دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=2d326hWQtcQ&t=12s دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

از فرسایش دولت تا سرایت جنگ: زنجیرهٔ راهبردی بحران در…

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military and…

د سیستمونو ډولونه

نور محمد غفوری د سیستمونو د وېش عمده معیارونه سریزه په تېرو دوو…

سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انسان؛ در جست ‌وجوی خویشتن (1)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی پیشگفتار : انسان از نخستین…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

«
»

د غیرت کړیکي او کاڼه غوږونه

pashtonleaderz.png wordt weergegeven


ښاغلودرنومشرانواسفندیار ولي صیب اومحمودخان اچکزی صیب!

په پښتني درنښت مو هرکلی کوم .اودزره خواله په یوه ولسي لنډۍ پیلوم اوهغه داچې:

سترګې دې زړه ته رانیږدې کړه.     چې په کې ووینې دسرو وینو ډنډونه

خدایږودګرده افغانانوپه تیره بیا دپښتنوزړونه له سرو وینوډک اوپه ځیګرونو ټپي،ټپي اوخوړین دي.

ویاړم چې دپښتنودویاړلوتاریخي،ملي اوزړورومبارزینواوسرهسکوشملو،نومیالیودرنوسټوارواښاد فخرافغان خان عبدالغفارخان اودشهیدانوسالارخان شهید ،خان عبدالصمدخان په غیرتي غیږوکې روزل شوي اوپالل شوي یاست .هغوچې پخپلونه ستړي کیدونکومبارزواوجدوجهد کې یې په اوږدومودوجیلونه اوپه جیلونوکې میچنې ګرځولي اوهغوچې پخپلوسپیڅلوسرووینوکې لمبیدلي اودلر وبرپښتنودیووالي اولوی تاریخي افغانستان دجوړولوپه موخه یې دننګ ،غیرت اوسرښندنې ازموینه په ستره میړانه ترسره کړي اودافغانانوپه معاصرتاریخ کې له افتخاره ډک ځلانده ستوري دي چې دمیرویس بابا اواحمدشاه بابا په دود یې لراوبرپښتانه فخر افغان بابا اوخان شهید بابا په نومونو بولي اودزړه له تله پرې ویاړي.

درنومشرانو!

په دې کې شک نه شته چې تاسودواړه دخپلوغښتلوګوندونودسرغندویانو په توګه تاریخي ستري هیلي په زړونو کې پالی درزم اوپېکار نارې موکله ناکله اورو.ښایې دابه ستاسوهوښیارتوب اویاځانګری ځیرکتوب وي چې لاتراوسه مودخپلو مبارزو پلرونو او نیکونوپه څیردزندان ځنځیرونه اواتکړۍ نه دي شرنګولي.بې ځایه به نه وي چې له نن څخه ۲۴کاله دمخه دیوه ستړي سفر کیسه درسره شریکه کړم .

په هغه مهال داتل شهید داکترصیب نجیب الله په وړاندې په واکمن ګوندکې دیوشمیرپردیپالو،مزدورو،وطن پلرونکو،خاینواوبې ضمیره کرغیړن پنځم ستون، دشمالي ټلوالي اوبې سواده دوستم په ملتیا نامردانه کودتا ترسره اود داکترصیب نجیب الله واکمنۍ ته دپای ټکی کیښودل شواود داکتر صیب دوژلوتوطیه ناکامه اودملګروملتوپه دفترکې پناهنده شو.

دکابل دخونړي ناورین اوغمګین محشرزړه بوږنوونکي تراژیدي ،کور په کور ماتم اوځورونکي پیښې ټولونړیوالواوتاسوته څرګندې دي.

له کابل څخه ډله ییزجبري مهاجرت پیل شواوزه هم خپل پلرني ټاټوبي دخوست ولایت ته دخپلې کورنۍ سره راغلم.

څه موده وروسته مې وپتییله چې د ډاکترصیب نجیب په اړه دکوزي پښتونخوا د درنومشرانوسره دګډوهڅوپړاوپیل کړو.دخپل مشرزوی میرویس اکبري،درنه دوست الحاج محمدیوسف هوسي اودچارسدې داستوګن ډاکتر میا صیب په ملتیا مې ځان اشنغریاهشت نګرته ورساوه اودولي باغ په دروازه کې منتظرووچې شیبه وروسته دپاکستان اوسنی صدراعظم نوازشریف چې په هغه مهال هم دپاکستان لومړی وزیرودموټروپه ګڼه ګوڼه کې له ولي باغ څخه راووت.د دروازې څارونکي راته وویل چې مشرخان عبدلولی خان بابا ناروغه دی نوازشریف اودهغه چارواکي ملګري دخان صیب پوښتنې اوعیادت ته راغلي وواوله موږه یې وپوښتل تاسو څه لا راغلي یاست؟

موږخپل ځانونه وروپیژندل اودمشردعاجلې روغتیا دهیلي سره جوخت مې ورته وویل چې زه له کابله دسټړوهیلوسره راغلی اوغواړم مشر دیوي لنډې شیبي لپاره وګورم.هغه خورامهذب اوخواخوږی انسان و ویې ویل یوه ټوټه کاغذکې خپل ځانونه معرفي کړی زه به سملاسي ځواب درته راوړم.

سملاسې مې په کاغذ کې خپل نومونه ورته وکښل اوکاغذیې دمشر حضور ته وروړشیبه وروسته را غی ویې ویل مشر ستاسوسره ملاقات کوي راځی چې ځو.

دولي باغ جنت نښانه بڼ اوښکلي ماڼۍ مۍ دلومړي ځل ولیدې اودمجلل قصرلوی سالون ته ننوتولاپه چوکیو ناست نه ووچې دروند مشر خان عبدالولیخان چې یوه پښه یې ترورانه پوري پلسترکړي دامساپه لګولوسره راغی اوموږیې پخپل درنه اوله پیرزوینې ډک روغبړ ونازولواوله هغه څخه مې دژورې مننې اودرنښت په څرګندولوسره چې دناروغۍ په حالت کې یې حضورته ومنلودعاجلې روغتیا هیله څرګنده کړه.په همدې شیبه کې په میزونوراته ګرم چایونه کلچې،کیکونه اوخواږه کیښودل شول.

مشر راته وویل زمو په خدمت کې یم څه ویل لری؟

په موجزوکلماتوکې مې د ډاکټرصیب نجیب الله په وړاندې دسیمه ییزواونړیوالوڅارګروپه لمسون اوبا لقوه مرستودخاینانه کودتا په اړه چې مخکې مې هم په لیکلي توګه بشپړ معلومات ستاسوسره شریک اورالیږلي و،رڼاواچوله اوله مشره مې هیله څرګنده کړه چې دخپل ځواکمن ګوند نشنل عوامي ګوند اوپه ټوله پښتونخواکې داغیزمن سیاسي اوملي وزن اوولسي وجاهت په درلودلوسره له ملګروملتوله دفترڅخه د داکټر نجیب الله دایستلوپه اړه پراخ لاریونونه اومنظم تبلیغاتي کمپاین پیل کړودملګروملتودامنیت په شوراودنړیوالوبشري حقوقودساتنوسازمانونوپاملرنه اوبالفعل مرسته راجلب کړو.په دې اړه ستاسودریځ څه دی؟

ارواښاد خان عبدالولیخان د ډاکترصیب نجیب په هکله درنې خبرې وکړې ویې ویل دلته هم دوطن ګونډدیری مشران زما سره استوګن اومیملانه دي که رښتیا ووایم دپښتني ننګ اومیلمه پالنې له مخې اړیم او کنه داسې څیرې دي چې له ډاکترصیب سره یې نامردي اوناغیړي کړي ده .زه ستاسو د دغه وړاندیزپوره ملاتړکوم اوتاسوته کوروداني وایم.همداسې رغنده هڅې به پیل کووخو په دې شرط چې همدغه بلنه زموږوروراوسیاسي شخصیت محمودخان اچکزي سره په کوټه کې هم طرحه او وړاندې کړي.ماته یې وویل که تاسودخپلې کورنۍ سره زمادکورپه چم ګاونډ کې اوسیدل غواړې هرڅه دې په خدمت کې دي.

ما دزړه له کومې مننې سره دهغه هدایت ومانه خودکور په هکله مې ورته وویل چې زه دخپل ځان اوکورپه لټه کې نه یم.هرڅه لرم راته ژوندی اوسې.

دهغه له درنه حضوره په ډیرعزت رخصت شوو.خبره رالنډوم.په هماغه شپواوورځوکې بې له ډیله په داسې حال کې چې دخپل سر جدي ویره مې هم احساسوله دیوه بل ملګري منګل جبارخیل په ملګرتیا دکوټې په لور وخوځیدم دسرویس له کړکیومې دپښتنوپراخوسیموته کتل له بولانه ترچتراله دپامیر له لوړودذوالفقاراوسلیمان دلوړوغرودخورو،ورواودربدره پښتنودحالاتوپه چورتونوکې ځنګیدم له ستړي سفر وروسته کوټې ته ورسیدود نیشنل عوامی پارتۍ دځوانانوسازمان دمنشي ښاغلي ترین په ملتیا په یوه هوټل کې استوګن شو.ماته هغه دپښتنوخبره رایاده شوه چې غر په غرنه ورځي،خوبنده په بنده ورځي.کلونه پخوا په

کابل کې زه دهغه میلمه پال وم.

درنه مشره اچکزی صیب!

له بده مرغه تاسوپه کوټه کې نه واست په هماغه شپو ورځو کې اسلام اباد تللي وی.دپښتونخوانشنل عوامی پارټۍ دمبارز مشردلیدلو ارمان مې ترسره نه شودخپل سفر موخه مې ښاغلي ترین ته څرګنده کړه .خوپه کوټه کې مې واوریدل چې هغه دپاکستان دیوه لوی افسرزوم شوی اودسیاسي مبارزې څخه لاس په سرشوی دی.له نیکه مرغه په کوټه کې مې دافغانستان درادیوتلویزیون دپیاوړي هنرمنداستاذ ګل زمان په مرسته چې هغه مهال په کوټه کې دخپلې کورنۍ سره اوسیده دنیشنل عوامي ګوند سکرترجنرال اودروند مشر داکټرخلجی سره لیدنه ترسره اوپه دوستانه خبروکې مې خپل مشخص وړاندیزهغه ته ورساوه څو ستاسوپه ګډه همکاری له چتراله تر بولانه سترمارشونه اولاریونونه ترسره شي.

دخپل ملګري په ملتیا دسپین بولدک اوکندهارله لارې خوست ته راورسیدم.وختونه اومودې تیرې دپښتونخوا نیشنل عوامي ګوند او نیشنل عوامي پارټی لاریون څه چې یوه ځیږه خبره مې ونه اوریده اودهغه ناورین پړاوراورسید چې دتورلنګیوتورپنجاب،توري ،مزدوري ارتجاع په کرغیړنو،خونړیومنګولو دهیوادستراواتل بچی اودافغانانودغرورسمبول په داروځړول شو.

اسفندیارولي صیب اومحمودخان اچکزی صیب!

مودې وړاندې ستاسوپه مشری یوي پښتني جرګې دافغانستان دسترمکاردوښمن نوازشریف اوافغان ولس مشراشرف غني دترینګړواړیکودرغاوي په موخه کابل ته سفر وکړدخپلوهلو،ځلوپه پایله کې خپلې موخې ته ورسیدی .دواړومشرانو دپاریس دغونډې په څنډودانګریزدچارواکي په ګډون دپخلاینې اودوستۍ ،تودې غیږې سره چاپیرې کړې هیله ده چې ډوډۍ مولاغوړه شوي وي .خوپه دري ژبه کې یومتل دی :یا خود مرد باش یانوکر مرد.

له تاسوبخشه غواړم دهغه چا نوکري اواستازولي وکړه چې ډیرژر یې په تورخم اوسپین بولدک کې دپښتنوقبایلودڅاراوځپلو اود ډیورنډ دمنحوسې کرښې دتوجیه په موخه دنګې ماڼۍ جوړي کړې اودادی اوس ستاسوملګری ناشریف دومره سپین سترګی شوی چې له بولانه ترچتراله پښتانه قبایل پاکستاني پاسپورټونه په لاس افغاني ویزه واخلي اولروبرسیموته سفر وکړي.

پوښته داده چې تاسود دووسترو،نومیالیو،باتورو،سرهسکواومبارزو ویاړلومشرانوارواښاد فخرافغان خان عبدالغفارخان اودادب دنابغه پوهاند،سیاست پوه اوپخپلوسپیڅلو،غیرتي وینو کې لمبیدلی شهید خان شهید خان عبد الصمد خان زوی اوبل لمسی یاست.نوکله به درکړی زور،شهامت اوافغاني غیرت پرځای کوی .دلوی هند دازادی په مهال مبارزو شخصیتونودانګریزي ښکیلاک پرضداودهند دازادۍ په موخه تاریخي افغانستان ته مهاجرت وکړ.

تاسو به کله دخپل ملي،تاریخي ،پښتني اوافغاني ،دېن اومسوولیت پرځای کوی،له بده مرغه په ۷۰ ملیونوپښتنوپرګنوته نهیلي په دوو پښو ولاړه ده اوهیلې مړې ښکاري.تل به ژوندې نه یودپښتنوځواکونوتنظیم،انسجام اودخپلوپیاوړوګوندونوپښتونخوا نیشنل عوامي ګوند اونشنل عوامي ګوند دیو ګونډجوړولودوستانه وړاندیز کوم .پښتني پرګنې له سپکوالي،دربدری اوجنوسایډوژنې اودلوی افغانستان په ارته جغرافیه له نابودی اوورکاوی څخه وژغوری اودبلوڅودمبارزواوتوریالیوولسونوسره دپیوستون په موخه دتورپنجاب توري اوزبوني نقشې دړی وړې کړی تراوسه کابودشلوزرو په شاوخواکې دلراوبر پښتانه مشران وژل شوي اوپښتون ولس دپنجاب دتوطیوا ونابودی سمندر کې په ډوبیدو،محتوم اومحکوم دی.دحمزه بابا په شعري کلام ،لیکنې ته دپای ټکی ږدم:

ستا چې   باڼه   سمې خبرې نه کا

خودبه کا ږه وي چې کاږه پیداشول

دپښتون زوی اودپښتو نه خلاف

خاونده دا له څه نه ،څه پیدا شول

بسم الله اکبري هالینډ

۲۵/۱۱/۲۰۱۶