این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

 شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری

شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری نشریه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان

اقرار 

نوشته نذير ظفرپير  شدم   مرد  جوان  نيستملايق      الطاف …

نورم‌ها و ارزش‌های اجتماعی

 این مقاله نخستین‌بار در اوایل ماه می سال ۲۰۱۷ میلادی، در رسانه‌های…

محبتگاه عشق

رسول پویان زلف چین چین دام صید وتیغ ابرو قاتل است در…

افغانستان و «حاشیه نشینی ژئوپلیتیکی» در نظام بین الملل

نویسنده: مهرالدین مشید از اسیب پذیری ژئوپلیتیک تا نبود مشروعیت؛ «پاشنۀ…

در برابر جنایات ضد انسانی حلقه انسانیت ستیز طالبانیزم باید…

بصیر دهزاد  در هفته های اخیر افغانستان شاهد تشدید ارتکاب یک سلسله جرایم و…

از شمس النهار  و تجدد 

تا : نشريه «شريعت  » و تعصب کور ملا کراسی طالبانی  مصداق حال ما کلام شاعر…

 کاسیرر؛ فلسفه یعنی تئوری شناخت

آرام بختیاری تئوری شناخت جناب کاسیرر؛ متافیزیکی و لیبرالی است.   ارنست کاسیرر(1945-1874.م)،…

هجرت و تمدن؛ از زایش تمدن‌ها تا زایش بحران‌ ها

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دوگانه هجرت؛ دیروز امید، امروز اضطراب هجرت به‌عنوان…

طالبان؛ اسطوره شکست ناپذیر با پاشنه اشیل

نویسنده: مهرالدین مشید توهم اقتدار پایدار؛ از فروپاشی امپراتوری‌ها تا شکست طالبان ظهور…

قربانی یاری شو!

امین الله مفکر امینی    2026-02-05! قربانی یاری شو که قربانــــت شـــــــــود     بوقتی سختی…

سلطنت مطلقه ؛ آنارشی جنگل گرگ ها

Hobbes , Thomas (1588-1679) آرام بختیاری هابس؛ فیلسوف سیاسی سلطنت مطلقه.  توماس هابس(1679-1588.م)،…

پایان یا بازتولید قدرت؛ طالبان در آستانه یک چرخش سرنوشت‌…

نویسنده: مهرالدین مشید حاکمیت طالبان و سناریو های آینده؛ تغییر از…

تکنولوژی یا تخیل؟ هارپ در میان واقعیت و توطئه 

از یوتیوب تا توهم خدایی: کالبدشکافی یک روایت خطرناک سلیمان کبیر…

بگذریـــد!

امین الله مفکر امینی          2026-27-04! بـگذرید زحرف وسخن های ممــلو ا زریـــــــــا نـــــدارد…

شب سیاه

رسول پویان شب سیاهی گریخته ماهی، شکـسته چنگی گـرفته نایی سحـر نیامد…

«
»

دافغانانو نه ېې خوب غلا کړۍ

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د دسامبر ۲۱مه ۲۰۱۵کال
د انسانانو او حیواناتو خلاصه ټولو ژوندیو مخلوقاتو له پاره خوب یو ډیر مهم او اساسي رکن د ژوند شمیرل کیژي ، بی خوبې یوه ورځ ، یو شبانه روز ، یوه هفته انساننه شي تحمل کولای اوانسان ډیر خسته کوې ، اعصاب ېې خرابوي ، د ژوند ټول امورات ورته فلجوی ، اکثریت استخباراتی او کشفی ارګانونه د زندایانود تحقیقاتو له پاره له نورو ډیرو جزاګانو تر څنګ بیخوبی او ددغو څخه استفاده د زندانیانو په مورد ډیره موثره مبارزه شمیري ، بیخوبه انسان ډیرکم فکر کولای شي چې څه ووایی ، کوم ځواب درست دی یا غلط دی ، بیخوبه انسان یعنی فقط یو ژوندي کالبد ته ویل کیژي ، یوه بې حسه انسان ته ویل کیژي ، څنګه کولای شو د بیخوبه کسانو نه د مثبتو او مفیدو کارو طمع ولرو ، د افغانستان له اکثریت خلکو نه زموږ دشمنانو خوب غلا کړۍ خوب ېې ورنه اخیستۍ دی ، ځکه دوی چې دزړه ټوټې او زړو سرونه ېې ورنه اخیستی یعنی وژلي یا ترور کړي او دوی ېې دویر او ماتم په تغر کینولي دی نو ددوی نه ېې خوب غلاکړۍ او دغه بیچاره ګان ېې تل د بیخوبۍ سره مخامخ کړي چې ددې جزا په ورکولو سره دوی تل بی خوبه او چرتي دی ، ستریس او دماغی فشار ورته پیدا شوۍ دۍ له همدی کبله زموږ هیواد وال تل یعنی دغه ۳۷کاله د (( د اشرارو – مجاهدینو – طالبانو – داعشیانو – پاکستان – ایران – سعودی عربستان او نورور عربی او غربي هیوادو )) له خوانه بیخوبه شوې او په ډیر چال او نیرنګ ېې ددینی او اسلامی توطیو په رامنځ ته کولو سره خوب ورنه غلا کړۍ دی ،او نن په داخل او خارج کې د بیخوبۍ له پلوه نه شي کولای د افغانستان کشمار ته دحل یوه معقوله لاره پیدا کړي ، زه او یو تعداد کسان چې تل په خوب ماړه یو او استراحت مو ډیر تامین دی هم دوطندارانو د بې خوبۍ په خاطر چې ددوی بیخوبۍ پرموږ هم منفی اثر اچولۍ دی کله کله د مشکلاتو سره مخامخ کیژو ، اوس زه سوچ کوم چې شاید هغه وطنداران چې د اکثریت نه پورتنیو دشمنانو خوب غلاکړۍ دی، دوی به څنګه وکولای شي چې ځانونه وپيژڼي ، او تر څو چې ځان ونه پیژني دوی هیڅ کله نه شي کولای دشمنان هم دقیق وپيژني ، همدا وجه ده چې کله ، کله دوی په عوض ددې چې د اساسي او اصلي موضوعاتو په هکله تصمیم ونیسی او عملی اقدامات پیل کړې ، د داسې کارو او مسایلو په رامنځ ته کولو یا رامنځ ته کیدو کارونه او اقدامات پیل کوی چې د کشمار یا ناورین د حل کولو یا مخ نیوي له پاره لازم او ضروری نه شمیرل کیژي ،دمثال په ډول د لندن محاجرین غواړي یوه نوې مدنی ټولنه جوړه کړي چې د هغو په واسطه د اورپا دننه افغانان سره متحد کړي او دهغو په ذریعه د محاجرانو مشکلات رفع کړي او افغانانو ته په هیواد کی د ننه هم مرسته وکړي ، چې زه ورسره ۱۸۰ درجې مخالف یم ، دلیل ېې دادۍ چې همدا نن موږ په انګلستان کې تر ۳۰ زیاتې کمیټې – اجماع – او اسوسیشنونه – چاریټي ګانې فعالې لرو ، چې دوی د محاجرت – د کوچنیانو له پاره سپورتي کلپونو – د پشتو – دري – او قران زده کول ادامه ورکوي مصروف دي ، یا دښځو له پاره د کورنۍ ژوند ترتیب او تنظیمول – انګلیسی ژبه زده کول – د ماشومانو تربیه کول په غاړه لرې چې تر ډیره حده مفید دی او ددغو موسساتو افغانی کارکونکو له پاره یوه منبع عایداتی هم شمیرل کیژي ،زما شخصي نظر دادی چې د لندن روشنفکران او جمعا محاجرین چې خوب ېې نه دی غلا شوۍ ، دیوه قوی اپوزیسیون په جوړولو دقیقاکار وکړي او په لندن کې د ټولې اورپا لروبرو افغانانو غونډه را وبولي او بیا د افغانستان د ننه د هغو لایقو – بیطرفه – پاکو تحصیلکرده افغانانو له جملې نه هم  ددوی تر منځ یو منتخب نوۍ انتقالی زعامت جوړ کړي او دغه زعامت د تحصیل- تخصص- سابقی – تجبه لرونکو کسانو له خوانه تشکیل شي چې تر اوسه ېې خوب نه دی غلا شوۍ او بیدار دي ،  او فقط دافغان او افغانستان په نامه وی ، نه مارکسیستی – نه اخوانی – نه ماویستی اویا کومه بله عربی مفکوره او ایدیالوژۍ ته پکې برخه ور نه کړله شي ، دغه نوۍ (( نهضت – جنبش- سازمان جبحه -حزب )) یا کوم بل نوم هم که ورباندې ایږدې درست دی خو دیوه قوی اپوزیسیون په حیث عرض اندام وکړی، ځانته نشان او بیرغ ولرې ، او بیا ې په افغانستان کې دفتر ایجاد شي او فعالیت وکړی او سرتاسري شي که د (( د افغانانو ملې سرتاسې اپوزیسیون )) نوم ورباندې کیښودل شي ښه به وي، خو اصلی شرط ېې دادی چې د عدلېې په وزارت کی ثبت او راجستر شي ، اساسنامه او برنامه ېې هم د افغانی اصولو او افغانی دیموکراسۍ په بنیاد ولاړه او تنظیم شي هیڅکله دداسې دیموکراسۍ طرفدارۍ ونه کړی چې زموږ د خلکو د دینی – مفکوروی- کلتوری- قومی او ملیتی فرهنګ ضد وي ازموږ د خلکو له پاره باید دهضم وړ وي ، ترتیب او ولیکل شي او یو اخبار هره هفته په خارج او داخل کی خپورشي ، ( اپوزیسیون باید د اورپا – امریکا – کاناډا – عربی هیوادو – استرالیا او افغانستان د ننه شخصیتو څخه )  د خبیرو – لایقو – متخصصو – تحصیلکرده – پاکو – بیطرفه کسانو له منځه د حکومت کابینه – والیان – سفیران – عالی رتبه قضات – او وسله وال پوځ ریسان مشخص کړی او نامونه ېې د یوې ګډې کنګرې په دایرولو په هیواد کی د ننه اعلان شي،  دغه اپوزیسیون کولای شي د وحشت ملی د حکومت د اصلاح – رهبری – تعین او تقرر- ملی او بین المللي مناسباتو – دفاعی او امنیتي موضوعاتواو مسایلو  په اموراتو باندې پوره اغیزه ولري او حکومت ته اجازه ور نه کړي چې خودسرانه فیصلې او فرامین مخصوصا ددشمنانو په فرمان او توطیو عملي کړی ، بلکه هر کار او عمل او فیصله باید زموږ د ارضی تمامیت – استقلال- ازادۍ او ملي ګټو په مدنظرکې نیولو او ترقۍ په بنیاد استواروي تل عملي شي