این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

«
»

   دې ته مثبت بدلون وایي  

محمدآصف خواتی

څو ورځې مخکې مې په هالندکې  دیوه پیلوټ ملګري دزوی  په واده کې ګډون وکړ۰هلته مې دخپل ژوند د سختواوهمدارازدخوږوشیبویو شمیرپخواني ملګري ولیدل ،په لیدو یې ډیر خوښ اود مجلس څخه مې پوره خوندواخیست ۰ دواده دخوښیوډکومراسموته غوڅ اکثریت پوځیان رابلل شوي وو داځکه چې دزوم اوناوې پلرونه دواړه پخواني افسران وو۰ څرنګه چې زموږ په ودونوکې له پخوا څخه دمستوسندروسربیره ملي اتڼ دودګرزیدلی دۍ سندرغاړي په واده کې دګډون کونکوپخوانیو پیلوټانوڅخه هیله وکړه چې په ملي اتڼ سره دواده د خوښیوډکوشیبوته لانوره خوښي ډالۍ کړي۰ ددې اعلان وروسته  دپاخه عمرخاوندان پیلوټان چې ظاهرآ خوښ بریښیدل خوافسردګي یې په څیرو کې دپټیدو نه وه دسندرغاړي مخې ته راغلل، شمیریې دلسوتنوشاه اوخواه وو ،په یوه کتارکې ودریدل اوملي اتڼ یې پیل کړ۰ وروورونورو ګډونوالو داکتار لاپسې اوږدکړ۰ ددې اتڼ دسترګووړ برخه دهیواددپخواني پوځ هغه  پوځیان ووچې دتیرې پیړۍ په اویایمواواتیایموکلونو کې دپاکستان اوایران څخه درالیږل شووجنګیالیو په وړاندې جنګیدل۰ کله چې داتڼ مخکښو پیلوټانو د ملي اتڼ مختلف حرکتونه ترسره کول ماته دجلال آباد په جګړه کې دهغوی هغه مانورې او حرکتونه راپه یادشول چې دې زړورو هوابازانو په پاکستاني ملیشو، عربو ترهګرو اود هغوی په افغان ملګروترسره کول  او هغوی یې ځپل۰ ددې پیلوټانو اونوروافغان پوځیانو دمیړانې اوسرشندنو له برکته و چې  دپاکستاني جنرالانو هغه نخښه داوبو ځک شوه چې موخه یې د جلال آباد نیول اوهلته د آی ایس آی پواسطه دجوړوشووتنظیمونو د حکومت اعلانول و۰  داتڼ دختمیدو وروسته چې هرڅوک خپلو ځایونوته لاړل اومیدان تش پاتې شو ماته دهیواددهوايي ځواکونو هغه ۴۵۰ شکاري، بمبارد ،ترانسپورتي الوتکې او هلیکوپترونه اودوسلوال پوځ هغه زرګونه ټانکونه ،توپونه ،هاوانونه ، توغندي او نورپوځي تجهیزات  سترګو ته ودریدل چې دتنظیمونوپه واکمنیدو سره له منځه ولاړل۰ دامهال مې دخوښۍ پرځای د ژورخفګان او مایوسۍ احساس وکړ اوداپوښتنه راته پیداشوه چې ولې  دجهادي تنظیمونومشرانواو قوماندانانوددې وطن دبچیانوپه توګه دخپل هیواد دملي پوځ موډرنې وسلې اومحاربوي تخنیک چې هغه ملي  پانګه وه ونه ساتله اوکابل یې وران کړ ؟ ویل کیږي چې یوه الوتکه ددیرشو میلیونوډالروشاه اوخواه بیه لري چې پدې اساس یوازې د ۴۵۰الوتکو اوهلیکوپترو  بیه دیارلس نیم میلیاردډالر کیږي۰ یووخت نوازشریف  پاکستاني پارلمان ته ویلي وچې زه دافغانستان دپوځ دله منځه وړلو ویاړلرم۰ دتنظیمونوپواسطه  د افغانستان داردودله منځه وړنې  اودکابل له ورانولونه بریښي چې د تنظیمونود مشرتابه اصلي ماموریت دافغان پوځ دړې وړې کول اودکابل ورانول و کوم چې پاکستاني چارواکو ددوی په وړاندې ایښی و اودې ښاغلیودا ماموریت په پوره اخلاص اویماندارۍ سره ترسره کړ۰ دپیلوتانو داتڼ دختمیدو وروسته چې دافغانستان دپوځ ددړې وړې کیدوپه اندیښنوکې ډوب وم  زماسره په میزناست ملګري ته مې وویل چې بهربه تازه هوا تنفس کړواو بیرون ته ووتلو۰ دصالون په دروازه کې یو ږیرورځوان چې زما له ملګري سره یې پیژندګلوي لرله زموږخواته راغی اوروغبړ موسره وکړاوددې خوااوهغې خواه څخه خبرې پیل شوې۰ دخبرو په ترڅ کې  مې نوموړي ته  وویل چې اوس په اروپا کې دږیرې پریښودل موډ ګرزیدلی تاسې هم لکه چې ددې موډ پیروی کړې ده۰ نوموړي وویل چې نه ما دستر پیغمبرحضرت محمد(ص) سنت پرځای کړی دۍ اودا یې وویل: « زه څوورځې مخکې له افغانستان څخه راغلی یم۰ په هیواد کې مثبت بدلونونه راغلي اوپه خلکو کې نوې روحیه پیداشوې ده اوهغه داچې دږیروروکسانوډیردرناوی کیږي۰ که چیرې په کابل کې بس ( موټر) ته ږیرور که ځوان هم وي وخیژې اود بس څوکۍ  ډکې وي ځوانان نوموړي ږیرور ځوان ته د درناوي له کبله  خپله څوکۍ پریږدي نه داچې هلته دتاسوپه شان دپاخه عمر خاوندان چې ږیره ونلري ولاړوي۰» کله مې چې دنوموړي داډول توضیحات چې په خورا شد او مدیې اداکول اود مثبتو بدلونو خبره چې هغه دږیرې خاوند ته په درناوي کې خلاصه کیدله واوریدل حیران شوم چې اوس نو زموږ په وطن کې درناوي معیار ږیره ګرزیدلې ده نه پوهه اومشرتوب۰ پخوا به زموږپه هیواد کې خلکو اوپه ځانګړې توګه کشرانواوځوانانو مشرانو، دپاخه عمراودعلم پوهې خاوندانوته درناوی کاوه۰ خونن سبا دانسانانو ظواهرو ته ګوري او ږیره دانسان دغوره شخصیت اودرناوي معیارګرزیدلې ده او زما ځوان هیوادوال چې په اروپا کې ژوند هم کوي دې ته مثبت بدلون وایي۰ ما نوردنوموړي ځوان دڅرګندونو  زغم نه درلود اودوی ته مې وویل چې تاسوخپل مجلس ته دوام ورکړۍ زه ولاړم۰ دنوموړي ځوان څرګندونو د افغانستان دپوځ ددړې وړې کیدواودزرګونو پوځي باتجربه کدرونو د وزګارتیا په هکله زما چورتونه اواندیښنې هیرې کړې چې ښايي دوخت په تیریدو سره به افغان پوځ په  موډرنووسلو او پوځي تخنیک بیا سمبال شي اونوي کدرونه به وروزل شي خوکه داتفکرپه ټولنه کې مسلط شي چې دانسان دفضیلیت او شخصیت معیارږیره وي ، نه پوهه ، تقوا اووطندوستي دانو افغاني ټولنې داسې لویدنه ده چې جګول اوبیا په پښودرول یې خورا ستونزمن دي ۰ پدې ډول دواده دخوښۍ ډک مراسم ، دخپلو همسلکانواوهمکارانوسره دلیدنې خوږې شیبې په خفګان اومایوسۍ واوښتې  چې تردې مهاله مې داخبره په سرکې ګرزي راګرزي چې« ځوانان ږیرورځوان ته درناوی کوي نه ستاسوپه شان دپاخه عمرخاوندانو ته چې ږیره ونلري۰»

                                                       پای