زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

د مسکو غونډې ته چمتووالی؛ پاکستان بيا طالبان وپړسول

ټاکل شوې د راتلونکي اپریل په څوارلسمه نیټه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د دولسو هېوادونو تر منځ د افغان سولې په اړه درېیمه ناسته وشي. په دغه غونډه کې د روسيې سيال هيواد امریکا ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې خو امريکا د نامعلومو دلايلو له امله په دغه غونډه کې له ګډونه انکار کړی دی. که څه هم د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ویلي، د مسکو راتلونکې ناسته د دولتونو تر منځ ده او طالبانو ته په کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې؛ خو پاکستان د مسکو غونډې لپاره له طالبانو سره په اسلام اباد کې ځانګړې ناسته هم کړې ده.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، د اسلام اباد د تېرې اونۍ په ناسته کې د قطر دفتر د مشر ملا محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر امیر خان متقي، د کوټې شورا په استازیتوب ملا سعدالدین، د پېښور شورا په استازولۍ ملا داود، د میرانشاه – کورمې شورا په استازیتوب د سراج الدین حقاني اوښي قاري یحیی حقاني، د ملا هبت الله او د طالبانو د مشرتابه شورا په استازولۍ د دې شورا منشي لطیف منصور ګډون کړی دی. افغان حکومت په دې ناسته کې د طالبانو له ګډون سره مخالفت کړی، خو ویل کېږي چې پاکستان، چین او روسیه په دغه غونډه کې د طالبانو د حضور ملاتړ کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان د سولې اړوند د غونډې له جوړيدو وړاندې طالبان د خپل پنجابي بادار سلام ته ورځي، بلکې له دې وړاندې هم د افغان سولې په تړاو د غونډو له جوړيدو وړاندې طالبانو پاکستان کې له پاکستاني چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي. کابو درې مياشتې وړاندې پخپله د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دغه هیواد مشرانو جرګې ته منلي و چې اسلام اباد له طالبانو سره د مرستې په تړاو په اړیکه کې دی او پټې ناستې هم ترسره کوي. همداراز کله چې تير کال په قطر کې له طالب چارواکو سره د افغان حکومت د پټو خبرو ريپوټونه ورکړل شول نو د تير کال د لړم په مياشت کې هم درېو تنو طالب مشرانو مولوي شهاب الدین دلاور، مولوي جان محمد مدني او ملا عبدالسلام له پاکستاني چارواکو سره ناسته کړې وه.

اوس پوښتنه دا ده چې هر ځل د افغان سولې په تړاو له غونډې وړاندې طالبان مشران ولې لومړی د آی ايس آی سلام ته ورځي؟

که څه هم په دغه غونډه کې د طالبانو له ګډون سره افغان حکومت مخالفت کړی دی، خو له پاکستاني حکومت سره د طالب مشرانو وروستۍ ناستې ته په کتو داسې ښکاري چې دغې ډلې ته به هم په غونډه کې د  ګډون بلنه ورکړل شي. لومړی خو دا چې د افغان حکومت د مخالف لوري او په افغانستان کې د جګړې د اصلي اړخ په توګه د مسکو په غونډه کې د طالب مشرانو ګډون اړين دی. ځکه که افغان حکومت سوله کوي نو سوله يې له طالب سره ده او طالب چې د مسالې اصلي اړخ دی او په دغې غونډه کې که ګډون ونه کړي نو افغان حکومت به له چا سره استدلال وکړي؟ يا طالب مشران به له افغان حکومت سره د خپل مخالفت دلايل څنګه له افغان لوري سره مخامخ ووايې؟ همدغو ټکو ته په کتو داسې بريښي چې په مسکو غونډه کې د طالب مشرانو ګډون حتمي دی.

اوس چې طالب مشران له مسکو غونډې وړاندې له آی ايس آی سره غونډه نيسي؛ دوه مهم دليلونه لري.
لومړی: پاکستان غواړي طالب مشرانو ته په دغې غونډې کې د ګډون لپاره د پاکستان د خوښې اجنډا ورکړي چې د پاکستان ګټې په کې رانغښتې وي. یعنې په دې معنا چې جسماً به طالبان د مسکو په غونډه کې ګډون کوي خو په خوله کې به يې د پاکستاني چارواکو ژبه وي. د پاکستان ګټو مطابق به افغان حکومت ته خپل د سولې لپاره خپل شرايط وړاندې کوي. هغه شرطونه به افغان لوري ته وړاندي کوي؛ کوم چې د آی اېس آی لخوا دوی ته ورکړل شوي وي.

دويم: دا چې پاکستان اوسمهال د افغان حکومت تر څنګ د نړيوالو تر سخت فشار لاندې دی نو له دغه فشار څخه د خلاصون لپاره يې طالبان ځانته بللي څو وښيې چې دوی د افغان سولې پروسې ته ژمن دي او هڅه کوي طالب مشران له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي. په دې کار سر به يې هم له افغان حکومت سره اړيکې له سره جوړې شي او هم به له نړيوالو د افغان سولې پروسې سره د مرستې په نوم پيسې وشکوي.

لیکنه : خوشحال آصفي