جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

له سولې مخکې پر ټاکنو ټينګار؛ خليلزاد ولې ټاکنې غواړي؟

په داسې حال کې چې ټاکل شوې په راتلونکو نيږدې ورځو کې په قطر کې د وسله طالبانو او زلمي خليلزاد تر منځ شپږم پړاو خبرې هم ترسره شي؛ زلمی خليلزاد هم مهاله په افغانستان کې د ټاکنو د ترسره کيدو لپاره د چمتووالي نيولو سپارښتنه هم کوي. زلمي خليلزاد له آزادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې ويلي چې امکان شته چې له ټاکنو وړاندې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې خاصې پايلې ته ونه رسيږي او بايد ټاکنو ته چمتووالی ونيسي. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په قطر کې د زلمي خليلزاد او طالبانو تر منځ له خبرو وروسته د افغان حکومت د منتقدو سياسيونو او وسله والو تر منځ هم بله غونډه هم په قطر کې ترسره شي. هغه غونډه چې ويل کيږي په کې به د افغان حکومت استازی هم ګډون ولري او احتمال ليدل کيږي چې د حکومت په استازولۍ به په کې اجرايه رييس ډاکټر عبدالله ګډون وکړي.

اوس نو پوښتنه دا ده چې په وروستیو کې د سولې لپاره د پخوا په پرتله هيله مندي زياتيدو او په قطر کې د طالبانو او امریکايانو تر منځ د خبرو سره سره بيا هم خليلزاد ولې په ټاکنو ترسره کولو ټينګار کوي؟

درې احتماله شته چې له امله يې زلمی خليلزاد افغان حکومت ته د ولسمشريزو ټاکنو په ترسره کيدو ټينګار کوي:

لومړی؛ پر طالبانو فشار

که څه هم د افغان سولې لپاره د زلمي خليلزاد او طالب استازو تر منځ پنځه پړاوه خبرې ترسره شوي او په عامو خلکو کې ورته هيله مندي زياته شوې؛ خو لا يې هم د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې. د پردې تر شا داسې ښکاري چې امريکايې او طالب لوري يو و بل ته په شرطونو ايښودلو او امتیاز ترلاسه کولو چنې وهي. اوس د ښاغلي خليلزاد د خبرو تر شاه هم همدا موضوع معلوميږي چې ممکن په افغانستان کې د ټاکنو ترسره کولو له لارې پر طالبانو فشار راوړي څو د امريکا شرطونه هم ومني او په ضمن کې خپل شرطونه هم راکم کړي. د امريکا شرطونه ممکن په افغانستان کې د امريکايانو يوه يا څو پوځې اډې منل وي چې طالبانو ورسره تر دا مهاله موافقه نه ده کړې.

دويم؛ د افغان حکومت او سياسيونو غوښتنه

پر زلمي خليلزاد د ښاغلي حمدالله محب له تندو نيوکو وروسته زلمی خيلزاد تېره ورځ کابل ته راغی او له ولسمشر غني، اجرايه رييس عبدالله او د نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو تر څنګ يې له جهادي مشر استاد سیاف سره هم وکتل. ګمان دا کيږي چې ممکن د افغان حکومت په غوښتنه زلمي خليلزاد د ټاکنو ترسره کیدو خبره کړې وي. ځکه د اساسي قانون له مخې د روان کال د جوزا له لومړۍ نيټې څخه وروسته د دغه حکومت قانوني موده پايته رسيږي او د حکومت منتقدينو له وړاندې ګواښ کړی چې له دغې نیټې وروسته نور افغان حکومت ورته د منلو وړ نه دی. اوس د دې لپاره چې د حکومت د قانوني نيټې د ختميدو سره دلته ځينې کړۍ ستونزې پيدا نه کړي؛ حکومت به خليلزاد ته مشوره ورکړې وي چې لومړی بايد ټاکنې وشي او وروسته د سولې خبرې.

درېيم؛ موقت حکومت ته زمينه برابرول

له وړاندې دلته په کور دننه د افغان حکومت منتقد سياستوال د موقت حکومت رامنځته کېدو وړانديز کوي. آن دا چې تیره اونۍ د پاکستان صدراعظم هم په افغانستان کې د نوي موقت حکومت د ر امنځته کيدو په اړه خبرداری ورکړ. د دغو ټولو غوښتنو ته افغان حکومت تند غبرګون ښودلی او موقت حکومت يې د افغانستان لپاره ښه نه دی بللی. اوس داسې ښکاري چې که چيري طالبان هم د موقت حکومت د رامنځته کيدو غوښتونکي وي نو ممکن امریکا پلان ولري چې په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو په ترسره کولو او جنجالي کېدو سره موقت حکومت ته زمينه برابره شي.

ځکه په دې چال سره به له یوې خوا امريکا د طالبانو لخوا د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه پوره کړې وي او له بلې خوا به پرې دا تور هم نه وي چې موقت حکومت د امريکا په خوښه رامنځته شوی دی. یعنې په دې طريقه د افغان حکومت له غبرګون هم ځان خلاصولی شي او د سولې لپاره د طالبانو شرط هم پوره کيدلی شي.

د خليلزاد وروستۍ څرګندونې په جګړې څه اغېز کوي؟

که چيري وسله وال طالبان د امريکا همدې فشار ته غاړه کيږدي چې زلمی خليلزاد يې په افغانستان کې د ټاکنو د ترسره کيدو له لارې غواړي پر طالبانو واچوي؛ نو د ښاغلي خليلزاد وروستۍ څرګندونې به په جنګ هيڅ اغيز ونه کړي او د سولې خبرې به بريالۍ شي. خو که چيري طالبانو د امريکا فشار ته غاړه کينښوده او د روسيې، چين او ايران په لمسون یو ځل بيا پسرلني عمليات پيل کړي نو طبيعي ده چې جګړه به زور اخلي.

لیکنه : خوشحال آصفي