التماس یک گدا

شعر از خاک پای عالم : خلیل پوپل تورنتو - کانادا دوستان…

۸ مارچ؛ روز ایستادگی، مقاومت و مبارزه برای آزادی زنان…

پیام تبریکی جنبش آزادی بخش زنان به زنان مبارز و …

انگلس ؛ تئوریسن سوسیالیسم علمی

Friedrich Engels (1820-1895) آرام بختیاری انگلس، در نظر و در عمل؛ همرزم…

«منطق تاریخ در آموزه‌های کارل مارکس و در تاریخ واقعی…

ترجمه- رحیم کاکایی لئو سورنیکوف:  دیدگاه هایی که مارکس و انگلس هرگز…

نقش‌آفرینی چتر بزرگ ملی افغانستان در مسائل کشور

نور محمد غفوری چتر بزرگ ملی افغانستان که به حیث مجموعهٔ از ائتلاف‌های…

مشرب عشق و عاشقی!

امین الله مفکر مینی     2025-02-03! مشرب عشـق و عاشقی ز شمع و…

سیگون و کابل دیروز و کابل کیف امروز؛ چند قلویی…

نویسنده: مهرالدین مشید رفتن به پای مردم بیگانه در بهشت -…

اعلامیۀ به مناسبت روز جهانی زن

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان بشریت برابری‌طلب و آزادی‌خواه در حالی به…

تلاشی های خانه به خانه و حرمت شکنی مهاجمان انتحاری

نویسنده: مهرالدین مشید جنایت های جلیقه پوشان انتحاری و سفید نمایی…

خانقاى دل

نوشته نذیر ظفر بیا که حضرت می شیخ خانقای منست بیا…

دموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی

نور محمد غفوری سریزه: دموکراتان باید پخپله د دموکراسۍ د بنستیزه کېدو،…

نگاهی به یک نگاه نادرست در مورد نام زبان پارسی 

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ————————————‫-‬ از مدت ها به این سو در…

زبان پارسی چون ستاره!

امین الله مفکرامینی                    2025-23-02! درآسمـــــانِ ادب، نورافشان است پارسی چون ستـاره چه بازیب…

چیستی عشق؟

چیستی در پی علت و مبدا گرایی پدیده می باشد٬ که…

میدان هوایی بگرام

گیریم که ادعای غلط ترامپ در مورد حضور چینائی ها…

دلبری مهرورز!

امین الله مفکر امینی                         2025-22-02! دلبـری مهــــرورزی دارم که دیـــده و دلم…

غیابت رهبران طالبان بازی استخباراتی یا آغاز یک سونامی وحشتناک

نویسنده: مهرالدین مشید خود کامگی ملاهبت الله و نارضایتی و خشم…

خانه های مردم افغانستان دور از دسترس مردم

زمانی " خانه ملت " که منظور پارلمان افغانستان است…

عاشق وفاسق!

امین الله مفکر امینی      2025-20-02! درعشـق وعاشقـــــی گردربزم عشق نمیســـــــوزی مشـــــو ز این…

«
»

ماشيني جنرالان پاتې خو تجربه کار په کور کېنول کيږي

نوی فرمان، نوې ستونزې

په داسې حال کې چې په امنیتی او دفاعی بنسټونو کې د سمونونو په نوم ولسمشر غني فرمان صادر کړی چې له مخې به يې د امنیتي او دفاعي بنسټونو ۶۵ زره  تجربه لرونکی افسران تقاعد شي؛ دغه فرمان له ځان سره يو شمېر غبرګونونه هم لري. ويل کيږي د دغې طرحې په پلي کېدو سره به  د کورنیو چارو وزارت ۶۰ سلنه، د ملي دفاع وزارت ۵۰ سلنه او د ملي امنیت ۴۰ سلنه تجربه‌لرونکي، افسران، جنرالان او نور نظامیان تقاعد شي. تيره ورځ ولسي جرګې هم په همدې اړه اندېښنه وښوده چې د يادې طرحې له مخې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو تجربه لرونکي افسران تقاعد او پرځای به یې بې تجربې او نوي کسان وګومارل شي. د ولسي جرګې دغه غړي د اندېښنې په څرګندولو سره وايې، چې ددغه فرمان په عملي کېدو سره به په هیواد کې ناورین را منځ ته شي.

دا په داسې حال کې ده چې له وړاندې پر حکومت نيوکه ده چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې يې ماشيني جنرالان او افسران ځای پر ځای کړي دي. خو پوښتنه دا ده چې د دغو زړو افسرانو له تقاعد وروسته به ماشيني جنرالان او افسران څومره ګټور واقع شي؟

آيا په امنيتي ليکو کې د پخوانيو افسرانو د تقاعد پروسه به شفافه او که هر ماشيني جنرال به د عقدې له مخې خپل رقيبان د تقاعد په نوم له مخې ليرې کړي؟

او ولې ماشيني جنرالان نه تقاعد کيږي؟

که څه هم د امنيتي ځواکونو ډېری جنرالان، د فرقو، قول ‌اردوګانو او غونډونو قومندانان؛ د مجاهدينو په نوم د جهاد د ټيکه دارانو، د جمعيت ګوند د سرلارو، د وزير، رييس، معاون او مشاور صاحبانو خپل او خپلوان دي؛ خو د نوي فرمان چې پر اساس يې ۶۵ زره پخواني افسران تقاعد شي؛ په امنيتي ليکو کې به ګډوډي، بې نظمي، د تاکتيکي شاتګ په نوم دښمن ته د پوستو او پوځي مهماتو پريښودل، اخلاقي فساد او ځينې نورې ستونزې لا پسې ډيرې شي.

ولسمشر د دې پر ځای چې د امنيتي ځواکونو پخواني افسران تقاعد کوي؛ بايد په نويو ماشيني جنرالانو يې ارزونه کړی وای او هغوی چې عمرونه يې له پوځي رتبي او کاري تجربې سره اړخ نه لګوي؛ بايد له امنيتي ليکو ليرې شوي وای.

ولسمشر د دې پر ځای چې د امنيتي ځواکونو پخواني افسران تقاعد کوي بايد هغه افسران او جنرالان يې پوښتلی وای چې د تاکتيکي شاتګ په نوم دښمن ته پوستې پريږدي، تجهيزات ورکوي او د حکومت له دننه څخه د حکومت له دښمن سره لاس لري.

ولسمشر د دې پر ځای چې د امنيتي ځواکونو پخواني افسران تقاعد کوي بايد د امنيتي ځواکونو البسې او تجهيزاتو پلورونکي يې په نښه کړی او د خپل عمل په سزا رسولي وای.

دا سمه ده چې امنيتي ځواکونه مو نوې يا ځوانې وينې، وړتيا، مهارتونو او په نننۍ مډرنه ټيکنالوجي برلاسي کادر ته اړتيا لري؛ خو په حکومت کې شته فساد او د قانون نه حاکميت ته په کتو داسې انګيرل کيږي چې د ولسمشر له دغې فرمان څخه به هم سياسي استفاده وشي او عقده لرونکي اشخاص به خپل رقيبان له مخې پورته کړي. هر زورواکی او چارواکی به په کې خپل اشخاص د نويو ځوانانو په نوم وګماري، مجاهدین به په کې خپله ونډه غواړي او خپل اولادونه يا خپلوان به په کې تښته کړي، او اوس چې د جمعيت او حزب تر منځ سيالۍ زور اخيستی؛ دواړه به هڅه وکړي چې خپل ځان ته وفادار خلک په امنيتي ليکو کې دننه کړي.

که د تقاعد قانوني پروسه پام‌ وړ وبلل شي او د ولسمشر نوی فرمان په سمه توګه پلی شي، د امنيتي او دفاعي ارګانونو د سياسي کېدو او تنظيم ‌بازي مخه هم نيول کېدای شي. او که داسې ونه شي نو اندېښنې دا دي چې امنيتي ځواکونه به مو لا ډير حزبي، قومي او سياسي رنګ واخلي او هره ډله او ټولی به بيا خپل بادارا ته وفادار وي او د خلکو او خاورې به څوک پاڼه هم نه اړوي. دا به بيا د ولس او حکومت دواړو د زوال وخت وي.

لیکنه : خوشحال آصفي