خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

د غني ستراتيژيکه حوصله او د منصور چمتووالی

عزيز له دويم متفکر سره ستراتيژيکه لوبه وکړه.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني وايي، په افغانستان کې د جګړې سيمه ييزو او نړيوالو اړخونو د سولې لړۍ پېچلې کړې او بشپړ دقت ته اړتيا لري. غني تيره ورځ د ناټو له عمومي منشي سره په گډ خبري کانفرانس کې وويل: « سوله د خلکو غوښتنه ده، خو اساسي خبره د سولې دوام دی او سوله ستراتيژيکه حوصله غواړي ». د افغان سولې پروسې د پايلو په اړه ولسمشر غني په داسې مهال له د ستراتيژيکې حوصلې غوښتنه کوي، چې ويل کېږي، پاکستان پر طالبانو له فشار راوړو سره هغوی حکومت سره خبرو کولو ته تيار نه کړای شول. وروستي راپورونه وايي، چې طالبانو په دې اړه د پاکستان غوښتنې رد کړې دي او يو ځل بيا يي د ملي يووالي حکومت سره نېغ په نېغه خبرو ته خپل شرطونه ايښي دي.

که څه هم د ګډ حکومت ولسمشر له خلکو د ستراتيژيکې حوصلې غوښتنه کوي خو اوسني امنيتي وضعيت ته په کتو داسې انګيرل کيږي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې طالب وسله وال د پسرلنۍ جګړې لپاره چمتووالی نيسي. د طالبانو له وروستي دريځه په ډاګه کيږي چې د سولې پر ځای راتلونکو پسرلنيو عملياتو ته تياری نيسي. همدا اوس هم امنيتي ځواکونه په ولايتونو کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې له دښمن سره په جنګ بوخت دي. هلمند، غزني، غور، کندز، کنړ، د هرات ولايت شينډنډ او د ننګرهار اچين، بټي کوټ، شينواري او د ځينو نورو ولايتونو ځينې سيمې د امنيتي ځواکونو او مخالفو وسله والو د جګړو شاهدان دي.

د سولې د لومړي پړاو د خبرو پيل سره کله چې ورته د خلکو هيله مندي زياته شوه؛ همدغه پاکستان و چې د دوه کاله مخکې وژل شوي ملا عمر مړينه يي رسنيزه کړه او د سولې خبرې يي په ټپه ودرولې. له هغې وروسته بيا د امريکا، چين او پاکستان په منځګړيتوب د سولې لپاره بيا ځلې هڅې شروع شوې. څلور ناستې ترسره شوې او څلور اړخيزې کمېټې له خپلې وروستۍ ناستې وروسته وويل، د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې به د ملي يووالي حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ نېغ په نېغه خبرې پيل شي. خو دغه خبرې تر ننه پيل نه شوې او د شنونکو په اند نورې به هم وځنډېږي. غني بيا هم د پاکستان په نيت پوه نه شو او بيا يي هم پرې سل په سلو باور وکړ. د دغو څلورو څلور اړخيزو غونډو پر مهال پاکستان په څو ځلې د ګاونډيتوب له نړيوال اصولو سرغړونه وکړه او د افغانستان په خاوره يي تيری وکړ؛ خو غني يي په مقابل کې د چوپتيا سياست غوره کړ، همداشان په دغه مهال کې د افغانستان مهم چارواکی او د کنړ او هرات ولايتونو پخوانی والي سيد فضل الله وحيدي؛ د پاکستان په ډيپلوماټیکه او با امنه سيمه کې وتښتول شو چې تقريباً څو ورځې لادرکه و؛ خو غني بيا هم سترااتيژيک سکوت وکړ. په کار خو دا وه چې پر پاکستان د ستراتيژيک فشار لپاره غني د دغو څلور اړخيزو ناستو لړۍ تحريم کړی وای؛ ځکه له یوې خوا افغان دولت له مخالفينو سره د سولې خبرې پر مخ وړلې؛ بل لور ته بيا وسله والو مخالفينو چې د پاکستان په اشاره چليږي؛ په کابل او نورو ولايتونو کې جګړو ته زور ورکړی و. خو له بده مرغه چې غني د پاکستان په مقابل کې ستراتيژيکه حوصله وکړه.

له اوله مونږ د افغان سولې په پروسه کې له پاکستان سره د ډير نيږديوالي او هغه ته په امتياز ورکولو مخالف و او یو پاکستان د افغانستان دښمن دی او وي به. له اول نه مو همدا نارې وهلې چې پاکستان هيڅلکه د يو سوله ييز افغانستان غوښتونکی نه دی. تل مو د پاکستان په نيت شک درلودلی دی خو له بده مرغه چې د نوي  ګډ بی کفایته  او ناکام  په اصطلاح حکومت په منځته راتګ سره اشرف غني په بې ساري توګه پاکستان ته نيږدې شو او له خپله تير تاريخه يي عبرت وانخيست او فکر یي وکړ چې په رښتیا متفکر دی . اوس چې غني د پاکستان په نيت پوه شو چې د سولې پروسې سره د مرستې په نوم او د وسله والو طالبانو سره د خبرو د فرصت برابرولو په نوم يي دوکه ورکړه؛ نو اوس وايي چې « سوله د خلکو غوښتنه ده، خو اساسي خبره د سولې دوام دی او سوله ستراتيژيکه حوصله غواړي ». پر پاکستان د غني بېځايه او له حده ډير باور؛ د افغان سولې پروسې د ناکامۍ سبب شو.

له اول نه مونږ پوه و چې پاکستان؛ افغان حکومت او نړيواله ټولنه، د سولې تش په نامه خبرو په هغې او دغې تيرباسي او وسله والو مخالفينو ته فرصت په لاس ورکوي څو د راتلونکي کال د پسرلنيو جګړو لپاره چمتووالی ونيسي؛ خو د نړۍ دويم په اصطلاح متفکر پرې سر نه خلاصيده او د پاکستانيو چارواکو په نرمو خبرو او تکراري ژمنو دوکه کيده. سرتاج عزيز که به هر څه ويل نو د ګډ حکومت ولسمشر غني ته به په کې رښتيولي ښکاريده. همدا سبب و چې غني به په پټو سترګو د عزيز په خبرو باور کولو او ولس ته به يي بيځايه هيله مندي ورکوله. پايله دا شوه چې سرتاج عزيز د نړۍ له دويم په اصطلاح متفکر سره ستراتيژيکه لوبه وکړه او بريا يي هم خپله کړه.

لیکنه : خوشحال آصفي