افغانستان؛ کشوری که توسعه در آن چند بار متوقف شد

نگاهی تاریخی و فرهنگی به «آغازهای ناتمام»، از دولت‌سازی تا…

نــذر

سعید، ماشینش را جلوی در ورودی امامزاده پارک کرد. پیاده…

انشاء

خانم "میر"، معلم کلاس سوم "شهید شمسه"، رو به دانش‌آموزان…

اسراف

"رها" دست مادرش را سفت گرفته بود، که در شلوغی…

از افغانستان تا هرمز؛ وقتی بحران‌های منطقه به یک زنجیره…

وحیدالله نورزی Wahidullah Noorzai Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist |…

عدالت در اسلام !

شیخ الاسلام امام ابن تیمیه می گوید . ان الله…

 افغانستان در بن‌بست پیچیده؛ روزنه‌های امید برای گشایش

 نویسنده: مهرالدین مشید قومی‌سازی جنگ؛ ترفند طالبان برای بقای انحصار قدرت  این…

مکثی بر طرح «ضرورت عقلانیت سیاسی، واقعبینی و گفتگوی سیاسی»

نوشته از بصیر دهزاد برای اولین بار است که ، بعد…

  نوستالژی انقلابی رمانتیسم فقرو بیچارگی

Victor Hugo (1802- 1885 ) آرام بختیاری آثار هوگو؛ مدرن، روشنگر، اخلاقی،…

فراتر از فروپاشی: چرا دولت‌ها پیش از سقوط، از درون…

تحلیلی نهادی از افغانستان و منطق سرایت بحران در منطقه وحیدالله…

من مسئول اعمال خودم هستم، نه مسئول اشتباه هم‌تبارانم

 نور محمد غفوری اگر سخنانی که از نام رحمت‌الله نبیل در…

جوردانو برونو ( بخش دوم ) 

« اندیشه‌ای فراتر از مرزهای زمانه »  تهیه و تدوین :…

افغانستان پس از پنج سال طالبان؛ ثبات واقعی یا آرامش…

وحیدالله نورزی افسر ارشد نظامی سابق، استراتژیست میدانی و تحلیل‌گر امنیتی…

افغانستان؛ تشنه رهبران آگاه و مدیران صادق، نه غارتگران قدرت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان به رهبران آگاه و مدیران صادق و…

از ضعف نهاد در افغانستان تا سرایت ناامنی در منطقه…

وحیدالله نورزی Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military & Security Analyst Strategic…

سیاسي ګوند، سازماني جوړښت او د دموکراتیکې رهبرۍ بنسټونه

نور محمد غفوری لنډیز سیاسي ګوندونه د معاصرو سیاسي نظامونو له مهمو سازماني…

وقتی ثبات به تله امنیتی تبدیل می‌شود: افغانستان، طالبان و…

نویسنده: وحیدالله نورزی افسر ارشد سابق پولیس ملی افغانستان | تحلیل‌گر…

عقاب ها پرپر می شوند؛ اما پرواز شان ادامه دارد

 نویسنده: مهرالدین مشید پرپر شدن عقاب‌ها؛ خاموشی پرواز نیست عقاب‌ های آزادی…

طلسم زمان

رسول پویان دل از طلـسـم زمان عـاشـقانـه بیرون شد قفس شکست و…

جنایات حفیظ الله امین

روایت دردی از هزاران درد بی‌درمان هم‌وطنان ما محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان مکتب…

«
»

زمونږکلي اوبانډې نهمه برخه

      د سمیع الدین افغاني لیکلنه 

خوږ ژبی سندرغاړی مرحوم ماجتي  

 

ماجتي چې تل به یې پاکې جامې په تن وې اودپالاوۍ لنګۍ شمله به یې نیغه دروله دموسیقي دډیرالاتولکه هارمونیه،اکاردیون،ماندولین،ګیتار، شپیلۍ اونورسره پوره اشنایي او مهارت درلود، تل به د دغو موسیقي  الاتو څخه یو ورسره لیدل کیده۰

 

ماجتي همیشه د خوښیو په محفلونوکې خوږې سندرې کولې چې ډیری سندرې یې دمینې اومحبت سندرې وې اوپه ډېر سوزاوګداز به یې خپلو مینه والوته په هنري محافلو کې اورولې ۰

 

له سندروڅخه یې داسې معلومیده چې هغه به چیرته زړه بایللی وي او دچاپه پټه مینه کې سوزیږي اوهمدې مینې دی شاعري ته هڅولی دی چې په حقیقت کې همداسې هم وه۰هغه به د خپلې پټې مینې اظهار په سندرو کې داسې کوه :

 

مین  چې شومه  په  ګل ببو

ستي یې کړمه په سرو لمبو

 

په رښتیا سره د ګل ببومینې ماجتي ډیر زوروه ، دهغه دا سندره ډیره مشهوره شوه،چې ورسته بیاپه کابل رادیوکې چې هغه وخت په هیواد کې یواځینۍ رادیو وه ثبت اوکمپوز شوې وه اوتل به ددې رادیوله لارې اوریدل کیدله۰

 

ماجتي ورسته ددې کړاونوپه نتیجه کې په ناعلاجه رنځ اخته شوچې دا ناعلاجه مریضي دهغه وخت کې دنری رنځ مریضې وه چې دا رنځ هغه دمرګ اونابودۍ لوري ته بیوه داسې رنځ چې معالجې  ته یې هسې چې  لازمه وه امکان نه وه برابر ۰ماجتي هم د خپل راتلونکي په هکله ښه پوهیده،هغه په یوه بله سندره کې چې شعر او کمپوزیې خپل وه داسې ویل :

افسوس افسوس ځماپه حال چې مې ارمان پاته شو

لکه دګل پــه شان  نازک مـخ  دجــانان پــاته شو

 

د ځنـکدن  اخرسلګۍ دي ترماراشه اشنا

دا دواړه سترګې مې نیولي ستا دیدن لپاره

درقیــبانوپـــه  لمسون شولې  له ماکناره

په اخرت کې زمالاس ستاپه ګریبان پاته شو

لکه دګل په شان نازک مخ دجانان پاته شو

 

زنې مــې وتــړه په لاس دازمـادی وصیت

رابــاندې وایه څـــوکرتــه کلـمه دشهادت

روح مې داستاپه انتظاردی رانه غواړي رخصت

زماپه زړه کې دا داغونه د هجران پاته شو

لکه دګل په شان نازک مخ دجانان پاته شو

 

دجنازی کټ ته مې چیغه کړه چې لاړی اشنا

سبا دوخــته  پـــه مزارکې راته  وکړه دوعا

زماپه  شناختې باندې وکـــړه د زړګي تسلا

زمادقـــبرخــاورې تاته یو نشــــان پاته شو

لکه د ګل په شان نازک مخ دجانان پاته شو

 

داستا د سترګوپه ګولۍ زړګی زما شوقلم

ترسترګواوښکې تویومه سات په سات دم په دم

که  راتـه راکړې دوایـي دسرولبانوملهم

د ماجتي ځینې اخر دغه جــهـان پاته شو

لکه دګل په شان نازک مخ دجانان پاته شو

 

دا سندره زمونږ په کلیو اوبانډوکې ډیره مشهوره شوې وه او ورسته ماجتي د اسندره هم دکابل رادیوپه ستدیو ګانوکې ثبته کړه چې تل به ددې رادیو له لارې اوریدل کیده۰

 

ماجتي دنری رنځ په نتیجه کې په ځوانه ځواني  ورو ورو خپله روغتیا او صحي حالت له لاسه ورکاوه د هغه څخه په یوهنري محفل کې چا پوښتنه وکړه چې استاده صحت مو څنګه دی ؟ هغه په ځواب کې ورته وویل چې صحي حالت مې دومره داطمینان وړنه دی خو بیا هم کوښښ کوم ستاسو دخوښۍ په هیله څو سندرې تاسوته واوروم او د خپل دزړه خواله پدې سندرو کې له تاسو سره شریک کړم۰

 

په رښتیا سره ماجتي خوږ او دمینې ډک اوازدرلودچې له بده مرغه د ژوندکړاونواوروغتیایې حالت هغه ته نوردا فرصت ورنه کړه چې دهنر په برخه کې څو نورګامونه اوچت کړي اودخپلې مینـې اوارمانوغوټۍ یې وغوړیږي ۰

 

ماجتي د نري رنځ په نتیجه کې ومړ، ډیر مینه وال یې جنازې ته راغلي وه، د هغه جنازه یې د چهاردهې دشاه ګذربابا دتپو ترڅنګ خاوروتـه وسپارله،نوکله چې خلک دجنازه څخه راوګرځيدل،کلي ته درسیدوسره سم د هغه داسندره چې :    

افسوس افسوس ځماپه حال چې مې ارمان پاته شو

لکه  دګل  په ښان  نازک  مخ  د جـــانان پــاته شو

 

په هماغه شیبه دکابل رادیو له لارې خپره شوه، خلکو دلرې څخه ددې سندرې په اوریدلونورهم غمجن شول او دحسرت اوتا ثر اوښکې یې تر سترګو تویې شوې، اومرحوم ماجتي یې دخپلوهیلواو ارمانونو سره یو ځای خاوروته سپارلی وه،خدای دې وبښی اوروح دې ښاد اوآرام وي۰

 

يو ځوان ،هنري او ارثي استعداد

 

وه بيغوره ياره،رنګ ته مې ګوره

اوس مې وکړه ديدنونه

 

دنن څخه څلورلسيزې دمخه لاڅه وړاندې کله چې زه اوزمونږدعمر هلکان په مینځنۍ ښوونځۍ کې تعليم کاوه اودلغمان ولايت په کلواو بانډوکې مودخپل عمردنوې ځوانی خوږې شپې او ورځې تيرولې،په هغه زمان کې دولتي ميديا دومره پراخ فعاليت نه درلود ، داسې باور کيده،مسايل يا حوادث څنګه چې اوس په چټکی سره دخلکوغوږونو اواذهانو ته رسيږي،هغه وخت هم د هیوادپه ګوټ،ګوټ کې به ډيرې پيښې مينځ ته راتللې خودومره په ځغرده دخلکوترغوږونه رسيدې۰

 

په هغه وختونو کې دافغانستان په لويو ولاياتو کې لکه قندهار ، مزار شريف ، ننګرهاراويوشمير نورو ښارونو کې  دګوتوپه شمير ورځپانې ، مجلې اوجرايد دچاپه راوتلې چې اکثراځايي د دولتي ادارو کارکونکو ترې ګټه اخيستله ،عوامو ته بيا دومره په موقعې اطلاعات نه رسیده او د رسنیو څخه یې په موقع ګټه نشوه اخستلی ، خودا کار بيا په مرکزکې نسبي ښه وه،پدې ماناچې دوطـن دمشهورو ورځپانو،جرايدو او مجلوتر څنګ يوه راډيو هم فعاله وه چې دکابل راډيو تر نامه يې خپرونې کولې اودا راديودهيوادپه ګوټ، ګوټ کې داوريدلو وړوه اواکثره هيوادوالوبه ددې راډيونشرات تعقيبول۰

 

د کابل راډيودماهيت له نقطه نظره ښه وه، ښکلي پرګرامونه يې درلودل ، په هغه وخت کې دخبرنوترڅنګ ښکلې سندرې ډرامې او نور تفريحي پرګرامونه يې خپرول چې دهيوادوالو د پام وړګرځيدلي وه چې زما دغه ليکنه هم دهغه وخت دکابل راډيو څـخه ديوې ښکلې سـندرې خاطره ده چې ګرانولوستونکو سره يې شريکوم ٠

 

ددوبي دګرميوپه موسم کې مودکلي نه بهر د نيکه په بڼ کې خپلو نږدې دطبعې هلکانوته د ميلمستيا تياري نيوله، دنیکه دباغچې صوفه موپه ګلمونواوتوشکوفرش کړه اودفرش شوي ځای نه لږڅه وړاندې دپخلي لپاره مو نغری جوړ او د سون لرګي مو ورته برابراودکلي دهمزولوپه ګډون مودپخلي داړتیا وړمواد اولوازم ورته برابر کړل ٠

 

څه شيبه لانه وه تيره شوې چې ميلمانه راغلل، هلکانوچاپه پخلي چا په خبرواترواوڅوک په نورو سرګرميو اخته شول ٠ما هم چې دسطرنج د لوبې سره ليوالتيا لرله دخپل يو دوست سره دسـطرنج په لوبې بوخت شوم ٠

څوشيبې وروسته ډوډۍ تياره شوه ،ما دخپل دوست نه هيله وکړه چې اوس به سطرنج هم داسې هلته لرې کيږدو او د ملګرو سره به د ډوډۍ په تيارولو کې مرسته وکړو ٠

ملګري مې زما وړانديز و مانه ، سطرنج مو هلته لرې پـه يو مناسب   ځای کې کېښود او دواړو د دسترخوان په سمبالولو پيل وکړ ،ريښتيا چې هلکانو خوندوره ډوډۍ پخه کړې وه ٠

ډوډۍ مو یو ځای د میلمنو سره نوشجان کړه اود دسترخوان تر ټوليدو ورسته مااو ملګري موخپله پاتې دسطرنج لوبې ته ادامه ورکړه ٠مونږ پوره دڅوتختود سطـرنج لوبووروسته لږه دماغي ستړيا احساس کړه ٠مامې ملګر ته وويل :راځه سطرنج به بس کړواوددوستانوسره به ګپ ،شپ ولګوو ٠

ملګري مې هم ومنله،سطرنج موټول کړچې ګوروهلکانود تورو او شنو هيل داره چايو پطنوسونه دمساله دارې ګوړې ، کشمش او نخودو سره د ميلمنومخې ته کيښودل ٠

ماهم خپله وړه راډيوروښانه کړه اودرادیو ستنه مې دکابل راډيوپه پري کانسيوبرابره کړه چې په لمړي ځل مودښاغلي مزاري نجرابي په ښکلې اوماشومانه غږ کې دا سندره واوريدله٠

 

وه شالونګينه ياره

چاته مه وايه حالونه ياره

 

ما د قيامت تمه لرله يار ه

تا رانه واخستل بدې دنيالاسونه ياره

وه شالونګينه ياره٠٠٠٠

 

دا سندره د ښاغلي مزاري نجرابي په ښکلي او خواږه اواز کـې داسې ښکلی کمپوزشوی وه چې تمام ميلمانه اوهلکان ورته غـوږ غوږ شول اوپـوره خوند موتری واخـيست چې ددې سندرې خونداوخاطره تراوسه هم زمونږ دعمرهلکانو اوهيواد والو په ذهنونو کې پاتې ده ٠

 

داسندره دومره مشهوره شوې وه چې هره ورځ به د راديو افغانستان د فرمايشي سندروپه پروګرام کې نشرته رسيدله او خورا ډير اوريدونکي يې درلودل ٠

 

وختونه تيرشول زمونږدوطن دکورني اوبهرني دښمنانودناجايزه مداخلو په نتيجه کې زمونږهيواد دبدبختوسره مخ اودډيروقربانيوترڅنګ زمونږ ډيرشميرهيوادوال اجباري مهاجرتوته اړشول او اوس په نړۍ کې داسې ملک نشته چې هلته افغانان نه وي مهاجرشوي چې دا دمهاجرت څپیړو زما مخ هم راشين کړی دي او دخپل د ځوانۍ کلونه او وختونه مې لکه دنوروهيوادوالوپه څيرهره شيبه سترګوته دريږي ٠

 

رابه شو اصل مطلب ته :

د ورځو له يوي ورځې څخه مې خپلې ليکنې اوڅه شعرونه په کمپيوتر کې تنظيم کړل ٠لږ ستړی شوم ،کمپوترمې بندکړ اودتلويزون يا دميلمنو خونې ته راغلم زمونږتلويزون دستليت نه په استفادې سره اکثرا افغاني کانالونه نيسي ، همداچې تلويزون مې روښانه کړ ، دنوي ځوان سندر غاړي غږ مې ترغوږشو،چې دومره خوږ او ښکلی کليپ شوی وه چې نه پوهيږم ولې مې هغه دنيکه دباغچې دميلمستيا خاطره راپه زړه شوه اودښاغلي مزاري نجرابي دسندرې مينه مې پرې ماتوله٠سندره ما ددې ځايه واوريده:   

سبا به هغه ستر ګې ژاړي

په کومو سترګوچې نن کيږي ديدنونه

 

وه بيغوره ياره ، رنګ ته مې ګوره

اوس مې وکړه ديــدنونه

 

چې مې بيغوره يار خبريږي

په مابه جوړ وي تورو خاورو انبارونه

وه بيغوره ٠٠٠٠

 

سندره مې ترپایه  واوريده اوددي ځوان او خوږ ژبي هنرمند د پـيژندلو په لټه کې شوم چې ورسته له ډېروپوښتنو اومعلومات څخه دا پته راته ولګيده چې داځوان سندر غاړی ميرويس نجرابي نوميږي او د مرحوم خوږ ژبي سندر غاړي مزاري نجرابي ځوی دی چې د ښوونځی د درس اوتعليم ترڅنګ دپلار دسبک ،غږ او هنر وارث او پيروهم دي۰

 

سمیع الدین افغاني

نور بیا