نگاهی به یک نگاه نادرست در مورد نام زبان پارسی 

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ————————————‫-‬ از مدت ها به این سو در…

زبان پارسی چون ستاره!

امین الله مفکرامینی                    2025-23-02! درآسمـــــانِ ادب، نورافشان است پارسی چون ستـاره چه بازیب…

چیستی عشق؟

چیستی در پی علت و مبدا گرایی پدیده می باشد٬ که…

میدان هوایی بگرام

گیریم که ادعای غلط ترامپ در مورد حضور چینائی ها…

دلبری مهرورز!

امین الله مفکر امینی                         2025-22-02! دلبـری مهــــرورزی دارم که دیـــده و دلم…

غیابت رهبران طالبان بازی استخباراتی یا آغاز یک سونامی وحشتناک

نویسنده: مهرالدین مشید خود کامگی ملاهبت الله و نارضایتی و خشم…

خانه های مردم افغانستان دور از دسترس مردم

زمانی " خانه ملت " که منظور پارلمان افغانستان است…

عاشق وفاسق!

امین الله مفکر امینی      2025-20-02! درعشـق وعاشقـــــی گردربزم عشق نمیســـــــوزی مشـــــو ز این…

«حزب باد»: تحلیل پدیده فرصت‌طلبی و تبعیت از جریانات غالب…

«حزب باد Opportunism»: تحلیل پدیده فرصت‌طلبی و تبعیت از جریانات…

        زیارتگاه امام صاحب ولایت کندز دومین شهر مذهبی افغانستان

  نوشته کریم پوپل مورخ ۲۱ فبروری ۲۰۲۵    مقدمه  ولسوالی امام صاحب با داشتن…

روایتی از کشت زار های خستۀ رنگین کمان خاطره ها

نویسنده: مهرالدین مشید این هم می گذرد ما مرده ایم، مرده ی در…

             تاریخچه نام گردیز

نوشته : کریم پوپل مورخ ۱۵فبروری ۲۰۲۵ بسیاری از دوستان یکی از…

مماشات خویشتن دارانۀ غرب با طالبان و پراگنده گی مخالفان…

نویسنده: مهرالدین مشید نشست های بیرونی پیرامون افغانستان؛ بستر سازی برای…

چاپنداز

بزکش، پهلوانی که  با سواری اسب، بز را به دایره…

انارستان دل 

رسول پویان  دل ز درد و داغ هجران بی‏نوا افتاده است  برگ…

فیلسوف شدن دانشمند اتمی، بعد از یکسال زندان

Weizsäcker, k.F.(1912-2007) آرام بختیاری فیزیک دان اتمی، میان فلسفه و رسالت صلح. کارل…

کلبه ی تارم!

امین الله مفکر امینی       2025-11-02! دربســاطی بیکسی ام ، دلبری آمـد با…

خاطره ها بیانگر واقعی ترین حقایق تاریخی 

نویسنده: مهرالدین مشید خاطره ها تصویری از "تاریخ در بستر جغرافیا" بازهم…

ګوندي فعاليتونه او دموکراسي

نور محمد غفوری یادونه: دا مقاله مې په ۲۰۱۸ کال لیکلې ده…

«
»

زمونږکلي اوبانډې یولسمه برخه

 

said_afghani

د سولې اوتفاهم دلارې مبارز

مولانا محمدسعید سعید افغاني لنډه پیژندنه،لیکنې اواثار:

علامه دوکتورمحمدسعید«سعید افغاني»زمونږدهیوادمشهورعالم،لیکوال ،مولف،استاد اواجتماعي شخصیت وچې تل یې دسولې،ترقي ، وروري ، برابري او تفـاهم  لپـاره مبارزه کوله، ددې نومیالی پوه دروند نوم هم په وطن کښې اوهم دنړی په نوروهیوادونـو کښې خپوراو مشهور دی۰

محمد سعید په کال  ۱۳۰۰هجری شمسی ( ۱۹۲۲میلادی ) کی دلغمان ولایت دخیرآباد په کلي کې ژوند ته سترګې پرانیستې ،هغه دخپل  دپـلار مولانا غازي عبدالمجید « رحمهّ الله علیه » چه د خپل وخت له مشهور مجاهدو ،مدرسانو اوهم د لغمان ولایت د تیګړو د ښار د جامع  جومات خطیب او دقادري طریقې دمشهوروماذونانوڅخه و،اوهم دنورو مخورو روحانیونو څخه ،خپلې لومړنۍ زده کـړې وکړې او هملته  ښایسته  ښه مـلا شو۰

وروسته بیا محمد سعید  دکابل دعربي  دارالعلوم ته شامـل شو،کله چې په  ۱۳۲۵هجری شمسي کال دغـې مدرسې نه فارغـیده  اوپه سریې د مولوي توب پکړۍ وتړله شوه،دخارق العاده استعدادپه اساس سمدستي همدلته د استاد په حیـث  (  کادر علمي ) مقـررشو ، او بـیا د ننګرهار دنجم المدارس دمدیرپه حیث وټاکل شو .

یوڅه موده دپوهنې او روزنی د وزارت د مسلکي  تدریساتو غـړی شو او بیا بیرته د نجم المدارس مدیراو وروسته د حبیبیې لیسې ته ددیني علومو ښوونکی په حیث را  بدل  شو۰

سعید افغاني په  ۱۳۴۲هجری شمسی  کال مصـرته ولاړ اوتـر ۱۳۴۷ هجری شمسي کاله پورې په « جامة الازهر » کښې دفلسفي اوالهیاتو په زده کړه بوخت و،اوڅه موده په قـاهره کې دپښتو رادیو یي خپرونو نطاق اوآمر هم و۰   

سعید افغاني همدلته یی دهیوادتاریخ نړیوالواوعربي نړی ته پراخه ور معرفي کړاوخپله یی هم دعربي نړۍ له هغوآثاروڅخه چې د افغانستان اوافغاني شخصیتونو په هکله لیکل شوی ووخپلې تاریخي څیړنې مخته بوتلې،ده په( پښتودری او عربي)ژبوآثارولیکل اوپه هغو دوو مشهورو آثاروسره چې دسیدجمال الدین افغـان اوخواجه عبدالله انصـارپه هکله یې په عربي ژبه ولیکل دغـودووځانګړو افغاني شخصیتونوته چې یو یې د سیاست او فلسفې د ډګـر وتلی  شخصیت  واو بل یې په تصـوف کې ځانکړی مقام درلود تلپاتې والی وبا ښه . او په خاص ډول هغه د اسلام دیـن چه د  « عشق ،محبت ، عاطفې ، صلح اوسلم » پر بنیاد ؛ اسماني دین دی ،بشریت ته ورمعرفي  کـړ۰

سعید افغاني دخدایي استعداد په اساس په څلورنیمو کالو کې د الازهر  پوهنتون څخه « لیسانس ،ماستري او دوکتورا)  واخسته او وطن ته راستون  شو ، نو لومړی  د عالي دارالمعلمین  د استاد په ټوګه دنده تر سره کړه او بیا ورسته د کابل  پولي تخنیک  ته ولاړ۰  

د هغه ملي ،  ټولنیز ،عدالت  خوښونکی شخصیت هغه  وخت  ښه و ځلید  چې دې دکابل پوهنتون او کابل  پولي تخنیک ته عمدتآ د  تاریخ  د استادپه توګه راغی ،او د وخت دمحصلانو اواستادانو د دموکراتیکو مبارزوله لړۍ سره دخپل  دیني اومذهبي مقام له ساتلوسره سم یوځای شو اوهمدلته دکابل پوهنتون داستادانو له خوا دهغه وخت داستادانود اتحادیې غړی او بیا دعـالي شورا د مـرستیال په توګه  انتخاب  شـو۰

استادسعید افغاني دکابل پوهنتون،کابل پولی تخنیک اوعالي دارالمعلمین داستادی په وخت کې د ځوانو محصلانو او استادانـو له ځانګړی احترام څخه برخمن، او هغوئ ته به یې د ژونـد او مبـارزی په هکله د ارزښت وړمشورې ورکولې،دده ټو لنیزشخصیت دومره اوچت وچې آن دښمنان یې هـم د ده په  وړانـدی سر ټیټولو ته  مجـبور و۰

واقعیت دا دی چې د روحانیت په مقام کې داسې اشخاص لکه دعلامه سعید افغاني ، په څیر مونږ ډیرکم پیژنوځکه دی هم عالم وهم روحاني ،هم ملا واوهـم خطیب،هـم سیاست مدارو اوهم پخپله  لیاره کې ریښتنی ، هم په فلسفه کې وارد واوهم په الهیاتوکې ، ده هم په دیني علوم کې لاس درلوده اوهم په اجتماعي علومو کې، دی هـم  محقق وو  او هـم  ژورنالیست ،لنډه  داچې دی خپل رول یې د یو واقـعي  افغان او واقعي مسلمان په حیث په نړیواله  سطح  کې ولو با وه ، اوهم پیشقدم  وو۰

علامه سعیدافغاني له بشري ټولنې سره له هرډول توپیراوتبعیض پرته مینه درلـوده او د نړۍ والې  سولې یو پیژنـدل شـوی  مبـارز و ، ده نه یـواځې په زیاتو نړیوالوهغوسیمینارونـو کې بـرخه واخیسته  چی سولې  ته وقف شوی واوپدې مبارزې کې یې دابوعلي ابن سینازرمې  کالیزې جــایزه ترلاسه کـړه بلکې ده د«هستوي جنګ » ترنامه لاندې یوداسې ژوندی اوعلمي تحقیقاتي اثر ولیکه اوچاپ شو ، چې  نن یی  د سولی  په برخه کې دلیکل شوي آثارله ډیرې غـوره نمونې  څخه  ګڼلی  شـو،  دغه اثر اوس په  ملي او نړیواله  سطحه یو تحقیقاتي  منل شوی اثر   ګڼل  شویدی۰

سعیدافغاني آن دروانې پیړۍ څلورمې لسیزېږ په پیل کې ځانګړې هڅې وکړې چې په هیواد کې د ملي  یووالـي  لپاره  د یو پراخه ملي جبهې ضرورت خلکو ته په ګوته کړل او هغه دیو داسې  ټـولنیز پرمختګ او ټـولنیزبدلون سره چې دبیعدالتیوکمپله ټوله کړي مینه درلوده ،په همدې وجه وچې په کال « ۱۳۵هجری شمسي» کښې د قضاعالي شـوراغـړی اوورپسی دتمیزدعالي  محکمي ریس ( قاضي القضات) شــو،وروسته داسلامي شئونو وزارت په راس کې ټاکل شـو،او بیادوخت دملي جبهې مرستیال اوهـم دعلما او روحانیون عمومي مشر شــو۰

           

دعـلامه سعيدافغاني لیکل شوي آثاراو تاليفات :

ــ شيخ الااسلام عبدالله الانصاری الهروی، په عربی ژبه ،د چاپ کال  ۱۹۶۷ ۰

 ــ نابغة الشرق سيد جمال الدين الافغانی ، په عربی  ژبه د چاپ کال  ۰۱۹۶۷

ــ د شرق نابغه سيدجمال الدين افغاني ،په پښتو ژبه، چاپ  ۱۳۵۵ .

ــ افغانستان ، تاریخآ  و حضارتآ  و کفاحآ ،په عربی ژبه  ، ناچاپ .    

ــ العقیده الاسلامیه وآرا المعتزله والاشاعره والماتریدیه واختلافاتهم ۰

ــ الاشارات و التبهات  ابن سينا، په پښتو ژبه ، دچاپ کال ۱۳۵۹ .

                            ــ تفسير، دیو لسم ټولګی لپاره په  پښتوژبه۰

ــ  تفسير ، د یو لسم ټولګی لپاره په  دری ژبه  .                    

ــ  عقايد ، درسی  کتاب ۰                                                                                

ــ  منطق ــ   درسی   کتاب .                                               

 ــ  اساسات  اسلام به نګاه علم  و فلسفه  ــ  د دارالمعلمین ۱۳صنف لپاره.

ــ  اساسات اسلام از نگاه علم و فلسفه، د دارالمعلمین ۱۴ صنف لپاره.

ــ  کلتوراسلام از نگاه علم و فلسفه،په دری ژبه، د  ۱۳۴۹ کال  چاپ .

ــ  مختصر تاريخ افغانستان و دول متمدن اسلام .  پوليتخنيک کابل   .

ــ محمد« ص» رهبربزرگ اسلام،  د  ۱۳۶۳ کال ــ  چاپ ۰

ــ پلاروطنه ملی جبهه او يا دلته دتولنيزوستونزو د حل لار، د۱۳۶۲  کال چاپ .

ــ خطرجنگ هستوی ،په دری ژبه، د ۱۳۶۳هجری شمسی کال چاپ  .                  

ــ  انـدرزونه  ــ   په پښتو ژبه ، ناچاپ۰                                  

 ــ  آداب قاضی  ،  په دری  ژبه  .                                       

 ــ والصلح خير، صلح و آرامش از ديدگاه اسلام ، د  ۱۳۶۲کال چاپ .

                    ــ زندګی مسلمانان ، په دری ژبه دکال ۱۳۶۳ چاپ .  

                                      ــ انـدرزونه ــ  په  دری ژبه ،ناچاپ۰                                                        

– در باره ادیان و دین اسلام  ، په  دری  ژبه نا چاپ۰

– اخلاق و فلسفه،په دری ژبه نا چاپ۰

   ــ د نجات او کاميابي لپاره علم او فلسفي له نگاه، د ۱۳۷۰ کال چاپ .                       

 ــ امراض روحی  و معالجه آن  ناچاپ۰                                                               

 ــ الاخلاق و التصوف  ـ په عربی ژبه  ، ناچاپ۰                                                 

ــ سفر، د ۱۹۸۲ میلادی کال  چاپ۰                                                                  

ــ خلاصه اندرزها و نصایح سودمند برای ستاژیران قضا ،  چاپ۰                        

ــ  ارکان ، شرایط  و احکام نکاح ــ   ناچاپ .                                                      

  ــ طبیب بګو مرضم چه و چاره چیست ؟  ،  ناچاپ .                                            

     ــ  مبادی  اسلام ،   د  ۱۳۶۹ کال  ـ  چاپ .                                                          

  ــ  حاکمیت  انقلابی ،  نا چاپ .                                                                           

 ــ   تعبیر  ــ   په  پښتو ژبه ــ  ناچاپ .                                                               

 ــ د باختر اطلاعاتی اژانس مطبوعاتی مصاحبه ـ  د ۱۳۴۷ کال  .                              

 ــ انقلابی افکار ، هڅی او هیلی  ــ  ناچاپ .                                                         

ــ  زما ژوند  ناچاپ ۰

سعید افغانی ددوه زرونه زیات مذهبی ،فلسفی ،تصوفی ،اجتماعي و ادبی  مقالی لیکلی چه په خاص ډول دی « انيس ، هيـواد، پامير ،  کاروان  ، ننگرهار ، پيام حق و قضا  » په  روز نامو او مجلو کی  خپری  شوی  دی۰

عـلامه  سعید افغانی  د ۱۳۶۴  د حوت په  او ومه «  د  ۱۹۸۵د  فبروری ۲۵مه» دافغانستان د طـبی علومواکادمی په روغتون کښی ؛مهـربان، خواخوږی اوتپاند زړه و دریـد او په سبایی په کابل  کښی ،  دجابرانصار« علیه الرحمة » دمـزارتر څنګ ، دشهدای صالحیـن په هـدیره کښی  په درناوی خاورو ته  و سپارل شـو۰

انالله وانا الیه راجعون

  «   روح  دې  ښاد وي  »

امین یارب العالمین