خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

د صادراتو دوهمه ملي غونډه او د ۱۳۹۴ کال د غوره صادرونکو پېژندنه

سه شنبه، د ۱۳۹۵ کال د وري ۱۰ مه،

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د هېواد په اقتصادي وده کې د صادراتو اهمیت په پام کې نیولو سره، د « صادراتو ملي غونډه او د ۱۳۹۴ کال د غوره صادرونکو پېژندنې» ترنامه لاندې د خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د هېواد له ګوډ ګوډ څخه د ۲۵۰ صادرونکو او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق مشرتابه پلاوي، د ګڼ شمېرو اړوندو وزارتونو او د خپلواکو ادارو چارواکو او رئیسانو په ګډون، د ۱۳۹۵ کال د وري د میاشتې په ۱۰ مه نېټه یو کنفرانس د افغانستان نوین په هوټل کې جوړ کړ.

د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي الحاج خانجان الکوزي، ګډونکونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د دې ملي غونډې د جوړېدو موخه د هېواد د صادراتو سکتور پر وړاندې د شته ستونزو او خنډونو پېژندنه او د له منځه وړلو لپاره یې د ملي یووالي حکومت ته د حل لارو وړاندې کول وباله. نوموړي په عین حال کې زیاته کړله چې د هېواد اقتصاد په یو بحرانی پړاو کې دی او دولت باید له دې معظلې سره مبارزې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او خپلو ویناوو ته عملي بڼه وروبښي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړله: «په افغانستان کې د سوداګرۍ د دودیزو کړنلارو په پام کې نیولو سره، ګاوندي هېوادونه د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو لپاره ښه مارکېټونه اوسېدلی شي.» ښاغلي الکوزي د هېواد د سوداګرۍ پر میکانیزه کېدو په ټینګار سره د تولیداتو د کیفیت د لوړېدو غوښتونکی شو.

د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال، د ګاونډیو هېوادونو ظالمانه او وژونکي سیاستونه، له کورنیو تولیداتو څخه د دولت نه ملاتړ او د کیفیت د کنټرول د تصدیق نامو نشتوالی د صادراتو د کمېدو د لاملونو له ډلې څخه وباله او له دولت څخه یې وغوښتل څو د انسا ادارې او د ISO له نړیوالې ادارې سره په همغږۍ د د پرمختللو لابراتوارونو د جوړېدو زمینه برابره کړي.

د اتاق د عامل پلاوي رئیس ښاغلي عتیق الله نصرت، په دې کنفرانس کې د خپلې وینا په ترڅ کې د یو هر اړخیز پریزینتیشن په لړ کې د هغو ستونزو او خنډونو باندې چې د صادراتو سکتور ورسه لاس او ګریوان دی بحث وکړ.

نوموړي زیاته کړله: « لږ تر لږه د تېرو ۴ کلونو په لوستلو او څېړلو سره لېدل کېږي چې هر کال مو په اوسط ډول له ۵۰۰ ملیونو ډالرو ډېر صادرات او له ۸ میلیاردو ډالرو ډېر واردات درلودلي دي. په دې معنی چې په تېرو ۴ کلونو کې د تادیاتو په بیلانس کې په اوسط ډول صادرات ۶.۷۵ سلنه وه.»

دغه راز ښاغلي نصرت د پانګې اچونې او سوداګرۍ په چاپېریالونو کې د اړینو اسانتیاوو رامنځته کول، هېواد ته د بهرنیو پانګو د راجذبولو لپاره ډېر ګټور او اړین وباله او له دولت څخه یې وغوښتل څو د خصوصي سکتور د ستونزو، خنډونو او حل لارو رساله د اړوندو پالیسیو په طرح او سمون کې په پام کې ونیسي.

د اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال مرستیال ښاغلي الحاج محمد یونس مومند، په لومړي ګام کې له اقتصادي فعالیتونو او د هېواد له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ له کبله د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئيس څخه مننه وکړله خو په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان له سوداګریزو آتشو څخه یې خپله نارضایتی څرګنده کړله، نوموړي د افغانستان صادرتي تولیداتو او محصولاتو لپاره د مناسبو او پراخو بازارموندو نشتوالی جدي خنډ وباله.

سربېره پردې ښاغلي د مومند صنعتي پارکونو او تولیدي فابریکو لپاره د منظمو او پرته له پرې کېدو برېښنا غوښتنه وکړله.

وروسته له هغه ځینو صادرونکو ددې فرصت ترلاسه کړ ترڅو د خپلو اړوندو سکتورنو په استازیتوب خپل نظرونه وړاندې کړي، چې په پایله کې یې خپلې ستونزې یو په یو چارواکو ته واورولې.

د افغانستان د صنعتګرو د سرتاسري ټولنې رئیس ښاغلي الحاج شیرباز کمین زاده، د خپلې وینا په ترڅ کې زیاته کړله چې د هغو سوداګرو او پانګو چې د هېواد په اوسني شرایطو کې خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته دوام ورکوي، باید ستاینه وشي. ښاغلي کمین زاده له ټولو دولتي بنسټونو څخه وغوښتل څو له افغاني محصولاتو څخه ګټه پورته کړي ترڅو د هېواد تولیدات لا پراختیا ومومي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال ښاغلي عبدالباري رحمان، د صادراتو پراختیا او د کورنیو تولیداتو ملاتړ د یاد وزارت د اهداف له ډلې څخه وباله. نوموړي په دې حساس وخت کې ددغې غونډې د جوړولو لپاره د اتاق نښت د ستاینې وړ وباله او هیله مندي یې څرګنده کړله چې په کاري ډلو کې له هر اړخیزو بحثونو او خبرو اترو وروسته به حکومت ته رښتیني او عملي حل لارې وړاندې کړای شي.

د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې رئیس ښاغلي محمد قربان حقجو، کیفیت، کمیت او قیمت د هر هېواد د صادراتو د پراختیا لپاره مهم فکتورونه وبلل چې د اقتصادونو د ودې او غوړېدا لامل کېدای شي.

ښاغلي حقجو زیاته کړله: «د تولید په لګښتونو کې باید د پام وړ کمښت رامنځته شي ترڅو وشو کولای چې خپل تولیدات او محصولات په ټیټو بیو نړیوالو مارکېټونو ته وړاندې کړو او د نورو هېوادونو له محصولاتو سره سیالي وکړو».

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د آیسا اداره د هېواد په ولایتونو کې پانګوالو ته ځمکې وېشي او هغه پانګوال چې د ځمکې د ترلاسه کولو غوښتونکي وی کولای شي چې له دې وروسته د ځمکې د ترلاسه کولو فورمې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو له اتاق څخه هم ترلاسه کړي.

ددې پروګرام په یوه برخه کې د میوه جاتو، سبزیجاتو، طبي بوټو، زعفران، غالۍ، کانونه (تالک ډبره، د مرمر ډبره، د رخام ډبره)، حیواني محصولات، حبوبات، صنعتي تولیدات، لاسي صنایع له سکتور څخه ۳۶ هغه صادرونکی چې په ۱۳۹۴ کال کې یې تر ټولو ډېر صادرات درلودلي وه، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د حکومتي او خصوصي سکتور لوړپوړو چارواکو لخوا د لوح تقدیر په ورکولو سره وستایل شول.

زموږ هېواد له بده مرغه په تېرو ۱۴ کلونو کې د سوداګرۍ په بیلانس کې له جدي کسر سره لاس او ګریوان اوسېدلی دی که څه هم له دې ناوړه وضعیت څخه د خلاصون لپاره د پالیسیو د طرح او جوړولو په برخه کې ځیني کارونه ترسره شوي دي، خو په عمل کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت لخوا د پام وړ او رښتیني اقدامات ندي ترسره شوي او زموږ صادرات ملیون ډالري او واردات مو میلیارد ډالري دي.

ددې غونډې موخې په تېرو ۴ کلونو کې د صادراتو د وضعیت ارزونه او په همدې توګه د کاري ډلو په جوړولو سره د صادرونکو د وړاندیزونو او حل لارو ترتیبول او د اتاق د مالوماتي بانک په اساس د غوره صادرونکو هڅول او هغوی ته د ستاینې لوح وړاندې کول، دي.

د یادولو وړ ده چې ددې ملي غونډې موندنې د افغانستان د صادراتو د ستونزو او حل لارو په توګه د یوې رسالې په لړ رسمأ د ملي یوالي حکومت مشرتابه ته وړاندې کېږي.

د صادراتو لومړنی غونډه د ۱۳۹۱ کال د سلواغې د میاشتې په ۱۸ مه نېټه د وخت ولسمشر د دوهم مرستیال، د افغانستان د صادرونکو ټولنې او د هېواد ۴۰ صادرونکو په ګډون چې په ۱۳۹۱ کال کې يې تر ټولو ډېر صادرات درلودلي وه، جوړه او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق لخوا ورته غوره نښان وړاندې کړای شو.

صیام الدین پسرلی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامه اړیکو مسوول