نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

هغه تړون چې تر نافذېدو مخکې نقض شو

نظيم سمون

په ۲۰۱۲ کال کې د شیکاګو کنفرانس او سږ کال د افغانستان- امریکا او افغانستان- ناټو ترمنځ د لاسلیک شوي امنیتي تړون له مخې ټاکل شوې وه چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو اوسنی جګړه ییز ماموریت پای ته ورسېږي او نوی غیر پوځي ماموریت چې موخه یې د افغان ځواکونو روزنه، مشوره او ملاتړ و، پیل شي. خو مخکې له دې چې سند نافذ او له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت څرنګوالی معلوم شي، د امریکا ولسمشر اوباما د شنبې په ورځ نا څاپه داسې یو پټ سند لاسلیک کړ چې امریکايي ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پوځي ماموریت او عملیاتو ته دوام ورکوي.

د امریکا دغه اقدام د ۲۰۱۲ کال د شیکاګو کنفرانس او د ۲۰۱۴ کال د د دوړه اخیز امنیتي تړون خلاف عمل دی. د امنیتي تړون د سریزې په یوه پراګراف کې داسې لیکل شوي: «د افغانستان په اړه د شیکاګو د سرمشریزې اعلامیې ته په اشارې چې د ۲۰۱۲ کال د مې میاشتې په ۲۱ مه د دولتونو د مشرانو، د افغانستان حکومت او د ناټو تر مشرۍ لاندې د ایساف د غړو هېوادونو له خوا صادره شوه، ګډون کوونکو د یوه حاکمیت لرونکي، با امنه او ډیموکراټ افغانستان لپاره پر خپلو ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ او د دې په تاییدولو سره چې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه په افغانستان کې د ایساف پوځي ماموریت پای ته رسېږي او د انتقال بهیر له پای ته رسېدو وروسته د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، مشورې او همکارۍ په هدف د ناټو په مشرۍ د یوه نوي ماموریت د رامنځته کولو لپاره د افغانستان او ناټو د ګډو ژمنو په شمول د افغانستان او ایساف ترمنځ نږدې همکاري دوام مومي.»

په پورتني متن کې په ډاګه شوې چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د امریکا حضور یوازې د افغان ځواکونو د روزنې، مشورې او همکارۍ په برخه کې پر مرستې راڅرخي. خو له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم د امریکا ماموریت د پخواني خونړي ماموریت تسلسل او دوام وي.

موږ انتظار کوو چې دغه نا انډوله، یو اړخیز او بې ننګه تړون به په راتلونکې دې بدمرغه ولس او هېواد ته نورې څه ډالۍ ورکوي.

دا هغه وېره ده چې د تړون له لاسلیک مخکې محسوسېده، موږ دغه تړون ځکه مردود او بې ګټې ګڼلی و، چې د امریکا پر ژمنو او ملګرتیا باور کول په وچو لامبو وهلو ته ورته دي.

د افغانستان په څېر کمزورو هېوادونو سره د ستراتېژیکې مګرتیا او پارټنر شیپ په نوم د امریکا اړیکې له مډرن استعمار پرته بله معنا نه لري، خو زموږ ځینې بدبخته افغانان یا دا چې روان وضعیت نه شي تحلیلوی او یا هم د نورو علایقو له مخې د امریکا عظمت ته یې سرټیټ کړی.

د امنیتي تړون له نقض څخه معلومه شوه چې امریکا هېڅ ډول تعهداتو ته پابنده نه ده. امریکا له داسې سندونو او توافقاتو یوازې ابزاري استفاده کوي.

اوس خو امریکا اعلان کړی چې تر ۲۰۱۵ کال پورې به په افغانستان کې پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي، خو زه ډاډه یم چې امریکا به له یوه کال وروسته بیا تر یوې نا معلومې مودې پورې خپل موجودیت ته پلمه جوړه کړي.

داسې وېره شته چې امریکا به د جګړې د دوام او له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم یوه نوې پروژه پیل کړي، چې د عراق په څېر وتلي پوځیان به یې ډېر ژر بېرته بیا په پوځي اډو کې ځای پر ځای شي.

له بده مرغه اوسنی حکومت هم تر ډېره امریکايي تمایلات لري او که امریکا سره په دې پلان کې شریک نه دي، نو لږ تر لږه غبرګون هم نه شي ښودلی.

حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر اشرف غني ته په کار وه چې د اوباما د نوې پرېکړې په اړه یې ولس ته وضاحت ورکړی و او له امریکا یې هم وضاحت غوښتی وای چې د امنیتي تړون په موجودیت کې له ۲۰۱۴ کال وروسته پوځي حضور او د عملیاتو دوام څه معنا لري؟

امریکا د نوې ماموریت جزییات هم نه دي په ډاګه کړي، چې نوی ماموریت به یې څه ډول وي، بیا به د خلکو وژنه، ځورونه او پر کورونو چاپې وهي که نه؟

له شک پرته په نوي ماموریت کې به یو ځل بیا ملکي وګړي په نښه کېږي، په شپنیو عملیاتو کې به خلک نیول کېږي او ځورول کېږي، بیا به داسې څوک نه وي چې د دې یاغي لښکرو مخه ونیسي.

امریکا له دې تشې چې په نوي حکومت کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په څېر د امریکايي زهرجنو سیاستونو مخالف نه شته، ښه استفاده کولای شي. دا د افغانانو لپاره هغه جدي اندېښنې دي چې له بده مرغه امریکا یو ځل بیا د جګړې له برخلیک سره معامله وکړه.

د ولسي جرګې شرمېدلي وکیلان هم ښه پوهېږي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د جګړې دوام د تړون ښکاره نقض دی، خو پرون یې په پټو سترګو د دې سند تصویب ته شنه کارټونه پورته کړل. له تړون څخه وروسته زېږېدونکې بد عواقب د تاریخ یوه برخه ګرځي او دا تاریخي مسوولیت به د هغه چا پر غاړه وي، چې دا یو اړخیز تړون یې لاسلیک او تصویب کړی.

سرنوشت ورځپاڼه