اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

«
»

سياسي کوژده؛ زړې څيرې نوی ايتلاف

د ايتلاف د جوړيدو علت او موخې

د ولسمشر لومړي مرستیال او د جنبش اسلامي ګوند پخوانی مشر جنرال عبدالرشید دوستم، د اجرایوي ریاست دویم مرستیال او د وحدت ګوند مشر محمد محقق، د بلخ والي او د جمعیت ګوند اجرايوي ریيس عطامحمد نور د ترکيې پلازمېنه انقره کې سره راټول شوي او د افغانستان د ژغورنې په نوم د يو نوي ايتلاف د جوړيدو خبر ورکوي. ويل کيږي دوی د جنرال دوستم د زوی باتور دوستم د کوژدې مراسمو ته ورغلي و چې په کې يې سياسي ايتلاف هم جوړ کړ.

جالبه دا ده چې کابو نهه مياشتې وړاندې په جوزجان ولايت کې د جنرال عبدالرشید دوستم د لور ای جمال دوستم د واده مراسم ترسره شول چې په هغه کې عطاء محمد نور او محمد محقق نه یوازې دا چې له ګاونډي ولايت بلخ څخه جوزجان ته ولاړ نه شول؛ آن خپل پخواني سیاسي سیال دوستم ته يې د لور د دواده د مبارکۍ پیغام هم وانستولو. خو اوس چې ښاغلی دوستم په ترکيه کې سياسي تبعيد دی او هلته د زوی د کوژدې مراسم نيسي نو هماغه سياسي مخالفان يې اوس له افغانستانه تر ترکيې ځان وررسوي او په کوژده کې يې ګډون کوي.

دا چې ددوی نوی سياسي ايتلاف به څومره دوام وکړي؛ په دې نه غږيږو ځکه همدا ښاغلی نور، مسعود، رباني، دوستم او محقق د افغانستان په تاريخ کې د ډيرو نورو ناپايداره او لنډمهاله ايتلافونو تجربې هم لري. تر ټولو وروستي ايتلافونه يې په افغانستان کې د تير ۲۰۱۴ کال ولسمشريزو ټاکنو پر مهال و. د تيرو ټاکنو پر مهال دوی هر يو هڅه کوله څو د احتمالي بريالي نوماند سره ايتلاف وکړي. هر يو به حالات ارزول او د سياسي ترازو پلې به يې کتلې، هره پله به چې درنه شوه نو په هماغه خوا به خوښيدل. پر همدې اساس د نوي ايتلاف د سياسي عمر تضمين يې هم ناممکن دی.

ولې ايتلاف؟

ضيا مسعود څه موده وړاندې د ولسمشر غني لخوا په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړي استازي له پوسته ګوښه او امتيازات پرې بند شول. نوموړی له دندې د ګوښه ورځې راهيسې ولسمشر غني ته په غصه دی او هڅه کوي څو د غني ولسمشري وننګوي. نوموړی د خپلې همدې عقدې له مخې د اشرف غني ضد نوي ايتلاف برخه شو.

صلاح الدين رباني چې څو مياشتې وړاندې ترې ولسي جرګې د هيواد د بهرنيو چارو د وزير په توګه د باور رايه اخيستې؛ د حکومت دننه د حکومت اپوزيسون په توګه سر راپورته کوي. همداراز نوموړی چې اوسمهال د جمعيت ګوند سرپرست هم دی او د دغې ګوند د نوې رهبرۍ لپاره ټاکنې پرمخ پرتې دي؛ اوس نوموړی هڅه کوي څو په يوه نوعه نه په يوه نوعه ګوند ته د دولتي پوست په نسبت زيات ارزښت ورکړي او د ګوند په راتلونکو ټاکنو د رهبرۍ څوکۍ وګټي. ښاغلی صلاح الدين رباني همدغې خبرې اړ کړی څو د جمعيت د اجرايه رييس عطا محمد نور خبره ومني او ورسره په نوي ايتلاف کې ملګری شي.

د ښاغلي عطامحمد نور او ولسمشر غني تر منځ هم څو مياشتې وړاندې د واک او امتياز د ترلاسه کولو خبرې له ناکامۍ سره مخ شوې. په دغه خبرو کې ښاغلي نور له ولسمشر غني څخه په لسګونو وزارتونه، سفارتونه، معينتونه او نور دولتي پوسټونه غوښتل شوي و چې د غني لپاره يې منل ناممکن و. هماغه و چې د غني او نور خبرې ناکامې شوې او نور يو ځل بيا د غني ضد دريځ غوره کړ. همدا سبب شو چې د غني پر ضد نوی ايتلاف راجوړ کړي.

پر ښاغلي دوستم هم د خپل محلي سياسي رقيب احمد ايشچي قضيه لا خلاصه پرته ده. همدا پر ولسمشر غني د نړيوالو د فشار سبب شوه څو پر ښاغلي دوستم قانون پلی کړي. همدا علت و چې ښاغلی دوستم يې ترکيې ته پر سياسي تبعيد اړ کړ. نو ويلای شو چې پر ښاغلي دوستم د احمد ايشچې قضيه د ولسمشر غني او دوستم تر منځ د اختلاف سبب شوه. همدغې خبرې ښاغلی دوستم اړ کړ څو د غني خلاف د نوي ايتلاف غړيتوب واخلي.

محمد محقق هم په کابينه کې د نوموړي له کم صلاحيته ګيله من دی. د نوموړي او په ټوله کې د ولسمشر غني هغو سياسي مخالفانو واکونه چې ښاغلی غني ترې د ډار احساس درلود؛ د غني لخوا تر ډيره کم واکه شوي دي. نو ويلای شو چې د ښاغلي محمد محقق کم واکي هم د دې سبب شوه څو نوموړی د غني په خلاف د نوي ايتلاف برخه شي.

د ايتلاف موخې څه دي؟

لومړی: دا چې د بُن له کنفرانس څخه راپدې خوا کابو يوه نيمه لسيزه په پرله پسې توګه پښتنو سياستوالو د ولسمشرۍ واک چلولی يعنې په دغه يوه نيمه لسيزه کې په پرله پسې توګه پښتون تکنوکرات مشر د افغانستان اصلي واکمن پاتې شوی نو اوس دغه غير پښتون ډله هڅه کوي څو په هره طريقه وي واک خپلې ډلې ته انتقال کړي. اوس چې د بيلابيلو ګوندونو مشران، هغوی چې د ژور اختلاف او خپل منځي شخړو اوږده سابقه هم لري؛ سره يو ځای کيږي او يو ايتلاف جوړوي نو ستر هدف يې دوو راتلونکو کلونو کې د نا پښتنو څېرو په یوه چوکاټ کې د نورو ټولو قومونو د یوې لویې ټلوالې جوړېدل دي.

دویم: دا چې د ملي يووالي حکومت له رامنځه کيدو راهيسې ولسمشر غني تر ډيره هڅه کړې چې پخواني جنګسالاران په يوه نوغه نه په يوه نوعه اړخ ته کړي؛ نو اوسمهال تر ډيره جهادي مشران په ځانګړي توګه د شمال ټلوالې مشران په ويره کې دي چې ولسمشر غني به يې د واک په پاتې موده کې نور هم اړخ ته کړي. نو د دې لپاره چې پر ولسمشر غني يو ډول فشار راوړي څو په سياست کې د دوی له ګوښه کولو لاس په سر شي نو اړ شول پر غني د فشار د آلې په توګه يو ايتلاف رامنځته کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي