کوي او په واقعیت سره
اشرف غنی په پنځو کالو کې دیوه داسې سیاسی سیستم تهداب ایږدی چې بیا په
افغانستان کې د همیش له پاره د استفادې وړ وې ، ددغو ډاره نن توطېې او
دسیسې د دوو کاندیدانو تر منځ را منځ کوي .

یو وخت په ابتدایه او متوسطه مکتبو کې د ریاضي یا تاریخ معلم یو ساده
آخوند چې فقط په جوماعت کې ېې د ملا صاحب نه سپاره بغدادي لوستې وه خو د
معارف د معلمینو د نشته واليیعنې کمبودۍ  په اساس دغه اخوند د تاریخ او
کمیا معلم مقرریدو ، هغه وخت د معارف وزیران یا ریسان او مدیران اکثریت د
شپږم یا نهم نه فارغ شوي وو او د معلمینو کمبود ډیر احساسیدو ، لکه چې
وایی در شهر کور ها یک چشمه پاد شاه است ، بار ها نوشته ام که ( تر کاڼي
د بیزو کار نه دی ) ، حکومت داری د بیسیواده کسانو کار نه دی ، خو په ډیر
تاسف سره چې په هغو هیوادو کې چې نیمه مستعمره وي هلته استعمارګران د
حکومت چارې دیوه سره داسې مزدورو – نوکرو – بې سیواده – توپک مارو –
زورواکانو – زرخریدو – رشتخورو – قاتلینو –غاصیبینو – غلو – تروریستو –
قاچاقبرو – دهیرویینو او نورو مخدره موادو مافیا او په اداری فساد کې
ښکیلو کسانو ته ور سپارې تر څو استعمار ګران خپله نسخه ، خپله تیوري ،
خپله اراده په دوی په ډیره اسانۍ سره تطبیق کا ، استعمار ګران اول دغه
ډله د ډیر ثروت – لکسو قصرو – ډیرو مدرنو او لکسو موټرانو – د ډیرو ډالرو
خاوندان کوي او ملیونران ور نه جوړوي او یو اقلیت د ملیونرانو په غیر
قانونی او غیر اسلامی او غیر افغاني اصولو په افغانستان غونته هیواد کې
را منځ کوي او بیا د هغوی په ذریعه همیشه د افغانستان خلک د لویو ناورینو
، مشکلاتو ، ناخوالو ، بدبختیو ، بې اتفاقیو ، او مشکلاتو سره مواجه کوي
، نن هم زموږ په هیواد کې ددغو فورمول نه استفاده کیژي او زموږ خلک
مخصوصا ننی دوه وتلي کاندیدان ( اشرف غنی احمد زۍ او دکتور عبدالله
عبدالله ) ته رنګ په رنګ توطېې ترتیبوي او بیا ددوی دواړو تر منځ
تحریکاتو ته لمن وهي او بل اخره بیرته استعمار ګران د ( د تفرقه اچونکي
او بیا د مصلح ) په حیث د قاضي په حیث را میدان ته کیژی ( جان کیري ) ،
که واقعیت ته ځیر شو (( خلکو خپلې رای وکارولې ، خلک د طالب او نورو
انتحاریانو نه ونه ډار شول او د رایو مرکزو ته لاړل ، د انتخاباتو
کمیسیون او شکایاتو کمیسیون دواړو خپل کارونه وکړل )) خو دلته چې د هغو
حکومت چې په خوا می څو سطره مخکې درته ولیکل چې استعمارګرانو د کرزي تر
ادارې لاندې جوړ کړۍ وو او دغه ۱۳ کاله ېې د امریکایانو او نورو غربیانو
سره یو ځای افغانستان لوټ او چپاول کړو ، نن دوی په مجموع کې مخصوصا ((
پاکستان – ایران – عربان – غرب په راس کې ېې امریکا نه غواړي )) سیاسي
قدرت بل چا ته  چې هلته دامریکا خاص نمایندګان د غلو او قاتلینو او
رشوتخورو یعنې ننیو مزدورانو ( وزیرانو – والیانو – ولسوالانو ، دوسله
وال پوځ یو تعداد قوماندانانو ) شتون پکې تضمین نه شي غرب به د نوې ( جدی
– پاک – متخصص- تحصیلکرده –اصیل وطن پرست حکومت )  په موجودیت کې څنګه
وکولای شي  زموږ د خلکو په وژلو ، تهدیدولو ،تفرقه اچولو، تحریکولو ،
لوټولو ، او د پاکستان او ایران باداري منلو ته اړ کاندي ، همدا وجه ده
چې غرب او د کرزي حکومت غواړي د ریاست جمهوری د صلح امیز انتقال مسله
وځنډوي ، بدنامه ېې کا ، یوه بله کودتا پکې وکا او بل اخره بیرته یوه دوه
کلنه د انتقالی حکومت دوره را منځ ته کا ، دلیل ېې دادی چې هره ورځ د
ددوو مخ کشو ( اشرف غنی احمد زي او ډاکتر عبدالله ) د ټیمو څلور طرفه
چارپیر هماغه د نني حکومت محرکین نوې نوېې مادې او موضوعات را منځ ته کوي
او بیا انتخابات له بحران سره مواجه کوي ، زما پیشنها اوس د انتخاباتو د
کمیسیون د ریس  نورستانی صاحب ته دادی چې( د هغو تاریخی او قانونی مسولیت
له مخې چې په قانون اساسي  کې درج دی او ته ېې مسول ګڼلۍ ېې چې باید
قانون تطبیق کړی ، (جان کیري)  مهم دی که د افغانستان اساسی قانون ،
قانون صلاحیت در کړۍ نور د هیڅ یوه طرف پیشنهادو او خبرو ته غوږ مه نیسه
او سر له شنبه نه د رایو شمارش په جدی توګه او بیړه بیړه پیل او په دوو
هفتو کې ېې تکمیل کړه که هر طرف نه منله نور ورته زاری مه کوه او بین
المللی نمایدندګانو په حضور سره د ۱۰۰٪ اراوو شمیرنه تکمیل او برنده
اعلان کړه ) تر څو د افغانستان خلک دلوی بحران څخه چې ورته دهرې خوانه
لمن وهل کیژي د پای ټکۍ کیږدۍ . ومن الله توفیق .