نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

د نوی ۱۳۹۴ لمریز هجری کال په مناسبت


د وطن د ترقۍ ملي ګوند د مبارکۍ پیغام

کابل- افغانستان   د ۱۳۹۳ کال د کب د میاشتې ۲۸ مه نېټه

د دوطن د ترقۍ ملی ګوند رهبری ټولو وطنوالو، د هیواد زیارکښانو، ښخو او ځوانانو او همدا شان د ګوند او په ملي کچه د مترقي جنبش ټولو مبارزو غړواو مینه والو ته د نوی ۱۳۹۴ لمریز هجری کال د راتلو مبارکي وړاندي کوي. هیله ده چې په نوی کال کې زموږ غیرتمن اولس د وطن د ترقۍ ملي ګوند سره یوځای د نویو بریاوو په لور اوچت ګامونه پورته کړي.

په ډیره خواشینۍ سره یادونه کولای شو چې په ۱۳۹۳ هجری لمریز کال کې هم زموږ ګران هیواد د تیرو کلونو په څیر د خارجې ګټو له پاره د تحمیل شوې جنګ په لمبو کې وریت پاته شو. د هیواد په ګوټ ګوټ کې د قانون واکمني نه وه، ټولنیز عدالت تر پښو لاندې او د زورواکانو زور جاری ؤ. د انتخاباتو ملی پروسه لکه څنګه چې لازمه وه، اداره نشوه او مطلوبه پایله یې لاسته را نه وړه.  د محرومو ټولنیزو ګروپونو د ژوند سمون ته لازمه پاملرنه ونه شوه، د ښځو پر ضد زور زیاتی دوام لری، ځوانان مو ډیر بیکاره دی او د زیار استونکو مؤلدینو ژوند له ستونزو او کړاوونو سره مخامخ دی.

به همداسې ستونزمنو شرایطو کې د وطن د ترقۍ ملي ګوند خپلو متمدنو، سوله ایزو او عدالت غوښتونکو مبارزو ته دوام ورکړ. د انتخاباتو په ملي پروسه کې یې زغرده ونډه واخیسته، خپلو ګوندي تشکیلاتو ته یې پراختیا ورکړه، ګوندي موخو ته یې د نویو  او ځوانو استعدادونو پام را واړاوه او خپله تشکیلاتی جالۍ یې پراخه کړه. اوس د لوی خدای په فضل نه یوازې د هیواد په ټولو ولایتونو کې غښتلې تشکیلاتی کړۍ او غړی لری، بلکې په خارجي هیوادونو کې د فعالو ګوندي سازمانونو تر څنګ مو د هیواد په ولسوالیو او کلیو او بانډو کې هم سازمانونه او کادرونه فعال دي.

لکه څنګه چې ټولو ملي او دموکراتو ځواکونو ته څرګنده ده، د وطن د ترقۍ ملی ګوند په روان کال کې له ډیرو نورو هغو ګوندونو او سازمانونو سره د وحدت او یا د عمل د یووالی د تأمین په خاطر اړیکې ونیوې چې له مونږ سره ګډې موخې او ورته تشکیلاتی او سیاسی اصول او لیدلوری لري. دا تماسونه له ځینو بریاوو سره ملګری و، خو د ځینو لخوا یې تود هرکلی ونه شو. د وطن د ترقۍ ملی ګوند به په راتلونکي کال کې هم د ملی او دموکراتو ځواکونو د عمل د یووالی او سازمانی وحدت له پاره د معینو اصولو په چوکاټ کې خپلو هڅو ته دوام ورکړی. دادی د نوی کال په درشل کې یو ځل بیا له ټولو هغو ګوندونو او سیاسی سازمانونو چې د عمل او یا سازمانی یووالی موضوع وره اهمیت لري، په ډاګه غوښتنه کوو چې په هیواد کې د یوه اغیزمن واحد سیاسی مترقی ځواک د جوړولو په خاطر دې خبرو اترو ته چمتو شي او له دې مهمې تاریخي موضوع سره د په انعطاف او ګذشت چلند وکړي. د وطن د ترقۍ ملی ګوند د وحدتونو او ائتلافونو په بهیر کې د ګډو ملي او اساسی موخو د ترلاسه کولو له پاره له کوچنیو او فرعی غوښتنو تیرېدو او هر ډول انعطاف ته چمتو دی.

د وطن د ترقۍ ملی ګوند رهبری به په کلکه اراده او ډاډمنو ګامونو د راتلونکی ۱۳۹۴ کال په اوږدو کې هم د ټولنیزو ناخوالو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوی او له خپلو ټولو غړو او مینه والو غواړي چې د وطن د بیا جوړونې، د هیواد د نوښت، پرمختګ او ټولنیز عدالت په لار کې له موږ سره خپلې هڅې همغږې کړي تر څو وکولای شو چې په ګډه سره د شریکو موخو د پلي کولو له پاره بریالۍ مبارزه  وکړو.

په آخر کې یوځل بیا ټولو هیوادوالو ته خوشحاله نوی کال او د سولې، ډاډمنۍ او امن په فضا کې سوکاله ژوند او خپلو ګوندي غړو او د ملی مترقی خوځښت پلویانو ته د مبارزې ابتکار، اراده او حوصله غواړو.

په خورا درنښت

د زده کړو او فرهنګی چارو کمیسیون