خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

د وروستيو بريدونو په ترسره کولو پاکستان څه غواړي؟

کابل ښار يو ځل بيا د افغانانو په وينو ولمبيدو، يو ځل بيا ډيرې ميندې بورې، ميرمنې کونډې او کوچنيان یتيمان شول. تيره ورځ د افغانستان تاريخي دښمن د دفاع وزارت په منصوبينو خونړی بريد وکړ. د وروستیو راپورونو له مخې د کابل د تيرې ورځې په دوو بریدونو کې لږترلږه ۲۴ تنه شهیدان شوي او تر ۹۰ ډېر نور ژوبل دي. ویل کیږي چې چاودنې د ځانمرګو ترهګرو له خوا هغه وخت وشوې چې د ملي دفاع وزارت منسوبین رخصتېدل. لومړنۍ چاودنه د مرادخانۍ د یک پیسه ‌ګي پُل ته نږدې د دفاع وزارت د دروازې مخ کې وشوه او له هغې وروسته کله چې خلک د لومړنۍ چاودنې د ټپیانو مرستې ته راټول شول، یو ځانمرګي بریدګر ورسره چاودیدونکو موادو ته چاودنه ورکړه. طالبانو د برید مسؤولیت منلی دی او ادعا یې کړې چې په دغه ځانمرګي برید کې یې د افغانستان د دفاع وزارت لوړپوړي چارواکي په نښه کړي دي.

بل پلو له دغو دوو خونړیو چاودنو څو ساعتونو وروسته کابل ښار دريمې چاودنې هم ولړزاوه. تیره شپه شاوخوا یوولس بجې د کابل ښار د شهرنو په سیمه کې د پاملرنې پر خیریه بنسټ لومړی د موټربم ځانمرګی برید وشو او له هغې وروسته درې کسه وسله‌وال بریدګر د پاملرنې موسسې دفتر ته ننوتل او له افغان امنیتي ځواکونو سره یې د سهار تر لسو بجو جګړه وکړه. دا پر کابل په دوو اونیو کې درېیم برید دی، تېره اوونۍ په پلازمېنه کې پر امریکایی پوهنتون برید کي ۱۳ تنه شهیدان شوي وو. د معمول سره سم په افغانستان کې د ډیری بريدونو او ورانکارو کړنو تر شاه د پاکستان لاسونه وي او په وروستيو دوه اونيو کې په کابل کې د ترسره شويو بريدونو تر شا هم د پاکستان لاس کيدلای شي.

پوښتنه دا ده چې په افغانستان په ځانګړي توګه په کابل کې د وروستيو بريدونو په پلان کولو او ترسره کولو سره پاکستان کوم هدف غواړي ترلاسه کړي؟

د کابل په وروستيو بريدونو او په ټوله کې کې په ټول هيواد کې د وروستۍ ناکرارۍ تر شا پاکستان دوه لوی هدفونه تعقيبوي.

لومړی : د کابل ډهلي اړيکو نيږديوالي ته غبرګون: لکه څرنګه چې په وروستيو کې د کابل ـ ډهلي اړيکې د پخوا په پرتله ډیرې نيږدې او خوږې شوي دي او بل لور ته له پاکستان سره د امريکا د اړيکو د خرابوالي په درشل کې؛ د هند او امريکا تر منځ د لوی جنګي تړون لاسليک سره پاکستان په سيمه کې خپل ځان بيخي يوازې وليد. له يو لوري يې له کابل سره اړيکې ترينګلې دي، له بل لوري پرې د امريکا مرسته کمه شوې او له بل لوري پرې د هند او امريکا تر منځ جنګي تړون سخت فشار راوړی دی. د پاکستان مرکزي حکومت اوس په کور دننه د سياسيونو له سخت فشار سره مخ دی. پاکستاني سياسیون وايي چې د مرکزي حکومت د غلطې پاليسۍ له وجې پاکستان له انزوا سره مخامخ کيدونکی دی. پاکستان له همدې حالته کړيږي او په افغانستان کې یاد بريدونو د ترسره کولو څخه يې هدف هم همدا دی چې افغان حکومت ته وښايي چې که له هندوستان سره اړيکې ډيرې خوږې کړي او پاکستان شاته وغورځوي نو پايله به يې همدا وي. پاکستان ياد بريدونه د کابل ـ ډهلي د نيږدې کيدونکو اړيکو په غبرګون کې کړي دي. په دې ډول بريدونو سره غواړي افغان حکومت ته پيغام ورکړي چې هندوستان ته ډير نيږدې کيدل يې خطرناکې پایلې درلودلای شي.

دویم : د سولې څلور اړخيز ناکام بهير بيا پیل ته لاره هوارول: وروستي راپورونه وايې پاکستان هڅه کوي چې د سولې د خبرو څلور اړخيز بهير بيا پيل شي. د اکسپرس ټربيون ورځپاڼې د خبر له مخې پاکستان هڅه کوي چې د روانې مياشتې په اوږدو کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چين غونډه جوړه شي. ويل کيږي په دې ناسته کې به د يادو څلورو هيوادونو چارواکي د شته اختلافاتو د حل هڅه وکړي څو بيا ځلې د څلور اړخيز بهير پيل ته زمینه برابره شي. اوس په کابل او په ټول افغانستان کې د امنيتي حالاتو د ترینګلي کولو په خونړيو بريدونو ترسره کولو سره پاکستان غواړي افغان حکومت اړ کړي څو د افغان سولې د څلور اړخيزو غونډو ناکام بهير د بيا ځلي پیل ته غاړه کيږدي.

د څلور اړخيز بهير له بيا پیل څخه د پاکستان هدف دا دی څو په سيمه کې له افغانستان او امريکا سره يې اړيکې بيرته ښې شي او د سياسي انزوا هغه خطر چې په سيمه کې پاکستان ته متوجه دی؛ مخنيوی يې وکړي.

لیکنه : خوشحال آصفي