اعلامیۀ به مناسبت روز جهانی زن

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان بشریت برابری‌طلب و آزادی‌خواه در حالی به…

تلاشی های خانه به خانه و حرمت شکنی مهاجمان انتحاری

نویسنده: مهرالدین مشید جنایت های جلیقه پوشان انتحاری و سفید نمایی…

خانقاى دل

نوشته نذیر ظفر بیا که حضرت می شیخ خانقای منست بیا…

دموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی

نور محمد غفوری سریزه: دموکراتان باید پخپله د دموکراسۍ د بنستیزه کېدو،…

نگاهی به یک نگاه نادرست در مورد نام زبان پارسی 

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ————————————‫-‬ از مدت ها به این سو در…

زبان پارسی چون ستاره!

امین الله مفکرامینی                    2025-23-02! درآسمـــــانِ ادب، نورافشان است پارسی چون ستـاره چه بازیب…

چیستی عشق؟

چیستی در پی علت و مبدا گرایی پدیده می باشد٬ که…

میدان هوایی بگرام

گیریم که ادعای غلط ترامپ در مورد حضور چینائی ها…

دلبری مهرورز!

امین الله مفکر امینی                         2025-22-02! دلبـری مهــــرورزی دارم که دیـــده و دلم…

غیابت رهبران طالبان بازی استخباراتی یا آغاز یک سونامی وحشتناک

نویسنده: مهرالدین مشید خود کامگی ملاهبت الله و نارضایتی و خشم…

خانه های مردم افغانستان دور از دسترس مردم

زمانی " خانه ملت " که منظور پارلمان افغانستان است…

عاشق وفاسق!

امین الله مفکر امینی      2025-20-02! درعشـق وعاشقـــــی گردربزم عشق نمیســـــــوزی مشـــــو ز این…

«حزب باد»: تحلیل پدیده فرصت‌طلبی و تبعیت از جریانات غالب…

«حزب باد Opportunism»: تحلیل پدیده فرصت‌طلبی و تبعیت از جریانات…

        زیارتگاه امام صاحب ولایت کندز دومین شهر مذهبی افغانستان

  نوشته کریم پوپل مورخ ۲۱ فبروری ۲۰۲۵    مقدمه  ولسوالی امام صاحب با داشتن…

روایتی از کشت زار های خستۀ رنگین کمان خاطره ها

نویسنده: مهرالدین مشید این هم می گذرد ما مرده ایم، مرده ی در…

             تاریخچه نام گردیز

نوشته : کریم پوپل مورخ ۱۵فبروری ۲۰۲۵ بسیاری از دوستان یکی از…

مماشات خویشتن دارانۀ غرب با طالبان و پراگنده گی مخالفان…

نویسنده: مهرالدین مشید نشست های بیرونی پیرامون افغانستان؛ بستر سازی برای…

چاپنداز

بزکش، پهلوانی که  با سواری اسب، بز را به دایره…

انارستان دل 

رسول پویان  دل ز درد و داغ هجران بی‏نوا افتاده است  برگ…

«
»

له جوزا وروسته ناقانونه حکومت؛ اشرف غني بايد واک بل چا ته پريږدي

په داسې حال کې چې حکومت حکومت د خپلې اوسنۍ مودې د غځولو په لټه کې دی؛ د ولسمشرۍ ځينې نوماندان وايې چې د جوزا له میاشتې وروسته د ملي یووالي د حکومت عمر پای ته رسېږي او باید بل حکومت ته واک وسپاري. دوی وايي، پر یوې طرحې کار کوي چې پر اساس یې د جوزا له لومړۍ څخه یو بل څوک د ولسمشر محمد اشرف غني ځای ونیسي او نظام اداره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د سولې خبرې هم روانې دي او دا چې طالبان له حکومت سره د سولې خبرو ته نه حاضريږي دليل يې همدا دی چې طالبان نه غواړي له دوی سره د سولې لاسليک کولو امتياز دې اشرف غني ته ورکړل شي. کارپوهان وايې د سولې لپاره بايد اشرف غني واک يو درېمګړي شخص ته انتقال کړي څو طالبانو لپاره هم د منلو وړ وي او بيا له دغې ډلې سره د سولې موافقه لاسليک شي.

اشرف غني ولې بايد واک بل ته انتقال کړي؟

ټولو ته لکه د لمر په شان روښانه ده چې د ملي يووالي حکومت په پيل کې ولسمشر غني د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ژمنې وکړې، په عدلي او قضايي برخو کې د اصلاحاتو وعدې ورکړې، د ټاکنيزو اصلاحاتو راوستلو ژمنې وکړې، د خلکو په دسترخوان کې د بدلون شعارونه يې ورکړل، د سولې راوستلو ټټر يې وواهه او په لسګونو نورې وعدې يې ولس ته ورکړې چې ورسره ولس ته هم هيله مندي پيدا شوه.
ولسمشر غني به په بار بار په هره خبري غونډه کې ويل چې قانون به لومړۍ په زور واکو تطبیقوي، دغې چارې په لومړيو کې يو اندازه سمون راوستی او مفسد چارواکي تر فشار لاندې راوستی وو، خو ډیر ژر حالاتو برعکس بدلون وکړ او اشرف غني له عبدالله عبدالله سره د وزيرانو په ټاکلو او د ونډې په ويشلو بوخت شو. ولس هېر شو، جګړو زور واخيست چې له امله يې د کورنيو چارو او دفاع وزيران هم څو څو ځلي بدل شول.

دغه چاره په اداراتو کې د فساد د ريښې ځغلولو او د ادراتو د مفسد کېدلو باعث شوه. د سولې خبرې شروع شوې خو تر ننه ورځې پورې يې هيڅ نتیجه نه ده ورکړې، جنګ ورځ تر بلې سختيږي او له افغانانو قرباني اخلي، د حکومت سياسي منتقدين ورځ تر بلې زياتيږي او حالات داسې ښکاري چې په افغان ولس يو ناورين او بحران راتلونکی دی.

دغه ټولو ستونزو او د حکومت نيمګړتياوو د اشرف غني يا په ټوله کې د حکومت منتقدو سياسيونو لپاره قوي لابي ګيري وکړه او اوس هم د سياسيونو لپاره د لابي ګيرۍ فرصت برابروي. نو په داسې حال کې چې له يوې خوا د سولې په روانو خبرو کې سياسيون له حکومت سره يوه خوله نه دي او له بلې خوا ولسمشريزې ټاکنې هم راروانې دي چې سر له اوسه په کې د تقلب او درغلۍ اندېښنې موجودې دي؛ که حالات همداسې دوام وکړي او اشرف غني واک په سالم ډول بل چا ته انتقال نه کړي نو له يوې خوا به سياسيون له دغې فرصته استفاده وکړي او حالات به بحراني شي او له بلې خوا به د حکومت وسله وال مخالفان د حکومت او سياسيونو له ټکره په استفادې جګړو ته زور ورکړي.

پس د همدې احتمالي بحران مخنيوی يواځې په همدې کېدلی شي چې اشرف غني د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته په سالم ډول واک انتقال کړي.

چا ته باید واک انتقال شي؟

دوه ټاکنې شتون لري

لومړی؛ واک د مشرانو جرګې رييس ته سپارل: لومړی بايد د احتمالي بحران د مخنيوي او د سولې خبرو د بريا په خاطر ولسمشر غني استعفا وکړي او وروسته بيا د اساسي قانون ۶۷ مې او ۶۸ مادو د حکم له مخې واک د مشرانو جرګې رييس ته وسپاري.

دویم؛ عنعنوي لویه جرګه: افغانستان د جرګو او مرکو کور دی او د تاريخ په اوږدو کې ډيری سرنوشت سازې پرېکړې د جرګو له لارې ترسره شوي دي. په اوس وخت کې هم اړتيا ده چې د راتلونکې احتمالي بحران د مخنيوي، د راتلونکو ټاکنو د شفافيت د تضمین، د حکومت د منتقدو سياسيونو د راضي کېدلو او د سولې خبرو د بريا لپاره عنعنوي لويه جرګه دايره شي او د جرګې له لارې داسې چا ته واک وسپارل شي چې هم د حالاتو د کابو کولو وړتیا ولري، هم د حکومت منتقدو سياسيونو ته د منلو وړ وي او هم طالبان پرې اعتراض ونه لري.

دغه چاره به له يوې خوا هيواد له احتمالي بحران وژغوري او له بلې خوا به طالبان وهڅوي څو د سولې خبرو ته غاړه کيږدي. ځکه په اوس وخت کې طالبان د حکومت د پرله پسې غوښتنو سره سره د سولې خبرو ته ځکه نه حاضريږي چې دوی له حکومت سره سوله کوله د اشرف غني د لاسته راوړنې په مانا بولي او دغه چاره په هيڅ صورت طالبان نه غواړي. پس لازمه ده چې اوسنی ولسمشر غني په سالم ډول واک بل وړ شخص ته انتقال کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي