نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

دهیواد ویده مشران او د بیکارۍ بحران

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د یوه عادي دولتي مامور معاش د ۵۰۰۰ او ۳۲۵۰۰ افغانیو تر منځ دی او پر دې سربیره د دولتي اجیرانو معاش د ۳۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ دی خو یو شمیر چارواکي شته چې د ۶۰۰۰ امریکایې ډالرو نیولی تر ۲۰۰۰۰ امریکایې ډالرو پورې میاشتنۍ تنخواوې لري. له دې ورهاخوا فوق العاده امیتاز، سیاسي پاسپورت او دسترخوان هم ورکول کیږي. تر څنګ یې دریمه ډله خلک هم شته چې د خوراک لپاره یوه مړۍ ډوډۍ نلري، د پوښاک لپاره له خیراتي کالیو پرته خپل کالي نلري او د ورځني ژوند د ا ړتیاوو د پوره کولو لپاره هیڅ کار نلري.

د ګډ حکومت مشرانو د خپلو کمپاینو پر مهال ولس ته غوړې غوړې ژمنې ورکولې، غر به یې ورته غوښه او سیند به یې ښوروا کړ، ویل به یې چې د بېکاريو کچه به راکښته ‌او د اوږدمهاله کار زمینه به برابروي. د ولس په دسترخوان کې به بدلون راولي؛ همداراز غني به د ټاکنو پر مهال هېڅ افغان تر بل افغان کم نه ګڼلو، د ارګ او مسجد تر منځ د واټن د لمنځه وړلو خبره یې کوله، د  امنیت ټينګښت او سولې راوستو اړوند یې سینه ډبوله ، یو میلیون بې کاره خلکو ته یې د کار زمینې برابرولو ژمنه کوله، کار یې اهل کار ته سپارلو، حکومت یې د روابطو نه بلکې د ضوابطو پر بنسټ جوړولو او تر ټولو مهمه د اقتصاد او دولت جوړول وو، ځکه دی د ورانو شویو دولتونو د بیا جوړولو اړوند کتاب څښتن دی.

خو اوس دا دی تاسې په خپله قضاوت وکړۍ او د ګډ حکومت د مشرانو د تیرو ژمنو سره اوسنی کار یې پرتله کړۍ. آیا بیکاري له منځه ولاړه او که لاپسې یو میلون په کار بوخت ځوانان مو بیکاره شول؟
آیا د ولس په دسترخوان کې مثبت بدلون راغی او که له دسترخوان څخه هغه شته نیمه ډوډۍ هم ورکه شوه؟
آیا د ارګ او مسجد واټن کم شو او که په لوی لاس ولس له دولته واټن پيدا کړ؟ آیا امنیت ښه شو، په هیواد کې د سولې څرک هم وینۍ او که په خپل کور کې هم له ا نفجار او ا نتحار خوندي نه یو؟
آیا کار اهل کار ته سپارل شوی او که په لوی لاس د ګوندي او سمتي ملحوظاتو په اساس اوس هم ګمارل او ګوښه کول روان دی؟
آیا په ادارتو کې د روابطو ځای ضوابطو نیولی دی؟
او تر ټولو مهمه دا چې د هیواد اقتصادي حالت مو څومره ښه والی کړی دی ؟ او څومره پانګه او پانګوال مو هیواد ته بیرته راستانه کړي دي؟

ځواب روښانه دی، هر څه یې د ورکړل شویو ژمنو خلاف کړي دي. یوازې د بشري ځواک اړوند اشاره کوو چې ځوانانو مو نه يوازې نوې دندې پيدا نه کړې بلکه له شتو دندو هم ګوښه شول او ډيری ځوانان بيکاره دي. بیکاره ځوانان له هیواده تیښتې ته اړ شوي دي. هره ورځ سلګونو ځوانان ګاونډيو، عربی هیوادونو او اروپایې هیوادونو ته ځي. د انسان د قاچاق کونکو بازار هم ښه ګرم دی. ډيری ځوانان مو په سیندونو کې د ماهیانو او په ځنګلونو کې د حیواناتو خوراک شول.

تاسې پخپله فکر وکړۍ؛ هر کال په زرګونو ځوانان له پوهنتونو فارغيږي دوی هم په بیکارانو ور ډيريږي، دا شمېر کرار کرار میلیونونو ته رسيدونکی دی. په يو هیواد کې چې په يو کور کې په شلو تنو کې يو يي کار کوي او هغه هم بیکاره شي د ۲۱ تنو لوږه ستر ټولنيز او انساني ناورین نه دی؟
دا ناورين بايد اساسي حل شوی وی خو حل نه شو بلکه لا پسې ډير شو.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخي اوس په افغانستان کې د کار پر شرایطو برابر ۱۲ میلیونه وګړي شته چې ۴ میلیونه يې بېکاره دي. د دغه وزارت شمېرې ښيي چې په ټول هیواد کې ۲۵ سلنه د کار پر شرایطو برابر وګړي بېکاره دي. په هیواد کې د کاري اسانتیاوو نه شتون د دې سبب شوی دی، چې تر دری میلیون ډېر ځوانان په نشو اخته شي. په ګڼ شمیر ولایتونو کې په ځانګړي ډول د کابل پر سیند او ځینو نورو ځایونو کې تر پلونو لاندي او د خځلو په ځایونو کې میلیونونه نشه یان په داسې حال کې ژوند کوي چې د ځان ساتني له پاره یې هیڅ ډول پام نه وي.

دا یوازنۍ ستونزه نه ده چې باید یاده شي په دغه هیواد کې نږدې دوه میلیونه ماشومان درانه کارونه کوي چې د قانون له مخې یې باید مخنوی وشي. ددغه ټولو حقیقتونو په درک کولو سره دې پایلې ته رسیږو چې په هیواد کې د اوسنۍ ټولې بیکارۍ او ناورین اصلي عاملین د ګډ حکومت مشران دي چې باید ولس ته ځواب ورکړي.