جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

له تور ليسته د نومونو ويستل او ننويستل

ملا هیبت په تور ليست کې شاملول؛ ګټه که تاوان؟

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندیزو د کمیټې غړي؛ له تور ليست څخه د اسلامي حزب د رهبرۍ د نومونو د ليرې کولو د بحث لپاره کابل ته راغلي دي؛ ولسمشر غني وایي، چې د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله باید د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل شي. غني د ملګرو ملتونو د بندیزو د کمیټې له غړو سره په کابل کې د لیدنې پر مهال، د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه کړې، چې د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله نوم دې د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو یاد پلاوی د افغان حکومت د يو بلې پخوانۍ مخالفې وسله والې ډلې (اسلامي حزب) رهبر ګلبدين حکمتيار د تور ليست څخه د ويستلو د بحث لپاره کابل ته راغلی دی. د انجينر ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب او افغان حکومت تر منځ د سولې هوکړه ليک د تلې په اتمه د ولسمشر محمد اشرف غني او د اسلامی حزب د مشر ګلبدین حکمتیار له لوري له اوږدو خبرو وروسته لاسلیک شوه. د دې موافقې پر اساس د افغانستان حکومت باید له ملګروملتو او امریکا وغواړي چې د حکمتیار نوم له تور لیسته وباسي.

اوس پوښتنه دا ده چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور ليست نه د انجينر ګلبدين حکمتيار نوم ايستل او د وسله والو طالبانو د مشر ملا هیبت نوم داخلول به په اوږد مهال کې د افغان سولې په پروسې کوم اغيز ولري؟

د حکمتيار نوم ايستل

که په افغانستان کې د اسلامي حزب مخينې ته وګورو نو دغه حزب له افغان حکومتونو سره کابو د څلويښت کلنې جګړې او مخالف سابقه لري. په دغو څلويښتو کلونو کې اسلامي حزب له هر افغان حکومت سره مخالفت کړی دی خو بلاخره اوسنی حکومت او ولسمشر غني په دې وتوانيد چې د دغې ډلې رضايت خپل کړي او سوله ورسره وکړي. که همدغه سوله ډير ليرې نه فقط څو کاله وړاندې له ډاکټر نجيب الله سره هم لاسليک شوی وای نو په ډاډ سره وایم چې د افغانستان حالت به له اوسني حالت څو چنده غوره و. خو خير اوس هم اوبه له ورخ نه تيرې نه دي او اوس هم له اسلامي حزب سره د سولې تړون لاسليکول او د ملګرو ملتونو له تور ليست نه د حکمتيار نوم ايستل د افغاني سولې پر لور لوی ګام دی. له تور ليست نه د حکمتيار نوم ايستل په اوس وخت کې له افغان سولې پروسې سره ډیره مرسته کولی شي. له يوې خوا به افغان حکومت د يوې مخالفې وسله والې ډلې له مخالفت نه خلاص شي او له بلې خوا به وسله وال مخالفان په بین الافغاني سولې خبرو باور زيات کړي. هغوی به په دې ډاډه شي حکومت او نړيواله ټولنه په افغانستان کې سولې ته ژمنه ده او بايد چې دوی هم له حکومت سره له مخالفته لاس په سر شي.

د ملا هیبت نوم شاملول

په اوسني وخت کې که د وسله والو طالبان د مشر ملا هیبت الله نوم د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په تور ليست کې شاملول؛ د افغان حکومت له لوري وسله والو طالبانو ته يوازې يو ګواښ او اخطار په توګه وي نو ګټور تماميدای شي. ځکه ويل کيږي ملا هيبت هغه څوک دی چې د آی ايس آی او حقانې شبکې تر مستقيم اغيز لاندې دی او د هغوی په لارښوونه په افغانستان کې ترهګريز اعمال ترسره کوي. که افغان دولت اوس د يو ګواښ او اخطار په ډول ملا هيبت ته وايي که له افغان دولت سره د سولې مذاکرو ته حاضر نه شي او د آی ايس آی له اسارته ځان خلاص نه کړي نو نوم به يې د دايم لپاره په تور ليست کې شامل شي. دا به ملا هيبت اړ کړي د خپل اينده لپاره فکر وکړي او له آی ايس آی پټ په مرموز ډول له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي. خو که په تور ليست کې د ملا هيبت نوم شاملول په قصدي توګه وي نو افغان سولې پروسې ته يې له ګټې زيان ډیر دی.

په تور ليست کې د ملا هيبت په نوم شاملولو سره د افغانستان جګړه نوی رنګ واخلي او وسله وال طالب به بيا ډاډه شي چې ګويا افغان دولت او نړيواله ټولنه په افغانستان کې سولې ته ژمن نه دي. فلهذا وسله وال به د سولې له پروسې ناهيلي شي او جنګ ته به لا هم مخه کړي. اوس وخت کې مونږ سولې ته اړتيا لرو او ولس د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د سرتاسري سولې سبب کيږي؛ نه د هغه اقدام چې په هيواد کې د جګړې د ګرميدو سبب شي.

لیکنه : خوشحال آصفي