نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

دکرزي له خبرو او جان کري له خړګي بکسو څخه څرګنديږي چې ستونزه حل شوه!

لیکوال:قاضي اسدالله (عزت)

د روان (۱۳۹۳) هـ ش کال د ولسمشرۍاو ولایتي شورا ګانو ټاکنوته  په (
۱۳۹۲)هـ ش کال کې نه یوازې ګاونډي هېوادونو بلکي امریکا، جرمني، جاپان،
هند او یو تعداد نورو هېوادو نو هم د پراخي درغلۍ او لاس وهني له پاره
منظم پلانونه طرحه کړي وه،چې د روان (۱۳۹۳) هـ ش کال ولسمشرۍ ته دځان
نومولو له پیل سره سم يادو هېوادونو هم په ډيرو زیاتو مصارفو د خپلو
پلانونو پلي کول پيل کړل چې ځینو هېوادونو پر خپلو زړو یارانوغږ وکړ تر
څو د ټاکنو په بهير کې درغلۍ ته ځان اماده کړي او یو تعداد نورو هېوادونو
د داسې نوماندانو ملاتړ  وکړ چې هغوی په ولس کې د نه محبوبیت او له ولس
څخه د لري پاته کېدو په وجه  د(۱۳۸۹) هـ ش کال  د ولسي جرګې په ټاکنوکې
هم بریالی شوي نه ول، د روان (۱۳۹۳) هـ ش کال د ولسمشرۍ ټاکنې په لومړي
دور کې بې نتیجې اعلان شوې چې د حمل د شپاړسمې نیټې په ټاکنو کې داتو (۸)
 نوماندانو له جملې څخه هېڅ یو نوماند ونه توانېدهچې په ټاکنوکې  ۵۰+۱
سلنه رایې ترلاسه کړي ترڅو د ریاست جمهوري څوکۍ ته لار ومومي.

خو د اتو (۸) نوماندانو له ډلې څخه دوه مخکښ نوماندان هر یو ډاکترعبدالله
عبدالله(۴۵) سلنه او ډاکتر اشرف غني احمدزی (۳۱) سلنه رایې ترلاسه کړه،چې
د قانون له مخې ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې او د جوزا په(۲۴)مه نېټه د
دواړو نوماندانو يعنې ډاکترعبدالله او ډاکتراشرف غني ترمنځ ټاکنې ترسره
شوې؛ د لومړي دور ټاکنو برعکس دوهم ځل د رایو ګڼه د ډاکترعبدالله په
پرتله د ډاکټر اشرف غني په خوا درنه ښکارېده؛ خود ټاکنو دورځې له
ختمېدوسره سم  ډاکتر عبدالله عبدالله د پراخو درغلیو او  د مقابل لوري د
یوملیون اضافه رایو خبر ورکړ او له انتخاباتي پروسې څخه یېپريکوناعلان
کړ؛ سوال دلته پيداکیږي،چې ډاکترعبدالله عبدالله دومره دقیق نظارت څنګه
وکولی شو، چې  خپلي رایې حساب او د سیال نوماند رایې هم حساب کړای شي او
بیا درغلۍ هم وجود ولري؟ نه!!!  عبدالله عبدالله د خپلو هغو ورکړل شو
وعدو پر بنیاد باندې د خپلي کامیابي اټکل کړی وه، چې نوموړي ته
دخارجیانوله خوا ورکړل شوې وې.

دویم سوال دعبدالله عبدالله په لومړي پړاوکې دپراخو درغلیو په اړه  دی؛
ولې چا هیڅ ونه ویل؟؟!!؛ ځکه  که عبدالله عبدالله  په لومړي پړاوکې لوړه
رایه نه وای ترلاسه کړې نو په دوهم پړاو کې یې بیا د موازي حکومت اعلان
نه کاوه ، نه به یې دټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء ریس ضیاءالحق امرخیل
له دندې ګوښه کول غوښتل اونه یې د نړی والي ټولنې مداخله اړینه بلله،
عبدالله عبدالله  دپراخو رایو دقرنطين ترڅنګ دامرخیل لرې کول هم ضرور
وبلل او وې ویل: چې تر څو د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء ریس ضیاءالحق
امرخیل له دندې څخه ګوښه شوی نه وي، نوموړی به د کمیسون پر هیڅ کړنه او
پرېکړه باور ونه کړي او نه به د رایو د ګڼلوپه بهیر کې ونډه واخلي؛
دعبدالله عبدالله له دغوڅرګندونو سره سم  د ټاکنوخپلواک کمیسیون د
دارالانشاء ریس ضیاءالحق امرخیل له خپلي دندې څخه استعفاء وکړه.

مګر ډاکترعبدالله د ضیاءالحق امرخیل له استعفاء وروسته بیا هم د خپلو حقه
 حقوقو ترنامه لاندې په لاریونونو باندې پیل وکړ او له نړی والي ټولنې
څخه یې غوښتنه  وکړه تر څو د رایو د ګڼلو او تفتیش په بهیر کې مداخله
وکړي او د نوموړي د سیال نوماند ډاکتر اشرف غني یوملیون جعلي رایه؛ البته
دعبدالله عبدالله په وینا باطلي او دی بریالی اعلان کړي؛ د روان (
۱۳۹۳)هـ ش کال ټاکنوته دافغان ولس په ځانګړي ډول د کرزي تشویشونه، دټاکنو
دپیل له بهیر سره سم ورځ په ورځ رښتیا او لا یې د رښتیا کېدو لړۍ روانه
وه،د امریکا د متحدو  ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري د( ۱۳۹۳) هـ
شکال د چنګاښ پر ( ۲۰)  نېټه د ټاکنیزو ستونزو د حل په موخه   افغانستان
ته راغلی و،  د نوموړي د راتګ پرمهال باندې ما یوه لیکنه د (جان کري دحل
پرځای ستونزي راوړې)تر عنوان لاندې کړې وه، چې په هغه لیکنه کې مې
دحامدکرزي هغه تشویشي خبري،چې امریکا ته په افغانستان کې د نظامي اډو د
ورکړې په موخه د مشورتي جرګې تر نامه لاندې جوړې شوې غونډې ته کولې لیکلې
وې؛ نوموړي په خپلو خبرو کې  د(۱۳۹۳ ) هـ ش کال ټاکنو ته په اشارې سره
خپل تشویش داسې څرګند کړ، چې د مشورتي جرګې تر دائرېدو درې ورځې  مخکې ما
په افغانستان کې د امریکا سفیر او جنرال ډانفورډ سره غونډه درلوده او په
غونډه کې مو د افغانستان او امریکا تر منځ  د نظامي اډو د لاسلیک پرمادو
خبري کولې، چې ددې تړون پر دریمه ماده باندې سره جوړ نه شو،په دریمه ماده
کې امریکا غوښتنه درلوده چې پرته  د افغان ځواکونو له اجازې څخه موږ خپل
سري عملیات دافغانستان په خاوره کې کولی شو؛ د ښاغلي کرزي په وینا چې موږ
 ورسره دا ماده و نه منله او وروسته له ډیرو خبرو هم پر دې مادې سره جوړ
نه شولو چې امریکایي ځواکونه به په افغانستان کې خپل سري عملیات کوي؛
جمهور رييس حامد کرزي وویل چې ما د امریکا سفیرته وویل: چې ستاسو څه بېړه
ده او ولې کوښښ کوی چې دا قرارداد له موږ  (اوسني حکومت)سره امضاء کړی،
ولي صبرنه کوئ چې پنځه میاشتې وروسته زموږ  نوی حکومت راځي او هغه حکومت
به بیا پنځه کاله وخت لري اوتاسو له نوي ریس جمهور سره دا قرارداد
امضاءکړی؟  کرزي ویل:چې ماته دامریکا سفیر په ځواب کې وویل: نه موږ خپل
پروګرام لرو او بل دا چې ستاسو د(۱۳۹۳) هـ شکال ټاکنې کېدای شي ،چې دوهم
پړوا ته  وغځیږي او پایلي یې ممکن پنځه شپږ میاشتې وځنډیږي…

زما په فکر،چې دامریکا دسفیرخبره  ډیره  پرځای وه؛ځکه چې دافغانستان د
روان (۱۳۹۳) هـ ش کال د ولسمشرۍاو ولایتي شورا ګانو دټاکنو پلان امریکا
جوړکړی او دپلي کولو له پاره یې افغان دولت ته ورکړی و، په دې شرط چې
نتېجې يې بېرته امریکا اعلانوي؛ مګر بیاهم دومره ویلی شم، چې امریکا
دافغانانو هغه امیدونه چې راتلونکي ولسمشر یا راتلونکي حکومت ته یې
درلودل ترپښولاندې کړل، دافغانانو تر ټولو غټ امید دا و، چې طالبان به له
نوي حکومت سره سوله وکړي مګر په ايتلافي حکومت کې ټول هغه اشخاص ګډېدونکي
دي چې دتیري (۲۰)کلني جګړې په شمول دکرزي په (۱۳)کلنه دوره کې هم  د
طالبانو سخت مخالف پاتي شوي دي،نو دا هغه امید وه چې که ایتلافي حکومت نه
وای جوړ شوی طالبانو له نوي ریس جمهور او نوي حکومت سره خبروته غاړه ايښې
وای مګر زه فکر کوم، چې اوس به د تېر په څېر یوځل بیا هم له طالبانو سره
خبري کول یوستونزمن کار وي.

دجان کري تر راتګ دوه ورځي مخکې د ولسمشر وياند ايمل فيضي له پژواک خبری
اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل  چې موږ يوازې يو پلان لرو او هغه دا
دی، چې بايدد ميلادي  مياشتې د اګسټ  تر( ٢٥) مې نېټې پورې د ټاکنو
وروستی پايلې اعلان شي او  د همدې مياشتې تر پايه  بايد د نوي ولسمشر د
لوړې مراسم هم تر سره شي،          نوموړي وويل چې په راتلونکو  دوه
نړيوالو غونډو کې چې يوه يې د ناټو غونډه او بلې يې د ملګرو ملتونو کلنۍ
غونډه ده  نوى ولسمشر ګډون وکړي.

د فيضي په خبره چې زموږ دپلان یوه برخه دا ده چې د اګسټ  تر ( ٢٥) مې
پورې بايد د ټاکنو پايلې نهايي او د اګست تر پايه قدرت انتقال شي ،بل
بديل نه لرو او نه پرې کار کوو.

دفیضي له خبرو او دجان کري له خړګي بکسونوڅخه داسې څرګندیږي چې دټاکنو د
شوموستونزو د حل په موخه د دا د جان کري اخیرنی سفر د افغانستان په لوری
ی  اوښاغلی کري به  دا ځل د ټاکنو د نتایجو د اعلان خبره نهایي کړي؛ که
چېرته د ډاکټراشرف غني او ډاکټرعبدالله عبدالله ترمنځ پر دولتي څوکیو جوړ
جاړی و نه  شو  نو د عبدالله عبدالله د غوښتنو په بدل کې به  عبدالله ته
د تېرپه څېر پیسې ورکړي.