خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

ننګرهار يوازې پرينږدئ؛ له داعشه نيول شوې سيمې مديريت غواړي

راپورونه وايې چې په ننګرهار کې داعش ترهګرې ډلې سخته ضربه ليدلې او د حکومت او ايتلافي ځواکونو ګډو عملياتو په پايله کې ترې د کوټ، اچين او هغه ځايونو کې چې داعش حضور درلود؛ ډيری سيمې پاکې شوي دي. افغان حکومت وايي چې په وروستیو دوو میاشتو کې یې په ختیځو سیمو کې د داعش پر ضد عملیاتو ته شدت ورکړی دی. په وروستیو میاشتو کې امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش د وسله والو پر ضد دوامدارې حملې کړې او د دې ډلې ګن شمېر غړي یې وژلي دي. دغه راز د ننګرهار ولايتي مقام د کوټ د غرنۍ ولسوالۍ چې داعش ډلې په‌ کې خپلې محکمې او د پوځي روزنې مراکز درلودل پراخې سیمې نیول شوي. د داعش د یوه لوی قوماندان سعد امارتي په شمول د دغې ډلې سلګونه کسان وژل شوي دي. په ټوله کې د حکومتي چارواکو خوشبينۍ ته په کتو؛ د حکومت او د ايتلافي ځواکونو عمليات بريالي ښکاري چې په پايله کې يې په سلګونو داعشيان وژل شوي او ګڼې سيمې ترې نيول شوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ننګرهار ځينې سيمې له داعشیانو تصفيه کيږي؛ تير کال هم په ننګرهار کې د داعش پر ضد حکومتي او د ځايې پاڅون کوونکو عمليات ترسره شول، سيمې ترې ونيول شوې او ډیری داعشيان څه ووژل شول او څه له سيمو وتښتيدل. خو له يوې مودې وروسته بيرته په کليو مسلط شول او په خلکو او پاڅون کوونکو يې ناتار ګډ کړ. داعش چې لومړى په ننګرهار ولايت کې فعاليتونه پيل کړل، نو دې لپاره چې خپل زور خلکو ته وښيي، د شينوارو ١٢ کسان چې پکې سپين ږيري هم شامل وو، پر بمونو والوځول. دغه راز دوى په کوټ، نازيانو او هسکې مينې ولسواليو کې هم يو شمېر کسان په دار وځړول، حلال کړل او په مرميو يې ووژل. دوی د ځينو هغو کسانو چې د امارت اسلامي غړي يې بلل؛ سرونه پرې کړل او په سلګونو نور عام خلک يې له ځانونو سره برمته کړل.

تېر کال د سلواغې په مياشت کې حکومت د داعش پر ضد عمليات پيل کړل، سيمه ايز پاڅون کوونکي هم ورسره شول او ډیری سيمې يې د داعش له منګلو پاکې کړې. خو له څه مودې وروسته داعش بيا پر کليو مخه وکړه او په خلکو او پاڅونوالو يې ناتار ګډ کړ، د خلکو کورونه يې وسوزول، خلک يې د پاڅونوالو په نوم ووژل، د چا يې سرونه پرې کړل او څوک يې له ځانونو سره برمته کړل. دا چې ولې داعش په ننګرهار کې بيا ځلي سر راپورته کړ؛ ډير دليلونه لري خو دلته يې یوازې دوه عمده دليلونو ته اشاره کوو.

۱ــ تير کال همدغه مهال وسله والو طالبانو د هيواد په شمالي ولايتونو هجوم راوړی و او حکومت ورسره په جګړه کې ښکيل و، طالبانو په کندز او بدخشان بريدونه کول آن دا چې کندز يې د څو ورځو لپاره تر خپلې ولکې لاندې راوستی و. د حکومت زيات تمرکز د هيواد د شمالي ولايتونو په امنيت راڅرخيده او په ختيځو ولايتونو کې يې د داعش خطر شاته غورځولی و. په پايله کې داعش يو ځل بيا په ځينو سيمو کې ځان منسجم کړ او پر کليو يې بريد وکړ.

۲ــ تير کال هغه سيمې چې حکومت د عملياتو په پايله کې ې له داعشيانو پاکې کړې وې؛ ورسره بې غوري وکړه او سيمې يې بيرته پاڅونوالو ته پريښودې. له سيمو يې امنيتي ځواکونه راوايستل او پاڅونوال يې په ميدان يوازې پريښودل. داعشيانو چې ځان منسجم کړی و او پاڅونوال يې يوازې وليدل نو له فرصته په ګټې اخيستو يې پر کليوالو بريدونه وکړل او له پاڅونوالو يې غچ واخيست.

اوس چې يو ځل بيا خلک د داعش له وحشته تر پوزې راغلل؛ څو ځله ځايي مشران حکومت ته په عريضه راغلل. آن تر دې چې د ننګرهار د بې کفايته سيمه ايزو چارواکو له بې غورۍ او د مرکزي حکومت د ناپامۍ له وجې د شينوارو قومي مشران؛ پخواني ولسمشر حامد کرزي ته ورغلل. بيا حکومت اړ شو چې په ننګرهار کې د داعش پر ضد بيا هم عمليات ترسره کړي. اوس د حکومت او ايتلافي ځواکونو ګډ عمليات د داعش پر ضد روان دي او ويل کيږي چې په پايله کې يې په سلګونو داعشيان وژل شوي او ډیری سيمې ترې پاکې شوي دي. اوس بايد حکومت له تيرې تجربې ګټه واخلي او ننګرهاريان يوازې پرينږدي. حکومت بايد له داعشه د نيول شويو سيمو سم مديريت وکړي. له هغو سيمو چې داعشيان يې شړلي دي؛ بايد يوازې پاڅونوالو او د سيمې خلکو ته پاتې نه شي. حکومت بايد په دغو سيمو کې د امنيتي ځواکونو لوی کنډک جوړ کړي څو په راتلونکې کې د داعش د احتمالي خطر مخنيوی وکړي. همداراز حکومت بايد د ننګرهار امنيت ته په کتو؛ غوره، مسلکي او په کار پوه کسان د ننګرهار په امنيتي تشکليل کې وګماري. هغه فاسد او بې غوره چارواکي چې په شتون کې يې داعش پراخ فعاليت شروع کړ او پرمختګ يې وکړ؛ بايد له دندو ګوښه او پر ځای يې وړ او مسلکي کسان وګمارل شي. په ټوله کې حکومت بايد د ننګرهار نا امنه ولسواليو لپاره امنيتي تشکيل کې زياتوالی راولي.

لیکنه : خوشحال آصفي