خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

سوله په طرحه نه بلکې د طرحې په عملي کولو راځي

په داسې حال کې چې د پګواش موسسه په افغانستان کې له ۲۰۱۱م میلادي کال راهیسې د سولې په برخه کې فعالیتونه کوي او په دې اړه يې تر اوسه څو ناستې جوړې کړې دي؛ اوس په تازه کې يو ځل بيا غواړي، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په اړه یوه ځانګړې کړنلاره جوړه کړي. دغې کاناډايي بنسټ تيره ورځ په همدې موخه په کابل کې له مدني فعالانو، د پوهنتون استادانو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، ښځو او د پارلمان له ځينو غړو سره د ” د افغانستان د سولې پروسې څخه ملاتړ، وړاندیزونه او نظریات” تر نامه لاندې غونډه وکړه. د پګواش بنسټ د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو په موخه د یوې ځانګړي کړنلارې او چوکاټ په جوړولو بوخت دی.

باید له افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د ۴ یا ۵ کلونو له پاره اوربند اعلان شي، په دغو شاوخوا پنځوو کلونو کې پرته د سفارتونو د امنیت ساتلو څخه دې نور ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، د ښځو او بشري حقونه باید اسلامي او عرفي وي، د ټاکنو پروسه باید شفافه وي او په اخر کې باید د افغانستان اساسي قانون ځينې برخې تغیر هغه مهم مسایل او نظریات دي، چې د څو غونډو په ترڅ کې پګواش راټول کړي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې ياده طرحه به د افغان سولې په راوستلو کې څومره ګټوره او څومره د عملي کيدو وړ وي؟

د دې تر څنګ چې پګواش د افغان سولې اړوند څو غونډې ترسره کړي دي؛ د افغانستان، پاکستان، چين او امریکا تر منځ څلور څلور اړخيزې غونډې هم په همدې موخه ترسره شوي دي. د يادو غونډو موخه دا وه چې وسله وال طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کيني. په دغه بهير کې پاکستان د غونډې ګډونوالو هيوادونو ته ژمنه ورکړې وه چې وسله وال طالبان به د سولې مخامخ خبرو ته کينوي او که طالبانو له خبرو انکار وکړ نو پر ضد به يې پوځي اقدام کوي. خو دا دی څلور ـ څلور اړخيزې ناستې ترسره شوې، خو نه وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر شول او نه يې پر ضد پاکستان پوځي اقدام وکړ.

د دغې غونډو بهير او پايلو ته افغان ولس او حکومت ډير هيله مند و، حکومت هيله لرله چې چين او امريکا به پر پاکستان له خپل نفوذه په استفادې فشار راوړي څو وسله وال مخالفان د سولې خبرو ته حاظر کړي او يا که يې مخالفت کوي نو لږ تر لږه له ملاتړه يې لاس واخلي خو لکه د پاکستان په شان د چين او امریکا نقش هم په دې غونډو کې نمايشي و او هيڅ کومه ګټه يې ونکړه. پاکستان د افغانستان په شمول امریکا او چين ته هم دوکه ورکړه او په خپلو تکراري ژمنو يې وغولول. بلاخره د څلور اړخيز بهير د غونډو پايله هم د وخت ضايع کول او د فرصتونو له لاسه ورکول شول.

اوس چې پګواش کاناډايې بنسټ يو ځل بيا د سولې لپاره په يوې جامعې کړنلارې کار کوي چې په کې ويل شوي : باید له افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د ۴ یا ۵ کلونو له پاره اوربند اعلان شي، په دغو شاوخوا پنځوو کلونو کې پرته د سفارتونو د امنیت ساتلو څخه دې نور ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، د ښځو او بشري حقونه باید اسلامي او عرفي وي، د ټاکنو پروسه باید شفافه وي او په اخر کې باید د افغانستان اساسي قانون ځينې برخې تغیر راوستل شي؛ دغه طرحه يوه ګټوره لاره ده خو د عملي کيدو اړوند يې د افغان حکومت او مخالف لوري (وسله والو طالبانو) په نيت شکونه شتون لري.

د « ۴ یا ۵ کلونو له پاره د اوربند په شرط کې» د وسله والو طالبانو په نيت او « په دغو شاوخوا پنځوو کلونو کې پرته د سفارتونو د امنیت ساتلو څخه له افغانستانه د نورو ټولو بهرني ځواکونو د وتلو په شرط کې»  د افغان حکومت او ناټو په نيت کې شک ليدل کيږي. ځکه وسله وال طالبان په مستقيمه توګه د پاکستان د پوځ او آی ايس آی تر نفوذ لاندې دي او پاکستان په هیڅ صورت په افغانستان کې د سولې غوښتونکی نه دی. نو په همدې لحاظ د ۴ یا ۵ کلونو له پاره په اوربند سلاح نه شي. او همدا ډول د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي او دفاعي تړون له مخې امریکا کولی شي چې ۲۰۲۴ کال پورې په افغانستان کې پوځي اډې ولري. نو دغې تړون ته په کتو ډیر امکان د دې شته چې بهرني ځواکونه له ۲۰۲۴ کاله وړاندې افغانستان پرينږدي.

لیکنه : خوشحال آصفي