نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

بوی ریا 

برسد کاش به تو یار چو پیغام کنم  وصفی از لعل…

«
»

هدف

د مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه

بی هدفه  کار او بی  مطلبه لالهندی، د لیونو او وړو کار دی . پوه او پاخه خلک د وسایلو د پلټنی څخه لومړی خپل هدف ټاکی او بیا مطلب ته د رسیدو په لاره کښی له وسایلو څخه کار اخلي .

واړه مطلبونه او ناچیز هدفونه د خلکو د اذهانو او استعدادونو څخه ترجماني  کوی په دغه مسیر کښی له حقائقو سره اشنا کیږی په همغه اندازی د خلکو د هدف مقام لوړیږی .

هو : د وږی سره د ګیدی د مړولو خیال وی . د لوڅ او بربنډ سره  د خپل ځان د پټولو سودا وی ، په یاد مو دی چی خان او ملک د اسامیو غم خوړه او خپل روابط ئی ټینګول ،  صوفی سره مطلب بل څه وی ، د عالم او فاضل دنیا رنګینه ښکاری ، ځوان سره د ځوانی اندیښنی اوارمانونه وی ، روشنفکره او مترقی عناصرد خلکو د ژوند د ښه کیدو تلوسی ، هڅی اوهیلی لری ، واړه په خوړلو کفایت  کوی، زاړه خواړه او خبری د واړه غواړی .

څوک د خپلی ساتیری لپاره کارکوی او له چا سره بیا د بل چا غمونه وی ،  پاخه خلک پاخه  کارونه کوی ، نه غولیږی او نه د غولولو کار خوښوی ،

خام خلک خام کارونه کوی، غولیږی، خلک غولوی او دخلکو د غولیدو په کار باندی فخر هم کوی.

صادقو او مخلصو خلکو ته د غولولو کار ګناه ښکاری او ګناه ګاران نه خوښوی .

ځینی هردم خیالی لری او له هرچاه سره سازش خپل کمال ګڼی ، ځینوته بیا دغه خوی اوخاصیت ښه نه ښکاری او د کرکی په نظر  ورته ګوری ، یو د خپل مطلب اشنا دی او خپل مطلب ئی مطلب دی او خپل مطلب لپاره جار او قربان لری او لاس په نامه ولاړ وی او داسی نور خپل  کسر شان کوی.

بل بیا خپل ټول مطلب د خلکو د مطلبونو په ضمن کښی غواړی و کوښښ کوی چی د خلکو پاک مطالب انجام شي .

یو د یوی ورځی اشنا او ملګری وی ، بل سره بیا هرڅه قوی ښکاری او په یوه لیاره روان وی .

څوک ښه کوی او د ښوکولو په وسیله خپل حیات ته ادامه ورکوي ، له چاه سره دا حس قوی وی چی د درنده لیوه او پرانګ په شانی  خلک او حیوانات چیری کړی ، وینی وسکی ، غوښی و خوری او په زورولو کښی  خپل شان او شوکت وساتی .

حقیقت  دادی چی د خلکو سره مختلف هدفونه ، هڅی او هیلی لیدل کیږی ، ښه نو څنګه کیدی شی چی اجتماعي اهداف ښه په زړه پوری شي ؟

د دی مطلب لپاره ګډو مساعیو ته ضرورت دی .

ایا یو اخبار ، مجله اوکتاب دا مسوولیت نه لری چی د خلکو هدفونه د لیکلو په  وسیلی سوچه کړی؟

ایا یو عالم ، روشنفکره او مترقی  افکارو او حرکتونو مدعی؛  دا حق  لری چی  ووایی دی په اجتماع کښی مسوولیت نه لری ؟

ایا څوک  حق لری چی  پوه خلک  د اجتماعي دردونو په لیاره کښی و تر ټی ؟ نه خیر .

زما په فکر مسوولیت یوازی کوم  رسمي ماموریت  نه دی  چی یوازی  به رسمي ماموران مسووله وی ؛ بلکه مسوولیت  د پوهی ، تعقل او قدرت په اساس  دی او په هره  ټولنه کښی  څومره چی پوه خلک مسوولیت لری،  په هغه اندازه عادی خلک مسوولیت نه لری .

 

په هر جامعه کښي پوه خلک  د جامعی لپاره د حیاتي پانګی  مثال لری؛  نو هغه جامعه موفقه ده  چی خپله پانګه په معقوله ډول سره په کار واچوی .

کوم جوامع  چی په دغه راز نه  پوهیږی هغه جوامع  به د همیش لپاره  د زړه په رنځ  اخته وی؛  او دردونه به یی  ډیریږی او تداوی چاره به ئی نه وی ، ګیلی ګذاری به ئی  زیاتی وی او د کار او نتیجی اندازه به نه لیدله کیږی .

عمومی نفرت او بی اعتمادي به جاری وي ، ویره به ډیره وي ، ذ‌وقونه به خراب  ، مایوسی به زیاته او پو ښتنه  به نه وی ، یو څه  سازش  کاره خلک به خپل نه کړه او وړه کړه ، وړه ، جدیت او خدمت بولی نو په  داسی وخت کښی بیا هم حقیقي  پوهانو ته غلی پاتی کیدل لوی مسوولیت  لری  ځکه هره ټولنه د پو هانو په حرکت او برکت مخ  په وړلندی ځی .

په  دی حساب  پوهان ټول باید په  ګډه هغه کار وکړی کوم  چی د ملک او وطن  د خیر په غرض خپل ټول مساعی په کار واچوی او په یوه لاس د جامعی له ساری  امراضو سره علمی مجادله شروع کړی او په پوره تعقل د خلکو مشکلات او لانجی لری کړی .

نا معقولیت د خلکو پټی دروند وي  او ورځ  په ورځ  کارونه  وران او ویجاړ وی ، نن  په  سبا ځان غولول او د نن  ورځی کار بلی ورځی ته پریښودل  حتمآ بارونه  درندوي .

دا بهتره څه چی دا لازمه ده  چی  د سبا کارونو د پاره د نن څخه سرشته  وینولی شی   او لیا  د اوس څخه د دی غمه په کار ده چی سبا به څه کوو؟

زمونږ سبا  زمونږ  د تعین او تخمین له مخی سنجول کیږی نو ډیر زور په دی خبری باید  واچول شي چی زمونږ تعین ، تخمین او سنجش صحیح شي .

زمونږ تقدیر دا نه دی چی مونږ تقدیر نه په نا معقوله طور او ډول سره ځان  سپارو ؛  نه خیر !

باید ووایم  چی  ناپوه  خلک په دی نه پوهیږی چی  د دوی تقدیر څنګه دی ، پوه خلک  پوهیږی چی تقدیر او د تقدیر واک دار ؛ د خلکو څخه د کار او د کار د کولو غوښتنه کوي .

خلک مکلف دي چی ښه او بد ښه وپیژنی ، خپل هدفونه ښه کړی او د یو پاک مطلب او هدف د پاره هاند او کوښښ و کړي .

زمونږ مطالب او هدفونه که د خلکو او واقعیت په نګاه ښه کیږی ارومرو ښه نتایج  بښی .

زما باور دا دی  چی  زمونږ په ملک کښی  ښه با درده عالم  او فاضل  خلک  دومره شته ، که چیری دوی د خلکو اذهان  تنویر او اصلاح کړی او د خلکو افکار د اجتماعي خدمتونو ، خیررسولو او عاطفی په خوا تنویر کړی؛ حتمآ به عمومي رفاهیت راتلونکی شي او اجتماعي مفاسد به محوه شي .  

په دغه منظور زمونږ امید دبیا او بیا د پاره هم د عالمی او فاضلی طبقی  په  خوا دی ، مګر؛  دا باید ووایم  چی  څنګه عالم و فاضل ؟

زمونږ امید  اود مطلب غټ ټکی د هدف او اهدافو د کلمو په استعمال کښی دا دی چی :

د ملي  او قومي  اصلاحاتو اهداف  د ملي او قومي  سوچه  او ارزنده  اهدافو  په خوا  واړول  شي ؛  تر څو په پوره طاقت د ملي او  قومي  اصلاحاتو د پاره د قوي پوهانو په وسیلی د عمومي  اصلاحاتو او بهتر پرمختګونو د پاره چی ارامی او اطمینان هم ورسره وی یو تر بله د خلکو د مرستی او تعاون وسایل پوره او کافي په  کار واچولی شي .

که څه هم اوس د همدغه مطلب لپاره کارکیږی ، مګر ؛  که دغه کار نورهم ښه قومي شي او اساسی شکل ونیسی  حتمآ به د جامعی څخه ناوړو رواجونه ، خرافات پرستی ، ګوندی او دښمنی محوه او یا لږی شي .  هغه وخت به  ضرور د خلکو هدفونه د عالي  مطلب  په منظور چی هغه  د قوم  د آرامی ، نهضت او ترفی خیال دی ،  ښه پوره آماده او تیار شي .

حقیقت دا دی چی :  زمونږ مشکلات زیات  دی او په هره برخه  کښی کار د نقطی څخه شروع کیږی، نو که د خپل عالي هدف په خوا حرکت کوو،  یوازی کومه چاره چی ده ؛  هغه همدا چی  ټول په  ګډه دغه  دروند بار تر منزله او مقصده ورسوو،  دا دی هدف او د هدف ، هدف .

امید دی چی د دغه هدف مطالب ښه و سنجولی شي  او د مفدیت په صورت کښی د هدف د تعینیدو او ښه  کیدو په عملیه کښی ورڅخه کار واخستلی شي .

باید ووایم  چی : د ښو اهدافو د تعینیدو لپاره همه جانبه مطالعی ، سنجش او د اجتماعاتو د روحیی  د پاملرنی  په خوا  ضرورت احساسیږی .

د خلکو ذهنیت ، د اجتماعاتو سویه ، د محیط  ایجابات  او د شرائطو ملاحظه ،  دا ټول هغه شیان  دی چی د ښی نقشی او پلان  د جوړولو په کار کښی  مرسته کوي .  

نو هیله  ده  چی د اجتماعاتو د اصلاحاتو لپاره  د دی ټولو نکاتو خیال  قوی وساتل شي  او د خلکو روحیاتو ته جدی متوجه  شوو .

***

سعید افغاني

کابل ــ  خیرخانه مینه

د ۱۳۵۵ هجری شمسی کال

 

ترتیب کوونکی  :  برهان الدین « سعیدی »