آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

طالب مشران په غم واوختل؛ خپل بادار يې وژني

وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو په سږکال جګړو کې ستره ماتې وخوړه، ګڼ شمېر مشران يې ووژل شول او همداراز په ځينو يې مالي سرچينې وچې شوې؛ تيره ورځ رویټرز خبري اژانس د طالبانو د یوه مشر له قوله خبر خپور کړ چې، ملا هیبت الله د ۱۶ ولایتونو لپاره د دوی خيالي والیان د دې لپاره بدل کړي چې د طالبانو پر تحریک خپل کنټرول زیات کړي. رویټرز ويلي چې، د طالبانو ډله په وروستیو کې د داخلي اختلافاتو او د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې ډلې د ظهور له کبله کمزورې شوې خو د طالبانو لوی مشران وايي چې د ملا هیبت الله اخوندزاده له لوري نوي مقررۍ به د ده موقف پیاوړی کړي.

که څه هم وسله وال طالبان په خپلو ليکو کې نوي تغيرات د دوی د موقف د قوي کولو لپاره بولي خو اصلي موضوع بل چيرته ده. اصلي خبره دا ده چې په دوی کې يې خپل بادار او ملاتړ کوونکي آی ايس آی چاڼيز عمليات پيل کړي دي. اوس د پاکستان استخباراتي اداره هڅه کوي چې د طالبانو په ليکو کې هغه کسان له دندو ليرې او ترور کړي چې نور د دوی په درد نه دوا کيږي. ويل کيږي چې آی ايس آی د طالبانو په ليکو کې د دغو چاڼيزو عملياتو مشري حافظ مجيد ته پر غاړه اچولې او ورته يې د دغه پروسې د پر مخ بيولو لپاره يو منظم پلان ورکړی دی.

د سرخط ورځپاڼې د خبر له مخې د دې لړۍ پيل د ۱۶ ولايتونو لپاره د طالبانو له خيالي واليانو شوی دی او ورپسې او ورپسې د ولسوالانو او امنيه قوماندانانو نوبت دی. نوي ګمارل شوي طالب چارواکي آی ايس آی روزلي او نسبت پخوانيو طالبانو ته دوی د پاکستان ګټو ته ډير پام کوي. سرخط د طالبانو د يوې سرچيني په قول وايې چې د دې پلان دويمه برخه بيا د هغه ګوښه شويو واليانو او امنيه قوماندانانو ترور دی چې نور پاکستان ته په ګټه نه دي او له جګړې يې زړه مات شوی دی.

 

پاکستان ولې د طالبانو په ليکو کې چاڼيز عمليات پيل کړل؟

پاکستان د درې هدفونو لپاره طالبان ترور کوي:
لومړی؛ د پاکستان له امره سرغړونکي طالبانو وژل: يو څرګند حقيقت دا دی چې پاکستان تل د خپلو ګټو په خاطر طالب قرباني کړی دی او له نړيوالو يې پرې پيسې شکولې دي. آی ايس آی تل هغه طالب مشران چې د پاکستان له امره سرکشي کړې او يا يې سولې ته زړه ښه کړی دی؛ له تيغه تير کړي، ترور کړي او وژلي دي. ښه بيلګه يې د پاکستان د بلوچستان ایالت د تفتان په سیمه کې د طالبانو پخواني مشر ملا منصور وژل کيدل دي چې ويل کيږي په وروستيو کې يې د پاکستان له اجازې پرته له ايران او روسيې سره اړيکې جوړولې او د همدې کار له امله د امريکا د بې پيلوټه الوتکې د بريد ښکار شو.

دويم؛ په طالبانو سياسي سوداګري: بل حقيقت دای دی چې د پاکستان لپاره طالب د امتياز اخيستلو يوه سياسي وسيله ده، هر کله که يې له نړيوالو د پيسو شکولو زمينه ليدلې نو د رقم په بدل کې يې طالب مشران يا ژوندي امريکا ته په لاس ورکړي او يا يې ورته د اوسيدو ځای په ګوته کړی چې په پای کې يې طالب مشر سر خوړلی دی. ښه بېلګه يې امريکا ته په پاکستان کې د طالبانو د وخت سفير ملا عبد السلام ضعيف ژوندي په لاس ورکول او همداراز په ايبټ آباد کې امريکايي الوتکو ته د اسامه بن لادن ځای ورښودل دي.

دريم؛ د پاکستان د ګټو نه تامينوونکو طالبانو له منځه وړل: لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه پاکستان له طالبانو د امتياز د وسيلې په توګه کار اخلي. اسلام آباد په دوه طريقو مستقيم او غير مستقيمو، له طالبانو د وسيلې په توګه کار اخلي. مستقيم په دې معنا چې طالبان په افغانستان کې د جنګ وسيلې دي او دلته له دغه جنګه په مستقيمه توګه د پاکستان حکومت، پوځ او آی ا يس آی يې ګټه پورته کوي. غير مستقيم په دې معنا چې پاکستان د طالب په سر سياسي سوداګري کوي.

نو ويلی شو چې طالبان به اوس له خپلې لمنې اور اخلي، اوس آی ايس آی غواړی په افغانستان کې د طالبانو په ليکو کې د بدلون په نوم هغه طالب مشران چې نور دوی ته په درد نه خوري له منځه يوسي او پر ځای يې نوي او پاکستان ته وفاداره طالبان وټاکي.

لیکنه : خوشحال آصفي