نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

لویدیځ پلوه افغان تکنوکراتان کوم پلان او پروګرام لري؟

نوي افغان حکومت د جګړې پر اور تيل وشېندل

لیکوال او شنونکی: نظرمحمد مطمئن

د  امنيتې تړون په لاسلیک سره  جګړه د څو نورو کلونو له پاره اوږده شوه، د امنيتې تړون لاسلیک د وسلوالو مخالفینو سره د جګړې پر اور پټرول شېندل دي.

د جګړې په دوام کې تکنوکراتان او لویدیځ خپلې خپلې ګټې لري، د امنیتي تړون لاسلیک  دوئ (افغان تکنوکراتان او امريکا) هرې ډلې د خپلو خپلو شومو اهدافو په نظر کې نیولو سره په دومره بیړه لاسلیک کړ.

ماته د ولسي جرګې يوه مشهور او په خبره پوه غړي وویل، البته هغه وخت چې د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د دوېم پړاو ټاکنو پر سر ناندرۍ روانې وي، هغه وویل چې ډاکټر اشرف غني عبدالله ته ويلې ؤ چې په هر ډول وي باید زه او ته جوړ جاړي ته ورسیږو، دا ډول يې دغه خبره خپلو د لویدیځ څخه راغلو ملګرو ته هم کړي وه، ډاکټر اشرف غني ویلي ؤ که چيرته خبره جنګ، جګړې او بحران ته ولاړه شي، زه به  رشید دوستم، جمعه خان همدرد او نورو جګړه مارو قومندانانو ته احتیاج یم، دهغوئ نه به مرسته غواړم، او ته (عبدالله) به د عطامحمد نور، بسم الله محمدي او نورو جګړه مارو ملاتړ  ته محتاج یې، خو که زه او ته سره جوړ شو، نو بیا به حکومت زموږ په واک کې وي او دغه جګړه مار قومندانان به موږ ته احتیاج وي، ددې پرځای چې ځانونه  جګړه مارو قومندانانو ته احتیاج کړو، ښه به وي چې يو بل ومنو او دوئ ځانته احتیاج او د حکومت واګې په خپل لاس کې ونیسو.

د امريکا او لویدیځ څخه راغلوافغان تکنو کراتانو  درې لويې موخې دي چې ځان رسول ورته غواړي.

لومړی: واک په خپل لاس کې اخستل، او کرار کرار  په کور دننه نالوستي افغانان له صحنې څخه ایستل

درېم: جنګ او جګړه کوونکې قومندانان په کرار کرار له منځه وړل، او دهغوئ واک له منځه وړل.

درېم: هغه پیسې چې په تیرو دیارلس کلونو کې افغانستان ته راغلي، چې ډیره لویه برخه يې وارله مخه بیرته نورو هیوادونو ته ایستل شوي، تکنوکراتان غواړي چې پاتې  پیسې بیرته امريکا او لویدیځ ته يوسي.

د امنیتې تړون په لاسلیک سره  د جنګ دوام ، چې په دواړو لورو (حکومت او وسلوال مخالفین) کې به جنګې قومندانان وژل کيږي، او په دي سره امريکا، لویدیځ او تکنوکراتان غواړي افغان مقاومت د راتلونکې له پاره کمزوری کړی، او افغان ولس د لویدیځ د غوښتنو منلو ته  چمتو کړي.

دا هغه څه دي چې تر امريکا او لویدیځ مخکې لوی سکندر، انګریز ،  روس  په دي برخه کې ډیره هڅه وکړه، ډیر افغانان يې شهیدان او ژوبل کړل، او د دوئ خپلو ډیرو  پوځیانو يې هم د افغانستان په خاوره کې سرونه وخوړل،  په تیرو دیارلس کلونو کې د امریکا یرغلګرو پوځونو هم ددغې موخې له پاره له هیڅ ډول جنایت او بې رحمې څخه ډډه ونه کړه، هر ډول درنې وسلې يې وکارولي، تر ۱۳۰۰۰۰ زیات امريکايې عسکر يې زموږ خاورې ته  را دننه کړل، او ددې سربیره يې خپل سرې امنيتې کمپنیو لیوان هم زموږ په پاکه خاوره کې میشت شول،چې تر ټولو بدنامه يې د بلک واټر امنيتې لیوان ؤ.

زما په آند چې دغه ارمان به افغان تکنوکراتان، امريکا او لویدیځ د لوی سکندر، انګریز او روس په ډول ګور ته یوسي.

دوېمه خبره چې حکومت به له سوچه افغانانو څخه تکنوکراتانو، افغان الاصله امريکایانو، افغان الاصله لویدیځوالو او يا هم د افغان امريکن پوهنتون فارغانو ته د راتلونکې له پاره  په واک کې ورکول شي، دغه ډول هڅه انګریزانو او په ځانګړې ډول روسانو له دوئ مخکې کړي، خو موږ او نړۍ ددوئ ددغه ډول غوښتنو پایله ولیدله، چې بالاخره د کمونسټانو وروستی هغه چې سرمایه ګذاري يې پري کړي وه، ډاکټر نجیب الله ؤ، موږ د افغان تکنوکراتو له پاره هم ورته پایله ګڼو، چې د سوچه او مسلمان افغان ولس له سخت غبرګون سره به مخ وي.

درېم داچې د نړيوالي ټولنې پاتي پیسې به بیرته امريکا اولویدیځ ته یوسي، جګړه اسانه  نه ده، لګښت غواړي، او د قومندانانو له منځه وړل پرته له جګړي ناشوني ښکاري،  څومره پیسي چې اوس په افغانستان کې دننه پاتي دي، تر دي زياتو نورو پيسو ته اړتيا شته چې د افغان حکومت جنګې ماشین پري چالان وساتل شي، په دی برخه کې هم که امريکا او لویدیځ  د افغانستان پخواني نږدې تاریخ له روسانو سره جګړې ته متوجه شي، نو ان شاء الله چې امريکا او لویدیځ به هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کيږي، په ځینو لویدیځو هیوادونو کې مخکې له مخکې اقتصادي رکود رامنځته شوي، امریکا، فرانسې او جرمنې کې يې هم نښې نښانې ښکاري.

موږ  افغانان په جګړه کې رالوی شوي  یو، سمه د ه چې لویدیځ دلته د جنګ جګړې څخه دا موخه هم لري چې منځنۍ آسیا تر خپل تهدید لاندی راولي، په ځانګړې ډول روسیه، ددې سربیره هند، چین او ایران هم تهدید کړی، مګر  زه ډاډه یم چې هیڅکله به امریکا او لویدیځ د افغانانو له مقاومت څخه یادو هیوادونو ته خلاص نه شي، بلکه وبه نه توانیږي چې افغان مقاومت خاموش کړي، دا خو پريږده چې زموږ له خاورې نور هیوادونه تهدید کړي. افغانان له خپلې خاورې هیچاته اجازه نه ورکوی چې پر نورو هیوادونو تیری وکړی او د جګړې قربانیان  دي افغانان وي، شنونکې په دي آند دي چې  سمئیز هیواونه (په ځانګړي ډول چین او روسیه)  به  په دغه ډول  حساس وخت کې په ازادۍ مینو افغانانو سره يو ډول نه يو ډول  سمئیزه همکاري مخامخ او یا غیر مستقیم ډول سره  وکړي، تر څو امريکايې یرغلګر پوځيان او لویدیځ پلوه تکنوکراتان له شرمنده ګۍ او ماتې سره  له ګران هیواد افغانستان څخه تور مخ او ټيټې سترګې د روسانو او انګریزانواو د هغوئ افغان پلویانو  په  شان ووځي.

د سوکاله او ارام افغانستان په هیله